
ژ: اجمل روهي
سرچينه: العربيه
د فرانسې خبري اژانس د جمعې په ورځ، د عراق د پوځ او کردي ((پيشمرګ)) ځواکونو پر وړاندې، د داعش ډلې د پرمختګ په هکله يو تقصيلي رېپوټ وړاندې کړی.
د رېپوټ له مخې، که څه هم د عراقي او کردي ځواکونو په پرتله د داعش ډلې جنګیاليو شمېر لږ دی، خو بيا هم دوی زيات پرمختګ کړی او د عراق په شمال او لويديځ کې يې پراخې سیمې او ښارونه تر ولکې لاندې راوستي او دا په دې مانا ده، چې د ځواکونو شمېر ټاکونکی نه دی او نور عوامل لري. رېپوټ زياتوي، چې د داعش سختدريځې ډلې شمېر څو زره دی خو له دې سره سره د عراق پوخ او کردانو پيشمرګ د دوی د پرمختګ مخنيوی نشي کولی.
پوځي کارپوهانو د داعش د پرمختګ لاملونه پنځه ښودلي دي:
۱ – هغه وسلې، چې په دې وروستيو کې د عراق له پوځ نه په غنيمت نيول شوې دي
د عراق او شام اسلامي دولت (داعش) د موصل پر ښار باندې د بريد پر مهال، پر دې بريالی شو، چې پرمختللې درنې او سپکې وسلې، توغندي، زغره وال امريکايي ګاډي Humvee تر لاسه کړي.
((انتوني کوردزمن)) امريکايي پوځي کارپوه، چې په واشنګټن کې د ستراتيژيکو مطالعاتو د نړيوال مرکز کارکوونکی دی ويلي، چې داعش هغه وسلې تر لاسه کړې، چې ورته يې ډيره اړتيا وه.
۲ – د سوريې په درې کلنه جګړه کې د پراخې تجربې ترلاسه کول
په ۲۰۰۴ ز کال کې داعش په عراق کې په نورو نومونو په فعاليت پيل وکړ، خو په ۲۰۱۳ ز کال کې د سوريې جګړې ته د دغه ډلې داخليدل، د دې ډلې ځواکونو جګړييزه تجربه ډيره زياته کړه، چې د خپلو دښمنانو په پرتله ډير غښتلي شوه.
د امریکا د دفاع وزارت د پوځي اطلاعاتو پورې اړونده د ((سووان)) تحقيقاتي موسسې يو تن پوځي کارپوه وايي: ((د سوريې کورنۍ جګړې د داعش ډلې جنګیاليو ته د زده کړې ډير ښه فرصتونه چمتو کړل)).
د ده په وينا: ((د دغه ډلې جنګیالي، چې مرګ نه هيڅ ډول ويره نلري، د سوريې په جګړه کې سختې جګړې وازمويلې او دا چې په سختدريځۍ کې تر نورو زيات وړاندې ولاړ، ډير شهرت يې وګټلو. دغه شهرت د دې لامل شو، چې يو زيات شمېر داوطلبان هم د دوی پر ليکو ورګډ شي)).
۳- د سیمو په غوره کولو کې کې سمه پرېکړه
د داعش ډلې د نورو جنګي ډلو په پرتله بهتره سيمې غوره کولې. دوی له خپلو دښمنانو سره د جګړې لپاره سني ميشته سيمې د خپلې اصلي اډو لپاره غوره کړي. دغه ستراتيژۍ د دوی دښمنانو ته دا موکه په لاس نه ورکوله، چې په سیمه کې نفوذ وکړي او په همدې مهال، دوی د ډلې کورنی انسجام، يووالي او تشکيلاتو ته ځواک ورکولو.
د AKA تحقيقاتي ډلې يو غړی ((جان دریک)) وايي، چې د داعش مليشه وزمو په تيرو څو مياشتو کې په ډيرو پراخو سيمو کې پرمختګ کړی دی، خو دغه سيمو يا لږميشتي وې او يا يې هم دومره اوسيدونکي وو، چې د مقاومت مخه يې نه ليدله.
