
محمد انور (آڅړ) نیټه ۱۵/۵/۱۳۹۳،ه،ش
د ترهګرۍپېژندنه؛ یا د تروریزم تعریف: څلورمه برخه
د روهي ویب پاڼې ښاغلو او آغلو مینه والو!
د دې لیکنې په دریمه برخه کې مو د ملګرو ملتونو، منشور؛ د بشر د حقونو اعلامیه؛ د ملګروملتونو د مدني او سیاسي حقونو تړون؛ د ژنو څلورګوني (کنوانسیونونه) او پروتوکولونه او د ترهګرۍ اړونده پریکړې او نور آروپایي اسناد چې د انسانانو وژنې او پر وړاندې یې تاؤتریخوالې منع شوي دي په لنډ ډول مو معلومات ولیکل؛ اوس به په دې لړ کې د آسماني کتابونو او یو شمېر نورو اصلاحي ادیانو له کتابونو څخه هغه حکمونه او هدایات چې د انسانانو وژل او پر وړاندې یې ظلم، تېری او نورې ډول ډول زورونې(ترهګري) حرامه او منع کړي ده رانقلوو او ورسره، هغه احکام چې د انسانانو د اصلاح لپاره رالېږل شوي دي هم یادونه کوو:
په سر کې قرآن کریم:
د نړۍ د آسماني کتابونو له جملې څخه د الله تعالى په وروستنی کتاب قرآنکريمکې چې له هر ډول لاسوهنو او تحريفاتو څخهساتلشوى دى، د انسانانو د نه وژلو او د ژوندیو، ژوند ته درناوی په کې شوی دی او پر وړاندې یې، ظلم، تېری او تاؤتریخوالې حرام او ناروا ګنل شوي دي او د انسانانو د کړنو د سمون لپاره، د لوی څښتن لخوا، ډول ډول هدایات رالېږل شوي دي، او ورسره د نړۍ ستر پېغمبر، محمد (ص) لخوا د قرآن د تفسیر او د انسانانو د اخلاقو او کړنو په اړه ډېر په زړه پورې او سپیڅلي حدیثونه هم شته، چې د موضوع د اوږدوالي له امله نه شو کولی د پېغمبر(ع) د مقدسو حدیثونو ذکر وکړو په دې بنسټ موږ، یوازې د حکیم قرآن لاندې آیاتونه د ترهګریزو کړنو د مخنیوي پخاطر د نړیوالو د پوهولو په خاطر وړاندې کوو.
د انسان ژوند ته درناوی:
َنَّهُ مَن قَتَلَ نَفْسًا بِغَيْرِ نَفْسٍ أَوْ فَسَادٍ فِي الْأَرْضِ فَكَأَنَّمَا قَتَلَ النَّاسَ جَمِيعًا وَمَنْ أَحْيَاهَا فَكَأَنَّمَا أَحْيَا النَّاسَ جَمِيعًا ۚ
ژباړه: چا چې يو انسان د وينې له بدلې، يا په ځمکه کې له فساد خورولو پرته، په کوم بل علت وواژه، داسې وګڼه، لکه، هغه، چې، ټول انسانان ووژل او چا چې څوک له مرګ څخه وژغوره، داسې وګڼه لکه چې هغه، ټولو انسانانو ته، ژوند وربخښلى وي. الماېدې سورت[٣٢]
۞ قُلْ تَعَالَوْا أَتْلُ مَا حَرَّمَ رَبُّكُمْ عَلَيْكُمْ ۖ أَلَّا تُشْرِكُوا بِهِ شَيْئًا ۖ وَبِالْوَالِدَيْنِ إِحْسَانًا ۖ وَلَا تَقْتُلُوا أَوْلَادَكُم مِّنْ إِمْلَاقٍ ۖ نَّحْنُ نَرْزُقُكُمْ وَإِيَّاهُمْ ۖ وَلَا تَقْرَبُوا الْفَوَاحِشَ مَا ظَهَرَ مِنْهَا وَمَابَطَنَ ۖ وَلَا تَقْتُلُوا النَّفْسَ الَّتِي حَرَّمَ اللَّهُ إِلَّا بِالْحَقِّ ۚ ذَٰلِكُمْ وَصَّاكُم بِهِ لَعَلَّكُمْ تَعْقِلُونَ
ژباړه: ووایه (ای محمده! دوی ته) راشئ! چې زه ولولم (درواوروم) هغه چې حرام کړي دي رب ستا پر تاسې باندې، چې:
ــ شریکان مه نیسئ تاسې له دغه (الله) سره هیڅ شی.
ــ (نیکي کوئ تاسې) له مور او پلار سره، په نیکی کولو سره.
ــ مه وژنئ تاسې اولاد خپل له (وېرې د فقر او) خوارۍ څخه، موږ رزق (روزي) درکوو تاسې ته او هم دوی ته.
ــ مه نږدې کېږئ، فواحشو (بې حیایۍ، ناکارو کارونو) ته هغه چې ښکاره وي له دې (فواحشو) او که پټ وي.
ــ مه وژنئ تاسې نفس، هغه نفس چې حرام کړی دی الله ( وژل یې) مګر په حقه. دا (څلور نهی او یو امر) حکم کړي دي الله تعالَی تاسې ته په دې سره لپاره د دې چې عقل وچلوئ تاسې(*).د انعام سورت [۱۵۱]آیت.
------------------------------------------------------------------------------------
(*) دا ایاتونه او نور، د انسانانو د نه وژلو په اړه راغلي دي:د انعام سورت [۱۵۱] آیت؛ د بنی اسرائیل سورت، [۳۳] آیت؛ د فرقان سورت [۶۸] آیت؛ ال عمران سورت [۲۱] آیت؛ د نساء سورت[۹۲] آیت؛ دنساء سورت [۹۳] آیت.
