
بِسْمِاللَّهِالرَّحْمَٰنِالرَّحِيمِ
نيټه،۲۷/۵/۱۳۹۳
(داعش)
که د عراق یزیدیه ډله د شیطان لمانځنه کوي، نو د داعش ډله د شیطان کړنې تر سره کوي:
يَا بَنِي آدَمَ لَا يَفْتِنَنَّكُمُ الشَّيْطَانُ كَمَا أَخْرَجَ أَبَوَيْكُم مِّنَ الْجَنَّةِ يَنزِعُ عَنْهُمَا لِبَاسَهُمَا لِيُرِيَهُمَا سَوْآتِهِمَا ۗ إِنَّهُ يَرَاكُمْ هُوَ وَقَبِيلُهُ مِنْ حَيْثُ لَا تَرَوْنَهُمْ ۗ إِنَّا جَعَلْنَا الشَّيَاطِينَ أَوْلِيَاءَ لِلَّذِينَ لَا يُؤْمِنُونَ [٧:٢٧]
ژباړه: ای بنیادمانو! داسې دې نه وي چې شیطان بیا تاسې هماغه شان په فتنه کې اخته کړي لکه څنګه هغه ستاسې مور او پلار له جنت څخه ایستلي وو او له هغو څخه یې جامې ایستلي وې، تر څو د هغو شرم ځایونه یو د بل پر وړاندې لوڅ شي،هغه او د هغه ملګری تاسې له یو داسې ځای څخه ویني چې له هغه ځایه تاسې له هغه ځایه نه شئ لیدلائ؛ موږ دا شیطانان د هغو خلکو سرپرستان ګرځولي دي چې ایمان نه راوړي. [سورت اعراف، ۲۷]
د (داعش) ډله چې د عراق او شام د اسلامي دولت نوم یې غوره کړی دی په عراق کې د القایدې سازمان یوه غښتلي څانګه وه چې مشر یې ابومصعب الزرقاوی ؤ، چې د امریکایانو لخوا په ۲۰۰۶/م، کې ووژلشو او بیا یې د ډلې مشر ابوعمر البغدادي وټاکلو، ابوعمر البغدادي هم د امریکایانو لخوا ووژل شو، په کال،۲۰۱۰/م،کې(ابراهيم بن عواد بن ابراهيم بن علي بن محمد بدري هاشمي قريشي حسيني)چې
مشهور په ابوبکر بغدادي دی د عراق د القایدې مشر شو، نوموړی د امریکایانو لخوا په عراق کې څلور کاله بندي شوی دی.
ابوبکر بغدادي چا په عامو غونډو کې نه دی ليدلیتر هغې چې خپلو پلویانو ته د وینا پرمهال خپل مخ پټ ساتي، له همدې کبله هغه په "نالیدلي شیخ" هم مشهور دی، خو په بغداد کې د بي بي سي د امنیتي چارو خبریال (فرانک ګارډنر) وايي: دا د هغه لپاره یو بدل(مستعار) نوم دی، چې د هغه د حفاظت او لا ښې ساتنې لپاره پرې اېښودل شوی. او مختلف نومونه او لقبونه لري لکه،علی البدریالسامرایی، ابو دعا، ډاکټر ابراهیم، کرار او ابو بکر بغدادی، نوموړي د بغداد پهاسلامي پوهنتون کې د لېسانس او دوکتورا تر کچې پورې زدکړې کړي دي، ابوبکربغدادي، ډير د پيچلي، ژور، څو اړخیزهشخصيت څښتن دی او د ملګرو په منځ کې په یوه تکړه ستراتيژيست باندې مشهور دی. (۱)
د ۲۰۱۱/ م، کال په اکتوبر کې امریکا په رسمي توګه بغدادي "ترهګر" وباله او د هغه په اړه یې هر هغه چا ته د لسو میلیونو امریکايي ډالرو د انعام ورکولو اعلان وکړ، چې په اړه یې معلومات ولري او یا یې معلومات د هغه د مرګ لامل شي. (۲)
له ابوبکربغدادي څخه پخوا، ابوعمربغدادي په عراق کې د خارجي اشغالګرو قواوې پر وړاندې د مقاومت ډلې سره راټولې او یو ځاي کړې، وروسته له هغې ابوبکربغدادي په سوریه کې د مقاومت هغه ډلې چې د امریکایانو، سعودیانو او نورو لخوا د سوریي د شعیه او مستبد حکومت پر خلاف رامنځ ته شوي وې او په عراق کې یې د مقاومت سُني ډلې سره یو ځای کړې، په عراق کې یې له عراقي شعیه متعصب حکومت څخه په لږه موده کې ډېرې سیمې، هر دول وسلې او په میلیونونه ډالر تر لاسه کړل، ابوبکر بغدادي وروسته له یو شمېر بریالیتوبونو څخه ځان د نړۍ د مسلمانو مشر (خلیفه) اعلان کړ.
