
زمونږ دیارلس کلن نظام له نشت څخه ښه وو، خو په عین حال کې ډیر کمزوری او ضعیف نظام هم وو او د راتلونکي نظام د ښه والي په وړاندې قضاوت بې وخته خبره ده، ځکه که د کرزي په دیارلس کلنه دوره کې کابینه د مصلحت په اساس جوړه شوي او ډیر کمزوري کسان پر لویو دندو ګمارل شوي. ولې د دې ترڅنګ د تحول او دوام او د اصلاحاتو او همپالنې په دواړو ټیمونو کې د هماغه پخواني فاسد نظام مافیايي کړۍ، قاچاقبران او بې کفایته کسان ټول راټول شوي. په هر صورت په تیرو دیارلسو کالونو کې د بې کفایته چارواکو ترڅنګ یو شمیر وړ او اهل کسانو ته هم دندې سپارل شوي وې، خوڅومره چې اړینه وه، هغومره واک او اختیار ورنکړل شو او اړ شول چې یا خپلې دندې پریږدي او یا د دوی په کړنو سترګې پټې کړي او د هغوی سره پدې لاره کې ګامونه واخلي. افغانستان یو داسې هیواد دی چې د بیلابیلو ژبو ویونکي لري او مختلف قومونه پکې استوګنه کوي، خو په ټوله کې یو ملت دی او د ټولو ګټې سره ګډې دي او د دې ګډو ګټو په اساس یی د تاریخ په اوږدو کې سره ژوند کړی دی، نو پدې اساس سره ټولو ته باید په یوه سترګه کتل شوي وای او متوازن کار باید ورته شوی وای، د ډیموکراسئ د اصولو په اساس باید هر قوم ته خپله ونډه ورکړل شوي وای او د هر قوم څخه دې وړ او لایق خلک په اداره کې په دندو ګمارل شوي وای؛ خو دا هیڅ یو هم ونه شو او یوازې د مصلحت په نوم باندې د زور او ځواک څښتنان او یو څو قومي ټیکه داران په چارو وګمارل شول، چې دغو کسانو اداره لا پسې بدنامه کړه. پوښتنه را پیدا کیږي چې ستونزه چېرته ده؟
ستونزه په سرچینه کې ده، زمونږ برخلیک او زمونږ راتلونکی په بهرنیانو په ځانګړي ډول په امریکا پورې تړلی. امریکا په هېڅ صورت سره نه غواړي چې په افغانستان کې یو پیاوړی، او په خپلو پښو لاړ نظام راشي، دا چې ولې نه غواړي هغې ته به وروسته ځواب ووایو.