
نیټه ۲۰/۵/۱۳۹۳ه،ش
د ترهګرۍپېژندنه؛ یا د تروریزم تعریف: پنځمه برخه
د روهي ویب پاڼې ښاغلو او آغلو مینه والو!
د دغې لیکنې په څلورمه برخه کې مو د نړۍ د آسماني کتابونوقرآن کری، انجیل (انجیلونه) او تورات(پخوانی تړون) لارښؤنې؛ او یو شمېر اصلاحي دیني کتابونو لکه، د زرتشت د دین کړنې؛ د بودا دین او د هندوانو د جن د مذهب هدایات؛د چینایانو حکیم، کنفوسیوس د دین او د چین د تایؤ د دین، د لارښؤنو او احکامو یادونې وکړې چې د وژنو او نورو ناوړو کړنو(ترهګرۍ) په اړه راغلي او لیکل شوي وو؛ اوس به د لیکنې په دې برخه کې د تېرو څلورو برخو پر ځینو اړونده اړخونو یو لنډ چڼیز (تحليلي) لیدلوری وليکو او په پای کې به د ترهګرۍ یو جامع او پریکنده تعریف وړاندې شي:
د دې لیکنې د لُمړي څپرکي، په دویمه برخه کې د ترهګرې، د وړاندې شويو تعریفونو او نظرونو مفهومونه تر ډېره ځایه سره یو ډول دي او یو شان مشترکه موخه لري، یوازې د امریکا دولت او د ښاغلي محمد یوسف قرضاوي، ویل دورانت، مېرمن رابرټاګورین او ډاکټر ذاکرنایک په لیدلورو کې توپير شته، چې د هر یوه په اړه به په خپل وارسره وغږیږوخو لُمړی د امریکا د متحده آیالاتو د تروریزم پر تعریف باندې چې پر وړاندې یې سرچپه (پرعکس) عمل کوي خبرې وکړو:
د امریکا د تروریزم تعریفښه او ګټور تعریف دی خو دا چې د امریکا دولت عمل
نه پرې کوي او پر وړاندې یې خلاف عمل کوي، په هېڅ حساب دی او کومه مانا نه لري،امریکایانو دا ډول تعریف یوازې د نړیوالو د تېر ایستلو لپاره وړاندې کړی دی.(۱)
امریکایی لیکوال، آورام نوآم چومسکي، روسی تباره یهودی،چې د جګړو او وژنو پر وړاندې ولاړ دی،د امریکا د متحده ایالاتو د تروریزم د تعریف په اړه وایي: «د امریکا د متحده ایالاتو د نظام لخوا چې د ترهګرۍ تعریف وړاندې شوی دی ډېر منطقي تعریف دی او ما هم غوره کړی او تر اوسه پورې ګټه ترې پورته کوم. (۲)
نوآم چومسکي زیاتوي: «د امریکا په نظامي قوانینو او نورو ځایونو(ادارو) کې د تروریزم رسمي تعریف په لنډ ډول لیکل شوی دی، نوآم چومسکي وایي: «ډېر ښه تر هغه ځایه چې زه متوجه یم زما په نظر [دا ډول دترهګرۍ تعریف] اسانه او مناسبه مانا لري، خو دا هم ورسره لولو چې، د تروریزم تعریف ډېر پېچلی، مشکل او زورونکی دی... .» (۳)
لیکوال نوآم چومسکي وړاندې ځي اووایې:«متحده ایالاتوپه خاصه توګه د خپلو ښکاره د لایلو پخاطر د ترهګرۍ تعریفپه عمل کې، له نظره غورځولي دي. که چېرې [عملاً د امریکا د تروریزم تعریف او د امریکا د دولت کړنې سره پرتله کړو] او ګټه ترې واخلو نو لږ او ډېر به په سپکوو نکي توګه دې پایلې ته ورسیږو چې، د امریکا دولت له آره یو ترورستي دولت دی.»(۴)
نوآم چومسکي ادامه ورکوي او وایي: «د امریکا د سیاستوالو له نظره د ترهګرۍعملي تعریف په دې ډول دی: «په اصل کې ترور، ترور دی که چېرې زموږ پر ضد تر سره شي؛ خو، که موږ [امریکایان] یې د نورو پر وړاندې وکاروو، مینه او محبت دی او زموږ [نظامي] مداخله د بشردوستۍ لپاره ده.» لیکوال وایي: دا ډول تروریزم د امریکایانو لخوا په عمل کې ترسره کیږی.»(۵)
