افغانستان کې دعيسويت تبليغ  ... دواشنګټن نوې شرمونکي هڅې

ژ. اسدالله ساحل
داستعمار قوماندانان دعسويت دتبليغ تمرين کوي
دالجزيرې تلويزيون دمي دمياشتې په ۴ مه نيټه يو راپور خپور کړ چې امريکايې سرتيري په کې په داسې حالت کې ليدل کيږي چې پلازمينې کابل ته څيرمه  دباګرام دهوايې ډګر په څنډو کې په ځايې اوسيدونکو دانجيل نسخې ويشي ، له دې معلوميږي چې دعسويت دتبليغ دنده يوازې دهغو سازمانونو پورې ځانګړې نه ده چې په دې برخه کې کار کوي بلکې خپله سپينه ماڼۍ هم دعسویت دتبليغ پروسه پرمخ بيايې
راپور ددغه خبر په ترڅ کې دهغه فلم ځينې برخې هم خپروي چې ديو امريکايې سرتيري  برايان هيوز له خوا جوړ شوی په فلم کې امريکايې قوماندان او سرتيري په خپلو ځانګړو دينې ناستو کې په افغاني ټولنه کې  دعيسويت دتبليغ دخپرولو په اهميت  غږيږي
دفلم په ترڅ کې دامريکايې سرتيرو اسقف سترتيرو ته په خپله وينا کې د عيسويت دتبليغ په اړه ټينګار کوي ، هغه زياته وي سرتيري يوازې دجګړې له لارې خلک ښکار کوي ، خو مونږ ته پکار ده چې خلک دخدای واکمنۍ ته دعوت کړو البته دعيسوي تبليغ له لارې
داسې ښکاري چې د اديانو ازادي شعار   هغه وسيله ده چې امريکايان يې دافغانې ټولنې چې خپلو دينې اساساتو ته ژمنه ده  دګمراه کولو لپاره په کار اچوي
په دې ورستيو کې داسوشيټد پريس  اژانس هم په دې اړه  يو خبر خپور کړی چې دامريکا يو رسمي اداره په دې کار کوي چې څرنګه په افغانستان کې دعيسويت دتبليغي ډلې سره مرسته وشي په داسې حال کې چې طالبان هم له سحنې لرې شوي امريکايې نفوذ ورځ تر بلې په پراخيدو دی  . نعيم اخند يو قندهاری ملا  وايې په افغانستان کې دعيسويت مبلغين ددې لپاره چې خپلو مشرانو ته دخپلې سختې دندې په اړه معلومات ورکړي  او ددوې پام ځانته راواړوي نو  دمارانو په څير دافغانانو کورونو ته ننوځي او دعيسويت تبيلغ ورته کوي
په افغانستان کې شته عيسوي مبليغين داديانو دازادۍ او ديني تسامح دشعارتو څخه ډيره ګټه اخلي همدارنګه دوی دهغه دوه امريکايې ښځينه عيسوي مبلغينوچې په افغانستان کې دطالبانو له خوا نيول شوې وې وروسته بيا ازادې شوي او جورج بوش يې امریکا ته په ورتګ دروند استقبال وکړ کيسه هم ډيره کوي ، دغه دوه ښځو په خپلو اعترافاتو کې ويلي وو چې دافغانانو دعيسوي کيدو هڅې يې کړې وې مګر کله چې طالبانو دوی محاکمه کولې له دې يې انکار کړی و امريکا ته له راتګ وروسته دوی  ويلي و چې په خپل کار پښمانه نه دي او اوس هم هيله لري چې بيا دخپلې دندې دپرمخ بيلو لپار افغانستان ته ولاړې شي 
په څرګنده خو په افغانستان کې دعيسویت تبليغ په ۲۰۰۱ز په افغانستان دامريکا دبريد سره سم هغه مهال پيل شو کله چې هغه حکومتي کميسيون دامريکا دهغه مهال دبهرنيو چارو وزير کولن پاول ته يو ليک واستولو چې نړۍ  کې  د اديانو دازادۍ لپارهڅونه پکې شوې وه  له نوموړي يي غوښتي و چې په افغانستان کې دخپل نفوذ څخه په کار اخستنې د دينې ازاديو فکرې دتقويت په برخه کې مرسته وکړي دغه کميسيون په ۱۹۹۸ز کې دامريکا دګانګرس له خوا په همدې موخه ګمارل شوی و چې په نړۍ کې د دينې ازادۍ څارنه وکړي .
