د ترهګرۍ پیژندنه (دریمه برخه)

 

محمد انور (آڅړ)                                             نیټه  /۵/۱۳۹۳ه،ش
 
 د ترهګرۍپېژندنه؛ یا د تروریزم تعریف:                  دریمه برخه
 
د روهي ویب پاڼې ښاغلو او آغلو مینه والو!
د دې لیکنې په تېره برخه کې مو د فرانسې د انقلاب پر هغو ترورستي کړنو باندې په لنډه توګه رڼا واچوله چې د انقلاب په جریان کې یې ترسره کړي وې او ورپسې د ملګرو ملتونو سازمان؛ د یوشمېر هیوادنو د اتحادیو؛ هیوادونو او د نړۍ د مشهورو پوهانو لخوا، هغه تعریفونه او نظرونه چې د ترهګرۍ په اړه یې لیکلي وو یادونې وکړې؛ اوس به په دې برخه کېد ملګرو ملتونو لخوا د بشر د حقونو اعلامیه او هغه پریکړې او نور بین المللي او آروپایي اسناد چې د انسانانو وژنې او پر وړاندې یې تاؤتریخوالې منع کړی دی په ځینو اړوندو برخو باندې به یې غږیږو.
 
د ملګرو ملتونو، منشور؛ د بشر د حقونو اعلامیه، د ژنو څلورګوني کنوانسیونونهاو پروتوکلونه ؛ هغه پریکړې او نور آروپایي اسناد چې د انسانانو وژنې او د بشر پر وړاندې یې تاؤتریخوالې منع کړي دي.
دملګرو ملتونولخوا د بشردوستانه حقونو پریکړې د انسانانو د وژنو، ټپي کولو اوکړاؤنو، د کمولو پخاطر رامنځ ته شوي دي تر څو ډلې او دولتونه په دې اړ کړي
چې د ملګرو ملتونو وضع شوي قوانین په نظرکې ونیسي او د نظامیانو او ملکي خلکو پر وړاندې د ظلم، تیري(ترهګرۍ) څخه ځانونه وساتي د انسان کرامت او مقام ته درناوی وکړي او د انساني عواطفو او صله رحمۍ څخه کار واخلي.
دملګرو ملتونو سازمان لخوا یو شمېر پریکړه لیکونه تصویب شوي دي چې د تروریستي کړنو په اړه یې ځیني ډلې او کسان د ترورستي کړنو مسؤلین بللي او پر وړاندې یې هیوادونه مرستې او د ترهګرۍ سره مبارزې ته رابولي؛ خو له بل پلوه هېڅ ډول د تروریزم، ترورست او ترورستي سازمان څخه ځانګړی تعریف نه دی وړاندې شوی،
یوازې د تروریز د ځینو اړخونو په اړه بحث شوی دی، چې له هغې څخه یې د یو شمېر مهمو تړونونو یادونه کوو:
ــ د توکیو کنوانسیون د الوتکو پر وړاندې د جرمونو په اړه، (۱۴/۹/۱۹۶۳م)
ــ د لاهه کنوانسیون د الوتکو غېرقانوني توقیف او پر وړاندې یې مبارزه،(۱۶/۱۲/۱۹۷۰م)     
ــ د دمونترال کنوانسیون دالوتکوپروړاندې دغېرقانوني کړنو څخه مخنوی،(۲۳/۹/۱۹۷۱م)
ــ د نیویارک کنوانسیون د هغو جرایمو د مخنوي او سزا ورکولو په اړه چې د ملګروملتونو تر حمایې لاندې اشخاصو پر وړاندې ترسره کیږي، لکه د ملګرو ملتونو دیپلماتیک مامورین، (۱۴/۱۲/۱۹۷۳م)
ــ د نیویارک کنوانسیون د یرغملو څخه د مخنیوی په اړه، (۱۹۷۹م)
ــ د وین کنوانسیون د هسته یي توکو څخه د فیزیکي حمایت په اړه، (۱۹۷۹م)
ــ د مونترال پروتکل، په ملکي هوایي ډګرونو کې، تاؤتریخوالي او په غېر نظامي، بین المللي هوایي ډګرونو کې د امنیت د له منځه وړلو پر وړاندې د مخنیوي په اړه، (۱۹۸۸م)
ــ د رُم کنوانسیون د بحري [بېړیو] پر وړاندې د ناامنیو او غېر قانوني کړنو د مخنیوي په اړه، (۱۹۸۸م)
ــ د رُم پروتکل، د هیوادنو لخوا د اړوندو بحري اوبو پر مخ د جوړو شویو ودانیو پر وړاندې د غېر قانوني کړنو د مخنیوي په اړه، (۱۹۸۸م)
ــ د مونترال کنوانسیون د چاودیدونکو توکو علامت ګذاري د کشفي موخو لپاره، (۱۹۹۱م) (۱)
ــ د نیویارک کنوانسیون د تروریستي وژنو او د چاودیدونکو توکو څخه د ګټې اخیستنې د مخنیوي په اړه، (۱۹۹۷م)
ــ په کال(۱۹۹۸/م، د دسامبر په ۸ نیټه) [۱۲۱۴] شمېره پریکړه لیک.(۲)
ــ د (۱۹۹۹/م) کال د ملګرو ملتونو کنوانسیون د تروریستي کړنو د مالي لګښتونو د مخنیوي په اړه.  (۳)
ــ د (۱۹۹۹م/ د اکتوبر په ۱۵نیټه) [۱۲۶۷] شمېره پریکړه لیک.(۴)
ــ د (۱۹۹۹م، د اکتوبر په ۱۹ نیټه) [۱۲۶۹] شمېره پریکړه لیک او د ( ۲۰۰۰/ م، د دسامبرپه ۱۹ نیټه [۱۳۳۳] شمېره پریکړه لیک. (۵)
 
