
له سعودي عربستان نیولی تر سویس ، کاناډا پورې دسوداګرۍ او مال نړۍ دروان کال له پیله له ستونزې سره مخ ده لامل یې دهغه امریکايي قانون یا (فاتکا) په نوم قانون دی ،چې له مخې یې هر هغه امریکايي او یا هغه کس ،چې دوه تابعیته وي دامریکا حکومت ته مالیه ورکړي.
یاد قانون به د 2015 ز دمارچ له میاشت څخه پلی شي ددی قانون له مخې ټول بانکونه اړ دي ،چې دهغو کسانو په اړه دامریکا حکومت ته مالومات ورکړي،چې باید مالیه ورکړي ، که چیرې کوم بانک پر وخت او کره مالومات ورنه کړي له دی بانکونو څخه به جوازنامې بیرته واخستیل شي او اجازه نه ورکول کیږي،چې په امریکا کې خپله نمایندګي پرانیزي او یا په امریکايي بانکونو کې اکاونټونه پرانیزي، ددې کار پایله به دا وي ،چې دوی نه شي کولای پر ډالر راکړه ورکړه وکړي .
دامریکا حکومت تر اوسه له 40 حکومتونو سره تړون لاسلیک کړی دی ،چې دا پیچلۍ بیروکراتکیه پروسه اسانه شي او دهغه قانون پلی کولو ته لار هواره شي ،چې له مخې به یې هر هغه کس مالیه ورکوي،چې امریکايي تابعیت لري پردې سربېره دامریکا دخزانې وزارت له 61هېوادو سره دې موافقې ته رسیدلی دی ،چې دا نوی امریکايي قانون ومني .
د یادونې ده،چې امریکا یو له هغو دوو هېوادو څخه دی،چې له خپلو هغو وګړو څخه مالیه اخلي ،چې له امریکا څخه بهر میشت وي.
7.3 ملیونه امریکایان له خپل هېواده بهر کار کوي او یوازې 565 زره یې خپل حکومت ته مالیه ورکوي او پاتې نور یې په هغه هېواد کې مالیه ورکوي،چې دوی په کې کار کوي، دنوي قانون له مخې به په نړۍ کې 77 زره بانکونه اړ وي ،چې دهغو وګړو په اړه مالومات ورکړي ،چې امریکايي تابعیت لري او یا لږ تر لږه دا شک پرې کیږي ،چې امریکايي تابعیت لري.
د مالیې دنه ورکړې په صورت کې تر لاسه کېدونکې جریمه سلګونه زرو امریکايي ډالرو ته رسیږي ، که چیرې یوامریکايي وګړي مالیه ورکړې وي ، خو اړونده ادارې ته یې اسناد نه وي ورسپارلي دا اړ دی ،چې لس زره امریکايي ډالره جریمه ورکړي.
له 2010 ز راوروسته امریکا دهغو امریکايي وګړو په اړه مالومات راټولول پیل کړل ،چې له خپل هېواد اوسیدل او حکومت ته یې مالیه نه ورکوله او د(فاټکا) قانون هغه وګړي اغیزمن کړل،چې دوه تابیعته وو.
له تېر کال راهسی درې زره امریکايي وګړو خپل تابیعتونه له لاسه ورکړي دي دا شمېره د 2012 زپه پرتله درې ځلې زیاته شوې ده . دالشرق الاوسط ورځپانې دمالوماتو له مخې د می او جون میاشتو ترمنځ شپږ سوه امریکایان له خپل تابیعت څخه تېر شوي دي.
امریکايي سرچنیو یادې ورځپاڼې ته ویلي دي کېدای شي د روان کال ترپایه څلور زره امریکايان له خپل تابیعت تېر شي .
دعربي بانکونو دنړیوالې اتحادیې مشر ډاکتر جوزف طربیه وايي : دامریکا نوي قانون په اروپايي ، اسیایې او عربي هېوادونو کې یو لړ اندېښنې او پوښتنې راپورته کړې دي ددې هېوادو بانکونه وايي : له مالي اړخه ددې قانون پلي کول به سخته خبره وي پردې سربېره دا قانون ددې هېوادو له بانکي محرمیت سره په ټکر کې دی، دقانون متن تفسیر او شننې ته اړتیا لري.
ددې قانون (فاتکا) له پلي کېدو سره جوخت واشنګټن حق لري ،چې له زرګونو هغو بانکونو څخه مالومات وغواړي،چې هلته امریکايي وګړي بانکي حسابونه لري دا دمالیې دنه ورکړې پر ضد مبارزه ده،چې واشنګټن پیل کړې ده، یاد قانون اوس دپلي کېدو په درشل کې دی ، خو دنړۍ په کچه داسې هڅې روانې دي،چې مخه یې ونیول شي .
کېدای شي ددې قانون پر ضد غبرګونونه لا پسې پراخ شي بله ستونزه داده،چې امریکا بیا نورو هېوادونو ته ورته حق نه ورکوي،چې دخپلو وګړو په اړه دا ډول مالومات تر لاسه کړي .