
مندرجات
دکتاب پیژندګلوي
د ایران د شاهي لقب کاریدنې ته لنډه کتنه
لومړۍ برخه : له ځانه تیر پهلوان
څپرکي
۱. یو ډول ستر انسان
۲. د خلیج ساتونکی
۳. د نکاح ژمنې
۴. احتمالي پیښې
۵. د تېلو ټکانونه
۶. بیرحمه اوړی
دویمه برخه: وروستۍ زور وهنه
۷. اوچت شاهین
۸. په دیګ کې پاخه شوي مواد
۹.د هینري جګړه
۱۰. د ۷۶ شخصیت
۱۱.شاهي غضب
۱۲. د تېلو جګړه
پای او وروستۍ مننه
تشکري
د تېلو بادشاهان
څه ډول امریکا، ایران او سعودي عربستان په منځني ختیځ کې د ځواک انډول بدل کړ.
لیکوال انډریوو سکاټ کوپر
ژباړونکی : عبدالمالک عاصم
د کتاب پیژندګلوي:
ولې زه یوه داسې ونه کښینوم چې ښې ریښې لري؟!
فارسي شاعر فردوسي
د ۲۰۰۶ کال د نوامبر په ۲۵ د امریکا مرستیال ولسمشر ډیکچیني ریاض ته لاړ چې د سعودي له سپین روبي فرانسوي ږیره ور بادشاه سره وګوري، چې د سرو ګرمیو پر صحرا لرونکي هېواد واکمن دیاو د نړۍد شل په سلو کې ثابتو تېلو زیرمې په خپله خېټه او رګونو کې لري. دغه هېواد د اوپیک OPEC یا د تېلو تولیدونکو هېوادونو په ټولنه کې تر ټولو ډېر تېل تولیدوي. باچا دغه مهال اړتیا درلوده چې له خپلو امریکايي ملګرو په سیمه کې د امریکا د شتون او اغېزمنتیا په اړهډاډ تر لاسه کړي، ځکه چې تر دې په مخکې میاشت کې په عراق کې د امریکا د جګړې د هڅو له کبله جمهوریت غوښتونکو د ډیموکراتانو پر وړاندېد امریکا په منځ مهالو ټاکنو کې ماتې خوړلې وه او ډیموکراتانو په کانګریس کنټرول تر لاسه کړی وو. له دې کیسې سم لاسي وروسته د امریکا دفاع وزیر ډونالډ رمزفیلډ چې د ډیک چیني نږدې ملګری وو له خپلې دندې لاس په سر شو او استعفا یې وکړه، ولسمشر جورج بش یې هم استعفا ومنله او په دې توګه یې وغوښتل چې د خپلې ادارې د مخالفینو یا نیوکه کونکو لپاره هم یو توجیه یا دلیل پیدا کړي. ده د امریکايي ولس د نیوکو په ځواب کې ددفاع وزیر استعفا ومنله.
په تېرو ۶ نیمو کلونو کې په لومړي ځل د عراق په جګړه کې د بري پر ځای له هغه هېواده د نړیوالې ټلوالې د ځواکونو د منظمې را وتنې بحثونه پیل شوي وو. سعودي عربستان له دې اړخه خپله اندېښنه په ډاګه کړه چې له عراق څخه د امریکا له وتلو وروسته به د عربو ګاونډی او سیال، شیعیه ایران ګټه پورته کړي او په سیمه کې به د خپلو هیلو د پوره کولو هڅې وکړي. په واشنګټن کې د سعودي سفیر شهزاده ترکي الفیصل په روښانه ډول سپینې ماڼۍ ته په ډاګه کړه «لکه څرنګه چې امریکا په نا بللي ډول عراق ته راغله، نو همداسې په نا بللي ډول دې دغه هېواد نه خوشى کوي.»
دا په داسې حال کې وه چې د تېلو بیې په نړیواله کچه پورته شوې او د امریکا مرستیال ولسمشر د سعودي عربستان له چارواکو سره خبرې اترې وکړې. د ۲۰۰۶کال په اوړي کې د انرژۍ نړیوال مارکېټونه ډېر بې خونده شول او د نفتي موادو بیې په بې ساري ډول پورته شوې.
د تېلو د بیو پورته تګ د امریکا پرمختګ او د هغه هېواد د سوداګریزو ملګرو اقتصادله جدي ګواښ سرهمخ کړ. دغه مهال په نړیوالو بازارونو کې د یوه بېرل تېلو بیه ۷۸ ډالرو ته لوړه شوه او په منځني ختیځ کې یې د امریکا د بهرنۍ پالیسۍ پر وړاندې نوې ننګونې را وزیږولې. ددغې سیمېد تېلو تولیدونکو یا صادرونکو هېوادونو ته د تېلو د بیو دغه لوړتیا داسې وه لکه چې پیسې یا ګټه ورته باد راوړي وي. په سپینې ماڼۍ کې د بش ادارې په دې تړاو ایران ته د نوو میلیاردونو ډالرو د ور رسېدو له اړخه ځانګړې اندېښنه لرله. د نیویارک ټایمز ورځپانې د رپوټ پر بنسټ « ایران ته د تېلو دصادراتو له درکه په تېر کال کې۴۵ میلیارد ډالره ګټه رسیدلې وه په داسې حال کې چې تردې مخکې کال کې د ایران د تېلو له درکه د ترلاسه کېدونکو پیسو کچه ایله ۱۵ میلیارده ډالرو ته رسېده او له ۱۹۷۴ کال را هیسې چې د ایران د موندل شویو تېلو د سرچینو کچه ۳ برابره شوه دا په یو ځل تر ټولو ډېر عواید وو چې ایران له تېلو تر لاسه کړل.»
د ایران د تېلو په ګټه کې دغه زیاتوالی په سیمه کې د تاوتریخوالياو کړکېچ د رامنځ ته کېدو د علایمو د ښکارېدو لامل شوچې یوه نمونه یې د اسرایلو اوپه لبنان کې د حزب الله د شیعیه ډلې ترمنځ یوه میاشتنۍ وحشتناکه او خطرناکه جګړه وه. ددغې ډلې مشرحسن نصرالله د تهران له ښکارهسیاسي ملاتړه برخمن دی او ایران له حزب الله سره نظامي او مالي مرستې کوي. د محمود احمدي نژاد په مشرۍ ایراني دولت د تېلو له سرچینو څخه د هغه هېواد د اتومي پروګرام د چټکولو، د ایراني پوځ د پیاوړي کولو او په لبنان کې د حزب الله، په فلسطین کې د را ډیکاله حماساو په عراق کې د ایران له ملاتړه د برخمنو شیعیه وسله والو ډلو د پیاوړي کولو لپاره کار واخیستچې دغې چارې د واشنګټن او ریاض غوسه را وپاروله. د سعودي شاهي کورنۍ تردې وړاندې هم دغه ډول څه ننداره کړي وو.هغه کیسه داسې وه چې په ۱۹۷۰ کلونو کې په ایران واکمن باچا محمد رضا شا پهلوي هڅه کوله چې د تېلو د بیو د لوړېدو په مټ خپل هېواد په سیمه کې له اقتصادي او نظامي اړخه په یوه زبرځواک بدل کړي. خو دغه خوب په ۱۹۷۹ميلادي کال کې په ایران کې د اسلامي انقلاب له بریالي کېدو وروسته د راغلي نظام له لارې په فارس خلیج او هندي سمندر کې عملي شو.