په لُمړیو کې د داعش پخوانې مختلفې ډلې په عراق کې د خارجیانو او د امریکایانو له لاسپوڅي، نوري المالکي حکومت سره په جګړو بوختې وې او وروسته د سوريې د حکومت پر وړاندې وجنګیدلې که څه هم د دوی اهداف مشروع او عادلانه وو، خو جګړې یې عادلانه نه وې، په جګړو کې یې ملکي خلک وژل او د اسلامي احکامو او د بشر د حقونو سره سمې یې جګړې ونه کړي، نو د دغو ډلو جګړې د دې سبب شوی چې د وخت په تېریدو سره له دوی څخه ترورستان جوړ کړي، لکه چې د تاریخ په اوږدو کې ثابته شوي ده چې د ډېرو وینو تویولو(ترورستي کړنو) له امله انسانان وحشي او یا نیمه وحشي شوي دي تر دې چې انسانانو د انسانانو غوښې خوړلي دي او د انسانانو د وینو تویول یې د ثواب کار بللی دی، چې د خپلو ډېرو ترورستي کړنو له امله یې زړونه تیږه شوي او زنګ وهلي دي، او خپلې ترورستي
کړنې ښې ورته ښکاري او شیطان دوی ته د دوی ناوړه اعمال ښایسته کړي دي:
په دې اړه قرآن عظیم وایي:
كَلَّا ۖ بَلْ ۜ رَانَ عَلَىٰ قُلُوبِهِم مَّا كَانُوا يَكْسِبُونَ [٨٣:١٤]
ژباړه: هېڅکله نه، بلکې حقیقت دا دی چې د دې خلکو زړونه د دوی د بدو عملونو[له مله] زنګ وهلي دي.[سورت، مطففین، ۱۴ آیت]
إِنَّ الَّذِينَ ارْتَدُّوا عَلَىٰ أَدْبَارِهِم مِّن بَعْدِ مَا تَبَيَّنَ لَهُمُ الْهُدَى ۙ الشَّيْطَانُ سَوَّلَ لَهُمْ وَأَمْلَىٰ لَهُمْ ﴿٤٧: ٢٥﴾
ژباړه: حقیقت دا دی چې کوم کسان د هدایت له روښانه کیدو څخه وروسته له هغه نه په شا وګرځیدل د هغو لپاره شیطان دغه کړنلاره ښایسته کړي ده او د درواغجنو هیلو لړۍ یې د هغو لپاره اوږده کړي ده(*).(محمد: ۲۵)
د دغې ډلي خبرې او کړني سره توپیر لري، په خوله یو څه وایی او په عمل کې بل څه، ابوبکربغدادي(د مسلمانانو خلیفه!) داسې ترورستي کړني ترسره کړې چې د نړۍ ټول مسلمانان پرې شرمیږي، په هر ځای کې چې خپل مخالفین ویني بې پوښتنې یې وژني عسویان، یزیدیان، شیعه ګان، حتی د دوی مخالف سُنیان او نور د خپلو عقایدو له امله په ډله ییزه توګه په ډېر وحشي ډول له منځه وړي او مړي یې په دښتو کې
--------------------------------------------------------------------------------------
(*) د نحل سورت،۶۳، آیت؛ د عنکبوت سورت،۳۸ آیت؛ او د انفال سورت،۴۸ آیت د اړونده موضوع په اړه دي.
اچوي، که د اوبو دریابونه ورته نږدې وي نو وژل شوي کسان اوبو ته ورغورځوي، ښځې یې د ځانونو سره بیایې او په بازارنو کې یې خرڅوي!!.
له دې امله چې ډېرۍ موخۍ یې د وهابیانو په شان دي، د شرک د له منځه وړلو په پلمه، لرغوني ودانۍ په بمونو الوزوی، له خپلو ترورستي کړنو څخه پخپله فلمونه اخلي او بیا يې په تصویري او صوتي رسنیو کې خپروي.
دغه ترورستي ډله ځانونه مسلمانان بولي مګر کړني یې غېراسلامي، غېرې انساني او د شیطان پر لار روان دي، دا ډول کړنو ته د اسلام مقدس دین په هېڅ صورت اجازه نه ورکوي او په کلکه یې تحریموي، لکه څرنګ چې د اسلامي نړۍ د پوهانو لوی مشر محترم محمد یوسف قرضاوي د دغې ترورستي ډلې د خلافت د اعلان په اړه فتویَ ورکړه ویې ویل: د داعش له لوري د اسلامي خلافت اعلانول د شرعې له نظره باطل او د مسلمانانو په ګټه نه دی.
د امریکا د متحده ایالاتو د سي، ای، اې، پخواني کارکوونکي (اډوارډ اسنوډن) چې په دې وروستیو کې له امریکا څخه د ډېرو استخباراتي اسنادو سره یو ځای روسیې ته
تللی دی، د داعش د ډلې د مشر ابوبکربغدادي په اړه نوی معلومات خپاره کړي او وایي: ابوبکربغدادي د امریکا، انګلستان او د اسرایلو لخوا استخدام شوی کس دی، د اسرایلو د استخباراتي سازمان(موساد) لخوا نظامي زدکړې ورکړ شوي دي او د یوه کال په موده کې یې د نظامي زدکړو تر څنګ د الهیاتو او د بیان زدکړې هم ترسره کړي دي.
ټولو نړیوالو ته پته ده چې ښاغلي اډوارډ اسنوډن چې تر اوسه پورې د، سي، ای، اې، کوم اسناد خپاره کړي دي، ټول رښتیني او موثق راپورونه دي.
د ښاغلي اسنوډن د څرګندولو په اړه باید ووایو چې د داعش ډله چې هر څوک وي، وي به، خو د دغې ډلې ټول ترورستي اعمال، کټ مټ د اسرایلو د صهیونستانو په شان دي.شاید چې له ځینو کسانو سره دا پوښتنه پیدا شي، څه ډول کیدی شي چې له یوې خوا امریکایانو د داعش ډله رامنځ ته کړي ده او له بل پلوه بمبارۍ پرې کوي؟ د دغه سوال ځواب دا دی چې: د خپلو موخو پلي کولو لپاره د یو شمېر هیوادونو، د استخباراتو لخوا ځینې ترورستي ډلې ټپلې رامنځ ته کیږي، چې ملکي حکومتونه هېڅ ترې خبر نه وي او نه یې خبروي، چې ښه بېلګه یې د پاکستان د (ای، اس، ای) استخبارات دي، له بلې خوا ځیني هیوادونه د خپلو ګټو د ساتلو او د نورو دښمنو هیوادونو پر خلاف ورانکارې ډلې ټپلې جوړوي چې وروسته هغه ترورستي بانډونه ورڅخه سرکښي کوي، یاغي کیږي او د خپلو بادارانو پر وړاندې جګړې کوي چې ډېرې بېلګې یې په نړۍ او سیمه کې موجودې دي.
