
د پاکستان او هند سیالي هم په خپل وار سره هغه ګواښ دی چې په عمومي ډول سره یې سیمه او په ځانګړي ډول يې افغانستان نا ارامه کړی دی. په افغانستان او سیمه کې هند او پاکستان ځانګړي او بېلابېل اهداف لري، د نورو دولتونو غوندې د دغو دواړو هیوادونو د موخو ټکر هم افغانستان په یوه بې ثباته هیواد اړولی. د هند او پاکستان تاریخي دښمنۍ او خرابو اړیکو نن ورځ د افغانستان په سوله او امنیت منفي اغېز ښندلی، پاکستان فکر کوي چې د پاکستان بې ثباتي او بالوچ بېلتون پالو ډلو حمایه په افغانسان کې د هند د سفارت او قونسلګریو له لارې پرمخ وړل کیږي، نو پدې اساس سره دهند غچ له افغان ولس او افغان دولت څخه اخیستل کیږي.
دهند د قارې څخه د انګریزانو تر وتلو وروسته په ۱۹۴۸ م کې د هند او پاکستان د دوو دښمنو هیوادونو منځته راتګ د سیمې په سیاستونو او په ځانګړي ډول پر افغانستان یې هم سیوری غوړولی. د هند او پاکستان د اړیکو د خړپړتیا مهم لاملونه د کشمیر او یو شمیر نورو سیمو په سر دي، خو ددې ترڅنګ نن ورځ نور لاملونه هم لري، چې په خپل ځای به ترې یادونه وکړو.
څرنګه چې دواړه هیوادونه د اټومي ځواک په توګه په سیمه کې نوي راټوکیدلي، نو هر یو کوښښ کوي چې په سیمه کې خپل نفوذ هم پلی کړي او سیمه باید ددوی د ګټو او سیاستونو خوندي کوونکی وي او د دې ترڅنګ د سیمې له هیوادونو څخه دتیلو او ګازو واردولو اړتیا هغه څه دي چې د دوی رقابت یې نوره هم زیات کړی. د ۲۰۰۱ م کال د اکتوبر راهیسې امریکا او نړیوالې ټولنې د افغان دولت سره بې شمیره غوړې مرستې وکړې او افغان دولت ته وعده ورکړل شوه چې یو باثباته، خوندي او د تروریزم څخه پاک افغانستان به په پښو ودروي او هیڅکله به بیا چیرې افغانستان د تروریزم پټنځای نه شي او پدې جګړه کې یې د سیمې له هیوادونو او په ځانګړي ډول د پاکستان څخه د مرستې غوښتنه وکړه او پاکستان هم د خپلو ګټو او امتیازاتو د ترلاسه کولو په موخه وعده ورکړه.
پاکستان هم د وضعیت د ښه تحلیل په اساس ځانته غوا لنګه کړه، له یوې خوا یې بلواګرې ډلې زیاتې کړې او له بلې خوا یې د هیواد په ځینو برخو کې مصنوعي ناامني رامنځته کړه او نړیوالې ټولنې ته یې وښوده چې تروریزم یوازې افغانستان ته نه بلکې پاکستان او سیمې ته هم خطر دی او پاکستان هم د تروریزم قرباني دی، نو پدې اساس یې د امریکا او نړیوالې ټولنې څخه زیات امتیازات په لاس راوړل. خو پاکستان ترلاسه کړي مادي امتیازات په امکاناتو واړول او په لوی لاس یې د افغانستان پرضد په کار واچول، چې دا وضعیت ترننه پورې په پوره سپین سترګۍ سره دوام لري.
د افغانستان په وړاندې د پاکستان دښمانه او دوه مخي سیاست د لاندې علتونو په اساس دوام لري:
۱ــ د ډیورنډ کرښې او پښتونستان مسئله.
۲ــ د افغانستان اوبه او د پاکستان پکې د نامشروع استعمال غوښتنه.