شرک، غلا، زنا، لواطت، د اولادنو وژل، دروغ، نافرمانياو تور پورې کول یا (شخصیت وژنه) منع دي:
ژباړه: ای نبي! کله چې راشي تا ته مومنانې ښځې، چې بعیت کوي له تاسره، پر دې شرط چې: نه به شریکوي د الله سره هېڅ شی؛ غلا به نه کوي؛ زنا به نه کوي؛ او نه به وژني اولاد خپل؛ نه به راتله کړي په دروغو سره چې جوړوي یې دوی په منځ د لاسونو او پښو خپلو کې؛ نه به کوي نافرماني له تا څخه په ښو چارو کې، نو ته بعیت وکړه له دوی سره او بښنه وغواړه دوی ته له الله نه چې الله بښونکی او مهربان دی.د ممتحنه سورت [۱۲] آیت.
وَلَا تَقْرَبُوا الزِّنَا ۖ إِنَّهُ كَانَ فَاحِشَةً وَسَاءَ سَبِيلًا [١٧:٣٢]
ژباړه:مه نږدې کېږئ تاسې زنا ته، بېشکه چې دا زنا ده قبیحه. د اسراءسورت[۳۲] آیت.
لواطت:
أَئِنَّكُمْ لَتَأْتُونَ الرِّجَالَ شَهْوَةً مِّن دُونِ النِّسَاءِ ۚ بَلْ أَنتُمْ قَوْمٌ تَجْهَلُونَ [٢٧:٥٥]
ژباړه: ایا تاسې دښځو پرځای دشهوت رانۍ لپاره نارینه ؤ ته ورځئ؟! تاسې ناپوه قوم یاست.د نمل سورت [۵۵] آیت؛ دعنکبوت سورت[۲۸/۲۹] آیاتونه دلواطت په اړه دي.
شخصیت وژنه:
إِنَّ الَّذِينَ يَرْمُونَ الْمُحْصَنَاتِ الْغَافِلَاتِ الْمُؤْمِنَاتِ لُعِنُوا فِي الدُّنْيَا وَالْآخِرَةِ وَلَهُمْ عَذَابٌ عَظِيمٌ [٢٤:٢٣]
ژباړه: کوم کسان چې پر پاک لمنو، ناخبرو، مؤمنو ښځو باندې تورونه پورې کوي، پر هغو باندې پردنیا اواخرت کې لعنت وکړای شو اودهغوی لپاره لوی عذاب دی.
د نور سورت [۲۳] آیت.
وَالَّذِينَ يُؤْذُونَ الْمُؤْمِنِينَ وَالْمُؤْمِنَاتِ بِغَيْرِ مَا اكْتَسَبُوا فَقَدِ احْتَمَلُوا بُهْتَانًا وَإِثْمًا مُّبِينًا [٣٣:٥٨]
او کوم کسان چې مومنو او بې ګناه، سړیو او ښځو ته اذیت رسوي، هغوی د ګناه او بهتان غټ او ښکاره پېټی پر خپلو اوږو اخیستی دی. د احزاب سورت، [۵۸] آیت.
نیکی او بدی:
ادْفَعْ بِالَّتِي هِيَ أَحْسَنُ السَّيِّئَةَ ۚ [٢٣:٩٦]
ژباړه: د بدۍ مخنیوی په ډېره ښه توګه ترسره کړه. (او د بدۍ ځواب په نیکۍ ورکړه)د مؤمنون سورت [۹۶] آیت
وَلَا تَسْتَوِي الْحَسَنَةُ وَلَا السَّيِّئَةُ ۚ ادْفَعْ بِالَّتِي هِيَ أَحْسَنُ فَإِذَا الَّذِي بَيْنَكَ وَبَيْنَهُ عَدَاوَةٌ كَأَنَّهُ وَلِيٌّ حَمِيمٌ [٤١:٣٤]
ژباړه: نیکي او بدي یو شان نه دي؛ بدي په نیکۍ دفع کړه، ته به وګوری چې د هغه چا سره چې ستا دښمني وه، هغه دې لکه صمیمي دوست ګرځیدلی دي.
د فصلت سورت [۳۴] آیت.
د مور او پلاراو نورو سره ښه کول:
وَبِالْوَالِدَيْنِ إِحْسَانًا وَبِذِي الْقُرْبَىٰ وَالْيَتَامَىٰ وَالْمَسَاكِينِ وَالْجَارِ ذِي الْقُرْبَىٰ وَالْجَارِ الْجُنُبِ وَالصَّاحِبِ بِالْجَنبِ وَابْنِ السَّبِيلِ وَمَا مَلَكَتْ أَيْمَانُكُمْ ۗ إِنَّ اللَّهَ لَا يُحِبُّ مَن كَانَ مُخْتَالًا فَخُورًا [٤:٣٦]
ژباړه: له مور او پلار سره غوره رویه وکړئ، له خپلوانو، یتیمانو او مسکینانو سره نېک چلن وکړئ، له ګاونډیو او لېرې ګاونډیو، د څنګ له ملګرو او مسافرو سره او له هغو وینځو او غلامانو سره چې ستاسو په لاس کې وي، د احسان چلن وکړئ، باور ولرئ چې الله داسې څوک نه خوښوي چې په خپله انګېرنه مغرور وي او په خپله لوړتیا ویاړي.د نساء سورت [۳۶] آیت
وَوَصَّيْنَا الْإِنسَانَ بِوَالِدَيْهِ حُسْنًا ۖ ژباړه: موږ انسان ته توصیه وکړه چې د مور اوپلار سره نیکي کوه.د عنکبوت سورت، [۸] آیت.
فساد او فتنه مه کول:
وَأَحْسِن كَمَا أَحْسَنَ اللَّهُ إِلَيْكَ ۖ وَلَا تَبْغِ الْفَسَادَ فِي الْأَرْضِ ۖ إِنَّ اللَّهَ لَا يُحِبُّ الْمُفْسِدِينَ [٢٨:٧٧]
ژباړه: احسان وکړه لکه څنګه چې الله له تا سره احسان کړی دی او پر ځمکه کې د فساد ولاړولو هڅه مه کوه الله فساد کوونکي نه خوښوي.د قصص سورت [۷۷] آیت.