سره له دې چې محمود احمدي نژاد هېڅکله هم په جرات سره دا ونه منلهاو ایراني چارواکو هڅه وکړه چې د یوې پروژې په توګهد اسلام پالنې (پان اسلامیزم) تر شعار لاندې د ایران د تېلو د ځواک (پیترو پاور) او د ایران د پخواني باچا رضا شاه پهلوي د خوبونو ترمنځ چې ایران د تېلو په زور د سیمې ځواکمن هېواد شي یو توازن وساتي. د دوی ستراتیژیک لید لوری په خپلو کې یوه ګډه موخه لري چې هغه د ایران د ځواکمنېدو د هڅو دوام دی. دواړو مشرانوپلان درلود، چې ایران باید په سیمه کې یو ځواکمن سیاسي او نظامي قدرت وي. دوی پر ځان د متکي کېدو او په نړیواله کچه د لوړ موقف او ځای د ترلاسه کولو لپارهد تېلو عایدات او اټومي پروګرامدغو موخو ته د رسېدو مهمې لارې په ګوته کړې. دوی د اتومي پروګرام د پرمخ بېولو له لارې د لویدیځوالو له هڅونې خوند اخیست چې یو وخت یې د یوې مستعمرې په توګه د ایران پالنه کوله او د تېلو د بیو د لوړېدو اود اتومي پروګرام په برخه کې یې دغه هېواد ته امتیازات ورکول.
د شاه په څېر، محمود احمدي نژاد هم هغه څوکو چې باور یې لاره د تېلو د بیو پورته تلل به هغه له مالي محدودیتونو ازاد کړي او ډېرې پیسې به تر لاسه کړي. نیوکه کونکي وايي«د کارونو د موندنې او د تنخوا ګانو د زیاتیدو په برخه کې د هغه دبې خرته لګښت پلان په سیاسي برخه کې ناسمه انګېرنه را منځ ته کړه.» یو امریکا يی څیړونکی وايي« د شاه بودجه د تېلو د لوړې بیې په ګټې ولاړه وه چې له کبله یې انفلاسیون ډېر شو.» د ایران مرکزي بانک د ۴۰ میلیارده ډالرو مالي بستې یا پکیجوړاندیز کړه چې په کې کورنیو او نوي واده شویو جوړو ته سبسایډيهم شامله وه.
د احمدي نژاد د لاس خلاصو پوځي او اټومي مصارفو او کړو وړوله کبله د سعودي باچا ملک عبدالله ته طلایي چانس په لاس ورغی. په داسې حال کې چې د ایران عایدات۸۰په سلو کې له صادراتو تر لاسه کېدل، د دغه هېواد اقتصاد د تېلو په مارکېټونو کې د تېلو د بیو د ښکته او پورته کیدو (نوسان) له کبله له جدي خطر سره مخ شو. تهران په باوريو چې په نړۍ کې د تېلو اړتیا ته په کتو به د تېلو بیې هم لوړې پاتې شي. خو پوښتنه داده چې که فرض یې کړه د تېلو بیې یو په یو را ټیټې شي د ایران له بودجې او اقتصاد سره به څه وشي؟ د تېلو تولیدونکي هېوادونه خپل مالي قیمتونه، تخمینونه او د لګښتونو پلانونه د تېلو دورځنۍبیې پر اساس برابروي،نو که چېرې قیمتونه یو په یو تر همدې ټاکل شوې بیې را ښکته شي او تولیدونکي هېوادونه کافي مالي ملاتړ یا زېرمه ونه لري، نو د تېلو د بیو د ټیټیدو له کبله به یې مالي پیټۍ ملا ور ماته کړي او پخواني ټول څه به یې له لاسه بهر ووځي، او په دې توګه به یې په میلیاردونو ډالره عایدات تري تم شي. تهران ته د نړیوالو بندیزونو له اړخه دا انتخابونه مخې ته کېښودل شوي چې غواړي خپلې سپما کړې پیسې په وسلو او ټوپکونو ولګوي، که د حزب الله او حماس ډلو په ځواکمن کولو، د خپلو خلکو لپاره د خوراکي اوسون توکو، کور جوړولو او د ترانسپورټي سیستمونو په منظمولو او یا هم په دغو برخو کېله خپل ولس سره په مرستې کولو؟ چې د ایران د خلکو ژوند له اوسني حالت څخه ښه شي. په مختلفو برخو کې د سبسایډي د ورکړې بندول به د لاریون کونکو ونډهاو ځواک پیاوړی او د مخالفو ډلو او امنيتي کسانو ترمنځ به شخړې زیاتې کړي.
یوازې یو هېواد دی چې هغهپه ریښتیني ډول سره په نړیواله کچه د تېلو بیه ټاکلې اوثابته ساتلی شي. د نفتو د پراخو منابعواو د هر څومره تېلو د تولید دغه وړتیا لرونکی هېواد سعودي عربستان دی، چې د ټولې نړۍ پنځمه برخه ثابت شوي نفت لرياو کولی شي د تېلو د نرخ اړولو، ثابت ساتلو او یا ټیټولو لپاره مارکېټ ته، چې څومره اړتیا وي هغومره ډېر خام تېل پمپ کړي.
د سعودي شاهي کورنۍ په دې تر نورو ښه پوهېده چې نفتي ځواک، د پانګې جوړولو، د خپل اقتصاد دپیاوړتيا او د واک ساتلو په پرتله ډېر ارزښت او قوت لري. تېل د سعودي عربستان لومړنۍ وسله ده چې په ملي کچه یې له ځانه د دفاع لپاره کاروي او ددغه هېواد د امنیت او بقا په برخه کې اصلي رول لري. نړیوالو مارکېټونو ته د پرېمانه تېلو ور پمپ کول په لویه کچه اقتصادي جګړه ده. مارکېټ ته د ډېرو تېلو ور رسول داسې دي لکه چې، پر خپل سیال بمونه اوروې. خو په دې کې هم شک نه شته چې په نړیوالو مارکېټونو کې د تېلو د سېلاب رامنځ ته کول او د تېلو ټیټې بیې د سعودي عربستان لپاره د میلیاردونو ډالرو د زیان ګاللو په بیه تمامیږي. خو په هر حال له شیعه ایران څخه سعودي او عربو ته پېښ ګواښ ددغه زیان په پرتله ډېر زیات دی. د همدې لپاره د ۲۰۰۶ کال په وروستیو کې د سعودي پاچا ملک عبدالله د سعودي د تېلو زېرمو ته یو ځل بیا ټکان ورکړ.