د ملګرو ملتونو منشور (۱۹۴۵) زیږدیز، کال:
دوهمه ماده:
۴ــ د [ملګرو ملتونو] ټول غړي په بین المللي اړیکو کې د بل هر هیواد، ارضي تمامیت، سیاسي خپلواکي، یا بله هر ډول کړنلاره چې د ملګرو ملتونو له موخو څخه مخالفه وي، په زور باندې، له تهدید ولو څخه دې ډډه وکړی.
۷ــ په دې منشور کې، درج شوي مقررات، ملګروملتونو ته اجازه نه ورکوي چې: هغه کړنې چې له آره د یوه هیواد خپل داخلي صلاحیتونه دي مداخله یا لاسوهنه وکړي او خپل غړي هم دې ته نه اړ باسي چې دا ډول موضوعات دې د منشور د مقرراتو تابع وګرځوي، خو دا اصل به د[ملګروملتونو] د هغو قهري کړنو، مخه ونه نیسي چې په اووم فصل کې ذکر شوي دي.
پنځه پنځوسمه ماده:
ملګري ملتونه د هیوادونو د ثبات، د رامنځ ته کولو، د سوله ییزو او د بین المللي دوستانه اړیکو د ټینګښت او د مساوي حقوقو او د ملتونو د خپل واکۍ پر بنسټ لاندې کړنې هڅوي.
الف- د ژوند کولو د سطحې پورته کول، د پرمخ تګ لپاره د کار د شرایطو برابرول او په اقتصادي او اجتماعي نظام کې پراختیا.
ب- د بین المللي، اقتصادي، اجتماعي، طبي او نورو اړوندو مسایلو حل او بین المللي همکاري د زده کړو او په فرهنګي برخه کې.
ج- نړیوال او اغیزمن درناوی، د بشر حقونو او بنسټیزو آزادیو ته د ټولو لپاره، پرته له هر ډول تبعیض څخه لکه توکم، جنس، ژبه او مذهب.
درې دیرشمه ماده:
[دملګرو ملتونو د غړو هیوادونو] تر منځ مخالفتونه چې بین المللي سوله او امنیت په خطر کې غورځوي، باید له هرڅه نه وړاندې د مذاکرو، منځګړیتوب، جوړجاړی ،قضايي ادارو یا د سیمه ییزو حل لارو، یا ټول هغه سوله ییز وسایل غوره شي او د حل لارې یې ولټول شي. (۶)
***************************************************************************************************
دبشر د حقوقو نړیواله اعلامیه
د ۱۹۴۸د ډسمبر ۱۰، (۱۹/۹/۱۳۲۷لمریز کال)
د ملګروملتونو سازمان د عمومي غونډې مصوبه
 