د واشنګټن د پوځي موسسې يو کارپوه ((مايکل نيتس)) وايي: (( په جګړه کې د داعش ډلې د برياليتوب يو بنسټيز لامل، د دښمنانو په زړه کې د ويرې رامنځنته کول وو، چې په بنسټيزه توګه له کمزورتيا نه برخمن دي)).
۴- د داعش پراخ او اغيزناک تبلیغات
د داعش له سياستونو يو سياست دا دی، چې په هغو سيمو کې چې د بريد تکل لري، مخکې له مخکې داسې تبليغات کوي، چې له هغو خلکو سره به ډير بيرحمه چلند وشي، چې د دوی پر وړاندې ودريږي او دغه چلند د دوی د مقابل لوري په زړونو کې ترهه او ويره خپروي. په دې توګه دغه خلک د اسير کيدلو او وژل کیدو له ريسک نه د بچ کيدو لپاره د تېښتې لاره غوره بولي. د داعش دغه کړنلارې، په تيرو څو اوونيو کې ډيره اغيزناکه وه او د داعش د دښمنانو لخوا جدي مقاومت ونشو.
دغه سياست ته په ټولنيزو رسنيو کې لکه فیس بوک او ټويټر کې پراخ تبليغات کيږي او داسې وحشتناک انځورونه، چې له خلکو سرونو پرې شوي ورسره خپريږي.
دغه سیاست د دې لامل شو، کله چې تيره يکشنبه داعش اعلان وکړ، چې د ((سنجار)) ښار په لوري د پرمختګ په حال کې دي، د ښار ټول اوسيدونکي وتښتيدل.
د پوځی چارو کارپوه ((دريک)) وايي، د ترهې خورول د داعش لپاره يوه ډيره ښه حربه ده، له دښمن نه د غنيمت شوي وسلو انځورونو خپرولو نه ښه ګټه پورته کوي. د داعش لپاره دا مهمه نه ده، چې په راتلونکې جګړه کې له دې وسلو کار اخلي کنه، خو دا مهمه ده، چې له دې سياست نه تبليغاتي اغيزناکه ګټه پورته کوي.
۵- د داعش د دښمنانو ضعف
يو بل راز د داعش د دښمنانو ضعف دی. د بېلګې په توګه، که څه هم د نوري المالکي د ځواکونو د روزني لپاره زيات لګښتونه شوي، خو د داعش په پرتله ډيره لږه او کمزوري جګړه ييزه تجربه لري. دغه ځواکونه د صدام حسین د ځواکونو په څېر، غښتلتيا او کافي جګړه ييزې تجربې نلري، له همدې امله پر موصل باندې د داعش په لومړني بريد کې دړې وړې شول.
د امريکايي ځواکونو تر وتلو وروسته د موصل جګړه، د عراق پوځ لپاره په حقيقت کې لومړنۍ ننګونه وه.
بل خوا ته د کردانو د پیشمرګه ځواکونه هم د کافي تجهيزاتو د نه درلودلو په وجهه، همداراز د پياده ځواکونو محدوده شمېر او د نوري المالکي سره د سياسي اختلافاتو له امله د دولتي مرستو بې برخې شول او د داعش پر وړاندې د جګړې لپاره کافي چمتووالی نلري.
د عراق د پوځ ماته، په کومه کچه چې د پوځيانو او سرتيرو مورال او روحيې ته زيان رسولی، برعکس په هماغه اندازه يې د داعش ډلې روحيه او پر خپل نفس اعتماد لوړ کړی دی. همدا دليل دی، چې د موصل تر نيول کيدو وروسته، پوځ نه یوازې له لاسه ورکړل شوي سيمې بيرته و نه نيولې بلکې نورې سيمې هم د داعش تر ولکې لاندې راغلې. د ((سووان)) تحقيقاتي موسسه په دې باور ده، چې چې داعش د عراق د دولتي ځواکونو کمزورتياوې ډيرې دقيقې پيژندلي دي.