افغان ملي اقتصاد د جنګسالارانو په منګولو کې

لمړۍ برخه
په ځينو اقتصادي مکتبونو کې جګړې ته د بربادۍ او انارشیزم د زیږندې په سترګه کتل کیږي، په معاصره نړۍ کې د اقتصادي چارو کارپوهان داسې وړاندیزونه کوي چې له مخې یې باید د هرې مسئلې اقتصادي اړخ وڅېړل شي او د لمړیتوب په اساس هڅه وشي چې ممکنه اقتصادي ګټې په کې خوندي او په نظر کې ونیول شي. جنګ هم یوه هغه برخه ده چې یوازې د قلم شویو سرونو شمېر او د ویجاړتیا کچه پکې مطرح نه ده، بلکې کامیابه جګړه هغه ده چې جنګي لګښت په کې د امکان تر بریده کم وي او د دښمن د ماتولو سربیره پکې نورې ګټې هم تر لاسه شي. په ساده مانا اوس جنګ ته د ګټې د دوکان په سترګه کتل کیږي.تر کومه ځایه چې په افغانستان کې د روانې څلویښت کلنې جګړې د ماهیت خبره ده، نو په اړه یې اقتصادي کارپوه (Selby) وايې چې دا ډول جګړې د طراحانو له لورې په لوی لاس غځول کیږي چې له امله یې په هېواد کې د مرکزی حکومت رول ځپي او د محلي سیاسي- اقتصادي ځواکونو رامنځته کولو ته لار هواروي.
په دې سربیره، اقتصادي کارپوهان (Paugh او Cooper) وایې چې دا ډول جګړې په هېواد کې اقتصادي ماشینونه زیږوي چې په مټ یې یو خاص اقتصادي پاړکی د ټولني اقتصادي او ټولنیز سیستم رګونه زبیښي، چې له همدې امله دې حالت ته د اقتصادي جګړې (War economy) نوم ورکوي. همدا ډول ناپاکه جګړه ده چې د افغانستان په څېر وروسته پاته هېوادونو کې د قاچاقي سوداګرۍ ستر بازار ته لا هواروي.
د لویدیځ سربیره د سیمې هر هېواد هڅه کوي چې په افغانستان کې د جګړې ډګر تود وساتي تر څو خپلو ګټو ته د رسیدا په برخه کې یې د بریالیتوب ضامن شي. دا ډول جګړه  په افغانستان کې د جنګسالارۍ او پاټکسالارۍ بازار د رامنځته کولو لامل شوې چې له امله یې اقتصاد هم د همدې جنګسالارانو منګولو ته پریوتی.
په ځانګړي ډول د 2001-1978 کلونو په ترڅ کې افغان اقتصاد د جنګسالارانو او زورواکانو له لورې خورا سخت وزبیښل شو ــــ  که څه هم د یوویشتمې پیړۍ په لمړۍ لیسزه کې داسې انګیرل کیده چې نور به د افغانستان څخه د جنګسالارۍ ټغر ټول شي مګر د دریو لسیزو د مقاومت پر مهال یې په ناروا لارو دومره ځواک خپل کړی و چې اوس هم د افغانستان په سیاسي او اقتصادي صحنه کې له ستر رول څخه برخمن دي.
په افغانستان کې د ختیځ او لویدیځ بلاکونو تر منځ ټکر د سور او شین کمربند د پالونکو لپاره لنګه غوا وګرځېده؛ هغه مهال به واشنګتن او مسکو د جګړې د سړښت د مخنیوي په موخه افغانستان سره له ډول ډول لارو مرسته کوله، کمزوری مرکزي واک او په بهرنیو مرستو د جدي نظارت نشتون ددې لامل شو چې اکثره مرستې به په شخصي ملکیتونو بدلیدې چې پایله یې د جنګسالارانو تولید شو.
هغه مهال د هیواد په زیاته برخه دولتي کنترول خورا کمزوری او لږ وو، همدا لامل شو چې ناقانونه سوداګریزو کړنو زور واخیست، قاچاق، مخدره توکي او د چارتراشو بازار د جنګسالارانو لپاره د تمویل په سرچینو بدل شو په دې سربیره، د کانونو ناقانونه سپړنو او بهر تا صادرولو هم د جنګسالارانو ځواک یو څه زیات کړ. که څه هم افغانستان باید هغه مهال د مرکز څخه ادراه شوی و، مګر کله چې سور پوځ له افغانستان څخه ووت او په مرستو کې یو څه کمی راغی، همدا جنګسالاران و چې خپلې خیالي امپراتورۍ یې جوړې کړې او د دولت مرکزي واک یې په لوی لاس ولایاتو او نفوذ لرونکو سیمو ته وغځوو، له همدې امله ددوی کړنو په مرکز کې د ملت جوړونې او دولت جوړونې تاسیسات له پښو ورغورځول. د محلي حکومتونو د اعلان پخوانی دود لا تر اوسه د ځینو زورواکو له لورې لمانځل او پالل کیږي. تر ټولو وروستۍ هڅه یې د بلخ والي عطا محمد له لورې وشوه.
د یویشتمې پیړۍ په سر کې یو لړ هڅې په لار واچول شوې تر څو افغان ولس د تېرو ناخوالو او غمیزو رابهر کړي، مګر د جنګسالارانو پوځي او اقتصادي زور او ځواک هغه مهم عناصر دي چې لا تر اوسه یې افغان برخلیک له یو لړ سترو ننګونو سره مخ کړی. همدا جنګسالاران دي چې تر اوسه چې تر اوسه پورې د مخدره توکو په قاچاق، د نړیوالو مرستو په زبېښ او په ځانګړي ډول د حکومتي فساد ستر عاملین دي، ځینې یو شخصي امنیتیې شرکتونه هم لري چې حکومت یې د یو لړ سترو امنیتي ننګونو سره مخ کړی. د تېرو څلویښتو لسیزو جګړه پاکه بولۍ که ناپاکه، د افغان ولس ستره برخه یې د بشري ناورین قربانیان کړل،  ځینې یې آن له امله میلیاردران شول، او ځینې یې (افغان ولس)  په ډيره بېرحمۍ د فقر او بېوزلۍ کومي ته ټیله کړل.
نور بیا
Lutfullah44@gmail.com