د بشرحقوقو له اعلامیې څخه مو هغه مادې رانقل کړي دي چې د انسانانو وژل، د انسانو پر وړاندې تاؤتریخوالی او نورې وحشي کړنې په کې منع شوي دي.
لُمړۍ ماده:
ټول انسانان آزاد نړۍ ته راځي او د حقوقو او حیثیت له پلوه سره برابر دي.
ټول د عقل او وجدان درلودونکي دي او باید یو له بل سره د ورورګلوۍ په روحیه چلند وکړي.
دویمه ماده:
هر څوک کولی شي چې د هر ډول توپیر پرته په ځانګړي ډول د توکم، رنګ، جنس، ژبې، مذهب، سیاسي عقیدې او هره بله عقیده، ملیت، ټولنیز موقف، شتمني، زیږیدنه او د بل هر موقف په نظر کې له نیولو پرته د هغو ټولو حقونو او ازادیو څخه ګټه واخلي کوم چې په دې اعلامیه کې یادونه ترې شوي ده.
سربېره پر دې له هیچا سره به د هغه د هیواد او یا سیمې، د سیاسي، اداري، قضایي یا د نړیوال موقف پر بنسټ تبعیض ونه شي، که څه هم هغه هیواد یا سیمه چې شخص ورپورې تړلی وي، خپلواک، ترلاس لاندې، غېرمختار او یا یې حاکمیت په یو ډول محدود وي.
دریمه ماده:
هر څوک د ژوند، آزادي او شخصي امنیت حق لري.
څلورمه ماده:  
نه شو کولی هیڅوک په مریې توب کې وساتو او په هره بڼه د مریې توب په ډول یې پېرودل منع دي.
پنځمه ماده:
نه شو کولی چې هیڅوک تر ربړونې، کړاو او یا تر داسې چلند لاندې راولو چې ظالمانه د انسانیت خلاف او سپکاوي څخه ډک وي.
نهمه ماده:
هیڅوک په خپل سر توقیف، بندي او تبعید کیدای نه شي.
دولسمه ماده:
د هیچا په محرمیت، کورنۍ، د اوسیدو ځای او لیکونو کې لاس وهنه نه کیږي او نه یې په نوم او حیثیت تېری کیدای شي، هر څوک د دې ډول یرغل یا لاس وهنې پر وړاندې د قانوني ساتنې حق لري.
اتلسمه ماده:(*)
هر څوک حق لري چې د فکر، وجدان او مذهب د ازادۍ څخه برخمن شي، دا حق د مذهب او عقیدې د بدلون متضمن دی او همدا رنګه داحق یوازې، یا له نورو سره په ګډه، په ښکاره یا په خصوصي توګه د خپلې عقیدې یا دین په تدریس، عمل، عبادت کولو او دیني مراسمو ترسره کولو، متضمن دی.
 
دېرشمه ماده:
په دې اعلامیه کې هېڅ یوه فقره یا ماده باید داسې تعبیر نه شي چې کوم دولت، ډله
 یا شخص ته د دې حق ورکړي چې په داسې فعالیت لاس پورې کړي یا داسې کار
 
-----------------------------------------------------------------------------------
(*) د اتلسمې مادي په اړه د دې لیکنې په پای کې زموږ لید لوری ولولئ.
 
تر سره کړي چې هدف یې په دې اعلامیه کې د ذکر شویو حقوقو او آزادیو لغوهکول وي. 
 
د ملګروملتونو د مدني او سیاسي حقونو تړون، (۱۶، دسامبر،۱۹۶۶/ م)
 