نیویارک ټایمزورځپانې د سعودي د شاهي کورنۍ د یوه غړي له خولې د ملک عبدالله او د امریکا د مرستیال ولسمشر ډیک چیني د یوې لیدنې او بحث په اړه ویلي، «ډیک چیني باچا عبدالله ته یو پلان وړاندې کړ چې سعودي دې د تېلو تولید زیات کړي چې په مارکېټ کې د تېلو لوړې بیې را ټیټې شي، او هیله یې دا وه چې له کبله به یې ایران بې له دې چې دوی ورسره نېغ په نېغه په لانجه کې ځان ښکېل کړي له اقتصادي کړکېچ سره مخ شي. دارنګه به نړیوالو مارکېټونو ته د سعودي لخوا د تېلو پمپ کول پر ایران فشار راوړي چې په لبنان کې د حزب الله او په عراق کې له شیعیه ډلو سره مرستې کمې کړي او له کبله به یې بلاخره په دغو هېوادونو کې د ایران اغېز کم شي.دا خو د امریکا موخې وې، خو کېدای شي سعودیانو به په دې تړاو نور اهداف هم په خپل ذهن کې درلودل.»
تېرو تجربو ته په کتو دوی په دېپوهېدل چې که د ډېر مهال لپاره د تېلو بیې همداسې ډېرې لوړې پاتې شي، نو د امریکا متحده ایالات به اړ شي چې د بهرنیو تېلو لګښت کم کړياو د بدیلو انرژیو رامنځ ته کولو ته مخه وکړي، چې دا چاره بیا د تېلو د تولیدونکو په زیان ده. نو د سعودي پر تېلو د امریکا کمه تکیه به ددې لامل شي چې د سعودي او منځني ختیځ په تړاو د امریکا په تګلارو کې منفي بدلون راشي او په سیمه کې به د امریکا ستراتیژۍ د اسراییلو په ګټه وڅرخیږي.
د ۲۰۰۶ کال د نوامبر د میاشتې په ۲۹ نېټه واشنګټن ته د ډیک چیني له را ګرځېدو ۴ ورځې وروسته، واشنګټن پوسټ ورځپاڼې د سعودي د حکومت د یوه لوړ پوړي امنیتي سلاکار نواف عبید چې په امریکا کې د نړیوالو ستراتیژیکو څېړنو د مرکز مرستیال هم و، یوه لیکنه خپره کړه. عبید په خپله مقاله کې ګواښ کړی وو چې« که امریکا له عراق څخه بهر شي نو د سوډان له عواقبو سره به مخ شي او دا به ددې لامل شي، چې سعودي عربستان په عراق کې لاسوهنه وکړي،چې د سنیانو له وژنې څخه د ایران تر ملاتړ لاندې شیعیه ډلو لاسونه ور لنډ کړي.» عبید خپلو لوستونکو ته ور یاده کړه چې د منځني ختیځ مرکز چې د اسلام د را پیدا کېدو زړه هم دی او د سني اسلام مرکز هم بلل کیږي، د نړۍ د ټولو مسلمانانو ۸۵ په سلو کې نفوس جوړوي، نو سعودي عربستان هم له مذهبي او هم له سیاسي اړخه مسولیت لري چې عراق ته لاس ور تېر کړي. د ښاغلي عبید په دغه لیکنه کې یو پټ سوړګواښ نغښتی و، چې په تهران کې یې باید چارواکي د حساسیت له درک کولو په څنګ تېر نه شي.
بلاخره، د سعودي د شاهيتخت واکمن ملک عبدالله د تېلو په پالیسۍ سرهعراقي شیعیه ډلو لخوا د تهران دمرستواو پیسو له تېرولو مخکې په ستوني کې ورخفک کړي. که سعودي عربستان د تېلو تولید زیات او د تېلو بیې نیمايي ته را ټیټې کړي، نو سعودي به بیا هم ددې جوګه وي چې خپل لګښتونه پوره کړي. خو دا به ایران ته چې د تېلو په دغو لوړو بیو کې هم په سختو اقتصادي ستونزو کې را ګیر دی ورانونکې پایلې ولري. دا کاربه د ایران هغه وړتیا محدوده کړي چې هر کال یې د خپلو تېلو له درکه ترلاسه کوياوپه میلیونونو ډالره په عراق او نورو سیمو کې شیعیه ملېشه ډلو ته استوي.
د عبید دغې مقالې زما پامهم ور واړاو، ځکه چې له څو میاشتو را هیسې ما په دې تړاو څېړنه کوله چې د تېلو په مارکېټ کې د سعودي د مداخلې وړاندینۍ اغېزې څه ډول وي. په ۱۹۷۷زېږديز کال کې په ایران کې د اسلامي انقلابدنه کابو کېدونکوناامنیو څخه یو کال دمخه د تېلو مارکېټونه د اوپیک د غړو هېوادونو ترمنځ د تېلو د پلور د بیې په څومره والي د رامنځ ته شوي درز له کبله له بحران سره مخ وو. د ایران د پاچا رضا شاه وړاندیز دا وه چې په راتلونکي کال کې دې ۱۵په سلو کې د تېلو نرخونه پورته کړل شي.د سعودي پاچا خالد له رضا شاه سره مخالفت وکړ او ټینګار یې دا وو چې د تېلو د بیو د نه پورته کولو ژمنه هغه مهال شوې وه چې د لوېدیځو هېوادونو اقتصاد له بحران سره مخ شوی و.
خو شاه د هغې ورځې لوبه وګټله او د اوپیک نور غړي هېوادونه یې هم له ځان سره ملګري کړلچې د ۱۹۷۷ کال لپاره د تېلو بیې په همغهدوه رقمي اندازه، چې ده یې وړاندېز کړی وو(۱۵٪) پورته کړي. د سعودي ځواب هم ډېر چټک او بېباکانه وو. ریاض اعلان وکړ چې دوی به داسې جدي ګامونه پورته کړي چې د ایران لخوا د تېلو د نویو بیو د پورته تلو منل شوی پروپوزل یا وړاندیز په مارکېټ هېڅ ډول اغېز ونه کړي. سعودي به دغه چاره له خپلې اندازې د نفتو د زیات تولید په مټ عملي کړي او د تېلو نړیوالو مارکټونو ته به زیات تېل پمپ کړي او د خپلو سیا لانو له خوا د نویو لوړو بیو د ټیټ ساتلو هڅه به وکړي. ایران په دغه یوه شپه کې د تېلو له درکه له مخه پلان کړي په میلیاردونو ډالره عواید له لاسه ور کړل. د رضاشاه حکومت ددغې نفتي چاودنې له کبله سر بداله شو او اړشو چې له بهرنیو بانکونو څخه پورونوته لاسونه ور اوږد کړي. دغه کار ددې لامل شو چې ایران په خپلو کورنیو لګښتونو کې پراخ کمښت راولي او له کبله یې په لسګونو زره ایراني ځوانانو کارونه له لاسه ورکړل او د لاریونونو لپاره سړکونو ته را ووتل. شاه هڅه وکړه چېد اقتصادي ریاضت یوه طرحه رامنځته ته او پلې کړي چې د خلکو شورماشور پای ومومي. دغه اقتصادي ګډوډي ددې لامل شوه چې په ایران کې د عامو خلکو نظر د شاهي کورنۍ پر ضد را وپاریږي.