۳ــ په افغانستان کې د پاکستان د ګټو د خونديتوب مسئله، چې پاکستان غواړي په افغانستان کې د خپلو ګټو خوندي کوونکی رژیم په واک کې راولي.
۴ــ پاکستان په سیمه کې خپل نفوذ په محدودیت کې نه شي زغملی، نو پدې اساس سره نه غواړي چې پیاوړی ګاونډي سیال یې رامنځته شي.
۵ــ افغانستان د اقتصاد له نقطه نظره د پاکستان لپاره یو ښه مصرفي مارکیټ دی، که چیرې په افغانستان کې پیاوړی نظام رامنځته شي، نو بیا افغان دولت مصرفي اقتصاد په تولیدي اقتصاد بدلوي، چې دا د پاکستان په زیان دی، نوځکه نه غواړي چې په افغانستان کې سوله، ثباټ او ځواکمن نظام رامنځته شي.
۶ــ د پاکستان د دښمنۍ او مخالفت یوبل مهم ټکی پاکستان ته د افغان خاورې څخه د خطر او ګواښ متواجې کیدل دي. پاکستان ادعا کوي چې امنیت او ټیکاو او حاکمیت ته یې د هند او امریکا له لوري خطر متواجې دی، چې دا په افغانستان کې طرح او پلان کیږي.
په دې برسیره ډیر زیات لاملونه شته چې پاکستان زمونږ په وړاندې تاریخي او ظالمانه دښمني پیل کړي او هېڅکله به هم پاکستان ونه غواړي چې په افغانستان کې سوله، امنیت او پیاوړی نظام رامنځته شي او ټولې هڅې او افغان ضد فعالیتونه به تر وروستیو شیبو پورې په لار واچوي. خو د ګاوونډیانو په توګه زمونږ او پاکستان د ملي ګټو غوښتنه دا ده چې خپلو ډیپلوماټیکو او اقتصادي اړیکو ته پراختیا ورکړو، په ځانګړي ډول د دواړو هیوادونو لپاره د امنیت ساتل او د تروریزم ضد جګړه کې ګډه همکاري ډیره مهمه ده، ځکه نن ورځ تروریزم او ترهګري بې کنتروله لوبه ګرځیدلي، پدې اساس سره د پاکستان صادقانه مرسته د دواړو هیوادونو د امنیت او ثبات په لار کې ډیر څه کولای شي. خو باید یادونه وکړو چې د جګړې د مخنیوي او ثبات په لار کې د یو شمیر نورو سوله دوستو هیوادونو په شمول د امریکا او ایران رول هم اغیزمن دی، ځکه د جګړې اصلي فکتورونه همدا مثلث دی. په تیرو کالونو کې د امریکا ټینګار داوو چې د افغانستان امنیتي ستونزې باید د نظامي او فوځي لارې حل شي، چې دا کار د افغانستان د تاریخي واقعیتونو سره په پوره ټکر کې وو او د تاریخي واقعیتونو له مخې په افغانستان کې مسائل باید د نظامي لارو پرځای په سیاسي حل کې ولټول شي.