دغه  رپوټ څرګندوي چې دعيسويت دتبليغ په برخه کې دامريکا يې ادارې هڅې عيسوي ټولنو دتقويه کولو په برخه کې کار کول دي .
په ويرجينا کې دعيسوي تبليغ نړيواله ادارې وياند ونډی نورفيل وايې : انجيل مونږ ته مسوليت راسپاري چې خپل ايمانونه دنورو سره وويشو .
همدارنګه بن هومان ديوې مرستندویه  مسيحي اداري مدير دانټرنټ په پاڼه دافغانستان په اړه خپله انديښنه څرګندوی وايې کله چې افغانستان ته لاړم له بده مرغه هلته مې يو کنيسه هم ونه مونده هغه وايې افغاني ټولنه له مسيح پرته  د ګور پر غاړه ولاړه ده مونږ اړ يو چې دخداي د زوی حقيقت په نړۍ کې مسلمانانو ته ورسوو
د نورفيل او هومان افکار په نړۍ کې دعيسوي مبلغينو په اذهانو خپل اغيز ساتلی دشلټر نو الماني موسسه په نړۍ ورته کارونه ترسره کوي په افغانستان کې نيول شوې دوه امريکايانې هم دهمدوی سره تړاو درلوده اګر که ددغه موسسې مشر په افغانستان کې دخپلو کړنو په اړه انکار کوي خو هغه دوه امريکايانې چې په افغانستان کې نيول شوې په دې اعتراف کوي چې په افغانستان کې ورته فعاليتونه کول .
طالبانو په لومړي ځل قضيه رابرسيره کړه
په ۲۰۰۷ز کې کله چې طالبانو ۲۳ کوريي وګړي په دې تور وتښتول چې په افغانستان کې دعيسویت تبليغ کوي طالبانو د دوی دخلاصيدو په صورت کې دافغانستان څخه دجنوبي کوريا دځواکونو دوتلو غوښتنه وکړه چې بالفعل ومنل شوه او د۲۰۰۷ ز په اخرو کې دجنوبي کوريا ځواکونه له افغانستان ووتل
له تښتول شوي کسانو سره دننه په کوريا ددې لپاره ښه چلند ونه شو چې د جنوبي کوريا حکومات داسې وښودله چې يو مسيحي دولت دی مګر دکوریا ۲۳٪ وګړي بوذيان ۴۹ ٪ ملحدين او له ۲۷-۳۱٪ فقط عيسويان دي ځکه خو دغه بوذي حکومت ددې پيښې وروسته دسیاسي او ديني کړکيچ سره مخامخ شو سره ددې چې عيسوايان په دغه هيواد کې اقليت دي ، دکوریا حکومت اړشو چې يو فرمان صادر کړي چې له مخې له خپلو اتباعو غواړي افغانستان ،عراق او صومال ته دسفر دمخه حکومت څخه اجازه واخلي همدارنګه په دغه هيوادنو کې له ميشته کوريانو څخه  وغوښتول شول چې ډير ژرخپل هیواد ته راستانه شي له دې وروسته په په پلازمينه سيول کې دسايمول کنيسه هم په افغانستان کې له خپلو ۴۲ مبشرينو څخه وغوښتل  چې له افغانستان څخه راووځي
جنوبي کوريا ۱۷ زره  وګړي يې  داسلامي نړۍ په بيلابيلو سيمو کې دعيسويت په تبليغ بوخت دي چې له دې جملې ۸ تنه په عراق کې نيول شوي او ۲۳ يې په افغانستان کې همدغه پيښو دجنوبي کوريا حيثت ته تاوان رسولی په ځانګړې توګه  اسلامي هيوادونو سره داړيکو په برخه  کې
څارونکي وايې په افغانستان کې چې ۱۰۰٪ وګړي يې مسلمانان دي  دانجيل دنسخو ويشل ددې په مانا دي چې امريکا غواړي دغه ویده ولس يو ځل بيا دځان پر وړاندي راوچت کړي