دا دی ۳۰ کاله وروسته علایم او شواهد ښيي چې سعودي شاهي کورنۍ بیا چمتو شوې چې خپل پخوانی شاهکار تکرارکړي. په دغه برخه کې ډېر داسې څه شته چې موږ تر اوسه نه پرې پوهیږو چې واشنګټن او ریاض د ولسمشر بوش د ولسمشرۍ په وروستیو ۲ کلونو کې د ایران د اقتصاد د کمزوري کولو لپاره کوم ډول هڅې تر سره کړې دي؛ خو په هغه څه چې موږ باید پوه شو هغه دادي چې سعودي حکومت په رسمي توګه د نواف عبید د مقالې د غوغا په اړه غبرګون وښود او په ډاګه یې کړه چې حکومت ددغه مشاور له نظر سره اړیکه نه لري او هغه نور د حکومت مشاور هم نه دی او ګواکي دا د هغه شخصي نظردی. په واشنګټن کې ډیپلوماټیک څارونکي په دې پوهېدل چې دا د ډېرې لویې لوبې یوه وړوکې برخه ده. یوه امریکايي کار پوه ویلي « له عبید څخه په پراخه کچه دا هیله وه چې بېرته په حکومت کې په یوه مهم ځای کې کار پیل کړي». نیویارک ټایمز ور ځپاڼې ریپوټ ور کړ چې « د سعودي حکومت د ښاغلي عبید کالم یا مقاله رد کړهاو شهزاده ترکي الفیصل د هغه قرارداد له منځه یووړ». خو عرب ډیپلوماټانو د سېشنبې په ورځ وویل چې« د ښاغلي عبید لیکنې د سعودي عربستان نظر په ډاګه کړ، چې هغه له عراق څخه د امریکا له وتلو سره ښکاره مخالفت و».
له دې یوه اونۍ وروسته په واشنګټن کې د سعودي عربستان پیاوړي سفیر شهزاده ترکي خپله دنده له لاسه ورکړه او په ناڅاپي ډول ریاض ته وغوښتل شو. مالومه نه شوه چېدلته څه روان وو؟ او بادشاه عبدالله په دې سره کوم پیغام تهران او واشنګټن ته استول غوښتل؟
دسعودي په تګلارو د پوهیدو تر ټولو ښه لاره او دا چې په راتلونکي کې به څه پیښیږي داده چې په راتلونکو ۲ کلونو کې د تېلو بیې تعقیب کړئ چې په کومه خوا درومي. د ۲۰۰۷ کال لپاره د سعودي عربستان بودجه د تېلو د بیې پر بنسټ داسې ترتیب شوې وه چې یو بېرل تېل په ۴۲ ډالره شول او داسې پلان برابر شوی و چې دغه هېواد به د ورځې ۹ میلیونه بېرله تېل تولیدوي. د ۲۰۰۷ کال په دوبي(اوړي) کې سره له دې چې دوی د خپل حرکت د پرمخ بېولو او د بیو د کابو کولو هڅه کوله، د تېلو بیې د تېر یوه کال په اوږدو کې تر ټولولوړې څوکې ته ورسېدې چې یو بېرل په ۷۸ ډالره و. ظاهرا د اوپیک غړو هېوادونو ژمنه وکړه چې هڅه به وکړي د یو بېرل تېلو بیه له ۸۰ ډالرو پورته نه شي. خو له دې ټولو ژمنو او سر ښورونو سره سره د ۲۰۰۷ کال د نوامبر تر پایه پورې د یو بېرل تېلو بیه ۹۸ ډالرو ته پورته شوه. د ۲۰۰۸ کال په جنورۍ کې ولسمشر جورج بوش په خپله له باچا عبدالله څخه وغوښتل چې د تېلو د بیو ټیټولو لپاره عملي ګامونه پورته کړي، ځکه داسې ښکاري چې د امریکا اقتصاد د تېلو د لوړو بیو، د بانکونو د نا سم لړزیدلي وضیعت، د کورنو د بیو د را غورځېدو او د اعتبار پاڼو د ناسم حالت له کبله له مخ ځوړي حالت سره مخامخ دی.
سعودي عربستان موافقه وکړه چې که لوېدیځ،د احمدي نژاد غوږونه ور تاو کړي،حاضر دی چې په اوپیک کې د ایران د ورځني تولید۲۵۰ زره بېرله ونډه هم په خپله تولید کړي، خوکله چې وپتېل شوه چې دا کار هم کفایت نه کوي. نو سعودي عربستان خپل تولیدات نور هم زیات کړل او دا ځل یې په ورځ کې له ۹اشاریه۲ میلیون بېرلو څخه ۹اشاریه۷ میلیون بېرل تېلو ته،تولید پورته کړ. خو د همدې کال په اپرېل کې د یوه بېرل خامو تېلو بیه په لومړي ځل له ۱۰۰ ډالرو ور پورته شوه. د مې په میاشت کې د هر بېرل تېلوبیه ۱۱۸ ډالره او بلاخره د جولای په میاشت کې یو بېرل تېل ان ۱۴۷اشاریه۲۷ ډالرو ته ورسیدل. خو لږ وروسته یو ځل بیاد تېلو بیې را وغوځېدې او سعودي عربستان نړیوالو مارکېټونو ته د تېلو سېلاب ور مات کړ، چې له کبله یې بیرته د امریکې اقتصاد یو څه په مثبت لوري وخوځېد. په سپټمبر میاشت کې کله چې د یوه بېرل نفتو بیه په نړیواله کچه ۱۰۷ ډالرو ته را ښکته شوه نو احمدي نژاد ډېر پریشانه شو. ایرانیانو له ځانونو سره ناسمه فرضیه انځور کړې وه چې هیڅکله به د یو بیرل تېلو بیه له ۹۰ ډالرو څخه نه را ښکته کیږي. دوی له سعودي عربستان څخه وغوښتل چې د تېلو د بیو په تړاو له خپلې بړستنې سره پښې وغزوي. باچا عبدالله یې په ځواب کې وویل، هېواد به یې د تېلو د تولید کچه پرانیستې وساتي او د (اوپیک) د نفتو د بیو جوړښت به دړې وړې کړي.
د همدې کال په ډسمبر میاشت کې د یو بېرل خامو تېلو بیه ۴۳ ډالرو ته را وغورځېده. د نفتو له دغو ټولو مناسبو بیو وروسته کله چې د یو بېرل خامو تېلو(نفتو) بیه ۳۳ ډالرو ته را کښته شوه سعودي عربستان هم د خپلو نفتو تولید ۸ نیم میلیون بیرلو ته په ورځ کې را ټیټ کړ.
د ایران رژیم په دې سره کړکېچنو ټاکنو ته ور دننه شو او دغه کال د ایران اقتصاد ته ورانونکی کال وو. په دې توګه ایران له درغلیو ډکې ټاکنې درلودې او اقتصاد یې له نور ځوړ سره مخ شو او په تېرو ۳ لسیزو کې د شاه له پرځیدو وروسته په لومړي ځل ایران کې سختې سیاسي نا ارامۍ را پورته شوې .
پر همدې مهال ما ته هغه اسناد په لاس راغلل چې پکې په ډاګه شوې وه چې په څه ډول ولسمشر جیرالډ فورډ او د سپینې ماڼۍ لوړ پوړي چارواکي په ۱۹۷۷ کال کې مارکیټ ته د سعودي عربستان د تېلو د پراخ تورید په هڅه کې له ډیرې نژدې لاس لاره .