فَأَوْفُوا الْكَيْلَ وَالْمِيزَانَ وَلَا تَبْخَسُوا النَّاسَ أَشْيَاءَهُمْ وَلَا تُفْسِدُوا فِي الْأَرْضِ بَعْدَ إِصْلَاحِهَا ۚ ذَٰلِكُمْ خَيْرٌ لَّكُمْ إِن كُنتُم مُّؤْمِنِينَ [٧:٨٥]
ژباړه: تله او پیمانه پوره کوئ، خلکو ته د هغو په شیانو کې زیان مه اړوئ او په ځمکه کې فساد مه کوئ کله چې د هغې اصلاح شوي ده په همدې کې ستاسې ښېګڼه ده که تاسې په رښتیا مومنان یاست. د اعراف سورت [۸۵] آیت
فَاذْكُرُوا آلَاءَ اللَّهِ وَلَا تَعْثَوْا فِي الْأَرْضِ مُفْسِدِينَ [٧:٧٤]
ژباړه: د الله نعمتونه یاد کړئ او پر ځمکه فساد مه کوئ*. د اعراف سورت [۷۴] آیت.
عدالت کوي:
يَا أَيُّهَا الَّذِينَ آمَنُوا كُونُوا قَوَّامِينَ لِلَّهِ شُهَدَاءَ بِالْقِسْطِ ۖ وَلَا يَجْرِمَنَّكُمْ شَنَآنُ قَوْمٍ عَلَىٰ أَلَّا تَعْدِلُوا ۚ اعْدِلُوا هُوَ أَقْرَبُ لِلتَّقْوَىٰ ۖ وَاتَّقُوا اللَّهَ ۚ إِنَّ اللَّهَ خَبِيرٌ بِمَا تَعْمَلُونَ [٥:٨]
ای مومنانو! د الله لپاره پر ریښتینولۍ ولاړ او د عدل شاهدان اوسئ د کومې ډلې دښمني دې تاسې دومره راونه پاروي چې له عدالت څخه واوړئ عدالت وکړئ، چې پرهېزګارۍ ته نږدې دی. د ماییدې سورت [۸] آیت.
____________________________________
(*) دا ایاتونه د فساد نه کولو په اړه راغلي دي: د نساء سورت [۱۲۷] آیت؛ د انعام سورت [۱۵۲] آیت؛ د ماییدې سورت [۴۲] آیت؛ د بقرې سورت [۲۸۳] آیت.
يَا أَيُّهَا الَّذِينَ آمَنُوا كُونُوا قَوَّامِينَ بِالْقِسْطِ شُهَدَاءَ لِلَّهِ وَلَوْ عَلَىٰ أَنفُسِكُمْ أَوِ الْوَالِدَيْنِ وَالْأَقْرَبِينَ ۚ إِن يَكُنْ غَنِيًّا أَوْ فَقِيرًا فَاللَّهُ أَوْلَىٰ بِهِمَا ۖ فَلَا تَتَّبِعُوا الْهَوَىٰ أَن تَعْدِلُوا ۚ وَإِن تَلْوُوا أَوْ تُعْرِضُوا فَإِنَّ اللَّهَ كَانَ بِمَا تَعْمَلُونَ خَبِيرًا [٤:١٣٥
ژباړه: ای مومنانو! کاملاً د عدالت لپاره پورته شئ او د خدای لپاره شاهدت
ورکړئ، که څه هم چې ستاسې د عدالت کولو اوشاهدۍ زیان په خپله تاسې یاستاسې مور او پلار یا ستاسې خپلو خپلوانو ته راجع کیږي، د معاملې لوری شتمن وي او که بېوزله، الله له تاسې نه زیات د هغه خېر غوښتونکی دی، په دې اساس د خپلو نفسي غوښتنو د پېروې له امله عدالت مه پرېږدئ او که تاسې ګډې وډې ووایاست یا له ریښتیا ویلو نه ډډه وکړئ نو وپوهېږې تاسې چې څه چې کوې الله پرې خبر دی(*). د نساء سورت [۱۳۵] آیت.
شومتیا (بخُل):
وَمَن يُوقَ شُحَّ نَفْسِهِ فَأُولَٰئِكَ هُمُ الْمُفْلِحُونَ [٥٩:٩]
ژباړه: څوک چې له بُخل او حرص څخه خپل نفس وساتي هغوی مراد موندونکي دي. د حشر سورت [۹] آیت؛ د تغابن سورت [۱۶] آیت.
صدقات:
۞ إِنَّمَا الصَّدَقَاتُ لِلْفُقَرَاءِ وَالْمَسَاكِينِ وَالْعَامِلِينَ عَلَيْهَا وَالْمُؤَلَّفَةِ قُلُوبُهُمْ وَفِي الرِّقَابِ وَالْغَارِمِينَ وَفِي سَبِيلِ اللَّهِ وَابْنِ السَّبِيلِ ۖ فَرِيضَةً مِّنَ اللَّهِ ۗ وَاللَّهُ عَلِيمٌ حَكِيمٌ [٩:٦٠]
ژباړه: دا صدقې په اصل کې د فقیرانو او مسکینانو لپاره دي او د هغو خلکو لپاره دي چې د صدقو د چارو مامورین وي او د هغو لپاره چې د هغوی د زړونو لاس ته راوړل مقصد وي. ـــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ
(*)دا ایاتونه د عدالت په باب دي: د اعراف سورت [۵۶] آیت؛ د بقرې سورت [۱۱] آیت؛ د شعراء سورت [۱۸۳] آیت د عنکبوت سورت [۳۶] آیت؛ د هود سورت [۸۵] آیت؛د بقرې سورت [۶۰] آیت.
دا د غاړو د آزادولو او د پوروړو د مرستې لپاره د خدای په لاره کې او په مسافر
پالنه کې د استعمالولو لپاره دي دا د الله له لوري یوه فریضه ده او الله په هر څه
پوهېدونکی او حکمت والا دی. د توبې سورت[۶۰] آیت.