د داعش ډله فکر کوي چې د اسلام د دین او د مسلمان اُمت د ګټو لپاره خدمت کوي او په ښو کارونو لګیا دي، په داسې حال کې چې د نوموړي ډلې کړنې یوازې او یوازې د اسلام د بدنامۍ لپاره ترسره کیږي نه د خدای او د خپلو خلکو لپاره، دغه ډله د خپل نفس او خپلې خوښې پر بنسټ عمل کوي، لکه چې قرآن عظیم فرمایي:
|
قُلْ هَلْ نُنَبِّئُكُم بِالْأَخْسَرِينَ أَعْمَالًا الَّذِينَ ضَلَّ سَعْيُهُمْ فِي الْحَيَاةِ الدُّنْيَا وَهُمْ يَحْسَبُونَ أَنَّهُمْ يُحْسِنُونَ صُنْعًا. |
ژباړه: ای محمده(ص)! ووایه دوی ته، ایا موږ تاسې ته وښیو چې په خپلو عملونو کې تر ټولو زیات ناکام او نامراده خلک څوک دي؟
هغه چې په دنیاوي ژوندانه کې یې هلې ځلې له سمې لارې منحرفې شوي او انګیرلي یې ده چې د هغو ټول کړه وړه ښه دي، (دوی ګمان کوي چې ښه کار کوي).
سورت، کهف،۱۰۳، ۱۰۴]
أَفَمَن كَانَ عَلَىٰ بَيِّنَةٍ مِّن رَّبِّهِ كَمَن زُيِّنَ لَهُ سُوءُ عَمَلِهِ وَاتَّبَعُوا أَهْوَاءَهُم ﴿٤٧: ١٤﴾
ژباړه: ښه نو داسې کیدی شي چې څوک د خپل رب له لوري په ورښانه او څرګنده هدایت باندې وي هغه، د هغو خلکو په څېر شي چې د هغو لپاره د هغو بد عمل ښایسته کړی شوی دی او هغوی د خپلو نفسي غوښتنو پېروان ګرځیدلي دي.
په هر حال، د داعش ډله غواړي چې په دې (۲۱) پېړۍ کې د خپلو ترورستي کړنو له امله د مسلمانانو پر خلاف غېرې مسلمانان راوپاروی او یا نړیوال ووېروي، حال دا چې نړیوال به د وېرولو پر ځای د خپل ځان پر خلاف راپورته کړي چې په پای کې به د دوی د تباهۍ سبب شي.
موږ مسلمانان په دې پوهیږو چې هیڅوک حق نه لري چې په زور او جبر باندې د نورو ادیانو پر پیروانو باندې د اسلام دین ومني، ځکه چې د دین په منلو کې زور نه شته او په زور څوک نه مسلمانیږي،لوی څښتن ویلي دي:
فَلَوْلَا إِذْ جَاءَهُم بَأْسُنَا تَضَرَّعُوا وَلَٰكِن قَسَتْ قُلُوبُهُمْ وَزَيَّنَ لَهُمُ الشَّيْطَانُ مَا كَانُوا يَعْمَلُونَ.
ژباړه: نو کله چې زموږ له لوري پر هغو سختي راغله نو هغو ولې عاجزي غوره نه کړه؟ خو د هغوی زړونه لا نور هم سخت شول او شیطان هغوی ته ډاډینه ورکړه چې تاسې څه کوئ نو ښه کوئ.(انعام: ۴۳)
لَا إِكْرَاهَ فِي الدِّينِ ۖ قَد تَّبَيَّنَ الرُّشْدُ مِنَ الْغَيِّ ۚ [٢:٢٥٦]
ژباړه: نشته هېڅ زور په (منلو) د دین کې، په تحقیق سره ښکاره شوي ده سمه لاره (د ایمان) له ګمراهۍ (کفر) ځینې. د بقرې سورت [۲۵۶] آیت.
إِنَّا أَنزَلْنَا عَلَيْكَ الْكِتَابَ لِلنَّاسِ بِالْحَقِّ ۖ فَمَنِ اهْتَدَىٰ فَلِنَفْسِهِ ۖ وَمَن ضَلَّ فَإِنَّمَا يَضِلُّ عَلَيْهَا ۖ وَمَا أَنتَ عَلَيْهِم بِوَكِيلٍ ﴿٣٩: ٤١﴾
ژباړه: (ای پېغمبره!) موږ د ټولو انسانانو لپاره دغه پر حق کتاب پر تا نازل کړی دی، نو څوک چې سمه لاره غوره کړي د ځان لپاره به یې غوره کړي او څوک چې منحرف شي د هغه د انحراف وبال به پر همغه وي ته د هغو مسؤل نه یې.(زمر: ۴۱)
إِن تَحْرِصْ عَلَىٰ هُدَاهُمْ فَإِنَّ اللَّهَ لَا يَهْدِي مَن يُضِلُّ ۖ وَمَا لَهُم مِّن نَّاصِرِينَ ﴿١٦: ٣٧﴾ژباړه: ای پېغمبره! که ته د دوی د لار موندنې لپاره هر څومره حرصناک یې، خو الله چې څوک ګمراه کوي، بیا هغه ته لاره نه ښیي او له دغه راز خلکو سره هېڅوک مرسته نه شي کولی.(نحل: ۳۷)