ویلی شو چې د امریکا خارجي سیاست یو ترورستۍ سیاست دی او د امنیت شورا له پنځو دایمي غړو څخه د امریکا هیواد د ترورستي هیوادنو څخه په کلکه ملاتړ کوي او پخپله هم ترورستي کړنې ترسره کوي، له بلې خوا د کاغذ پر مخ د تروریزم تعریف هم وړاندې کوي، چې د همدغه خپل وړاندې شوي تعریف پر بنسټ هغه عملیات چې د دوی لخوا په افغانستان او د نړۍ په نورو سیمو کې ترسره کیږي ترورستي کړنې او ترسره کوونکي [امریکایان] ترورستان ګنل کیږي، د امریکا دولت د خپلو کړنو له امله یو نړیوال او دولتي ترورست هیواد دی د امریکا دولت یوازې د کاغذ پر مخ د هر ډول ترهګرۍ مخالفت کوي او دوه مخی شیطاني سیاست یې غوره کړی دی*. (۶)
د قرضاوي صاحبلیدلوری د ترهګرۍ د پېژندنې او د ترهګرۍ د رد او تایید په اړه پريکنده نظر نه دی د تروريزم نوم ته يې د شک په سترګه کتلي دي او وایي چې که دا نوم سم او صحیح وی نو د فلسطینیانو تروریزم مشروع تروریزم دی.
موږ د ښاغلي قرضاوي د نظر په اړه په دې ګروهه یو:
ترهګري يوه داسې اصطلاح او عمل دى چې د يوې ذرې په شان به يو ښه ټکى پکې ونه موندل شي چې هغې ته د مشروعيت نوم ورکړو ترهګري پخپله يوه غير مشروع او ناوړه اصطلاح او عمل دى چې پخپله په خپل غېري مشروعيت باندې شهادت کوي. موږ نه شو کولى يوې عادلانه جګړې ته چې د ترهګرۍ پر خلاف پيل شوي وي تروريزم ووايو، هر ډول تروريزم، که صهیونستي وي او يا هم که د فلسطينيانو او مسلمانانو او نورو لخوا تر سره کيږي، د بې ګناه او بې دفاع خلکو پر ضد ناوړه ترورستي اعمال دي.
دا شان ترهګريچې په هر ډول او هره بڼه ترسره کیږی په هيڅ صورت د تاييد وړ نه شي کيداى، که څه هم د یوه مشروع هدف ته د رسیدلو لپاره ترسره شي.
داچې ښاغلي قرضاوي د قران کريم د الانفال سورت (۶۰) آيت شريف دليل راوړى دى او په هغه کې مومنانو ته ويل شوي دي چې د الله تعالَى دښمنان او خپل
*-مَثَلُ الَّذِينَ حُمِّلُوا التَّوْرَاةَ ثُمَّ لَمْ يَحْمِلُوهَا كَمَثَلِ الْحِمَارِ يَحْمِلُ أَسْفَارًا ۚ [٦٢:٥]
ژباړه: مثال د هغو کسانو چې مکلف کړی شوي وو، په تورات( چې عمل به پرې کوي) بیا بار نه کړ هغوی هغه(تورات؛ عمل یې پرې ونه کړ) په مثل د(هغه) خره دي چې په شا وړي کتابونه او ګټه نه شي ترې اخیستلی. سورت جمعه، [۵] آیت.
دښمنان په جګړييزو وسايلو باندې وويروئ، د قرضاوي صاحب دا فتویَ پر ځاىدهخو بیا هم ویلی شو چې : موږمسلمانان بايد په دېپوه شوچې د دهفتویَ یوازې او یوازې دحربيکفارو(دښمنانو)پر اړهدهنه دعاموخلکودوژلواو ويرولو په اړه.
د ويل آوريل دورانتنظر چې د جاپانيانو دسمورای ډلې عملیاتو ته یې تروریزم ویلی دی او بیا یې تروریزم د استبداد او ارتجاع پروړاندې روا غبرګون(عکس العمل) بللی او د حسن صباح د الموت کلا، د ترور، تعلیم او هنر ځای بولي، داسې چې،
تروریزم ته یې د هنر او تعلیم په څنګ کې ځای ورکړی دی او په پای کې یې تروریزم ته د یو (شریف فن) خطاب هم کړی دی. او له بل پلوه د ځینو هیوادونو ظالمانه کړنو ته یې تروریزم ویلی دی. د ښاغلي ویل دورانت د نظر په اړه ویلی شو چې لمُړۍ یې تروریزم تائید او بیا یې ردکړی دی،چې دتروریزم دتعریف په برخه کې زموږ سره مرسته نه شي کولی.