شراب قمار:
يَا أَيُّهَا الَّذِينَ آمَنُوا إِنَّمَا الْخَمْرُ وَالْمَيْسِرُ وَالْأَنصَابُ وَالْأَزْلَامُ رِجْسٌ مِّنْ عَمَلِ الشَّيْطَانِ فَاجْتَنِبُوهُ لَعَلَّكُمْ تُفْلِحُونَ [٥:٩٠]
ژباړه: ای مومنانو! شراب، جواري(قمار) بُتان او غشي دا ټول ناولي او د شیطان کارونه دي، له هغو څخه ډډه وکړئ، هیله ده چې تاسې ته به بری درپه برخه شي.
د ماییدې سورت [۹۰/۹۱] آیاتونه
يَا أَيُّهَا الَّذِينَ آمَنُوا اتَّقُوا اللَّهَ وَذَرُوا مَا بَقِيَ مِنَ الرِّبَا إِن كُنتُم مُّؤْمِنِينَ[٢٧٨] فَإِن لَّمْ تَفْعَلُوا فَأْذَنُوا بِحَرْبٍ مِّنَ اللَّهِ وَرَسُولِهِ ۖ[٢:٢٧٩]
ای مومنانو! له خدایه ووېریږئ، ستاسې چې کوم سود پر خلکو پاتې دی، هغه ورپرېږدئ، که په رښتیا سره مو ایمان راوړی وي؛ خو که تاسې داسې ونه کړل، نو خبر اوسئ چې د الله او د هغه د رسول لخوا ستاسې پر خلاف د جګړې اعلان دی. د بقرې سورت، [۲۷۸/۲۷۹، آیاتونه]
بډې (رشوت):
وَلَا تَأْكُلُوا أَمْوَالَكُم بَيْنَكُم بِالْبَاطِلِ وَتُدْلُوا بِهَا إِلَى الْحُكَّامِ لِتَأْكُلُوا فَرِيقًا مِّنْ أَمْوَالِ النَّاسِ بِالْإِثْمِ وَأَنتُمْ تَعْلَمُونَ [٢:١٨٨]
ژباړه: او په خپل منځ کې د یو بل مال په ناروا توګه مه خورئ او مه یې حاکمانو ته(د رشوت په توګه) ورکوئ چې تاسو ته د نورو د مال د خوړلو فرصت په لاس درشي. د بقرې سورت [۱۸۸] آیت.
د نورو ادیانو معبودانو ته کنځل نه کول:
وَلَا تَسُبُّوا الَّذِينَ يَدْعُونَ مِن دُونِ اللَّهِ فَيَسُبُّوا اللَّهَ عَدْوًا بِغَيْرِ عِلْمٍ ۗ [٦:١٠٨]
کنځل مه کوئ(ای مومنانو) هغو (معبودانو) ته چې عبادت کوي دغه (کفار د هغوی) بې له الله، نو کنځل به وکړي دوی (هم) الله ته په ناحقه سره، بې له پوهې.د انعام سورت [۱۰۸] آیت
د اسیرنو سره چلند:
فَإِذَا لَقِيتُمُ الَّذِينَ كَفَرُوا فَضَرْبَ الرِّقَابِ حَتَّىٰ إِذَا أَثْخَنتُمُوهُمْ فَشُدُّوا الْوَثَاقَ فَإِمَّا مَنًّا بَعْدُ وَإِمَّا فِدَاءً حَتَّىٰ تَضَعَ الْحَرْبُ أَوْزَارَهَا ۚ ذَٰلِكَ وَلَوْ يَشَاءُ اللَّهُ لَانتَصَرَ مِنْهُمْ وَلَٰكِن لِّيَبْلُوَ بَعْضَكُم بِبَعْضٍ ۗ وَالَّذِينَ قُتِلُوا فِي سَبِيلِ اللَّهِ فَلَن يُضِلَّ أَعْمَالَهُمْ [٤٧:٤]
ژباړه: نو کله چې له دغو (جنایت کوونکو) کافرانو سره د جګړې په ډګر کې مخامخ شوی، د دوی ورمېږونه ووهئ ترهغې چې ښه یې وټکوئ؛ بیا نو اسیران کلک وتړئ، وروسته له هغوی سره یا ښېګڼه وکړئ(خوشي یې کړئ) او یا د هغوی د آزادې په بدل کې فدیه(= غرامت) واخلئ.د محمد سورت [۴] آیت.
د کورني ژوند خپلواکي:
يَا أَيُّهَا الَّذِينَ آمَنُوا لَا تَدْخُلُوا بُيُوتًا غَيْرَ بُيُوتِكُمْ حَتَّىٰ تَسْتَأْنِسُوا وَتُسَلِّمُوا عَلَىٰ أَهْلِهَا ۚ ذَٰلِكُمْ خَيْرٌ لَّكُمْ لَعَلَّكُمْ تَذَكَّرُونَ [٢٧]
فَإِن لَّمْ تَجِدُوا فِيهَا أَحَدًا فَلَا تَدْخُلُوهَا حَتَّىٰ يُؤْذَنَ لَكُمْ ۖ وَإِن قِيلَ لَكُمُ ارْجِعُوا فَارْجِعُوا ۖ هُوَ أَزْكَىٰ لَكُمْ ۚ وَاللَّهُ بِمَا تَعْمَلُونَ عَلِيمٌ [٢٨]
ژباړه: ای مومنانو! پرته له خپلو کورونو څخه نورو کورنو ته تر هغې پورې مه ننوځئ تر څو چې اجازه تر لاسه نه کړۍ او پر هغه کورنۍ باندې سلام واچوئ، دا کړنلاره ستاسو لپاره ډېره ښه ده، شاید چې تاسې به دې ته پاملرنه وکړئ.
نو که هلته مو څوک ونه موندل مه ننوځئ تر څو تاسې ته اجازه ونه شي او که تاسې ته وویل شي: بېرته وګرځئ! نو بېرته ولاړ شئ، دا ستاسو لپاره ډېره پاکه کړنلاره ده او تاسې چې څه کوئ الله ورباندې ښه پوهیږي.د نور سورت [۲۷/۲۹] ایاتونه.