لُمړۍ برخه ؛ لُمړۍ ماده: ټول ملیتونه د خپلواکۍ حق لرونکي دي.
دوهمه برخه؛ دوهمه ماده:
 دې دغه تړون اړوند دولتونه ژمن دي چې په دغه تړون کې پېژندل شوي حقوق د هغو ټولو افرادو په اړه چې د دوی تر حاکمیت لاندې اوسیږي، د هر ډول توپیر پرته، لکه؛ توکم، رنګ، جنس، ژبه، مذهب، سیاسي عقیده یا نورې عقیدې، ملي بنسټ یا ټولنیز موقف، شتمني، نسب او د نورو هر ډول وضعې په نظر کې نیولو سره، محترم وشمېري او تضمین یې کړي.
دریمه ماده:
دې دغه تړون اړوند دولتونه ژمن دي چې د ښځو او سړیو مساوي حقوق، د مدني او سیاسي حقوقو څخه په استفادې سره چې په دې تړون کې وړاندې شوي دي ټینګ کړي.
دریمه برخه؛ شپږمه ماده:
۱­ــد ژوند کولو حق، د انسان د ذاتي(فطرتي) حقوقو څخه دی، له دې حق څخه دې قانونی ملاتړ وشی، هیڅوک نه شي کولی چې یو څوک، پخپل سر بې له جواز له ژوند څخه محروم کړي.
۲ــ په هغو هیوادنو کې چې د اعدام سزاوې نه دي لغوه شوي، د اعدام د حکم صادرول جایز نه دي، خو د ډېرو مهمو جنایاتو په صورت کې، چې د قانون سره سم جنایت تر سره شوی وي، چې هغه هم نه باید د دې تړون(میثاق) او ټولیزو
وژنو(genocide) د مخنیوي او سزا ورکولو له کنوانسیونونو سره مخالفت ولري.
د دغو(اعدام) سزاؤ ورکول جایز نه دي، مګرد صالحې محکمې د قطعي حکم پربنسټ.
اومه ماده:
 نه شو کولی چې څوک شکنجه او وزورؤ، یا هغه ظالمانه سزاوې او چلند چې د انسانيت خلاف وي تر سره کړو. په ځانګړي توګه په یو چا باندې، د هغه له خوښې پرته د طبي او علمي ازمایښتونو تر سره کول، منع دي.
اتمه ماده:
۱ــ هیڅوک په مریې توب(غلامۍ) کې نه شو ساتلی. د غلامانو پرورل او پېرودل په هر ډول او بڼه چې وي منع دي.
نهمه ماده:
۱ــ هر څوک د ځاني (شخصي) امنیت او آزادۍ حق لري. نه شو کولی چې یو څوک په خپل سر بندي او یا ونیسو، له هیچا څخه آزادي نه شو اخیستلی، مګر د مقررې محکمې د قانون د حکم سره سم.
۵ــ هرڅوک چې په غېرقانوني توګه بندي اویا ونیول شي دخسارې دجبران حق لري.
لسمه ماده:
۱ــ د هغو ټولو خلکو په اړه چې له خپلې آزادۍ څخه محروم شوي دي، باید په انسانيت او د انسان ذاتي حیثیت ته په درناوي چلند ورسره وشي.
اولسمه ماده:
۱ــ د چا په شخصي ژوند، کورنۍ، استوګنځای یا په مکاتباتو کې په خپل سر، بې له اجازې، یا د قانون خلاف، مداخله کول منع دي، همدارنګه د هغه شرافت او حیثیت باید د غېری قانوني تیري لاندې رانه شي.
۲ــ هر څوک حق لري چې د دا ډول مداخلو او تېریو پر وړاندې له قانون څخه برخمن وي.
اتلسمه ماده: (*)
۱ــ هر څوک د فکر، وجدان او مذهب آزادي لري. د یو مذهب یا عقایدو د منلو او په انتخابولو کې د آزادۍ حق دی. دا رنګه د مذهب او متعقداتو د ښکاره کولو
آزادي، هغه که په یوازې او یا ټولیزه توګه وي، د خپلو عباداتو، آدابو، اعمالو او مذهبي زدکړو ترسره کول په ښکاره او یا که په پټه وي.
۲ــ هیڅوک باید د زور سره مخ نه شي چې د خپل مذهب په لرلو او یا د یو مذهب او عقیدې په غوره کولو کې یې آزادۍ ته ضرر ورسیږي.
۳ــ د مذهب او متعقداتو ښکاره کول د محدودیتونو لاندې نه شي راتللی، مګر هغه چې د  قانون له مخې منحصر وي، او حمایت له؛ امنیت، نظم، سلامتۍ، عمومي اخلاق، حقوق او یا د نورو [خلکو] د بنسټیزو آزادیو لپاره اړتیا وي.
نولسمه ماده:
۱ــ هیڅوک د هغوی د ګروهو، له امله نه شو ډارولی.
۲ــ هرڅوک د بیان د آزادۍ حق لري ... [لاندې موارد، باید په نظرکې ونیول شي:]
الف: د نورو حقوقو او حیثیت ته درناوی.
ب: د عمومي نظم، امنیت، سلامتۍ او عمومي اخلاقو ساتل.
شلمه ماده:
۱ــ د جګړې کولو لپاره هر ډول تبلیغ د قانون له مخې منع دی.
۲ــ هر ډول هڅول (دعوت) چې د ملي، نژادي یا مذهبي کرکې او کینې یا تبعیض او یا، د زور د اعمالو موجب شي منع دي.
یویشتمه ماده:
۱ــ کورنۍ د ټولنې بنسټیز او طبعي عنصر دی، چې د حکومت او ټولنې لخوا د ملاتړ حق لري.
 ــ د نکاح حق او د کورنۍ جوړول د ښځو او سړیو لپاره چې د واده کولو سن ته
ورسیږي په رسمیت پېژندل کیږي.
۳ــ هیڅ یوه نکاح د دواړو خواؤ له آزادانه رضایت پرته نه تړل کیږي.
څلرویشتمه ماده:
---------------------------------------------------------------------------------------------------------
(*)د ملګروملتونو د مدني او سیاسي حقونو تړوند اتلسمې مادي په اړه د دې لیکنې په پای کې ولولئ.
هر ماشوم د هر ډول تبعیض او توکم، (نژادي حیثت) له پلوه، رنګ، جنس، ژبه، مذهب، ټولنیز، ملي اصل او بنسټ، قدرت یا د نسب، حق لري چې د ماشومتوب وضع یې غوښتنه کوي، د هغه د کورنۍ، ټولنې او د هیواد د حکومت لخوا باید د عملي ملاتړ څخه برخمن شي.
شپږویشتمه ماده:
ټول خلک د قانون پر وړاندې مساوي دي او پرته د هر ډول تبعیض څخه د یوشان ملاتړ حق لري، په دې لحاظ قانون باید د هر ډول تبعیض مخه ونیسي او د ټولو خلکو لپاره د هر ډول تبعیض پر وړاندې برابراو موثر ملاتړ وکړي، خصوصاً د توکم ، رنګ، جنس، ژبه، مذهب، سیاسي اونورې عقیدې، ټولنیز، ملي اصل او بنسټ ، قدرت یانسب او یا بل هر ډول وضعیت باید تضمین کړي.(۸)
 
