20 خبرې،چې مېرمن یې اوریدل نه غواړي !!

ښځې حساسه مخلوق دی ‎، ان که ځان بل ډول هم وښايي ، سړي،چې ځینې خبرې کوي دښځو / مېرمنو نه خوښیږي غوسه یې راپاروي ، ځوروي هماغه وي،چې دکسات لپاره مناسب وخت ته انتظار باسي .
سړی ته په کار دي ،چې له خپلې مېرمنې سره دخبرو پرمهال  بېداره اوسي او له هغو خبرو ډډه وکړي،چې دمېرمن / ښځی نه خوښیږي  ددې کار ګټه به دا وي،چې کورنی ژوند به یې ارام وي .
1-  ته په هیڅ نه پوهیږې : دا خبره یې غوسه راپاروي او داسې انګیري،چې تاسې پرې ملنډې وهې او په ارزښت یې نه پوهیږې .
2- ته لیونۍ یې  : دا خبره دبحث او خبرو پرمهال داسې ناسمه تعبریږي ، دغوسې لامل ګرځي.
3- هغه څه کوه،چې خوښه دې وي :داخبره  مېرمن ته دااحساس ورکوي،چې مېړه دهیڅ څیز مسوولیت نه مني په ځانګړې توګه دغوسې پرمهال  ، دمېرمن دخپګان لامل ګرځي .
4-  بحث او خبرې پای ته ورسیدې : دا خبره دمېرمن له انده دا مانا لري ،چې ته دهغې پر وړتیاوو باور نه لرې ، دهغې نظر ته درناوې نه کوې ، هغه څه نه کوې ،چې دهغې خوښ وي . پردې سربېره  مېرمن داسې انګیري،چې مېړه یې خپله خبره کوي او ددې  ته غوږ نه نیسي په بله مانامېړه غواړي،چې هر څه په خپل کنترول کې ولري .
5-  زما پخوانۍ ملګرې داسې او هغسې وه:  دا خبره دمېرمن لپاره دپرتلې مانا لري ،چې هیڅ یوه مېرمن یې نه غواړي،چې له هیچا یې واوري ، بلکې دخپل ارزښت دلاسه ورکولو په مانا یې تعبیروي.
6-  دا طبیعي ده بل هیڅ نه دي : دا خبره مېرمن اړ باسي،چې پر تاسې باورونه کړي ، ستاسې دبدلون به اړه هیڅ فکر نه کوي ، په ډېره اسانۍ به درته ووايي : هڅه به وکړم ،چې زه خپل طبعیت بدل کړم .
7- درڅخه ستړی شوې یم : دا خبره دمېرمنې  دځورونې لپاره بسنه کوي ، پر ځان ویسا (باور) له لاسه ورکوي، له تاسې سره مېنه  کمیږي ان  دهمدې خبرې له برکته  درته په ښه سترګه نه ګوري  نه یې خوښیږې .
8-  وزن دې ډېر شوې : دا خبره دټولو مېرمنو / ښځو بدې راځي  ددې مانا داده،چې نوره هغه پخوانۍ نه یاست ، غوره داده ،چې په وړ طریقه  ورته ووایاست ،چې وزن مو ډېر شوې او دا روغتیا ته زیان رسوي.
9-  زه نارینه یم او زما خبره به منل کیږي : دا خبره سمدلاسه دمېرمن / ښځی غوسه راپاروي او کله خو یې سرتمبګۍ ته اړ باسي ، ځکه تاسې په لوی لاس  دهغه وجود نه منې او یا یې له ارزښت څخه سترګې پټوې .
10- نورې ښځې تاته هسی زور درکوي : داخبره هم دغوسې لامل ګرځي  کېدای شي  ناسمه وي  او حقیقت ونه لري .
11- ته درواغجنه یې :  دا خبره دا مانا ورکوي،چې تاسې پر باور نه لرې ، خبره یې  نه منې ، ځکه خو اړ ده او حق یې هم دی ،چې غوسه شي  او داسې وانګیري،چې ستاسې مېنه ورسره کمه شوې ده.
12- ته  دې دمور په څېر یې : ددې خبرې له اوریدو سره جوخت داسې انګیري،چې مور یې ستا نه خوښیږي ، له تاسې څخه  خپه کیږي ، غوره داده،چې دخپلې خسرګنۍ پر وړاندې  ارام واوسې او دخپلې مېرمن داحساساتو درناوی وکړې .
13- کور پاک نه دی :  که دا خبره مو ورته وکړه مانادا،چې  ملامتیا او پړه دې پرې ورواچوله ، غوره داده،چې پر داسې بڼه یې ورته وویل شي ،چې په راتلونکې کې په خپله خوښه کور پاک کړي نه دا،چې تاسې اړباسې او دزړه له پاسه  کور پاک کړي .
14- ددې لپاره مې واده کړې یې ،چې خدمت مې وکړې : ددې خبرې پر اوریدو داسې احساس کوي،چې رښتیا هم ستا نه خوښیږي او یوازې دخپل خدمت لپاره موورسره واده کړې دی ، له دې وروسته به  په هره خبره په غوسه وي .
15- پخوا مې  درته ویلي وو: دماشومې په څېر چلند ورسره مه کوه ،چې تېروته  باید حساب وکتاب ورسره وشي ، ښځې دا غوره بولي ،چې نرم چلند ورسره وشي ولو که تېروتنه  یې هم کړې وي .
16-  خواړه (کتغ) دخوړو نه دی : دا خبره ددې مانا ورکوي ،چې تاسې دهغې ستړیا په پام کې نه نیسې ، که کتغ / خواړه هر څومره  خرابه  و باید په غوسه نه شې ، داسې احساس ورکړه ،چې مېرمن موپه پخلي کې  ډېر زیار ګاللی دی .
17-  نه پوهیږې،چې څرنګه  سینګار وکړې : که غواړې،چې مېرمن  په ښه بڼه سینګار وکړي  باید په ښه توګه ورته ووایې که داسې وشي ډېره به ښکلی او ښایسته ښکارې .
18-  زه اوس بوخت یم :  ددې خبرې له اوریدو سره جوخت  مېرمن مو داسې احساس کوي ،چې هغه ستاسې په ژوند کې کوم ارزښت نه لري ، که تاسې وروسته هڅه وکړې ،چې وضعیت  نورمال شي ، خودا خبره یې په ذهن کې ناسته ده او په اسانه ستاسې په اړه خپل دریځ نه شي  بدلولای .
19-  ګنځاوې او بدې خبرې : که چیرې تاسې په ټوکه  هم ورته کومه خبره وکړې پر مېرمن ناوړه اغیز پریباسي  او تاسې به یې قیمت اداء کوې .
 20-  ته ساده یې : ددې خبرې له اوریدو سره جوخت داسې انګیري،چې ته مغرور یې او هغه (مېرمن) مو په سویه کې له تاسې ټېټه  ده ، ځکه خو غوسه کیږي او ستاسې پر وړاندې هغه څه کوي ،چې پر تاسې خپله وړتیا ومني .