جاسوسی او غیبت:
وَلَا تَجَسَّسُوا وَلَا يَغْتَب بَّعْضُكُم بَعْضًا ۚ أَيُحِبُّ أَحَدُكُمْ أَن يَأْكُلَ لَحْمَ أَخِيهِ مَيْتًا فَكَرِهْتُمُوهُ ۚ [٤٩:١٢]
ژباړه: تجسس مه کوئ او له تاسې نه دې څوک د چا غیبت نه کوي، ایا په تاسې کې څوک شته چې د خپل مړه ورور د غوښو خوړل خوښ کړي؟
د حجرات سورت [۱۲] آیت.
يَا أَيُّهَا الَّذِينَ آمَنُوا إِن جَاءَكُمْ فَاسِقٌ بِنَبَإٍ فَتَبَيَّنُوا أَن تُصِيبُوا قَوْمًا بِجَهَالَةٍ فَتُصْبِحُوا عَلَىٰ مَا فَعَلْتُمْ نَادِمِينَ [٤٩:٦]
ژباړه: ای مومنانو! که کوم فاسق تاسې ته له کوم خبر سره راشي نو تاسې څېړنه وکړئ نه چې تاسې کومې ډلې ته په ناپوهۍ سره ضرر ورسوئ او بیا په خپلو کړو پېښمانه شئ. د حجرات سورت [۶] آیت.
ځان وژنه:
وَأَنفِقُوا فِي سَبِيلِ اللَّهِ وَلَا تُلْقُوا بِأَيْدِيكُمْ إِلَى التَّهْلُكَةِ ۛ وَأَحْسِنُوا ۛ إِنَّ اللَّهَ يُحِبُّ الْمُحْسِنِينَ [٢:١٩٥]
ژباړه: د الله په لار کې(مال) ولګوئ او په خپلو لاسونو خپل ځانونه په هلاکت کې مه غوځوئ، او نیکي وکړئ، چې الله نیکي کوونکي خوښوي. د بقرې سورت [۱۹۵] آیت.
وَلَا تَقْتُلُوا أَنفُسَكُمْ ۚ إِنَّ اللَّهَ كَانَ بِكُمْ رَحِيمًا [٤:٢٩]
ژباړه: او خپل ځانونه مه وژنئ، باور ولرئ چې الله پر تاسې مهربان دی.د نساء سورت [۲۹] آیت
په دین کې زور نه شته:
لَا إِكْرَاهَ فِي الدِّينِ ۖ قَد تَّبَيَّنَ الرُّشْدُ مِنَ الْغَيِّ ۚ [٢:٢٥٦]
ژباړه: نشته هېڅ زور په (منلو) د دین کې، په تحقیق سره ښکاره شوي ده سمه لاره (د ایمان) له ګمراهۍ (کفر) ځینې. د بقرې سورت [۲۵۶] آیت.
د هغو ښاغلو او آغلو لوستونکو لپاره چې د آسماني کتابونو او نورو دینونو په اړه ډېر معلومات نه لري او داسې فکر کوي چې د معلوماتو او څېړنو پخاطر د تورات انحیل او نورو کتابونو لوستل او څېړل ګناه ده، په دې اړه لږه رڼا اچول ضرور دي:
پوهېږو چې د قرآن کریم له نازلیدلو وروسته ټول آسماني کتابونه منسوخ شوي دي، چې باید تلاوت نه شي، خو هغه احکام چې د انسانانو د اصلاح لپاره د نورو ادیانو په کتابونو کې ذکر شوي او د انسانانو پر وړاندې یې وژل، ظلم او تېری منع او محکوم کړي دي او هغه احکام چې د قرآن له احکامو سره ټکي په ټکي سمون خوري او د تحریفاتو او لاسوهنو څخه ساتل شوي دي الهي احکام دي، په دې اړه هغه ګډ حکمونه چې په تورات، انحیل او قرآن کې ایشاره ورته شوي ده د توبې سورت په [۱۱۱] آیت او د قرآن په نورو آیاتونو کې په دې ډول راغلي دي:
وَعْدًا عَلَيْهِ حَقًّا فِي التَّوْرَاةِ وَالْإِنجِيلِ وَالْقُرْآنِ ۚ وَمَنْ أَوْفَىٰ بِعَهْدِهِ مِنَ اللَّهِ ۚ[٩:١١١]
ژباړه: د الله پر ذمه یوه کلکه او پخه وعده ده، په تورات، انجیل او په قرآن کې. او څوک دی چې د الله نه زیات د خپلې ژمنې پوره کوونکې وي.
او قرآن د پخوانیو کتابونو تصدیقونکی، هماهنګ او تفصیل دی په اړه یې الله تعالَی فرمایي:
وَالَّذِي أَوْحَيْنَا إِلَيْكَ مِنَ الْكِتَابِ هُوَ الْحَقُّ مُصَدِّقًا لِّمَا بَيْنَ يَدَيْهِ ۗ إِنَّ اللَّهَ بِعِبَادِهِ لَخَبِيرٌ بَصِيرٌ [٣٥:٣١]
ژباړه: (ای محمده!) کوم کتاب چې موږ تاته وحي کړی دی، حق دی او د هغو پخوانیو کتابونو تصدیقوونکی او هماهنګ دی چې پخوا راغلي دي. الله د خپلو بندګانو له حاله خبر او په هر شي باندې نظر لري. د فاطر سورت [۳۱] آیت.
وَمَا كَانَ هَٰذَا الْقُرْآنُ أَن يُفْتَرَىٰ مِن دُونِ اللَّهِ وَلَٰكِن تَصْدِيقَ الَّذِي بَيْنَ يَدَيْهِ وَتَفْصِيلَ الْكِتَابِ لَا رَيْبَ فِيهِ مِن رَّبِّ الْعَالَمِينَ [١٠:٣٧]
ژباړه: نه دی دا قرآن چې په دروغو جوړ کړای شي، لېکن تصدیق کوونکی او
تفصیل د هغو کتابونو دی چې پخوا تېر شوي دي؛ په دې کې شک نشته، چې دا د عالمیانو د رب له لوري دی(*). د یونس سورت[۳۷] آیت.