په عراق کې د خلکو وژنې په ځانګړي توګه د یزیدیانو او عیسویانو او په زور مسلمانول له شرعیت خلاف کار دی، د داعش د ډلې کړنې په هېڅ صورت د توجه وړ نه دی سره له دې چې د داعش ډله دا دلیل راوړي، چې یزیدیان پخوا مسلمانان وو او بیا مرتد شوي دي، نو باید بېرته مسلمان او یا ووژل شي، صحیح دلیل نه دی، دا خبره سمه ده چې که چېرې یو مسلمان له اسلام څخه وګرځي او له نصیحتونو او پوهولو وروسته اسلام ته راونه ګرځي نو په هغخ صورت کې یې سزا مرګ ده، خو د هغو یزیدیان مشران چې تقریباً (۱۳۰۰) کاله وړاندې مسلمانان وو او بیا مرتد شوي وو یوازې د هغوی سزا مرګ وه چې اوس مړه شوي دي او حساب یې له الله تعالَی سره دی، اوسني یزیدیان هغه کسان نه دي چې مسلمانان وو او اوس یې اسلام پرایښې دی، دوی د څو پرله پسې یزیدي مذهبه مور او پلار څخه پیدا شوي او د ارتداد مسله پر دوی پورې اړه نه لري، په دې تېرو (۱۳۰۰) کالو کې چې په عراق کې ډېر ریښنتي خلیفه ګان (عباسي خلافت) تېر شوي دي یزیدیان یې په زور اسلام ته رانه وستل او نه یې ووژل، ولي یې په دومره اوږده موده کې پر دوی باندې د اسلام دین ونه منل شو؟. ځواب یې روښان دی: هغه څوک چې کاڼه، ړانده، ګُنګیان، بې لارې او پر مړو حساب وي څنګه به سمې لارې(اسلام) ته راوګرځول شي؟، د دا ډول خلکو په اړه لوی څښتن فرمایلي دي:
صُمٌّ بُكْمٌ عُمْيٌ فَهُمْ لَا يَرْجِعُونَ ﴿٢: ١٨﴾
ژباړه: دوی کاڼه دي، ګُنګیان دي، ړانده دي، دوی اوس نه راګرځي. (بقره: ۱۸)
فَإِنَّكَ لَا تُسْمِعُ الْمَوْتَىٰ وَلَا تُسْمِعُ الصُّمَّ الدُّعَاءَ إِذَا وَلَّوْا مُدْبِرِينَ ﴿٣٠: ٥٢﴾
ژباړه: (ای پېغمبره!) ته مړي نه شې اورولی نه هغو کڼو ته خپل غږ اورولی شې چې شا اړولي روان وي(*).(روم: ۵۲)
د اوسنیو یزیدیانو بېرته اسلام ته راوستل د زور له لارې نه کیږی، باید زور ورسره ونه شي، له دوی سره دې د اوږدې مودې لپاره هر ډول اسلامي کار او تبلیغ وشي، تر څو هغه یزیدیان چې کاڼه، ړانده، ګُنګیان، بې لارې او پر مړو حساب نه وي، له
-------------------------------------------------------------------------------------------
(*) د زخرف سورت،۴۰آیت؛نمل سورت۸۰ آیت؛ اسراء سورت په،۹۷آیت او نورو سورتونو کې د پورته موضوع په اړه دي.
خپلو بې مانا عقایدو څخه راوکرځي چې دا کار به د دوی له راتلونکو نسلونو سره لویه مرسته وی تر څو له هر ډول زورونو او وژنو څخه وژغورل شي.
د لویې خواشینې خبره دا ده چې د عراق، افغانستان او دنړۍ د نورو ناآرامه هیوادونو پر خلکو باندې دا ناوړه حالت د امریکا دولت(بوش= ترورست) له لاسه راغلی دی چې اوس همدغه نړیوال ترهګر دولت، د داعش پر ترهګره ډله باندې هوایي بمبارۍ پېل کړي دي، کیدی شي چې لوی زیان ورواړوی، الله تعالَی یو ظالم د بل ظالم په واسطه له منځه وړی.
وَكَذَٰلِكَ نُوَلِّي بَعْضَ الظَّالِمِينَ بَعْضًا بِمَا كَانُوا يَكْسِبُونَ [٦:١٢٩]
ژباړه: او هم داسې مسلطوو موږ ځیني ظالمان پر ځینو (نورو) په سبب د هغو اعمالو چې دوی به کول.[انعام، ۱۲۹]
او دا چې که د ځینو انسانانو مخه خدای تعالَی د ځینو نورو انسانانو په وسیله نه وای نیولی، نو ټول هغه عبادت ځایونه چې په هغه کې د الله (ج) نومونه یادیږي وران او ویجاړ شوي به وو، لکه د داعش ډله چې د شعیه ګانو او نورو عبادت ځایونه الوزوي، لوی څښتن فرمایي:
الَّذِينَ أُخْرِجُوا مِن دِيَارِهِم بِغَيْرِ حَقٍّ إِلَّا أَن يَقُولُوا رَبُّنَا اللَّهُ ۗ وَلَوْلَا دَفْعُ اللَّهِ النَّاسَ بَعْضَهُم بِبَعْضٍ لَّهُدِّمَتْ صَوَامِعُ وَبِيَعٌ وَصَلَوَاتٌ وَمَسَاجِدُ يُذْكَرُ فِيهَا اسْمُ اللَّهِ كَثِيرًا ۗ وَلَيَنصُرَنَّ اللَّهُ مَن يَنصُرُهُ ۗ إِنَّ اللَّهَ لَقَوِيٌّ عَزِيزٌ [٢٢:٤٠]
ژباړه: دا هغه کسان دي چې له خپلو کورونو څخه په ناحقه وویستل شول یوازې په دې جرم چې هغوی وایي، زموږ رب الله دی، که الله خلک یو د بل په وسیله دفع نه کړي نو خانقاګانې، کلیساګانې، عبادتخانې او جوماتونه چې په هغو کې د الله نوم ډېر زیات اخیستل کیږي، ټول به ونړول شي، الله به ارومرو له هغو کسانو سره مرسته وکړي چې د هغه مرسته وکړي، الله ډېر زورور او برلاسی دی. (حج، ۴۰)
دیزیدیانوډله:
دغه ډله لمرته سجده کوی؛ شیطان دوي ته د دوی اعمال ښایسته کړي دي؛ له سمې لارې څخه یې اړولي دي، نوکله هم نه پر لاره کیږي. په دې اړه الله تعالَی فرمایلي دی:
وَجَدتُّهَا وَقَوْمَهَا يَسْجُدُونَ لِلشَّمْسِ مِن دُونِ اللَّهِ وَزَيَّنَ لَهُمُ الشَّيْطَانُ أَعْمَالَهُمْ فَصَدَّهُمْ عَنِ السَّبِيلِ فَهُمْ لَا يَهْتَدُونَ ﴿٢٧: ٢٤﴾
ژباړه: هغه او د هغې قوم مې ولیل چې سجده کوي دوی لمر ته بې له الله او ښایسته کړي دي دوی ته شیطان عملونه د دوی، نو بې لارې کړي دي (شیطان) دوی، له سمې لارې پس نه مومي سمه صافه لاره. [سورت نمل: ۲۴]
فَرِيقًا هَدَىٰ وَفَرِيقًا حَقَّ عَلَيْهِمُ الضَّلَالَةُ ۗ إِنَّهُمُ اتَّخَذُوا الشَّيَاطِينَ أَوْلِيَاءَ مِن دُونِ اللَّهِ وَيَحْسَبُونَ أَنَّهُم مُّهْتَدُونَ ﴿٧: ٣٠﴾
ژباړه: یوې ډلې ته سمه لاره ښودل شوي ده، خو پر بلې ډلې ګمراهي ثابته شوي ده ځکه چې هغوی د خدای پر ځای شیطانان خپل سرپرستان نیولي دي او هغوي انګېري چې موږ پر سمه لار یو. [سورت اعراف: ۳۰]
یزیدیان په دې ګروهه دي چې د دوی مذهب د بشر تر پیدایښت پورې رسیږي، وایي چې یوازې د آدم(ع) له نسل څخه دي نه د حوا له نسل څخه، په دې باور دي چې هغه نخم چې آدم (ع) کرلې ؤ له هغې څخه یو ځوان پیدا شو او هغه له حوریې نومي جلکۍ سره یو ځای شو او د یزیدیانو نسل ترې ډېر شو.
یزیدیه ډلې ته ځکه یزیدیان وایي چې د امویانو سلسلې، یزید بن معاویه(خلافت، ۶۱ تر،۶۴،ه، پورې) ته منسوبه ده دا چې یزید د کربلا په جګړه کې امام حسېن(رض) وژلی ؤ نو خلکو (شعیه او سني) له یزید څخه کرکه کوله، له دې کبله نوموړي ډله د تاریخ په اوږدو کې د حاکمانو لخوا له سختو زورونو او شکنجو سره مخ شوي ده،شعيه ګان په يزيد باندې لعنت وايې ...چې يزيديه فرقه يزيد ته په دوستۍ او احترام باندې قايله ده او د ده لعنت ته ډېرپه بده سترګه ګوري، وروسته يې د لعنت کلمه مطلقاً بده وګڼله او بیا د يو بل مشکل سره مخ شول، هغه دا چې په قرآن کريم کې په شيطان باندې لعنت ویل شوى ؤ هغه ؤ چې له هغې يې هم انکار وکړاو د قرآن کريم په هر ځاى کې چې د لعن يا لعنت کلمه پر شيطان باندې ویل شوي وه او یا د شيطان څخه د پناه غوښتل«اعوذ باللّه من الشیطان الرجیم» په کې ذکر شوي وو هغه يې له منځه یوړل او دايې ويل چې دا ډول جملې په اصل کې د قرآن جملې نه دي بلکه هغه مسلمانانو ورزیاتې کړي دي .
له ډېرو شکنجو له امله یې د ځان ژغورلو او مصلحت پخاطر د یزید له نوم څخه انکار وکړ او دعوه یې وکړه چې یزیدیان نه دي بلکه (ایزدیان) دي، یعني د خدای عبادت کوونکي، (ایزد، یا یزدان) په فارسي ژبه کې (الله، ج) ته وایي، دا ډله وایي: زموږ سره لوی ظلم دا کیږي چې موږ ته یزیدیان او شیطان پرست ویل کیږي.
يزيديه ډله له اسلام څخه منحرفه (باطني) ډله ده چې وروسته د اموي دولت له راپرځيدلو څخه په کال (۱۲۳، ه) کې راسرګنده شوه، په لومړيو کې يو سياسي حرکت بلل کيده چې د بني اميه د لويۍ او عزت لپاره يې کارکولو، خو د محيط وضعیت، د دې ډلې د جهل لوى عامل وګرځید، چې دا ډله يې له اسلام څخه منحرفه کړه او د يزيد بن معاويه، عدي بن مسافر او د شيطان په تقدس يې پيل وکړ.
عدي بن مسافر چې لقب يې شرف الدین ابوالفضایل ؤ، په (۱۰۷۳، یا، ۱۰۷۸/م) کالونو کې زیږدلی او (۹۰) کاله عمر یې وکړ او د عراق د لالش، د شیخانو په سیمه کې یې ښخ کړ. یزیدیان نوموړی یو لوی شخص بولي او بې شمېره کرامات او معجزې ورته منسوبوي، د هغه مړیستون څخه یې د عبادت ځای جوړ کړی دی، وایي چې، هر یزیدي باید د هغه د مړیستون خاوره او جامه(لباس) د ځان سره ولري.
یزیدیان ډول ډول اخترونه لري چې د دوى يوه شپه د تورې شپې (شفرشک) په نوم یادیږي چې په هغه شپه څراغونه مړه کوي او محارم او شراب حلال ګڼي.