د ميرمن رابر ټاګورينله څرګندونو څخه داسې په ډاګه کيږي چې د اشغالګرو او مستبدو رژیمونو پر وړاندې د هر ډول جګړو ترسره کول مشروعیت لري، او د مقاومت ډلو عادلانه جګړو ته یې ترهګري ویلي ده او دا هم وایې چې د ترورستانو له خوا د عامو او بې ګناه خلکو وژل ترهګریزې کړنې دي، په دې مانا چې، آغلي ټاګورین د تروریزم او عادلانه جګړې تر منځ توپیر نه دی کړی، دواړو عملیاتو ته یې ترورستي کړنې ویلي دي او د ترهګرۍ دپېژندلو په اړه څه نه په کې لیدل کیږي.
پروفيسور هووارډزيناو پنډت جوارلال نهرو،سره له دې چې د ترهګرۍ پر نورو
اړخونو باندې غږیدلي دي د نورو پوهانو په شان ګډ ټکي او نظر لري، خو د فلسطینیانو د جګړو په باب بېل لیدلوری لري او وایي چې: د فلسطین خلک د
خپلې آزادۍ په لاره کې جګړې کوي او غوښتنې یې عادلانهديخو، جګړې یې عادلانه نه، بلکه ترورستي جګړې کوي.
ښاغلي ډاکټر ذاکرنايک،ترهګر هغو خلکو ته ويلي دي چې هغوى د ترورستانو پر وړاندې مبارزه کوي او سوله ساتونکي کسان يې له دې امله ترهګر بللي دي چې جنایتکاران ډاروي او د دوی په زړونو کې ویره خپروي او بيا وايي چې د ترهګرۍ د ټاپې له لګولو څخهیې وړاند، بايد شاليد(پس منظر) وګوروځکه چې د ترهګرۍ مانا يو څه ده او د جغرافيوي او تاريخي (زمان او مکان) اعتبار له مخې يې مانا تغير کوي... . موږ دنايک صاحب د لومړۍ خبرې سره موافقه نلرو ځکه چې هر هغه څوک چې ظالمان او جنايت کاران(ترورستان) ډاروي او دهغوى دتخريبي اعمالو مخه نيسي د ترورست نوم نه شو ورته کارولى بلکه دترورستانو مخالفین، بشردوستان او دمظلومانو پلويان يې بولو. لکه چې پوهیږو چې په نړۍ کې (ښوته ښه وایي او بدو ته بد) داسې نه شي کیدلی چې ښو ته هم ښه ووایو اوهمدغوښو ته بیا بد ووایو.
مولانا جلال الدين محمد بلخي وايي: «دهرشي پيژندنه [تعريف] پرته د هغه له ضد څخه امکان نلري» (۷)
د مولانا صاحب د وینا پر بنسټ؛ د ترهګرې ضد، عدالت، سوله او امنیت دي او د ترورستانو پر وړاندې ښه خلک(امنتي کارکوونکي) او په اسلامي قانون کې ښو ته رابلونکي او له بدو څخه منع کوونکي(امربالمعروف نهي عن المنکر(*)کسان دي.
-------------------------
(*)كُنتُمْ خَيْرَ أُمَّةٍ أُخْرِجَتْ لِلنَّاسِ تَأْمُرُونَ بِالْمَعْرُوفِ وَتَنْهَوْنَ عَنِ الْمُنكَرِ وَتُؤْمِنُونَ بِاللَّهِ ۗ وَلَوْ آمَنَ أَهْلُ الْكِتَابِ لَكَانَ خَيْرًا لَّهُم ۚ مِّنْهُمُ الْمُؤْمِنُونَ وَأَكْثَرُهُمُ الْفَاسِقُونَ [٣:١١٠] ژباړه: په نړۍ کې هغه غوره ډله تاسې یاست چې د انسانانو د لارښؤنې او اصلاح لپاره رامنځ ته شوي یۍ، چې په نېکۍ امرکوئ او له بدیو څخه منع کوئ.[دعمران سورت،۱۱۰ آیت]
---------------------------------------------------------------------------------------------------------د لقمان سورت،۲۷ آیت؛ دحج سورت،۴۱ آیت؛ د توبې سورت،۱۷/ ۱۱۲، آیاتونه؛ د اعراف سورت،۱۵۷آیت] او نورو سورتونو کې د (امربالمعروف نهي عن المنکر)ذکر شوی دی.
