
که مو پریکړه کړې وي،چې زوی مو له دې وروسته موبایل کارولې شي یا دااړتیا وي،چې موبایل ولري وړاندې له دې ،چې دا کار وکړې باید ورسره کینې او دموبایل دکارونې چوکاټ ورته وټاکئ،چې له ټولو هغه ګواښونو څخه خوندي وي،چې موبایل کارونه یې ماشومانو ته وراړوي .
ساده موبایل ورته راونیسې،چې کار ترې واخستیل شي ، خو که ماشوم مو ټینګار کاوه،چې پرمختللی یا دورځې موډ موبایل ورته راونیسې باید پردې پوه شي ،چې موبایل خپلې موخې لري نه دبډایه ټولنیز وضعیت نښه .
دموبایل کارونې بریدونه :
ځینې مخابراتي شرکتونه د دقیقو په حساب کریډت کارت ورکوي ، باید ماشوم ته خپل صلاحیت او حق مالوم شي که چیرې له ټاکلي برید یې ډیرې خبرې وکړې یا یې کارولې وباید له خپل جیب څخه یې ورکړي ، خو که چیرې مو ځوان زوی خپل جیب خرڅ لري باید دټیلفون بیل ورڅخه وغواړې ،چې څومره کارت مصرف کړې .
دموبایل کارونې په اړه دا سپارښتنې په پام کې ونیسئ :
- په کور کې دغرمنۍ، ماښامنۍ او سهارنۍ پرمهال باید موبایل ونه کاروي .
- دشپې له لسو بجو وروسته باید موبایل بند وي او دکارولو هیڅ اجازه ونه لري .
- په ټولګي او دکورنۍ دندې پرمهال باید موبایل بند وي .
- که چیرې مو زوی ، موټرسایکل ، بایسیکل یا موټر چلوي د موبایل کارولو اجازه مه ورکوئ .
- موبایل دماشومانو دخوب په خونه / اطاق کې روښانه پاتې نه شي .
- خپلو بچیانو / اولادونو ته ووايئ : نامعلومه / ناپيژندل شوو شمېرو ته ځواب مه ورکوئ .
- سر له اوسه باید ستاسې ماشومان دهغو وړانګو پر زیان خبر وي ،چې له موبایل څخه راوځي دامکان تر بریده هڅه وکړئ ،چې بچیان مو ورڅخه ځانونه لرې وساتي .
- خپلو بچیانو ته دا سپارښتنه وکړئ،چې دغوږګۍ Ear phone وکاروي دا مهال به یې دماغ ژغورل شوې وي.
- بچیانو ته مو اجازه مه ورکوئ ،چې دخوب پرمهال موبایل تر بالښت لاندې کیږدي .
- دا سپارښتنه هم له یاده مه باسئ ،چې بچیان مو موبایل دپطلون یا پرتوګ په جیب کې نه ږدي ځکه وړانګې یې پر تناسلي الې پریوځي .