د شېخ عدي یا د لوی اختر په نوم اختر لري، په دې اختر کې، د شېخ زیارت ته ورځي او درې ورځې روژه نیسي، متعقد دي چې د یزید د زیږیدو پر ورځ باید شراب وخوري، په نورو دؤ اخترونو کې هم د نوموړي زیارت ته ورځي تر څو له ګناهونو څخه پاک شي، په دې ګروهه دي چې شېخ عدي د دوی لمونځ او روژه په غاړه اخیستي دي او په پای کې به دوی جنت ته رسوي.
دغه ډله د شمس الدين ابو محمد په واسطه چې په شيخ حسن مشهور ؤ (٥٩١-٦٤٤، ه) له اسلام څخه واوښته نوموړي د «الجلوة لاصحاب الخلوة»، «محک الایمان» او«هدایة الاصحاب» ولیکل او په کال۶۴۴،ه کې ومړ او خپل نوم یې د شهادت په کلمه کې شامل کړ.
یریدیان دوه مقدس کتابونه لري، پخپلو کتابونو کې وایي:
امر ومنئ، هر څه چې زما خدمت کوونکي تاسو ته وایي، ویې منئ، او پردیو ته یې مه ښکاره کوئ، لکه یهود، نصارا او مسلمانان، ځکه چې دوی نه پوهیږي چې زما تعلیم څه دی، خپل کتابونه هم مه ورکوئ تر څو تغير په کې رانه وړي، په داسې حال کې چې تاسې به نه پرې پوهېږې.
یزیدیه ډله د نورو ادیانو پر خلاف، د لاندې دلیلونو پر بنسټ شيطانتهد تقدس په نظر ګوري:
ــ ابليس(شیطان)آدم (ع)ته سجده ونکړه.
ــ ابليس لومړنى موحد ؤ او د خداى تعالَى وصيت يې نه ؤ هېر کړى چې بې له خداي تعالَی به بل چاته سجده نه کوي، په داسې حال کې چې نورو ملايکو دا خبره هېره کړي وه او آدم (ع)ته يې سجده وکړه.
ــ آدم (ع)ته سجده کول د خدای له لوري يو امتحان ؤ، چې په هغه کې شيطان بريالى شو، نو ځکه ابلیس لومړنى موحد شميرل کيږي او خداى پاک د دې کار په بدل کې مقام ورکړ او هغه د ملايکو (طاووس) او مشر وټاکل شو او د نړۍ اداره یې ده ته وروسپارله.
ــ د يزيديه فرقې پيروان شيطان ته له ډاره هم تعظيم کوي ځکه چې هغه د دوی په نظر ډير هوښیار او زورور دى تردې حده چې د پروردګار پر وړاندې يې زړه وکړ او د ده اوامريې ونه منل... . اوآدم (ع)يې وغولولو او پرده يې د هغې ونې څخه چې ترې منع شوى ؤ ميوه وخوړه او دى يې له جنت څخه وايستلو.
ــ په دې عقيده دي چې، شيطان له جنت څخه نه دى شړل شوى بلکه په خپله خوښه ځمکې ته راکوز شوى چې د يزيديه فرقې سرپرستي وکړي.
د دې ډلې پلویان د شيطان مجسمې د لاس د يوه موټي (مشت بسته) په کچه، د چرګ په شکل جوړې کړي دي او هغو مجسمو ته درناوى او تعظيم کوي دا مجسمې ځکه د چرګانو په ډول جوړه وي چې وایې: شيطان د ملايکو طاووس دى... .
یزیدیان د «اعوذ باللّه من الشیطان الرجیم» سره سخت مخالف دي .
د دوی ستر څښتن (یسدان) «یزدان» نومېږي. دوی په دې ګروهه دي چې یسدان دومره لوړ مقام لري چې دوی یې په مخامخ ډول عبادت نه شي کولی. د دوی په عقیده یسدان با قدرته او د نړۍ خالق دی خو ساتونکی یې نه دی. دوی باور لري چې له یسدان څخهاوه، ارواګانې پېدا شوي چې تر ټولو ستر یې ملک طاووس (پیکاک اېنجل) دی.
ملک تاووس د الهي ارادې پلی کونکی بلل کېږي، دوی باور لري چې ملک طاووس د خدای بله بڼه ده او له خدای څخه نه بېلېدونکې دی... .
یزیدیان ملک طاووس ته د ورځې پنځه وخته لمونځ کوي. د ملک طاووس بل نوم شیطان دی.
یزیدیان پر (اروا لېږد) عقیده لري، په دې معنا چې اروا په څو مختلفو مرحلو کې ځانته د بدن بڼه غوره کوي.
دوی باور لري چې تدریجي سپېڅلتوب له څو واره زېږېدنې وروسته شونې دی، ځکه نو دوی د خپلې دغې عقیدې پر بنسټ دوزخ یو بې معنا څیز ګڼي.
د یزیدیانو لپاره تر ټولو بد حالت به دا وي چې دوی له خپلې ټولنې وایستل شي ځکه دا په دې معنا دی چې د ایستل شوي کس اروا پرمختګ نه شي کولی. او د همدې عقیدې له پلوه دوی بل دین ته مخ ګرځول شونې نه ګڼي.(۳)
د يزيديه فرقې د مذهب د پيروانو ځينې ارکان په لاندې ډول دي:
ــ یوازې له ایزیدي موراو پلاره څخه پېدا شوي خلک دیزیدیانومذهب پېروان ګڼل کېږي.
ــ د خپلو دیني اسرارو پټ ساتل.
ــد شهادت کلمه: (اشهد واحدالله سلطان يزيد حبيب الله)يعنې شاهدي ورکوم چې الله يو دى او سلطان يزيد د الله دوست دى.