په دې بنسټ نه شو کولى چې دواړو خواوو ته په يوه نوم ووايو.خو ښاغلي نايک په پاى کې يو نظر وړاندې کړى هغه داسې چې د تروريزم په اړه دې يوه دريمګړي ډله پريکړه وکړي او د تروریزم پس منظر، زمان او مکان باید په نظر کې ونیول شي. دنایک صاحب دا وروستنۍ نظر پر ځاى او ګټور دی چې د تروريزم په پيژندلو کې تر یوه ځایه مرسته کولى شي.
لکه چې ومو لوستل چې د نړۍ په دیني کتابونو کې د بې ګناه انسانانو پر وړاندې وژنې، ظلم او تاؤتریخوالې (= ترهګري) حرام او منع شوي دي او د نړۍ په ټولو ادیانو کې د ترهګریزو کړنو د تحریم په اړه یو شان او ګډ احکام موجود دي، دا شان په دې لیکنه کې دترهګرې، د وړاندې شويو تعریفونو او نظرونو موخه او مفهوم لکه د دیني کتابونو په شان سره یو ډول دي او یو شان مشترک ټکي لري، نو، زموږ موخه دا ده چې د پورته یادوشویو بین المللي اسنادو، تعریفونو، نظریو او دیني کتابونو د احکامو پر بنسټ، چې د ترهګرې، په اړه یو ډول مشترک ټکي او موخې لري، له دغو ګډو ټکو او اهدافو څخه د ترهګرۍ یو کډ تعریف وړاندې کړو، په دې هیله چې د ترهګرې په پېژندلو کې اغېزمن او ګټور تمام شي.
تروریزم عبارت دی:
لمُړۍ: د انسانانو، حیواناتو او نباتاتو پر وړاندي، د آټومي، راديواكتيف،بيولوژيكي،کمیاوي(*) او مکروبي،وسلو یا نورو ډله ییزو وژنکو توکو، کارول، یا د هغوی جوړول،
خرڅول، ساتل او قاچاق.
----------------------------------------------------------------------------- (*)کیمیاويوسله: (لکه د عصابو ضد عوامل«ټابون، سارین، سومان، یازرین او سومن، وی ایکس» خفه کوونکي لکه فوسجین، تڼاکې جوړوونکي، وینه خرابوونکي، لکه هایډروجن سیانایډ او هغه زهر«بلو تینو مټوکسین»... چې دغه مواد د سترګو، کولمو او پوستکي له لارې جذبیږي او د کولینستراس د انزایم، عمل چې د عصبي سیستم د فعالیت لپاره لازم دی له خنډ سرهمخامخ کوي. (پښتو پښتو تشریحي قاموس)
۲- د انرژۍ تولیدوونکي تاسیسات یا هغه تاسیسات چې له نورو خطرناکو انرژیو څخه کار اخلي، پر وړاندې یې خطر او جګړه کول.
۳- هر ډول له خطره ډک چاودیدونکي او سوزونکي توکي او نورو مکروبي موادو
قصدي کارول، چې د انسانانو، ژیو او یا د ژوند د چاپېریال د ضرر سبب وګرځی.
۴- په زهرجنو موادو د اوبو او خوراکي توکو ککړول.
۵- چاپیریال ته د اوږد مهالو او لنډ مهالو تاوانونو اړول.
۶-د تاریخي، فرهنګي او کلتوري توکو او ودانیو ورانول، سوزول، غلاکول او پر وړاندې یې جګړه کول.
۷-د سرکښو او زورورو حکومتونو، ډلو یا افرادو لخوا، د بې ګناه حکومتونو او خلکو،استعمار، استثمارول او پر وړاندې یې وېره او وحشت خپرول.
۷- د حکومت، ډلې یا شخص لخوا، مشروع او نامشروع، هدف ته د رسیدلو لپاره، د هر ډول جنایي عملیات ترسره کول.