دغه اسناد دا پوښتنه را پورته کوي چې د امریکا متحدو ایالتونو ولې د هغو هڅو تر شا پټ لاس لاره چې د تېلو د مارکیټ د کنټرول په خوا کې یې د امریکا د وخت د نژدې دوست ایران اقتصاد دړې وړې کاوو او د واشنګټن نژدې ملګری رضا شاه یې ټپي کاوو. ولسمشر ریچارډ نیکسون او ولسمشر فورډ دواړو په سپینه ماڼۍ کې د شاه کوربه توب کړی دی او هغه یې د خپل هېواد نژدې ملګری او پوخ سیاستوال بللی وو، او د پرمختللو وسلو د سیستم په ور کړې ، د زرګونو پوځي سلاکارانو په استولو او ان د اتومي ریکټور د پلورلو په وړاندیزونو یې نازولی وو. دغه اسناد ښيي چې په لوړه کچه د دواړو هیوادونو د مشرانو ترمنځ په اړیکو کې پټ بحران موجود وو او له وړاندې نا پیژندل شوې ستونزې ، د تېلو د بیو پر سر خطرناکې لوبې او د اوپیک د راتلونکي په اړه ددوی ترمنځ یو داسې پټ ټکي وو چې د امریکا پام یې بلخوا اړولو ته هڅولی وو. لکه چې دا خبره ما د ۲۰۰۸ کال په اکټوبر میاشت کې د منځني ختیځ د ژورنال په نوم ورځپاڼه کې هم لیکلې وه.
په داسې حال کې چې د علمي څېړنو ډېر پام د انقلاب د ریښو په کورنیو سیاسي، کلتوري، اقتصادياو ټولنیزو برخو را ټول وو، د دولتي مالي سیستم په رول او په ځانګړې توګه د تېلو عوایدو ته تر اندازې کم پام کېده. د ایران انقلاب له ۲ نورو سترو نړیوالو انقلابونو سره ډېر ورته والی درلود: په ۱۷۸۹ کال کې د فرانسې له انقلاب او په ۱۹۱۷ کال کې د روسیې له انقلاب سره ډېر ورته وو. درې واړو انقلابونو له ځانه سره ستر مالي بحران لاره. د ایران په مسله یا انقلاب کې په تهران کې د میشتو بهرنیو خبریالانو د یاداښتونو له مخې په ۱۹۷۷ کال کې په ډرامټیکه توګهد عوایدو د کچې کښته او پورته کیدو ریپوټونه ور کړل شول. خو په ۱۹۷۶ کال کې د او پیک د تېلو د پورته کړی شویو بیو د ماتولو په اړه دسعودي عربستان د پرېکړې لامل شوه،په ځانګړې توګه په دې مهمه پرېکړه کې د فورډ د ادارې د رول په اړه تر اوسه توضیحات نه دي ور کړل شوي.
زما څېړنه په دې تړاوو ده چې د امریکا، ایران او سعودي عربستان د تېلو د ډیپلوماسۍ پر هغو پټو نه سپړل شویو برخو پوه شم، چې له۱۹۶۹کال څخه تر۱۹۷۷کاله پورې روانه وه. دا د هغې کړکیچنې۸کلنې دورې د پردې تر شا کیسه ده چې په کې، امریکا د نفتو له لومړي نمبر تولیدونکي هېواد څخه د تېلو په لومړۍ درجه واردونکي هېواد بدل شواو هغه دوره ده چې په سعودي عربستان کې د السعود کورنۍ د ایران د پهلوي پاچا پرځای چې په خلیج کې د واشنګټن تر ټولو مهم ملګرى وو ځای ونیو.
بلاخره د کیسې مینځ ته ور دننه شوم چې څه ډول ۲ امریکايي ولسمشرانو ریچارډ نیکسون او جیرالډ فورډ وکولی شو له ایران او سعودي عربستان سره په داسې وخت کې د تېلو د راکړې ورکړې د ملګري بدلول ترسره کړي، چې په زیاتېدونکي ډول امریکا پر هغو ننګونو برلاسې شوه، چې پر بهرنیو منابعو د امریکا د پرمختګ تکیه په ډېرېدو وه. بله خبره داده چې په څه ډول نیکسون د ایران او امریکا اړیکې د ۱۹۷۰ لسیزې په لومړیو کې د هغه بل بدیل ته ولیږدولې، چې د انرژۍ بحران هم روان وو، او د فورډ د حکومت په وروستیو شپو ور ځو کې یې عملا د بالقوه ناورین او مالي بحران د رامنځ ته کیدو لپاره یو ډول زمینه برابره کړه. تر دې مهمه دا چې ولې فورډ بلاخره دا احساس کړه چې د اوپیک د ځواک ماتولو لپاره بې له دې چې له سعودي عربستان څخه د یوه منظم پلان ترمخه ملاتړ وکړي بل غوراوی نه لری.
زما کتاب دا روښانه کوي چې د اوپیک د مشرتابه ، د ایران د شاه پرضد د امریکې متحدو ایالتونو او سعودي عربستان د تېلو نیغه کودتا ددې لپاره نه وه پلان شوې، چې رضا شاه د ایران له طاوسي تخت څخه را وپرځوي. د ایران اسلامي انقلاب خورا پیچلې معما ده، چې د توطیې د کلیمې په کارولو سره یې خلکو ته ساده او روښانه کړو او یا یې په یوه یا ۲ دلیلونو روښانه کړی شو. خو تر اوسه چا دا نه ده رد کړې چې د اوپیک ماتولو لپاره د امریکا پرېکړه د شاه لپاره په یو خطرناک وخت کې لویې ستونزې وزیږولې.
دې مسلې هغه ته پراخې رواني ستونزې پېښې کړېاو د اوپیک د مشر په توګه یې د هغه موقف ته زیان ورساوو، او دا انګېرنه یې رامنځته کړه چې ګنې هغه په کور دننه او بهرکې سیاسي ناتواني درلوده. دې مسلې په ډاګه کړه چې شاه د ایران په لومړنیو دولتي عوایدو کنترول له لاسه ورکړ او دې مسلې د ایران د لړزیدلي اقتصاد بنسټ ته ټکان ورکړ او د شاه پر ضد د کورنیو نا ارامیو پیل زور واخیست.
له دننه د اوپیک ماتول او د سعودي منګولو ته یې د سپارلو لپاره د امریکا او سعودي اېتلاف د متحده ایالتونو ګټو ته یو ناورین وبلل شو، خو په لویه کې نه یوازې دا چې ایران له اقتصادي اړخه په یوه بحران کې ور ښکېل شو، بلکې د اوپیک پر ضد د سعودي او متحده ایالتونو د نفتو کودتا په ایران کې د نظام چپه کېدو بهیر سخت او چټک کړ.