ــلمونځ:د شعبان په نيمه شپه (شب برات) کې لمونځ کوي چې د ټول کال د لمونځونو برابر يې ګڼي، د لمر ختو په وخت کې له خوبه پورته کیږي او تورې(لوڅې) پښې مخامخ د لمر پر لور اودریږي او څلور ځله سجده کوي او ځانګړي دعا ګانې لولي، وروسته له هغې ځمکه ښکلوي او خپل مخ په ځمکه سولوي... .
ــروژه:هر کال د دسامبر په مياشت کې چې د کال له ټولو څخه لنډې ورځې دي، درې ورځې روژه نيسي چې دا ورځ د يزيد د زیږیدلوله ورځې سره برابره ده، نورې روژې هم لري.
ــزکات:پر هر مرید باندې واجب دي، چې د خپل محصول لسمه برخه د طاووس په نوم ورکړياو د ډلې مشر ته یې وسپاري.
ــحج:یزیدیانو د شېخ عدي مړیستون خپله کعبه ګرځولی ده او هر کال د عراق د عرفات غره ته د(مرجه نور ايينه لاش) دره ته د ذوالحجې په لسمه نیټه ورخيږي، پر هر یزیدي باندې واجب ده چې په کال کې یو ځل حج تر سره کړي، وروسته د حج له مراسمو څخه شراب څښي او خوشالې کوي، د ملک طاووس د انځور پخاطر، مذهبي لارښود(شېخ) یا مذهبي سندرغاړو ته څه شی په (تحفه) کې ورکوي، مذهبي سندرغاړي د شېخ عدي د مړیستون پر خاورو باندې ګردي او پلن توکي جوړوي او خرڅوي یې دغه مبارک توکي، د ځان د سلامتۍ او د ناروغیو لپاره ګټور بولي، که ماشوم غټې دانې او یا یې د حصبې(؟) ناروغي ونیسي نو د عدې بن مسافر له مړیستون خاوره په اوبو کې حل کوي او هغه ته یې ورکوي او د ماشوم ټول ځان په هغو خټو باندې ککړوی تر څو روغ شي.
د حج په مراسمو کې د یزیدیانو د قبلې په خوا کې یوه سپڅلي د اوبو چینه موجوده ده او نوم یې زمزم دی، په یوه غره باندې یې د عرفات نوم ایښی او د صراط پُل هم شته او د حج په مراسمو کې غوایان هم قرباني کوي.
ــ حشر او نشر، وروسته له مرګه:د باططه په کلي د سنجار په غره کې به وي او هلته به د اعمالو تله شيخ عدي په لاس کې نیولي وي د خلکو سره به خبرې کوي او خپله ډله (يزيديه فرقه) به له ځانه سره جنت ته داخلوي.
ــ دغه باطنيه ډله په باطلو شيانو قسمونه يادوي لکه قسم په غاړه کۍ (طوق) باندې، یا قسم په سلطان يزيد باندې ... .
ــ د واده مراسم يې داسې دي چې لومړى زوم ناوې تښتوي او وروسته د دواړو کورنيو غړي راټوليږي او خبره حل کوي. د وچې ښځې طلاق روا دی، خو د اولاد لرونکي ښځې طلاق جایز نه دی، که چېرې د ښځې میړه له یوه کال څخه زیاته مسافري وکړي خپله ښځه پرې حرامه ده.
ــ شين رنګ حرام بولي، ځکه چې دا رنګ د طاووس مرغه له روښانه رنګونو څخه دى.
ــد خوراک دغه ډولونه حرام بولي:کاهو،کرم،کدو،فاصليه،د چرګ غوښه،دکب غوښه،د هوسۍ غوښه او د خنځير غوښه،د طاووس مرغه غوښه يې په سختۍ سره حرامه کړي ده ځکه چې طاووس ابليس ته ورته دى اوابلیس د ملايکو طاووس دى.
ــ د بریتونو کلول حرام دي، د ږیرې کلول ښه کار دی، خو د دیني رهبرانو لپاره منع ده، د غېرې یزیدي پر وړاندې او د هغه پر تېغ باندې د ږیرې کلول منع دي.
ــ که څوک له يوه يزيدي څخه دايره تاوکړي هغه تر هغې پورې له هغې دايرې څخه نه خارجيږي تر څو چې هغه دايره، هغه کس په خپله ورانه نه کړي، دوى په دې عقيده دي او وايې چې تا ته شيطان د دې کار امرکړى ؤ.
ــ د عسویانو دین ته درناوی کوي تر هغې چې د نصرانیانو د کشیشانو لاسونه ښکلوي او د عسويانو د دین ځیني مراسم تر سره کوي، د تعمید غسل د (شمس) په دریاب کې ترسره کوي او خپل کفن په هغو اوبو کې مینځي، په دې ګروهه دي چې شراب په رښتیا سره د عسیَ (ع) وینې دي او د څښلو په وخت کې یو څاڅکی باید پر ځمکه باندې توی نه شي.
ــ د سِواد زدکړه حرامه بولي او پر دې نړۍ کې یې سزا مرګ او په اخرت کې لوی عذاب، د خپل مذهباحکام په ياد ساتي.
ــ د عربۍ ژبې زدکول هم منع دي، یوازې یو تن د شېخ عدي له نسل څخه کولی شي عربي او قرآن زدکړي، خو د شیطان نوم باید د قرآن څخه پاک کړي، ځکه چې څوک حق نه لري چې د هغه نوم[په بې احترامۍ سره] په ژبه واخلي.
ــ په جمع لمونځ حرام دی.
ــ د خولې لاړو توکول حرام دي، ځکه چې ملک طاووس ته سپکاوی دی.
ــ وروسته د قصای حاجت څخه طهارت او استنجا روا نه ده، د چت لاندې حمام کول حرام کار دی.
ــ د نوکونو لنډول حرام دي.