د ژنو څلورګوني تړونونه (کنوانسیونونه) او پروتوکولونه (اګست۱۲/۱۹۴۹/م)
 
کله چې وسله واله جګړه پېل شي د ژنو د څلورګونو کنوانسیونونو او اړونده پروتوکلونو مواد، په هر ډول شرایطو کې د اجراء وړ دي.(ک۴-۱، ۲،م؛ ۱،پ، ۱،م) (*)
دا قوانین په غیرو بین المللي وسله والو جګړو کې چې په هغو کې یوازې له خاصو قوانیو څخه کار اخستل کیږي باید رعایت شي. (۲-پ)
دا حقوقاواصول په غېری بین المللي جګړوکېهم داجراء وړاومعتبردي(۲پ، ۴- ۶م).
په هر ډول شرایطو کې باید د بشر دوستۍ اصول رعایت شي.(۱- ۴ک، ۳م)
هیڅوک باید د کنوانسنونو ټاکلي اصول، له نظره ونه غوځوي او بل څوک هم دې کار ته مجبور نه کړي. (۱- ۳ک، ۷م؛ ۴ ک، ۸ م).
 
-------------------------------------------------------
(*)ــ ک، معا دل دی له کنوانسیون سره.
ــ م، معا دل دی له ما دې سره.
ــ پ، معا دله ده د پروتکل سره.
 
