
سرچینه: نیویارک ټایمز
له افغانستان څخه د بهرنیو ځواکونو د وتلو له اعلان وروسته د افغان ځواکونو پوځي او سیاسي برخلیک د ګونګتیا تر سیوري لاندې راغلی دی. وسله وال طالبان، کابل ته نږدې په مهمو ستراتیژیکي سیمو کې افغان پوځ ته د درنې مرګ ژوبلې اړول خپل پوځي پرمختګ بولي، وسله والو طالبانو د نا امنه سویل سربیره اوس کابل ته څیرمه په مهمو ښارونو اوسیمو کې هم شتون لري. دې وضعیت، د امریکا او ناتو پوځیانو له وتلو وروسته د هیواد د کنترول په موخه د افغان ځواکونو د وړتیا په اړه یو لړ اندیښنې زیږولي. د طالبانو د وروستیو پرمختګونو په اړه دولت پلوه رسنۍ خاموشه دي، امریکایانو چې کومې سیمې پریښي، طالبان یې په چټکۍ سره د کنترول او نیولو هڅه کوي، د تېر یو کال راهیسې د افغان ځواکونو په مرګ ژوبله کې خورا ستر زیاتوالی راغلی چې په اړه یې اړوند افغان چارواکي د شمېرو د څرګندولو په کلکه ډډه کوي.
یو لویدیځ چارواکي د نیو یارک ټایمز سره د نوم د نه څرګندولو په شرط د طالبانو د وروستیو پرمختګونو په اړه خبرې کړي: د نوموړي په اند، طالبان د وروستیو بریدونو په مټ غواړ، افغان ځواکونه په پوځي کچه د ازمایښت لاندې راولي. وسله وال طالبان په پوځي برخه کې خورا چټک پرمختګ پيل کړی د همدې چارواکي په وینا، طالبان به د امریکایي ځواکونو تر وتلو وروسته افغان ځواکونه د سترو ننګونو سره مخ کړي .
په دې سربیره، د افغانستان په یو شمېر مهمو سیمو کې د چارواکو او ځایي اوسیدونکو سره د افغانستان د امنیتي وضعیت په اړه مرکې دا څرګندوي چې طالبان به همدې کال په موسمي جګړه کې بېساری پرمختګ وکړي او افغان ځواکونو ته به ستر زیانونه واړوي. وسله والو طالبانو د کابل شمال ته کاپیسا ولایت کې له وړاندې افغان ځواکونه تر یو حده په شا تمبولي، د تګاب په ولسوالۍ کې افغان پوځ یوازې د ولسوالۍ په مرکز کنترول لري،د کابل شمال ختیځ یوه ولسوالۍ تر یوې پورې د طالبانو منګولو ته غورځیدلې وه چې له امله یې دهمدې ولسوالۍ ټول پولیس تیښتې ته اړ شوي و، همدې ولسوالۍ سره نږدې سیمو کې پولیسو او ولسي وګړو د ځان ساتنې په موخه د طالبانو سره تړون ته اړ شوي.
له تېرې یوې میاشت راهیسې په ننګرهار کې یوه بشپړه ولسوالۍ د طالبانو په ولکه پریوته چې له امله یې همدې ولسوالۍ ته څیرمه نورې پرتې سیمې او لویې لارې د طالبانو تر ګواښ لاندې دي. د کابل سویل ته په لوګر او وردک ولایتونو کې افغان ځواکونه د زیاتیدونکو بریدونو لاندې دي.
د تېر کال راهیسې په افغانستان کې د وسله والو طالبانو له لورې د په بریدونو کې د پام وړ زیاتوالی راغلی چې له امله یې د تېر سپتمبر راهیسې په اونۍ کې دوه سوه افغان پوځ او پولیس وژل شوي، دفاع او د کورنیو چارو وزارت د مرګ ژوبلې په اړه د شمېرو د خپرولو څخه ډډه کوي.
د ملګرو ملتونو د یو خپور شوي راپور له مخې د تېر کال په پرتله، د روان کال په لمړۍ نیمایې کې د ملکې وګړو په مرګ ژوبله کې څلور ویشت سلنه زیاتوالی راغلی،په افغانستان کې د ملکي وګړو د مرګ ژوبلې ستره برخه د سړک غاړې بمونو له امله پیښیږي مګر د اندیښنې ځای دادی چې د ولسي وګړو د تازه مرګ ژوبلې ستره برخه د طالبانو او افغان پوځ تر منځ په مخامخ جګړه کې رامنځته شوې. د ملګرو ملتونو د راپور پر اساس، د افغانستان څخه د نړیوالو ځواکونو د وتلو اعلان د جګړې بڼه بدله کړې، د جګړې وروستۍ پیښې په هغه سیمو کې رامنځته کیږي چې ولسې وګړي په کې میشت دي، په دې سربیره، هغه سیمې تر جدې ګواښ لاندې دي چې امریکايي ځواکونه ترې خپل پوځیان باسي.
د وسله والو طالبانو له لورې د کابل شاوخوا ناکراري ددې لپاره پلان شوې چې د حکومت په ضد د نورو سترو بریدونو لپاره په سیمه کې خوندي سیمې او مرکزونه جوړ کړي، د کابل په هوایي ډګر د روان کال د جولاي برید یې تر ټولو ستره بېلګه ده. افغان پوځي کارپوهانو داسې وړاندوینه کړې وه چې له 2014 به طالبان یوازې په لیرې پرتو ولسوالیو کې بریدونه زیات کړي مګر ددې بر عکس طالبانو په ټول افغانستان کې د خپلو پرمختګونو په موخه د عملیاتو سیمه پراخه کړې ده. طالبانو پتیلې چې سږنی دوبی به د سویل سربیره د افغانستان نورې مهمې سیمې هم د خپلو هدفونو برخه وګرځوي، ننګرهار چې کابل ته یو له خورا مهمو ولایاتو څخه شمیرل کیږي، له وړاندې پکې طالبانو یو لړ پرمختګونه کړي دي. نږدې څلور میاشتې مخکې جلال اباد ښار نسبتا خوندې و مګر اوس پکې میشت وګړي ځانونه نا خوندي ګڼي. د بټي کوټ په سیمه کې د طالبانو پراخ شتون هغه څه دي چې د خلکو سترګې یې کش کړي. د کابل د امنیت لپاره، ننګرهار، کاپیسا، لوګر، وردګ،.... خورا مهمې او حساسه سیمې دي چې طالبان يې د نیولو هڅه کوي.
یو افغان چارواکی چې نوم څرګندول نه غواړي، وایې چې په کاپیسا کې یوه ولسوالۍ داسې ده چې افغان پولیس د توکو د پیرلو لپاره په څلورویشت ساعتونو کې د یو ساعت لپاره راوځي او بیرته خپلو مرکزونو ته ننوځي.
( دا مقاله په نیویارک ټایمز ورځپاڼه کې راغلې ده، روهي ویبپاڼې یې خپلو لوستونکو ته ژباړه خپروي، خو له مقالې څرګندیږي،چې نړیوالې رسنۍ په لوی لاس دافغانستان پر امنیتي ځواکونو څرنګه دولس باور زیانموي : روهي ویبپاڼې اداره )