او قرآن کریم د پخوانیو کتابونو محافظ او ساتونکی دی:
وَأَنزَلْنَا إِلَيْكَ الْكِتَابَ بِالْحَقِّ مُصَدِّقًا لِّمَا بَيْنَ يَدَيْهِ مِنَ الْكِتَابِ وَمُهَيْمِنًا عَلَيْهِ ۖ [٥:٤٨]
ژباړه: موږ دا کتاب[= قرآن] تا ته درلېږلی دی، چې په حقه راغلی دی، په داسې حال کې چې پخواني کتابونه تصدیقوي او د هغوی ساتونکی او حافظ دی.
د ماییده [۴۸] آیت.
دا شان د لوى څښتن لخوا د نړۍ ټولو قومونو ته د دوى په خپلو، خپلو ژبو باندې د لارښوونې لپاره پيغمبران ليږل شوي دي او هيڅ يو قوم نه دى پاتې چې هغه ته د خداىج لخوا پيغمبر نه وي رارسيدلى، په دې اړهد قرآن کريم د ابراهيم سورت په ٤ آيت شريف کې لولو:
وَمَا أَرْسَلْنَا مِن رَّسُولٍ إِلَّا بِلِسَانِ قَوْمِهِ لِيُبَيِّنَ لَهُمْ ۖ
ژباړه: او نه دى ليږلى موږهېڅ رسول مګر، په ژبه د قوم دده، لپاره ددې، چې، بيان کړي دوى ته(امر او نهي د الله).د ابراهیم سورت [۴] آیت.
نو په دې بنسټ ويلى شو چې د نړۍ په دیني کتابونو کې هغه احکام چې د قرآن کریم له حکمونو سره سمون خوري هغه احکام او لارښؤنېدي چې د الله تعالَی لخوا د خپلو پېغمبرانو په واسطه هر قوم ته رالېږل شوي دي، اوس به هغه ټکي چې په
**********************************
(*) دا ایاتونه په لږ توپیر سره د آسماني کتابونو تصدیق کوي: د د احقاف سورت(۳۰،۱۲) آیاتونه ؛ د بقرې سورت(۹۷) آیت. ؛ دیونس سورت(۳۷) آیت؛ د انعام سورت(۹۲) آیت؛ دعمران سورت(۳) آیت او نورو کې په بېلا بېلو موضوعاتو کې یادونه ترې شوي ده.
پخوانیو کتابونو کې د انسانانو د نه وژلو، د انسانانو د اصلاح او زور زیاتي (د ترهګریزو کړنو) د مخنیوي پخاطر ذکر شوي دي په لنډ ډول یادونه ترې کوو.
لُمړی انجیل: (انجیلونه)
«قتل مه کوه، زنا مه کوه، غلا مه کوه، د درواغو ګواهي مه کوه، ټګي مه کوه او د خپل مور او پلار عزت کوه» [مرقوس،۱۰، باب، ۱۹]
«قتل مه کوه، زنا مه کوه، غلا مه کوه، د درواغو ګواهي مه کوه، ټګي مه کوه، د خپل مور او پلار عزت کوه او د خپل ګاونډي سره د ځان په شان مینه کوه»
[متي، ۱۹، ۱۹/۲۰]
«قتل مه کوئ، هغه څوک چې قتل وکړي هغه ته به په عدالت کې سزا ورکولي شي» [متي، ۵، باب، ۲۲]
«... موږ دې د یو بل سره مینه ولرو، نه چې د قایین په شان جوړ شو چې د شریر زوی ؤ او خپل ورور یې قتل کړ. او هغه یې ولې ووژلو؟ ځکه چې د هغه عمل بد ؤ او د هغه د ورور ښه». [یوحینا ،۱، باب، ۱۱/۱۲]
«... د هغه سړي پر وړاندي مه اودیریږئ څوک چې درسره بد کوي، که څوک په ښي مخ څپېړه درکړي نو [ته خپل] چپ مخ وروړاندې کړه. [متي، ۵، باب، ۳۹]
«خو زه درته وایم چې؛ د خپلو دښمنانو سره مینه کوئ او څوک چې په تاسو ظلمکوي، د هغوی لپاره دُعا وغواړئ.[متي، ۵، ۴۴]
... د خپل دښمن سره مینه کوئ او هغه څوک چې ستاسو سره کینه لري د هغوی سره ښه کوئ؛ د هغو لپاره برکت غواړئ چې پر تاسو لعنت کوي؛ او د هغو لپاره دُعا کوئ څوک چې پر تاسو تهمتونه لګوي؛ که یو سړی تاسو په یوه مخ ووهي، نوهغه ته بل مخ ورواړوه ... . [لوقا، ۶، باب، ۲۷، تر۳۰پورې] (۱)
***************************
تورات؛ پخوانی تړون،(عهدعتیق)
ــ د انسان وژل جایز نه دي، ځکه چې، انسان د خدای په څېر(شبیه) [؟]خلق شوی دی. [دپیدایښت، سِفر،۹، باب ۶ آیت]
ــ د خدای لعنت دې وي پر هغه تن چې په پټه څوک ووژني. [د تثنیه، سِفر،۲۷، ۲۴آیت]
ــ په غریب باندې ظلم مه کوئ. [دهجرت، سِفر،۲۲، ۱۶/۲۱ آیاتونه]
ــ په غریبو خلکو ظلم مه کوئ ... . [دهجرت، سِفر، ۲۳، ۹، آیت]
ــ د چا مال مه غصبوئ او په چا ظلم مه کوئ. [پخوانی تړون،(عهدعتیق)، دلاویانو کتاب، ۱۹،۱۳ آیت]
ــ خدای ... زکریا ته وویل: دا فرمان دوی ته ورکړه؛ ... د کونډو ښځو، یتیمانو او بې وسو او غریبو خلکو له ظلم کولو څخه لاس واخلئ او یو بل ته توطیی مه جوړوئ. [د زکریا کتاب،۷، باب ۱۰ آیت]