د افغانستان په روان کړکیچ او غمیزه کې د پاکستان او امریکا اړیکي او رول د ځانګړي پام وړ دی، په تاریخي لحاظ د پاکستان او امریکا اړیکو بیلابیل پړاوونه وهلي دي، ځینې مهال ډیرې ښې، ځینې مهال نسبي ښې او ځینې مهال یې ترینګلي اړیکي درلودلي دي. د پاکستان په منځته راتګ سره د دواړو هیوادونو اړیکي ډیرې ښې او دوستانه پاتې شوي او دې حالت د افغان جهاد تر بري پورې دوام وکړ، اما په ۱۹۹۰ لسیزه کې د پاکستان په اټومي کیدو سره د دواړو هیوادونو په اړیکو کې خړپړتیا رامنځته شوه، خو بیا هم د دوی اړیکي د دواړو هیوادونو د ګټو په اساس نسبي ښې وې، اما د تروریزم پرضد جګړه کې د دوي اړیکي یو نوي پړاو ته وردننه شوې او لکه څه ډول مو چې مخکې وویل پاکستان د تروریزم په نوم له امریکا او نړیوالې ټولنې څخه ډیر څه ترلاسه کړل. که څه هم پاکستان له یوې خوا په افغانستان کې د هند د نفوذ د څخه په ویره کې دی او ادعا کوي چې هند د بلوچ بیلتون پالو سره د افغانستان له لارې مرسته کوي او له بلې خوا په مطبوعاتو کې په ډاګه وایي چې امریکا زمونږ پر ملي حاکمیت تیری او تجاوز کوي او همدا ډول امریکا د حقاني شبکې، د کوټې شورا او نورو اسلامي توندلارو په ملاتړ پاکستان تورنوي او داسې ښيي چې د دواړو هیوادونو اړیکي عیر نورمال حالت کې دي، خو باید ووایو چې پاکستان او امریکا په پالیسو هېڅ باور ندی په کار، په ښکاره ډول یوڅه او په پټه بل څه پرمخ وړي او د دې سره سره چې روابط عیر نورمال ښيي، اما بیاهم واشنګټن له اسلام اباد سره په تیرو یوولسو کالونو کې ۲۴ میلیونه امریکايي ډالره مرسته کړي ده.
په همدې ترتیب سره لازمه بولو چې د پاکستان او هند په اړیکو یو څه نور هم اضافه کړو، ترڅو مالومه شي چې د هند او پاکستان د دښمانه سیاستونو اغیز په افغانستان باندې څه دی.
د هند او پاکستان په اړیکو کې یو مهم او د مخالفت وړ ټکی د دښمانه سیاستونو په لار اچول دي، دواړه هیوادونه هڅې کوي چې په سیمه کې پیاوړي او بانفوذه هیوادونه شي، ترڅو په راتلونکي کې په سیمه کې خپل حاکمیت او نفوذ ټینګ کړي، د دوی د دې ډول سیاستونو په اساس نه یوازې د دوی ملي ګټې بلکې د افغانستان ملي ګټې یې هم په ښکاره ډول په خطر کې اچولي او ددوی سیالي په راتلونکي کې د سیمې د یوشمیر نورو هیوادونو حالات هم اغیزمن کولای شي. مونږ نن ورځ د پاکستان د ناوړه اهدافو قرباني یو، په تیرو دیارلسو کالونو کې افغانستان او پاکستان کله ډیرې ترخې او ترینګلي اړیکي او کله نسبي ښې اړیکي لرلي دي، چې د اړیکو خړپړتیا او مخالفت بیلابیل لاملونه لري، اما د هند او افغانستان دوستانه اړیکو شتون پاکستان د ځان لپاره یو نوي خطر بولي، پاکستان فکر کوي چې د دواړو هیوادونو د ښو مناسباتو په دوام سره به په سیمه کې یو نوي ځواک را وټوکیږي، چې بالاخره د پاکستان ګټې او ثبات به په خطر کې واچوي، نو پدې اساس سره پاکستان د افغانستان په وړاندې دښمانه دریځ خپل کړی او په ټول توان سره کوښښ کوي چې له یوې خوا په افغانستان کې د سولې پروسه شنډه کړي او له بلې خوا د خپلې خوښې وړ کسان په واک کې راولي، ترڅو په راتلونکي کې د پاکستان ګټې خوندي کړي. په دې برسیره د پاکستان دویمه او دریمه لار دا ده چې یا په بشپړ ډول نظام ته سقوط ورکړي او یا دا چې نظام کمزوری او ترګواښ لاندې د دولت د وسله والو مخالفینو له لارې ونیسي،، همدا ډول پاکستان د ټولو هغو ګواښونو او خطرونو غچ له افغان دولت څخه اخلي چې دوی ته د سیمې د هیوادونو، امریکا، هند او نړیوالې ټولنې له لوري متوجه دي.