د تېلو باچاهان (همدا کتاب)یوه هر اړخیزه کیسه ده چې د امریکا د متحدو ایالتونو د تېلو د پالیسۍ پر اساس لیکل شوې ده. دغه کتاب کېدای شي له مختلفو لارو تفسیر او ترجمه کړل شي. د بېلګې په توګه د امریکا د ملي امنیت په تګلارې د تېلو د خرابونکو اغېزو شته والی، له وېتنام څخه له وتلو وروسته د امریکا د ځواک د حدودو په چوکاټ کې د یوه درس په توګه، د واترګېټ د رسوايۍ، د ۱۹۷۰ مو کلونو د انرژۍ د بحران او د شخصیتونو د ارزونې لکه نیکسون، د ایران د شاه، په سعودي کې د شیخ احمد ذکی الیمني، د امریکا د بهرنیو چارو وزیر هنري کیسنجر، د مالیې او خزانې د وزیر ویلیم اي سایمون او د دفاع وزیر جیمز سچلیزنجر او ډونالډ رمزفیلډ د دندې، کړنو او مسولیت له اړخه مهم کتاب دی.
له بله پلوه دغه کتاب د ایران د پهلوي کورنۍ د سلسلې د سلطنت هر اړخیزه ارزونه وړاندې کوي چې په څه ډول د ایران تخت او تاج د تېلو د مارکېټونو پر اساس خپلو لوړو پوړیو ته ورسېد او بېرته په ځمکه ولګېده. زړو سیالانو ایران او سعودي عربستان ته د نمرو ورکولو په برخه کې د نشنلیزم د بري او د خبرداري د یوې کیسې له اړخه هم دا کتاب مهم دی، چې د ۲ زړو او اوږدمهالو یارانو ترمنځ وروسته له هغه چې د سړې جګړې جیوپولیتیک اړخ د تېلو مارکېټ او نړیوال اقتصاد له اړخه دړې وړې شو،څه پېښ شول.
دا یوه داسې کیسه ده چې د امریکا او ایران د اړیکو د نړیوال کېدواو د دوه اړخیزو او کورنیو پېښو د ځای پر ځای کولو له لارې د ایران د انقلاباو د خلیج له پولو بهر په جیوپولیټیک چوکات کې څېړي. ما وموندل چې د امریکا د متحد ایالتونو او ایران ترمنځ د تېلو د بیو پر سر د رامنځته شوي کړکېچ حل په لرې سیمه برېتانیې، فرانسې، اېټالیا، هسپانیې، پرتګال او کاناډا کې پېښو ته له پام کولو پرته امکان نه لري. بله پوښتنه داده چې څرنګه دغو پېښو د تهران او واشنګټن ترمنځ پر دوه اړخیزو اړیکو اغېز وکړ؟ خو بې له شکه په دې برخه کې د اوږد مهال لپاره ډېر بحثونه کېدای شي.
په دې مسله کې داسې کیسې هم شاملې دي چې د لومړي ځل لپاره را برسېره شوې دي. د بېلګې په توګهپه ۱۹۷۰مو کلونو کې د امریکا په کورني سیاست او بهرنۍ پالیسۍ کې د ایران فوق العاده زیاته ښکېلتیا چې تر اوسه هېچېرې ورته اشاره نه ده شوې، او ددې نفوذ او ښکېلتیا پراخوالی ما په دغه کتاب کې څېړلی چې د منځني ختیځ د تېلو د یوه دولت خاښونه څرنګه نېغ په نېغه ان په سپینه ماڼۍ کې هغوسټو او چارواکو ته رسیدلي وو، چې د امریکا دکورنیو او بهرنیو پالیسیو د جوړونې په تړاود ولسمشر پر پرېکړې نیولو یې اغېز درلود.
اوس موږ په دې پوهیږو چې په ۱۹۷۱ کال کې د هند او پاکستان جګړې، په ۱۹۷۲ کال کې د امریکا په ټاکنو، په ۱۹۷۳ کال کې د اسرایلو او عربو ترمنځ جګړې، له ۱۹۷۳ تر۷۴ کال پورې د عربو د تېلو په بندیز، له ۱۹۷۴ تر ١٩٧٥ پورې د تېلو ټکانونو یا ستونزو، په ۱۹۷۵ کال کې د منځني ختیځ د سولې د بهیر لړزولو، او په ۱۹۷۶ کال کې د امریکا د ولسمشرۍ ټاکنو ته د امریکا دځواب ورکولو په دغو ټولو چاروکې ایران برخه درلوده.
دغه کتاب د امریکا او ایران د بېړنیو پوځي پلانونو، د ایبیکس د جاسوسۍ پروګرام، د ایران د را دبره شوي اتومي پروګرام، او د ډګروال ریچارډ هلوک د پټې معاملېپه تړاو پراخو پوښتنو ته ځواب ور کول شوى دى. دغه کتاب د ریچار نیکسون او د ایران د باچا ترمنځ د تېلو د بیې او د وسلو د خرڅلاو په تړاو د تر سره شويو پټو معاملو پر سر بحثونو ته د حل لاره وړاندې شوې او پر دې مسئلې هم رڼا اچول شوې چې په ایران کې امریکايي وګړو تهد ترهګرو ګواښونو له اړخه د سپینې ماڼۍ چارواکو ته په څومره پراخه کچه خبردارى ورکړل شوى. دارنګه د شاه پر وړاندې د هغه د خپلو خلکو څخه د مخالفینو د را پورته کولو په تړاو خبرداري، او داچې ایا په سپینه ماڼۍ کې یو څوک وو چې د شاه د سرطان ناروغۍ د درملو په اړه یې څه ناڅه معلومات درلودل چې بلاخره یې د هغه ژوند ځینې واخیست.
یو ځل د بهرنیو چارو وزیر هنري کیسنجرپه روښانه ډول د ایران شاه له نادرومشرانو وباله او هغه یې د امریکا فوق العاده دوستونوماوه.کیسنجر شاه داسې څوک یاد کړ چې په نړیواله کچه له ټولونورو، موږ ته ډېر درناوی لري او له نورو ټولو مشرانو موږ ښه درک کوي. دا دی له هغه دېرش کاله وروسته موږ د کیسنجر دا خبره اوس ارزوو چې په رښتیا هغه څه ډول یو انسان و او ولې یې په امریکايي مشرانو دومره ډېراغېز کړی وو.
په۱۹۷۰مو کلونو کې د امریکا د بهرنیوچارووزیر هنري، له شاه سره په لوړه کچه پټه معامله تر سره کړه، چې د میلیاردونو ډالرو ارزښت یې لاره او په دومره لویه کچه د کسانو، پیسو او ماشینري لېږد شامل دیچې تقریبا ان اوس یې په اړه تصور یا باور کول نا ممکن دي.خو دقیقا دغه مليپانګه او پیسې چېرته تللې؟ څرنګه مصرف شوې دي؟خو جالبه لا بیا داده چېپه۱۹۷۰مو کلونو کې د نړۍ له مشرانو، د بهرنیو چارو له وزیرانو او سفیرانو سره د امریکا د بهرنیو چارو د پخواني وزیر هنري کیسنجر د لیدنو کتنو د خاطراتو په درې جلدي یاداښتونو کې چې۳۹۵۵پاڼې او۱۹۳تصویرونه لري، د شاه هېڅ یادونه نه ده شوې او سړی حیران شي چې ولې کیسنجر په چین کې له یوې مرغۍ سره تصویر اخیستی او په خاطراتو کې یې ذکر کړی، خو د هغه کس په اړه هېڅ تصویر نه شته چې ده خپل ډېرنږدې دوست او د امریکا خورا مخلص باله؟(رضا شاه پهلوي).
