افغان ماشومان، چې پخواني شوروي اتحاد ته لیږل شوي وو، له څه ډول برخليک سر مخ شوي؟

 
د ببرک کارمل د واکمنۍ پر مهال يو شمېر يتيم افغان ماشومان، د زده کړو او د هغه وخت د حکومت د چارواکو په وينا، د انترناسيونالستي روحيې د روزلو په موخه، په ډير کوچني عمرونو کې د پخواني شوروي اتحاد جمهوريتونو ته ليږل شوي وو. په دغه ډله کې يو شمېر داسې ماشومان هم وو، چې يتيم نه وو، خو د کورنيو لخوا د بې وزلۍ په وجه او په دې هيله، چې زده کړې به تر سره کړي او روښانه راتلونکې به ولري دغه هېواد ته وليږل شول.
د شوروي اتحاد له پاشل کيدو وروسته، د دغه ماشومانو برخلیک راز راز وو، يو لږ شمېر يې په دې توانيدلي، چې لويديځو هېوادونو ته ځانونه ورسوي خو ډيری يې اوس هم په دغه جمهوريتونو کې دي، چې يو شمېر يې خپله مورنۍ ژبه هم هيره کړې ده. ښايي يو شمېر به اوس په څارګرو ادارو کې هم په دندو ګمارل شوي وي، ځکه دا ډول پروګرامونه له اوله په پام کې نيول شوي وو.
تيره ورځ له مسکو نه يو دغه ډول ماشوم، چې له کورنۍ سره يې اړيکې پرې شوي وې او اوس شاو خوا ۳۸ کلن و او وروستی ځل ۲۲ کاله مخکې افغانستان ته راغلی و، بيرته خپل هېواد ته راستون شو. د کابل په نړيوال هوايي ډګر کې يې مور، خويندې، وروڼه او د کورنۍ نور غړي د ګلانو او خوږو کڅوړو سره په لاس د هرکلي لپاره په بې صبرۍ انتظار کولو. د دغه کلونو کلونو ورک مساپر داسې هرکلی وشو، لکه چا ته چې مړی راژوندی شوی وي؛ د مور او زوی تر منځ د روغبړ هغه صحنې ته ښايي  لږ به داسې خلک وو، چې له کيسې خبر وو اوښکې نه وي تويې کړي.
له دغه مساپر نه مې د ده او د ده د نورو ملګرو د ژوند په هکله وپوښتل. په ځواب کې يې راته وويل، چې يو شمېر دغه انټرناد يا مخکښان له يو بل سره ښې اړيکې لري او ګډ کارونه کوي، ځينې يې بيا د ژوند د ناخوالو په وجه د زندانو تر پنجرو شاته هم غورځيدلي. د ده په وينا، چې له ده سره يو بل داسې ملګری هم له ډيرو کلونو يوځای و او کله چې هېواد ته ترې راروان شوم نو سترګې يې سرې شوې او ويل يې زه دې چا ته پرېښودم؟! پاتې شوي کس هم څو ځله هڅه کړې وه چې خپل خپلوان بیامومي خو تر اوسه بريالی شوی نه دی او ما په دې برخه کې د مرستې ژمنه ورسره وکړه. ده زياته کړه، چې ځينو ملګرو يې ټينګار کولو، چې افغانستان ته مه ځه، هلته جګړه ده او وبه وژل شې، خو ما پرېکړه وکړه، چې خپل هېواد ته به ستنيږم البته په دې برخه کې د کورنۍ لخوا هم ډيرې هځې شوي وې.
زما لخوا نوموړي ته وړانديز وشو، چې په ټولنيزو رسينو کې داسې پاڼې پرانيزي، چې د دوی هويت او انځورونو په کې شتون ولري او له خلکو دې مرسته وغوښتل شي، ښايي يو شمېر نور هم په دې وتوانيږي، چې خپل هېواد ته راستانه شي او له خپلو کورنيو او خپلوانو سره يو ځای شي.
موږ خو د دولت په نوم هم يو څه لرو، ښايي دغه کيسه چاروکي هم وهڅوي، چې له خپلو هېوادوالو سره د مرستې په موخه خپل مسووليت درک کړي.