لاندې کړنې په هر ځای، هر زمان او په ډول چې وي منع دي:
وژل، شکنجه، (بدني وهل ټکول)، د بدن د غړو غوڅول، په عفت باندې تېری،
یرغمل کول، ټولیز وهل ټکول، بې له محکمې اعدامول، او نورې ټولې ظالمانه او سپکونکي او توهیني کړنې. (۱- ۴ک،۳،م؛ ۱- ۲، ک،۱۲،م؛ ۳ ک، ۱۳م؛۴ ک، ۳۲-۳۴ م؛ ۱پ، ۷۵م؛ ۲ پ ، ۴-۶ م)
(ټپیان، ناروغان او د ماتو شویو بېړیو کسان) باید چې ونه وژل شي او ټپي نه شي.
باید له دوی سره انساني وضع وشي او په خپل وخت په ښه شکل یې درملنه او
څارنه وشي. مختلف خلک چې په مختلفو جګړو کې نیول شوي دي، باید یو شان
شرایط ورته برابر شي او تر منځ یې باید هیڅ ډول توپیر نه وي مګر د درملنې له مراقبتونو له نظره. (۱ک، ۱۲- ۱۵ م؛ ۲ک، ۱۲- ۱۸م؛ ۱پ،۱۰م؛ ۲پ، ۷م)
د جګړې ټپیان، ناروغان، هغه کسان چې بېړي یې ماتې شوي وي، ډکټران او مرسته رسوونکي، غېرنظامي دفاعي خدمت کاران، د جګړې اسیران، غېرنظامې خلک، فرهنګي او غېرنظامي ځایونه، طبعي چاپېریال، همدا رنګه هغه تاسیسات چې په انرژۍ او نورو خطرناکو توکو باندې کارکوي هرډول مقابله یې پر وړاندې منع ده. (۱ک، ۴۶م؛ ۲ک، ۴۷م؛ ۳ک، ۱۳م؛ ۴ک، ۳۳م؛ ۱پ، ۲۰، ۵۱، ۵۶م)
ټول ټپیان، ناروغان او د ماتو شویو بېړیو کسانو ته دې په هر ډول شرایطو کې درناوی او ملاتړ دې ترې وشي. (۱ک، ۱۲ م؛ ۱ پ، ۱۰ م؛ ۲پ، ۷م)
سرتیري باید له خپل وسله وال دښمن ټپیان، ناروغان او یا هغه کسان چې بېړۍ یې ماتې وي او د دوی لخوا نیول شوي وي، باید د خپلو کسانو په شان وضعیت ورسره وکړي (۱ک، ۱۲- ۱۴م؛۲ک، ۱۲- ۱۶م؛ ۱پ، ۴۴م).
د وژل شویو کسانو د جسدونو او د هغوی د لوټولو د مخنیوي په اړه دې وړ کړنې تر سره شي (۱ک، ۱۲۳- ۱۴م؛۲ک ۱۲- ۱۶م؛ ۱پ، ۴۴م).
د وژل شویو کسانو جسدونه مخکې له هغې چې خاورو ته وسپارل شي یا وسوزول شي او یا هم اوبو ته واچول شي د هغوی هویت او د امکان په صورت کې، د هغه د مرګ علت دې د طبي معایناتو له مخې سرګند شي (۱ک، ۱۶- ۱۷ م؛ ۲ک، ۱۲- ۱۶؛ ۱پ، ۸م).
د دښمن، وژل، ټپي کول یا نیول په ټګۍ او غولونې سره، منع دي(۱پ، ۳۷م).
د رسمي نښانونو(د سره صلیب یا هلال احمر او سپین بېرغ) څخه ناوړه ګټه باید وانه خستل شي(۱پ، ۳۸م)
هغه دولتونه چې په جګړه کې ښکېل وي او یا په جګړه کې نه وي د هغوی له ملي نښانونو څخه ګټه اخیستنه منموع ده(۱پ،۳۹م).
د ټپیانو، ناروغانو، بېړۍ ماتو شویو او ورکو کسانو په اړه، ټولې وړ کړنې بې له ځنډه باید تر سره شي (۱ک،۱۵م؛ ۲ک، ۱۸م؛ ۴ک، ۱۶م؛ ۱پ، ۳۳م؛ ۲پ، ۸م).
هر ډول ګټور معلومات چې د ټپیانو، ناروغانو، بېړۍ ماتوشویو او وژل شویو د پېژندلو په اړه مرسته کوي باید ثبت او ضبط شي ( ۱ک، ۱۶م؛ ۲ک،۱۹م).
هغه وسله وال قوتونه چې جګړه کوی(بې له طبي او مذهبي کسانو څخه) نظامیان شمېرل کیږي او هرنظامي چې د مقابل لوري څخه ونیول شي، جنګي اسیر بلل کیږي (۳ک، ۴م؛ ۱پ، ۴۳- ۴۴م).
د هغو سیمو اوسیدونکي چې سیمه یې د دښمن لخوا نه وي نیول شوي د دښمن پر وړاندې وسله پورته کړي او د تیري کونکو پر وړاندې مقاومت کوي، هم جنګي اسیران شمېرل کیږي، په دې شرط چې په ښکاره ډول وسله د ځانه سره وګرځوي او د جګړې قوانین رعایت کړي(۳ک، ۴م) هغه تن چې په جګړه کې ګډون وکړي او ونیول شي، جنګي اسیر شمېرل کیږي، باید د جګړه ییز قانون سره سم چلند ورسره وشي، که د هغه د وضعیت په اړه شک او تردید هم موجود وي (۳ک، ۵م؛ ۱پ، ۴۵م).
په هر ډول شرایطو کې باید د جګړې له اسیرانو سره انساني چلند وشي او د هغه شخصیت ته درناوی وشي او آبرو او حرمت یې باید وساتل شي(۳ک،۱۳- ۱۴م).