ــ خدای وایي: عدل او انصاف پر ځای کړئ د مظلومانو زارۍ او فریادونه له ظالمانو څخه واخلئ، پر غریبانو، یتمانو او کونډو ښځو باندې ظلم مه کوئ او د بې ګناه خلکو وینې مه تویه وۍ. [د ارمیا، کتاب،۲۲، ۴، آیت]
ــ قادر او متعال خدای وایی: زه به ستاسو منځ ته د قضاوت کولو لپاره درشم او د بدکارو پر وړاندې به شهادت ووایم، د جادوګرو، زناکارو او د درواغژنو پر وړاندې؛ د هغو ټولو کسانو پر ضد، چې د مزدورانو حقونه نه ورکوي او د هغوکسانو پر وړاندې چې پر کونډوښځو، یتمیانو او غریبانو باندې ظلم کوي او له ما څخه نه وېریږي. [دملاکي، کتاب،۲، باب، ۵، آیت]
ــ خدای وایي: ... او هم له دې څخه [کرکه لرم] چې څوک د ظلم جامې واغوندي، نو د خپلو روحونو څارونکي اوسئ او له خیانت څخه ډډه وکړئ. [د ملاکي، کتاب ،۲، باب، ۱۶آیت]
ــ اې زوروره سړیه! ولې پر خپل ظلم فخر کوي؟ اې چې د خدای په نظر رسوا یې؛ ولې پر خپل ځان ویاړې؟ اې حېله ګره! چې د نورو د نابودۍ توطیې جوړوې؛ ژبه دې د تېغ په شان تېره «تنده» ده، بدۍ ته په نیکۍ ترجع ورکوې او درواغ له رښتیاؤ څخه ښه ګڼې ... . [د مزامیر، کتاب،۵۲، باب ،۱ ، تر،۴، آیاتونو پورې]
ــ هرڅوګ چې ظلم وکړي، مصیبت به ریبي او قدرت به یې له منځه ولاړ شي. [د امثال، کتاب ،۲۲، باب، ۱۸ آیت]
د موسَی(ع) په لسو فومانونو کې راغلي دي:
۳ــ ... .
۴ــ د خپل پلار او مور احترام کوه ... .
۵ــ قتل مه کوه.
۶ــ زنا مه کوه.
۷ــ غلامه کوه.
۸ــ د هیڅچا پر ضد د دروغو شاهدي مه وایه.
۹ــ د بل سړي کور ته د طمعې په سترګه مه ګوره، د هغه ښځې، غلامان، غوایانو، خرونو یا هر څه چې هغه یې لري، د طمهې په سترګه مه ورته ګوره.
[د هجرت سِفر، ۲۰، باب،۱۲،تر، ۱۷پورې ؛ تثنیه سِفر، ۵، باب، ۱۶/۲۱]
د تورات د پیدایښت په سِفر،۴، باب ،۸، آیت کې راغلي دي: یوه ورځ قائن له خپل ورور قابیل څخه وغوښتل چې له ده سره دښتې ته ولاړ شي کله چې دوی په دښته کې وو قائن په خپل ورور قابیل باندې ناڅاپي برید وکړ او هغه یې ( بې ګناه ) ووژلو. (۲)
*********************************
د زرتشت د دین درې ګوني اخلاقي او حیاتي بنسټونه، چې پېروان یې مکلف دي عمل پرې وکړي:
ــ هو ورشه، = ښې کړنې.
ــ هو خــــتـه، = ښـه ویـل.
ــ هومنه، = ښه فکر کول. (۳)
او د دغو درو اخلاقي بنسټونو پر وړاندې درې شیطانې کړنې شته، چې باید پېروان، ځانونه ترې وساتي:
ــ ناوړه او بدې کړنې.
ــ ناوړه او بد ویل.
ــ ناوړه او بد فکر کول. (۴)
***********************
د بودا د دین اخلاقي کړنې:
هغه کړنې چې باید تر سره نه شي؛ د بودايانو لوى مصلح (مهاتما ګوتم بود ) په خپلو پنځو حکمونو کې ویلي دي:
«قتل مه کوئ، غلا مه کوئ، زنا مه کوئ، درواغ مه وايئ، او نشه لرونکي توکي مه څښئ». (۵)
سربېره پر دغو پنځو حکمونو (۱۰) حکمونه نور دي چې باید تر سره نه شۍ:
۱ــ د ځناورو له وژلو څخه دې ډډه وشي.
۲ــ د خلکو د مال له نیولو (غصب) څخه دې ډډه وشي.
۳ــ د بې عصمتۍ او بد لمنۍ څخه دې ډډه وشي.
۴ــ له ټګۍ او دوکې څخه دې ډډه وشي.
۵ــ له مستۍ او د شرابو له څښلو څخه دې ډډه وشي.
۶ــ د ډېر خوراک او خېټې ساتلو څخه باید لېرې والی وکړئ په ځانګړي توګه وروسته له غرمې څخه.
۷ــ له نڅا، مستو سندرو، او لهو لعب له لیدلو څخه لېرې پاتې شو.
۸ــ دعطرونو او د زرو له کارونې څخه ډډه وکړئ.
۹ــ باید په نرمه بستره کې ویده نه شې.
۱۰ــ د دنیا د مال او دولت څخه باید لاس پر سر شو. تاریخ جامع ادیان ص ۱۸۶
د خفګان او عذاب د له منځه وړلو لپاره لاندې (۸) ډوله ځانګړتیاوې باید ولری:
۱ــ سپېڅلی ایمان. ۲ــ سپېڅلي اراده. ۳ــ سپېڅلي خبرې. ۴ــ سپېڅلي کړنې.
۵ــ سپېڅلي دنده. ۶ــ سپېڅلی کوښښ. ۷ــ سپېڅلی فکر کول. ۸ــ د فکر کولو لپاره مکمل تمرکز. (۶)
**************
د هندوانو د جن مذهب لارښؤنې:
د هندوانو د جېن مذهببنسټ ایښودونکي (مهاویرا) په پنځو فرمانونو کې راغلي دي:
۱ــ غلا، مه کوئ.
۲ــ بې عفتي، مه کوئ.
۳ــ په زړه کې د کوم شي، هوس مه کوئ.