هغه په خپلو کتابونو کې له رضا شاه پهلوي سره د خپلو پام وړ پټو او نژدې اړیکو په اړه هېڅ هم نه دي ویلي. د بېلګې په توګه هنري کیسنجر د تېلو په اړه د پټې دوه اړخیزې معاملې په تړاو یوازې درې جملې لیکلې دي، چې زما د کتاب په دویمه نیمايي کې پرې پراخ بحث شوی دی. برېتانوي لیکوال ویلیم شوکراس ویلي« د کیسینجر په یاداښتونو کې د شاه په اړه هېڅمهم ټکي نه دي ویل شوي او د نیکسون او تر هغه د مخه د ایران او امریکا د افتضاحي اړیکو په اړههم هېڅ شیپه روښانه ډول نه دي ویل شوي. په واقیعت کې په هغه لاره چې دغو ۲ امریکايي سیاستوالو له ایران سره معامله کوله ښيي چې څومره خطرناکه لاره وه، او ایران ته یې بې درېغه زورور دریځ ور په برخه کړی وو.»
دغه ناقصه معامله کېدای شي یوازې په دې هیله روښانه شيچې پټه دې وساتل شي. کیسنجر یوازې نه وو. لکه چې شوکراس لیکلي« نیکسون په خپلو یاداښتونو کې د شاه په اړه یوازې ۲ ځایه لنډه اشاره کړې. دقیقا دوه ځایه. تر خپل ځای ناستې جیرالډ فورډ لږ څه زیات په خپلو یاداښتونو کې ورته اشاره کړې ده.» ریچارډ هلمس چې په تهران کې یې د امریکا د سفیر په توګه د هغه هېواد ګټې خوندې کولې، يه یوه یاداښت کې لیکلي «دا ښاغلی خورا مهم دی، هره کیسه یې پټه کیسه ده. زه حیران دېته یم چې که شاه په دفاع کولو ارزیده، نو ولې یې ددې ارزښت نه لاره چې د هغه په اړه خبرې وشي ؟»
زما په کتاب کې د کیسینجر د مرستیال او وروسته د ملي امنیت د سلاکار د څوکۍ ځای ناستي جنرال برنټ سکو کرافټ د پټې ناستې له یاداښتونو څخه استفاده شوې ده. جنرال برنټ به په سپینه ماڼۍ کې د ۱۹۷۳ څخه، د ۱۹۷۷ کال د جنورۍ تر پایهپه ټولو هغو مهمو غونډو کې ګډون لاره، چې د اجنډا یوه برخه به یې د ایران او سعودي عربستان د تېلو پر مسلې بحث کول وو. «ما په دې کتاب کې دارنګه د سپینې ماڼۍ او د بهرنیو چارو وزیر هنري کیسینجر د پټو مهمو ټیلیفوني خبرو لهمتن څخه استفاده کړې.» دارنکه په دې کتاب کې د شاه د مخکښ سلاکار او د سلطنت د دربار وزیر اسدالله علم د ژباړل شویو یاداښت له کتابچو څخه هم په کې ګټه پورته شوې.
پر دې سربېره د فدرالي خزانې د پخواني مشر ارتوربرنز د ورځنیو یاداښتونو له کتابچې هم ګټه پورته شوې. ددې ټولو په خوا کې د زرګونو پاڼو محرمو ټیلیګرافونو، د لیکل شویو پالیسیو د لنډیزونو او د بهرنیو چارو، د دفاع وزارتونو، د ملي امنیت شورااو د انرژۍ دفدرالي ادارې له یاداښتونو، هوکړه لیکونو، د سعودي او ایران د باچاهانو په ګډون له بهرنیو مشرانو سره د ولسمشرانو نیکسوناو فورډ د شخصي لیدنوکتنو له رپوټونو، د شاوخوا ۱۰۰۰ ورځپانو او مجلوله موادو، سرمقالو او لیکنو، د لومړۍ او دویمې درجه منابعو له موادو، عامو تاریخي مرکو او یو شمېر هغو مرکو څخه په کې استفاده شوې چې ما په خپله له یو کم شمېرهغو پخوانیوچارواکو سره مرکې ترسره کړي، چېپه بېلا بېلو ښکېلو غاړو کې یې دندې ترسره کړې دياود هغه مهال په ډیپلوماسۍ خبر وو او غوښتل یې چې په دې تړاو څه ووايي. لکه جنرال سکو کرافټ، ددفاع پخوانی وزیر جیمز سچلیزینجر، د انرژۍ دفدرالي ادارې پخواني مشر فرانک زیرب، د ایران د بهرنیو چارو پخوانی وزیر، سفیر اردیشیر زاهدي او تقاعد شوي امریکايي ډیپلوماټان.
لکه چې روښانه شوه، ان دغه کسان په تیاره کې ساتل شوي وو. نو په دغه کتاب کې د ډېرو معاملو بشپړ پراخوالی او څومره والی په دغو څو پاڼو کې روښانه شوی.
د شاه او کیسینجرد اړیکو یوه بله مهمه ځانګړتیا دا وه چې په شفاهي تړون به یې ټینګار کاوو او د هېڅ ډول لیکلي سند شتون به په کې نه وو. کیسنجر په خپلو معاملو کې ولسمشرۍ ماڼۍ ته د خپلو شاوخوا ملګرو د ورتګ چینلونه بیخي پرې کړل او هغه ددغه مخالف نه وو، چې په تېر ایستونکو جزییاتو کې ورښکېل شي. فرانک زیرب په دې نه پوهېده چې د تېلو په معامله کې له ایران سرهدده خبرې اترې ښاغلي کیسنجر سبوتاژ(خرابې) کړې دي. د دفاع پخوانى وزیر سچلیزنجر په دې پوه شو چې له ایران سره د امریکا د ۵۰۰ میلیون ډالرو د وسلو د معاملې دپلي کېدو هڅې کیږي،هغه ددغې معاملې کلک مخالف وو. ما د خپلوپلټنو پر مهال هېڅ داسې کوم سند ونه موند چې وښي د شاه او کیسنجر تر منځ د پټې معاملې په منځ کې دې کوم دلال یا دریم کس وجود ولري. خوکېدای شي دلته او هلته یو لړ منابع لکه، ځینې وخت خبرې اترې او ځینې وخت لیکنې موجودې وې ، خو هیڅکله دا اسناد په یوه ځای کې نه وې اوډېر کله دا ډول خبرې اترې کهو کال نه وي، نو د یوې میاشتې په دوره کې ذکر شوي یا د دوی په اړه راغلي دي.