۸- د بې ګناه خلکو او حکومتونو پروړاندېناځوانه، د شالخوا، ناڅاپي، بې خبره،پیچلي او تنظیم شوي بریدونه(*).
۹- له هرچا او په هر کار کی عدالت او انصاف نه کول.
۱۰- دعاموخلکوکورونوتهپهزوراوبېلهاجازېننوتل.
۱۱- د خپلو ګټو لپاره، د بي گناه او ښو خلکوبدنامول (شخصيتوژنه،).
۱۲- بې له محکمې یو چا ته د کافر خطاب کول، چې له امله یې د انسان ژوند او شخصیت ته خطر پېښ شي.
۱۳- په پټه،غدارۍ،خيانت،مکر، فريب، ټګۍ او په نورو هر ډول او بڼو باندې
------------------------------------------------------------------------------------(*)د میړنتوب، مردۍ، بهادرې او نامردۍ، په اړه د لوی خان، خوشال خان بابا څو شعرونه د لیکني په پای کې ولولئ.
دخلکو وژل.
۱۴- د انسانانو سره خیانت، او پروړاندې یې توطیه جوړول.
۱۵- ډله ییز وژل، نسل وژنې.
۱۶- له ژوندیو اووژل شویو انسانانو څخه د بدن دغړيو پرې کول یادهغوی سپکاوی.
۱۷- ځان وژنه او ځان مرګي بریدونه.
۱۸- پرته له يوې بې پرې، اومشروع محکمې څخهد بې ګناه کسانو وژل، هغه چې الله تعالیَ محترم ګرځولي دي، د هغه نفس وژل، چې الله تعالیَ حرام کړی دی.
۱۹- د بې ګناه او ملکي خلکو وژل، د بدن د غړو غوڅول، ټپي کول، ډول ډول روحي او جسميزورونې، کړونې او شکنجې، ځانځاني او ټولیز وهل ټکول، تښتول (اختطاف) او یرغمل کول، او نورې ټولې ظالمانهغېراخلاقي او غېرانساني سپکونکي کړنې.
۲۰- پرته له یوې صالحې محکمې او بې له نړیوال یا کوم لوی جرم څخه د اعدام د حکم صادرول.
۲۱- د ملګرو ملتونو، دیپلماتیکو مامورینو وژل، ټپي کول، یرغمل یا ډارول.
۲۲-بې له اړتیا څخه د ژونديو موجودات وژل.
۲۳- د خپل هیواد پر ضد جاسوسي او د محرمو اسنادو غلا او افشاء کول.
۲۴-په جګړو کې، په ټګۍ او غولونې سره د دښمن، وژل، ټپي کول یا نیول.
۲۵- په ټولنيزنظم کې ګډوډي (هرج ومرج) رامنځ ته کول.
۲۶- دخلکوپهعبادتځايونواومقدساتوباندې تيرى کول.
۲۷-د ننه په هیواد او د نړۍ په هره سیمه کې، هر ډول ورانکاري په ځانګړی توګه، د ټولګټو (عام المنفعه)تاسیساتو ورانول.
۲۸- په مخدره توکو باندې د خلکو عادت کول، تولید، قاچاق، انتقالیا استعمالول.
۲۹- د خپلو ګټو پخاطر، د خلکو دین، کلتور، فرهنګ او نورو سالمو اخلاقو او ګروهو ته په زور، ټګۍ او تېرایستنې سره،بدلون ورکول او یا له منځه وړل.
۳۰- د خلکو مذهبي آزادې، لکه په ښکاره توګه، د دیني لمانځنو تر سره کول او نورو دیني کړنو او ګروهو پر وړاندې، سپکاوی، تاؤتریخوالی، یا د هغوی مخنیوی.
۳۱- د ملکي الوتکو غېرقانوني توقیف او تښتول.
۳۲- په ځمکه، یا په هوا کې، د ملکيالوتکو له منځه وړل.
۳۳- په ملکي هوایي ډګرونو کې، جنایي کړنې او ورانکارۍ.
۳۴- د غېر نظامي بحري بېړیو ډوبول، یرغمل، یا لوټول.
۳۵- تروریستي بانډونو ته مالي، نظامي او نور امکانات برابرول.
۳۶- د حکومتونو، ډلو او افرادو لخواد بې ګناه انسانانو حقوق، ازادۍ، سیاسي، اقتصادي ثبات او اړونده دموکراسي، د ډارونکو ګواښونو له امله تر تهدید لاندې راوستل.