اسیران باید چې د معلوماتو د اخیستلو له امله تر فشار لاندې ونه نیول شي(۳ک،۱۷م). توغندي، وسلې، او نور هغه توکي او جګړې چې د سختو دردونو، شدید رنج او ټپي کیدو سبب کیږي منع دي(۱پ، ۳۵م).
په هغه صورت کې چې غالب قوتونه د اسیرانو د انتقال امکانات نه لري، باید هغوی خوشي کړي(۱پ، ۴۱م).
د غېر نظامیانو څخه د یوې سیمې د ساتلو لپاره باید له نظامي عملیاتو څخه ګټه پورته نه شي(۱پ، ۵۱م).
پناه نه ورکول منع دي(۱پ، ۴۰م).
ړانده او بې هدفه بریدونه منع دي(۱پ، ۵۱ م).
د ښځو پروړاندې، د هغوی د جنسیت سره سم یې باید درناوی او ښه چلند ورسره وشي(۳ک، ۱۴م).
د ښځو او ماشومانو درناوی ضروري او لازمي دی او باید د هر ډول جنسي سپکاوي پر وړاندې یې ملاتړ وشي(۴ک، ۲۴م؛ ۱پ، ۷۶-۷۷-۷۸م).
هغه دښمن چې د جګړې له ډګرڅخه بهر وي، باید تر برید لاندې رانه شي(د بېلګې په توګه؛ څوک چې په جګړه کې ګډون نه لري او یا د جګړې کولو توان نه لري) څوک چې تسلیم شوی وي او یا اعلان وکړي چې د تسلیمۍ نیت لري (۱پ، ۴۱- ۴۲م).
د دغه قانون پر بنسټ ملکي وګړي باید له نظامیانو څخه او ملکي اهداف له نظامي اهدافو څخه تشخیص شي او نظامي عملیات یوازې نظامي اهدافو ته متوجه شي(۱پ، ۴۸م).
هرهغه څوک چې دمسلحو قواؤ غړیتوب ونه لري،غېرنظامي شمېرل کیږي(۱پ، ۵۰م).
ټول غېر نظامي اهداف هغه دي چې نظامي نه شمېرل کیږي. د بېلګې په توګه:
هغه سیمې چې د جګړي  سره هېڅ ډول وړ مرسته نه کوي، د هغوی ورانول په هغه وخت کې جنګي او نظامي بری نه شمېرل کیږي(۱پ، ۵۲م).
نه یوازې چې ملکي خلک او ملکي اهداف تر بریدونو لاندې را نه شي، باید د نظامي اهدافو په بریدونو کې هم پوره احتیاط وشي تر څو د ملکي سیمو احتمالي ورانۍ تر ټولو ټیټې کچې ته ورسیږي(۱ پ، ۵۷- ۵۸ م).
د دښمن له ډلې څخه د غیرنظامیانو وږي ساتل، د ضروري توکو له منځه وړل، چې د دوی د ژوند لپاره ضرور دي او چاپیریال ته د اوږد مهالو تاوانونو اړول منع دي(۱پ، ۵۴- ۵۵).
له ټولو څخه لُمړی باید د جګړه ځپلو خلکو لُمړني حقوق بې له هر ډول تبعیض څخه رعایت شي، شخصیت، عقاید، شان او مذهب ته یې باید احترام وشي؛ د نظامي او ملکي کسانو لخوا هېڅ ډول تېری، د جګړې ځپلو خلکو پر ژوند، جسمي او رواني سلامتیا او یا د دوی پر شرف او عزت باندې ترسره نه شي او د تیري په صورت کې جګړه ځپلی کس د منصفانه محکمې د غوښتلو حق لري(۱پ، ۷۵م).
هغه ملکي خلک چې د دښمن په سیمه کې اوسیږي، اجازه لري چې له هغې سیمې څخه ولاړ شي، خو که د امنیتي دلایلو له امله يې ممانعت وشي(۴ک،۳۵م).
که چېرې دوی له سیمې څخه ولاړ نه شي او یا په هغه ځای کې په زور سره وساتل شي، باید د هغوی سره لکه د سولې په وخت کې د بهرنیانو په شان چلند وشي(۴ک، ۳۸م).
د ملکي خلکو هر ډول لېږدیدنه(تبعید) له یو ځای څخه بل ځای ته په غوڅه توګه منع ده(۴ک، ۴۹م).
اشغالګرې قواوې * (!) اجازه لري چې د جګړه ییزو (خصمانه) اعمالو پر وړاندې
چې د اداري چارواکو او یا د مسلحو قواؤ پر غړو تر سره کیږي له ځان څخه دفاع
وکړي. دا قواوې کولی شي په دې اړه ځانګړي قوانین وضع کړي(۴ک، ۶۴م). هغوی کولی شي چې متهمان په خپلو محکمو کې محکمه کړي(۴ک، ۶۶م)، خو بې د یوې رسمي محکمې، له حکم پرته بل هیڅ حکم د اجرا وړ نه دی(۴ک، ۷۱م). ممکن د امنیتي دلایلو له امله ځیني کسان ونیول شي(۴ک، ۷۸م). ټولې یادې کړنې باید د حمایتي قواؤ لخوا د ښکاره نظارت سره تر سره شي(۴ک، ۶۵- ۷۷- ۷۸- ۱۳۶- ۱۳۷- ۱۴۳م).
د دښمن په نیول شویو سیمو کې ملکي خلک له یو ډول او ګډو حقوقو څخه برخمن دي. په هر ډول شرایطو کې باید د دوی شخصیت، کورني حقوق، شان، عقاید او
------------------------------------------------------------------------------------
 