په دې ټول کتاب کې ما هڅه کړې چې لوستونکی د امریکا متحدو ایالتونو، اروپا او د منځني ختیځ د چارواکو په موقف کې راولم، چې دوی په نوې خطرناکه نړۍ کېد داسې معاملو دترسره کولو هڅې کوي چې د تېلو د بیو په برخه کې د ۱۹۷۰ کلونو د انقلاب په ترڅ کې خپلواک شول. دوی د یو لړ درد ناکو پالیسیو له غوراوي سره مخ وو.دغه تګلارېله وېتنام څخه تر وتلواو د واټرګېټ تر رسوایۍ او د انرژۍ تر ناورین وروسته د امریکا متحده ایالتونه د شوروي اتحاد له ځواکمن کېدو او بغاوت، د تېلو له کموالي او اقتصادي بحران وو. د سپینې ماڼۍ اسناد یا لیکنې دا تاییدوي چې د نیکسون، فورډ او کیسنجر په ګډون د امریکا د متحدو ایالتونو چارواکي په دې قانع شوي وو، چې لوېدیځ په بحران کې دی او د۱۹۳۰ مو کلونو له سیاسي او اقتصاديناوړه حالت سره دوی بیا مخ کیدونکي دي. هغه پرېکړه چې دوی وکړه، د تیرې ترخې دورې له تجربو څخه د ګټې اخیستو پر بنسټ ولاړه وه.
له دغه ذهنیت سره سره ناورین شاوخوا په خپل اوج کې وو او زه لیواله وم په هغه کیسه په بشپړه توګه پوه شوم چې ددغه ستر مالي بحران په اړه هېڅ هم نه دي ویل شوي، کله چې په ۱۹۷۶ کال کې د امریکا د خزانې وزیر بېل سایمون، د اقتصادي شورا د سلاکارانو مشر الن ګرینسپناو د فدرالي خزاني مشر ارتربرنز ولسمشر فورډ ته خبر داری ورکړ، چې که اوپیک د تېلو بیې پورته کړي په وال سټریټ کې به بانکونه سقوط وکړي.
د امریکا د متحدو ایالتونو اقتصاد د سقوط په څنډو کې ولاړ وو، او په اروپا کې هم حکومتونه له ماتې سره مخ وو. دا هغه سناریو یا کیسه ده چې نن یې په اړه غږ پورته کول عامه او ساده خبره ده. د لوی تاریخ پوه باربرا ټچمن په خبره په خلیج کې د تېلو له تولیدونکو سره د امریکا دردونکې اړیکې یوه لوی احمقانه لاریون ته ورته وې. کله چې موږ د یویشتمې پېړۍ دویمې لسیزې ته ور دننه شو،نو تر پخوا ډېر داسې احساسیږي چې دغه ډول لاریونونو په زور سره ترسره کیږي. د امریکا متحده ایالتونه دامهال خپل دوه پر دریمه تېل له سمندرونو ور ها خوااوس هم له خلیجي عربيهېوادونو را واردوي، او په نژدې ۱۵ کلونو کې دوه ځلې د خلیج د تېلود لیږد لیکې د خوندي کولو لپاره جګړې ته ور دننه شوی. الن ګرین سپن په خپلو خاطراتو کې لیکلي «زه ډېر خفه شومځکه چې دا یوه داسې سیاسي ستونزه وه چې ټول پرې پوهیږي، چې د عراق جګړه د تېلو لپاره وه »او هغه پسې دوام ور کړ:
په هر حال که په نړیواله کچه د تېلو د وړاندې کولو او غوښتنې په اړه وړاندوینې او په منځني ختیځ کې خطرناک چاپیریال ته په لوړه کچه پام ونه شي، نو د نړۍ اقتصادي پرمختګ به له سختو ستونزو سره مخامخ کړي. زه د اوس لپاره څه نشم ویلی چېکله به دقیقا په منځني ختیځ کې دغه کړکېچ پای ته ورسیږي، خو زه په دې پوهیږم چې د منځني ختیځ را تلونکی خورا مهم دی او د انرژۍ اړتیاوو ته په کتو سره اوږدمهاله کلک پام ته اړتیا لري ..... تر هغو چې صنعتي اقتصادونه له دې مهمې اړتیا څخه ځانونه ازاد کړي، لکه پخواني ولسمشر جورج بش چې مونږ نور هم په نفتو معتاد کړو، نو د صنعتي اقتصادونو ثبات او د نړیوال اقتصاد لوړتیا به لاهم په خطر کې وي.
ارزانه نفتوته د امریکا د اقتصاد دلاس رسي اړتیا اوس ټولو ته روښانه ده. خو کم خلک کېدای شي په دې کیسه پوه وي چې کله امریکا په دغه اعتیاد اخته شوه او ولې متحده ایالتونه په ځانګړې توګه په سعودي عربستان ډېر متکي شول او له هغوی سره یې خپلو همکاریو او ملګرتیا ته زور ورکړ. برعکس د امریکا او ایران اړیکې د هرې ورځې په تیریدو سره زهرجنې شوې. تهران او واشنګټن یو مهال د اوږدې مودې لپاره یو د بل نژدې دوستان وو، خو اوس هېڅوک دا باور نشي کولی چې دغه دواړه هیوادونه چې اوس یوه او بل ته به غضبناک ډول غوریږي یو وخت دومره نژدې ملګري او داسې دوستان وو چې په ګډه یې پر سعودي عربستان د برید یو پټ بیړنۍ پلان برابر کړی وو، چې د سعودي عربستان د تېلو په زیرمو خیټه واچوي. تر هغه چې دغه کړکیچ حل کیږي، اودغه دواړه هېوادونه خپل ګډ پېچلی تاریخ سره ښه کړي، داسې ښکاري چې د امریکا او ایران د اړیکو ونه، به د راتلونکو ډیرو کلونو لپاره همداسې زهرجنه میوه تولیدوي او دواړه هیوادونه به یې زغمي.د امریکا پخوانی دوست چې یو وخت یې پرې ویاړ کاو او په دغه کتاب کې د پیښو مرکزي لوبغاړی دی ښکاري چې د خپل وخت مهمه څېره وه. له هغه مهاله دادی څه باندې ۳۰ کاله تېر شوي چې د ایران پخوانی باچا محمد رضا شاه پهلوي د ایران له تخته لرې او د یوه کډوال په توګه په بهر کې مېشت شو. د هغه د برياو د هغه د را نسکورېدو دواړو کیسې یو ډول ارزښت لري او دواړه په خورا جوش او احتیاط سره بیانیږي. خو هغه پوښتنه چې ډېرکله کیږي: «په دې ټولو کې د شاه تېروتنه څه وه؟ » په دغو سیاسي مسئلو کې هېڅ داسې واحد ټکی نه شته چېد بحث د پیل لپاره دې تر ټولو ښه ځای وي.خودغه بحث به د ۱۹۶۹ کال پسرلی وي چې د ایران باچا واشنګټن ته سفر وکړچې د امریکا د فوت شوي ولسمشر ډیوایټ ایزنهاور په جنازه کې ګډون وکړي. دا داسې سفر و چې همغه مهالنه هم د شاه او نه هم د هغه د کوربه ریچارډ نیکسون لپاره ډېر زیات مهم برېښېده، چې ۲ میاشتې وروسته د امریکا نوی ولسمشر شو. خو اوس موږ د هغه سفر په اهمیت پوهیږو چې څومره مهم و او د انقلاب ترسره کېدو په لور د ورتګ لومړنۍ نښې نښانې وې.
پیریوس ګریس2010