۳۷- د مشروع او انتخاب شویو حکومتونو، پر وړاندې کودتا، د هغوی د حاکمیت او خپل واکۍ پر وړاندې ډارونکي ګواښونه تر سره کول.
۳۸- د حکومتونو لخوا د بې ګناه ډلو او افرادو پروړاندې نه پوهیدونکي، ناڅاپي او فلج کونکي عملیات.
۳۹- بدۍ ته په نیکۍ ترجع ورکوې.
۴۰- درواغ له رښتیاؤ څخه ښه ګڼل، یا د دروغو شاهدي ورکول.
۴۱- مور او پلار ته درناوی نه کول.
۴۲- غلا کول، رشوت خوړل، هر ډول فساد او یا د چا مال غصبول.
۴۳- د نورو پر ناموس باندې تېری کول.
۴۴- د بې ګناه، انسانانو پر وړاندې، هر ډول توپیر او تبعیض، لکه: توکم، رنګ، جنس، ژبه، مذهب، ټولنیز موقف، شتمني، نسب، سیاسي او یا نورې عقیدې، او یا بل هر ډول وضعیت.
۴۵- په هره بڼه او ډول، یا، د مریې توب په توګه د انسانانو په ځانګړي توګه د(ښځو او ماشومانو) پلورل او پېرودل.
۴۶- د انسانانو ذاتي حیثیت، کلچر، آداب او د خلکو رسومو ته درناوی نه کول.
۴۷- پر انسانانو باندې په زور او بې له اجازې د طبي او علمي ازمایښتونو تر سره کول.
۴۸- خلک په بېګارۍ او په زور کار کولو ته مجبورل.
۴۹- په خپل سر د بې ګناه خلکو نیول، بندي او شړل.
۵۰- د جګړې له ټپیانو، اسیرانو، ناروغانو، بېړۍ ماته شویو کسانو، ډاکټرانو، ملکي مرسته رسوونکو، غېرنظامي دفاعي خدمت کوونکو، وژل او پر وړاندې یې تاؤتریخوالی.
۵۱- د غېر نظامیانو څخه د یوې سیمې د ساتلو لپاره د ډال په توګه ګټه پورته کول، یا د نورو جګړه ییزو موخو لپاره د جګړې په سیمه کې په زور سره دملکي خلکو ساتل.
۵۲- له خپلوسيمو څخه نوروسيموتهپه زور اوجبرد ډله یيزو خلکو شړل.
۵۳- ملکي خلک او ملکي اهداف تر بریدونو لاندې را راوستل.
۵۴- د ملکي خلکو وږي ساتل او د اړتیا وړ توکو تخریب، چې د دوی د ژوند لپاره ضروري وي؛
۵۵-په هره سیمه کې ړانده او بې هدفه بریدونه.
۵۶-په جګړو کې د رسمي نښانونو( سره صلیب، هلال احمر او سپین بېرغ) څخه ناوړه ګټه ا خستل.
۵۷- د غېرقانوني او غېرموظفو ادارو او افرادو لخوا، د اشخاصو په شخصي ژوند، کورنۍ، استوګنځای، لیکونو، مخابراتي اړیکو کې، بې له اجازې مداخله او لاس وهنه.
۵۸- د هغو کسانو د بیان د آزادۍ مخنیوی چي د نورو حقوقو او حیثیت ته سپکاوینه وي په کې شوی؛ د عمومي نظم، امنیت، سلامتۍ او عمومي اخلاقو ساتل، د هرج و مرج مخنیوي یا د جنایې جرمونو نه ترسره کول په نظر کې نیول شوي وي.
۵۹- د سوله ییزو ټولنو، غونډو، لاریونونو او اتحادیو د فعالیت مخنیوی.
۶۰- هر هغه هڅول او لمسول چې د ملي، نژادي، مذهبي کرکې او کینې، تبعیض او یا د زور د کړنو موجب شي.
۶۱- په کوچنيتوب کې د ماشومانو یا د ښځو او سړیو ترمنځ، په زور نکاح کول.
۶۲- پر کونډو ښځو، یتیمانو او بې وسو او غریبو خلکو ظلم کول.
۶۳- د ښځو او سړیو حقوق، او حیثیت مساوي نه بلل.