ــ د جنابت غسل حرام دی.
ــ د بار لپاره له آس څخه ګټه اخیستل حرام دی.
ــ د هیواد پریښودل له یو کال څخه زیات حرام دی، ځکه چې د ښځې او میړه د جدایۍ سبب کیږی.
ــ د غېرې یزیدي ښځو ته ورکتل او له هغوی سره ټوکې کول حرامې دي.
ــ د نورو ذبحه شوي غوښې او د هغوی په لوښو کې د اوبو څښل حرام دي.
د دغې ډلې شمېر تقریباً (۱۲۰۰۰) تنو ته رسیږي او په ځينو غربي هيوادونو کې خواره شوي دي خو تر(۷۰۰۰۰) تنو پورې د عراق په شمال د کردانو په سيمو کې ميشته دي. (۴)
سره لدې چې دغه فرقه د ليکلو او لوستلو سره مخالفه ده خو بيا هم په دې ورستیو
کې د دغې ډلې د غړو لخواځيني کتابونه ليکل شوي دي چې سراسر له خرافاتو ډک دي په کال ١٩٦٩،م کې د دوى وروستني مشر امير ابو يزيد اموي وکړى شول چې عراق ته د راتلو اجازه تر لاسه کړي او د بغداد د رشيد سړک سره نږدې يو ښوونځى جوړ کړي.
دغه ډله د خپلو مشرانو لخوا له (۱۳۰۰) کالو راپه دېخوا په لویه تیاره کې ساتل شوي ده تر څو، له نړۍ او نورو هر ډول معلوماتو څخه لېرې پاتې شي او هر هغه څه چې د دوی مشران یې غواړی په اسانۍ سره پرې اومني، دغه خلک لکه د اسرایلو په شان داسې پوهول شوي دي چې په انسانانو کې یو ځانګړی او غوره قوم دی، باور لري چې، یوازې د آدم(ع) له نسل څخه دي، نه د حوا له نسله، چې د دوی دا ډول عقیده لکه د اسرایلو، په شان د دوی د تباهۍ او منزوي کیدو سبب شوي ده چې له امله يې له خپل دمذهب څخه بل دین ته نه شي ورتللی او نورو ته هم اجازه نه ورکوي چې د دوی مذهب ته ورشي، د نوموړي ډلې په عقايدو کې ډير دا ډول حيرانوونکي خرافات شته چې د ټولو ليکل او لوستل دزغموړ نه دي.
موږ ته لازمه ده چې د داعش او یزیدیانو دواړو ډلو سره وسلواله او تبلیغي اصلاحي جګړه وکړو په دې مانا چې د داعش ډلې مخه دې د وسلې پر زور ونیول شي ځکه چې دوی د وسلې په ژبه پوهیږي،او د یزیدیانو سره دې، لکه چې مخکې مو وویل، د اوږدې مودې لپاره داسې کار ترسره شي چې له امله یې د شیطان له عبادت څخه واوړي.
الله(ج) ظالم قوم ته هدایت نه کوی؛ شیطان دوی ته خپل اعمال ښایسته کړي دي:
فَإِن لَّمْ يَسْتَجِيبُوا لَكَ فَاعْلَمْ أَنَّمَا يَتَّبِعُونَ أَهْوَاءَهُمْ ۚ وَمَنْ أَضَلُّ مِمَّنِ اتَّبَعَ هَوَاهُ بِغَيْرِ هُدًى مِّنَ اللَّهِ ۚ إِنَّ اللَّهَ لَا يَهْدِي الْقَوْمَ الظَّالِمِينَ ﴿٢٨: ٥٠﴾
ژباړه: اوس که هغوی ستا دغه غوښتنه نه پوره کوي نو وپوهېږه چې په اصل کې دوی د خپلو خواهشاتو پېروان دي او له هغه چا څخه به څوک زیات ګمراه وي چې له خدایي هدایت څخه پرته یوازې د خپلو خواهشاتو پېروی وکړي؟ الله دغسې ظالمانو ته هېڅکله هدایت نه کوي(*). [سورت، قصص: ۵۰]
----------------------------------------------
(*) دنحل سورت،۱۰۴آیت؛ د، توبې سورت،۳۷آیت؛دانعام، سورت آیت۴۳؛ آلعمران: ۸۶،آیت.
د شیطان له پیروانو سره جګړه کول، د قرآن کریم د نساء، سورت، ۷۶، آیت کې په دې ډول راغلي دي:
الَّذِينَ آمَنُوا يُقَاتِلُونَ فِي سَبِيلِ اللَّهِ ۖ وَالَّذِينَ كَفَرُوا يُقَاتِلُونَ فِي سَبِيلِ الطَّاغُوتِ فَقَاتِلُوا أَوْلِيَاءَ الشَّيْطَانِ ۖ إِنَّ كَيْدَ الشَّيْطَانِ كَانَ ضَعِيفًا [٤:٧٦]
ژباړه: کومو خلکو چې د ایمان لاره غوره کړي ده، هغوی د الله په لاره کې جنګیږي او کومو کسانو چې د کفر لاره غوره کړي ده، هغوی د طاغوت په لاره کې جنګیږي، نو د شیطان له ملګرو سره وجنګېږئ او باور ولرئ چې د شیطان دسيسې په حقیقت کې ډېرې کمزوري دي. [سورت، نساء ،۷۶]
پای
---------------------------------------
اخځ لیکونه:
قرآن کریم، د قیام الدین کشاف ژباړه.
قرآن کرم ، کابلی تفسیر، پښتو.
Quran zekr فارسي.
(۱)www. apmkadeh.com
(۲)BBC. Pashto.COM
(۳)www.bbc. Com.uk
(۴) (الموسوعه المسيرة في الاديان و المذاهب المعاصرة) ې؛ د ښاغلي مانع بن حماد جهني له کتاب.