۴ــ ساه کښ(ذیروح)، مه وژنئ.
۵ــ درواغ، مه وایئ.
*****************
د چینایانو حکیم کنفوسیوس او تایو د دینونو هدایات.
لمُړی کنفوسیوس:
هر هغه څه چې د خپل ځان لپاره نه خوښوې، د نورو لپاره یې هم مه خوښوه. (۷)
ټول هغه کسان چې د څلورو دریابونو(بحرونو) په منځ کې اوسیږي سره وروڼه دي. (۸)
بشر د نېکۍ او رښتینولی لپاره جوړ(خلق) شوی دی. (۹)
ټپ(زخم) په عدالت او نیکي په نېکۍ سره جبران کړه. (۱۰)
تر هغې چې پلار ژوندی وي زوی باید د هغه د خوښې سره سم چلند وکړي، نو کله چې وفات شو، زوی باید د هغه کړنلاره په نظر کې ونیسي او تر درو کالو پورې د هغه پر پله ولاړ شي... . (۱۱)
کامل انسان د پنځو خصلتونو درلودونکی دی، چې دا پنځه خصلتونه عبارت دي:
د نفس عزت، لوړهمت، په نیت کې اخلاص، په کړنو کې اخلاص او نېک سلوک.(۱۲)
۱ــ باید پلارد خپلو اولادونو پر وړاندې زړه سوی ولري او باید زوی پر خپل پلار باندې مهربان وي.
۲ــ مشر ورور دې د خپل کوچني ورور پر وړاندې په مهرباني چلند وکړي او کشر ورور باید د خپل مشر ورور پر وړاندې تایع او متواضع وي.
۳ــ باید میړه د خپلې میرمنې پر وړاندې عادل وي او ښځه دې د خپل میړه پر وړاندې مطع وي.
۴ــ باداران باید د خپلو لاس لاندې کسانو سره د زړه تړاؤ او علاقه ولري او لاس لاندې(مزدوران) باید د خپلو بادارانو پر وړاندې امرمنوونکي او تابع وی.
۵ــ حکمرانان دې پر خپلو اتباعو باندې مهربان وي او اتباع باید حکمرانانو ته وفادار وي. (۱۳)
۱ــ د خپل پلار سره باید داسې چلند وکړم لکه څه ډول چې زه یې له خپل زوی څخه غوښتونکی یم.
۲ــ پاچاه ته داسې خدمت باید وکړم لکه څه ډول چې زه یې له خپل وزیر څخه غواړم.
۳ــ د خپل مشر ورور سره باید داسې چلند وکړم لکه څه ډول چې زه له وړو وروڼو څخه هیلمند یم.
۴ــ د دوستانو سره داسې عمل کول لکه زه چې له دوی څخه غوښتنه لرم. (۱۴)
دچین د تایؤ د دین هدایات:
ــ د تین تایو، د آسمان لاره دا ده: ښه ښه وګنه او بد محکوم کړه.
ــ د تایو لاره دا ده: څه چې د ځان لپاره نه خوښوې د نورو لپاره یې هم مه خوښوه.
ــ صدمه په نېکۍ سره جبران کړه؛
ــ څوک چې له ما سره نیکي کوي، پر وړاندې یې زه هم ښه یم(زه هم نیکي کوم) او د هغو پر وړاندې هم ښه یم چې زما سره بدي کوي، نو په دې توګه به هر څه ښه شي.
ــ څوک چې له ما سره صمیمي دي زه هم ورسره صمیمي یم، نو په دې ترتیب به ټول صمیمي شي. (۱۵)
ــ [ښه انسان] په ناوړو او غلطو لارو نه ځي، هغه تقوا، فضلیت او ښه اعمال ترسره کوي؛ د ټولو مخلوقاتو پر وړاندې په مهربانۍ سره چلند کوي، ... ؛ د یتیمانو او کونډو ښځو پر وړاندې مهربان او رحم کوي؛ د مشرانو(سپینږ یري) درناوی کوي... ؛ هغه، باید حشراتو، سبزیجاتو او ونو ته ضرر ونه رسوي... .
په بل ځای کې د تایو په هدایاتو کې راځي:
ــ هېڅکله د موراو پلار اشتباهات مه سرګندوه؛ د مور او پلار له حکم څخه سرغړاوی مه کوه؛ ... ؛ غلط کار ته آفرین مه وایه؛ بې ګناه سړي ته سزا مه ورکوه؛ ... ؛ خپل پور اداءکړه؛ څه چې په آسمان کې درته مقرر شوي دي (قناعت وکړه) په زیاتو پسې مه ګرځه؛ د متر په کچه کې کمی مه کوه، په بې میزانه تله او له کمې پیمانې څخه کار مه اخله؛ د میاشتې او، د کال په اخرو ورځو کې نڅا او سندرې مه وایه؛ د میاشتې په لمُړۍ ورځ یا د ګهیځ په وخت کې نارې سورې مه وهه او قهر مه کوه... . (۱۶)
د څلورمې برخې پای
اخځلیکونه،سرچينې او زیاتونې:
(۱) انجیل www.pashtozeray.org
(۲) (تورات) پخوانی تړون(عهدعتیق)
(۳) اوستا، دېن یَشت،[ ۵/۶]
(۴) تاریخ جامع ادیان،۴۶۰مخ
(۵) اديان زنده جهان، ١٠٦مخ
(۶) هماغه سند، ۱۸۳ مخ
(۷) تاریخ جامع ادیان، ۳۷۷ مخ
(۸) هماغه سند،مخ ۱۸۰
(۹) هماغه سند، ۱۷۴ مخ
(۱۰) هماغه سند، ۱۸۸ مخ
(۱۱) هماغه سند، ۸۰ مخ
(۱۲) تاریخ جامع ادیان، ۳۸۵ مخ
(۱۳) هماغه سند، ۳۷۹ مخ
(۱۴) هماغه سند، ۳۷۷ مخ
(۱۵) ادیان زنده جهان، ۱۸۸ مخ
(۱۶) هماغه سند، ۱۹۸، مخ