۶۴- د ښځو او ماشومانو پروړاندې، د هغوی جنسیت ته درناوی نه کول، د هغوی جنسي سپکاوي، جنسـي تيـري (زنا او لواطت.)
۶۵- په هر ډول شرایطو کې د بشر دوستۍ اصول نه مراعتول.
۶۶- د لویانو او ماشومانو د هر ډول سالمو زدکړو(تعلیم او تربیه) مخنیوی، یا یې پر وړاندې مشکلات او خنډنه رامنځ ته کول.
۶۷- او نورې غېرې انساني او غېرې وجداني کړنې.
********************************************
میړنتوب (ځوانمردۍ) او ناځواني:
خوشال بابا د میړنتوب (ځوانمردۍ)، بهادرۍ او نامردۍ، په اړه ډېر شعرونه ویلي دي چې له هغې جملي څخه څو شعرونه وړاندې کوو ترڅو دا دوه ډوله خلک وپېژنو، خوشال بابا په خپلو شعرونو کې وایي:
میړني (ځوانمرد) کسان زړور دي، له خپل دښمن څخه غچ اخلي او د بل ترلاس لاندې ژوند او د بل ګوډاګیتوب نه کوي؛ د میړنتوب په کار کې هر ډول زیان، زیان نه بولي؛ مېړني کسان د ننګ لپاره له خپل سر څخه تېریږي او په ډېر ښه ډول سره مرګ ته وروړاندې کیږي، بې ځایه او بې مانا ځانونه نه وژني کله چې پوه شي په جګړه کې نه بریالی کیږي نو په شا تګ کوي؛ مېړني تل سخي او شجاع وي، د بري په وخت کې بخښنه کوي... .
ناځوانه او ډارن کسان د میړنیو کسانو پرعکس دي، زړونه یې د ګیدړانو په شان دي، له ننګ اونام څخه بې خبر دي، عقل نه لري د حیواناتو په شان دي، له دښمن څخه په جګړه کې تښتي او بې ځایه بې مانا ځانونه وژني... .
څــــو وانـه خـــــــلي لـه غــــلیمه انـتـقــام = مـــــرد نـه خــوب کا نــه خــــوراک نه آرام
د مردۍ د نامردۍ تر مـــــنځ میل نه دی = تــفــــاوت یې پــه ذره دی یــا پــه ګــــام
چې د بل تر لاسه ورغی د بل شو = مرد به خـــپل لــــري د خپـــــل فــــکر زمـــــام
***
که تل تورې غشي خوري ماتې دجنګ وړي = مردبه سوړنه شي په زړه له انتقامه
په وســـــواس په نامــــردۍ، په وهـــم وېره = لا په زړه بـــه وي ګیـــــــدړ ترده زړور
***
که یې کښینوې په باغ کې= مرد به ونه کا آرام
څــــو پوره په غلیم نه کا = هــره چـــار د انـــتقـــام
فــراغت کا خبر نه دي = نامردان په ننګ و نـام
***
وې مې څــــه دی چې نښان د ځـوانمردۍ دی؟
وې یــــــې عـــفـــوه پـه هـــنــګام د اســــــــتــقــلال
***
د مــــــــــــــردۍ په کاروبار کې = تر زیانونو شـــــــــــــــه قربان
پر هر ځای چې په جنګ پېښ شي = تل یې تېښته په میدان
ځای د مـــرد ورڅخه نه شته = ورته ناست دي نامــــــــــــردان
چـــــــــــې اساس د تورې کېږدم = دا نامـــــــــرد یې کا غلطان
***
چې بې زخمه له میدان ځي نامرد وي = زه زخمي ولاړم د ځان نګـــهباني وه
یــوه تېـــښــته نامـــردي بـــله مردي وي = و دانـــــاؤ تـــه دا دواړه عیـــــاني وه
***
سخــــــــاوت او شجـــاعت سره زیبا دي = بهــــادر به خــــالــي نـــــــه وي لــه سخــــــا
بهادر څخه چې خوی د سخـــا نـــه وي = خرس او خـــوګ غوندې یې وګڼئ دانا
خرس اوخوګ که هره ورځ کاندې خونونه = خرس اوخوګ څه مېړنی نه شو په دا
پر سړیو سر اسان دی زر پـرې ګران دي= سر ښینـدي د زرو نه کاندي عطا(؟)
هغه هسې سر چې غوږ ورسره نه وي = سر د خــره دی چې هېڅ نه لري بها
مــېړنتــوب د دانــایــانــو په ښه رنګ وي = نــادانــان د کـــشـــــتن نــه لـــــري پــروا
ځوانمردي په سرښیندل په زر ښیندل ده = که ځوانمرد یې راوړه خوی د مــرتضاء
نـه پـه مـال د چـا نقـصـان پـه ورکـول شي = نـه بـه ومـري چـې د چا نه وي قضاء
نـامـردانــو تـه دا دواړه تـوکه ګــران دي = ځــوانمــردان دي په دا دواړه بـې هـمتـــا
مــه پــه حـلـق د زمـري د مـار پـریـوزه = مـه ممسک* شه مه مسرف زده کړه له ما
ځــــوانمــــردان تر ســـر د ننګ لــپاره تېر شـــي
تروسکه(**) مال په کوم حساب دی ددنیا(***)
د لُمړي څپرکي او پنځمې برخې پای
---------------------------------------------------------------------------------------------------------
(*) ممسک: بخیل.
(**)تروسکه: د ځکه او سبب مانا لري که په پورته مسرۍ کې د تروسکه پر ځای ځکه وکاروو نو د مسرۍ وزن او سلابونه به پوره شي.
(***) د خوشال بابا له کُلیاتو څخه.
اخځلیکونه،سرچينې او زیاتونې:
(۱) هغه خبره ده چې وایي: « یوه ورځ یو پاچاه له ښار څخه دباندې یوازې وتلی ؤ او ګرځیدلو چې، له درو تنو غلو سره مخامخ شو؛ پاچاه پوښتنه ترې وکړه: تاسو څوک یاست؟ غلو ورته وویل: موږ غله یو، او هر یو خپل، خپل کمال لرو. پاچاه وویل: څه ډول کمالونه لرۍ؟ یو تن غله وویل زه پوهېږم چې د پاچاه خزانه په کوم ځای کې ځای پرځای ده. دوهم غله وویل: زه د یوه ساعت کار په پنځو دقیقو کې ترسره کوم (په دې مانا چې د ښار او د کلا دیوالونه په ډېر لږ وخت کې سوري کوم.)
دریم غله وویل: زه دا کمال لرم چې کله هم د شپې لخوا د ښار سپي وغاپي نو زه یې په ژبه پوهېږم چې څه وایي. وروسته غلو له پاچاه څخه هم وپوښتل: ته څه کاره يې او څه کمال لرې؟ پاچاه وویل: زه هم غل یم او کمال مې دا دی چې کله د پاچاه لخوا کوم غل ونیول شي او د اعدام تختې ته یې ورپورته کړي، نو چې زه خپل لاس پورته کړم بېرته يې له تختې څخه راکوزوي او له اعدام څخه یې ژغورم. درو تنو غلو چې د پاچاه خبرې واوریدلې ډېر خوشاله شول او ورته ویې ویل: ته د ډېر لوی کمال خاوند یې، ته چې له موږ سره راسره وې نور څه غواړو؟، کله چې شپه شوه څلور واړه د ښار پر لور روان شول نو چې ښار ته ورنږدې شول د ښار سپیو په غپا پېل وکړ، پاچاه له هغه غله څخه پوښتنه وکړه چې د سپیو په ژبه پوهیده او ورته ویې ویل: ته چې د سپیو پر ژبه پوهېږې دا سپي څه وایي؟ غله ځواب ورکړ: دا یو سپی وایې چې غله راغلل او دا دویم سپی وایي چې د غلو سره د کور څښتن [پاچاه] ورسره دی... .
(۲) (قدرت بسیار خطرناک ص ۱۷.)
(۳) (کنترول رسانه ها ص ۸۰.)
(۴) (قدرت بسیار خطرناک ص ۱۸)
(۵) (قدرت رسانه ها ص ۱۹)
(۶) وایي چې: د کلي خلک سره راغونډ شول او پریکړه یې وکړه چې سبا ورځ به د کلي بې غېرتانو ته وهل ورکوو، خو کله چې سبا ورځ کلیوال د دبيو او کوتکو سره میدان ته راووتل بې غېرتان لا د وخته په میدان کې ولاړ وو او کلیوالو ته یې ویل: راځئ چې بې غیرتان وډبوو!.
(۷) (فيه مافيه، ٧١، مخ، پښتو ژباړه)