(*) د دؤ یا د څو دولتونو تر منځ د غالب لوري د کړنو په اړه وضع شوي اصول دي، چې د تېري کوونکوهیوادونو پر وړاندي یې دفاعي او عادلانه جګړه ترسره کړي وي.
مذهبي مراسم او آداب او د خلکو رسومو ته درناوی وشي. له دوی سره باید انساني چلند وشي(۴ک، ۲۷م).
د دوې پر وړاندې، له هر ډول زور څخه باید ډډه وشي(۴ک، ۲۷م).
په خاصه توګه ښځې له هرډول جنسي سپکاوي څخه بایدوساتل شي(۴ک،۲۷م).
 
دبشر حقونو او اساسي اصلاح شویو آزادیو څخه، د اروپایي کنوانسیون حمایت، د(۱۱) شمېرې پروتوکل پر بنسټ. د نوامبر ۴، ۱۹۵۰م، رُم.
 
دوهمه ماده: د ژوند کولو حق!
 
 
۱۱ــ د ټولو خلکو د ژوند کولو حق د قانون له مخې باید حمایه شي؛ هیڅوک نه باید په عمدي توګه د ژوند کولو له حق څخه بې برخې شي، په استثنا د محکمې له حکم څخه چې د افرادو دجنایت څخه وروسته دا ډول سزا د قانون سره سمه تجویزوي.
۲ــ په لاندې مواردوکې چې دقهریه قوې څخه کار اخیستل کاملاً ضروري او مخینوی یې ناشونی دی، د افرادو د ژوند څخه محرومیت د دې مادې نقض نه شمېرل کیږي:
۱ــ د غېر قانوني تاؤتریخوالي(خشونت) پر وړاندې د خلکو د دفاع په حالت کې.
۲ــ د قانوني نیولویا دهغو بندیانودتېښتېمخنیوی چې په قانوني توګه بندي شوی وي. 
۳ــ د شورشونو او سر کښیو د غلي کولو لپاره قانوني کړنې.
 دریمه ماده:
هیڅوک باید شکنجه نه شي او غېرانساني سزاوې یا سپکؤنکی چلند ورسره ونه شي.
څلورمه ماده:
هیڅوک په مریې توب یا بندګۍ کې، باید ونه ساتل شي.
هیڅوک باید په بېګارۍ او په زور کار کولو ته مجبور نه شي.
 پنځمه ماده:
۱ــ هرشخص د ځاني(فردي) آزادۍ او امنیت له حق څخه برخمن دی.
هیڅوک باید له خپلې آزادۍ څخه محروم نه شي، بې له لاندې قانوني کړنو څخه چې قانون ټاکلي دي:
۱ــ قانوني حبس، چې د یوې منلي (صالحې) محکمې لخوا تاید شوی وي.
اتمه ماده:
۱ــ هرڅوک دکورنۍ اوشخصي ژوند، کوراو لیکنو د درناوي له حق څخه برخمن دي.
۲ــ د دولتي مقاماتو لخوا د دې حقونو په اجرا کې هیڅ ډول مداخله باید ونه شي، مګر قانوني مداخله چې په ټولنه کې د ملي امنیت، عمومي سوله یا د هیواد اقتصادي ښېګڼو د ساتلو، د جرمونو او هرج ومرج د مخنیوي، د ټولنې د اخلاقو د سلامتۍ یا د ټولنې د ضروري حقوقو د حفاظت لپاره تر سره شي.
نهمه ماده:
۱ــ هرڅوک د نظر، عقیدې او مذهب له آزادۍ څخه برخمن دي؛ دا د آزادۍ حق د مذهب د بدلون، یا د هغه شخصي ګروهه، که په یوازې یا په ډله ایزه توګه وي، د نورو پر وړاندې یا که په خصوصي ډول وي، د دیني یا عقیدتي کړنو آزادي، د لمانځنو او زدکړو تر سره کول او نظارت په کې شامل دي.
۲ــ  د ځانځاني دیني اعمالو او اعتقاداتو، آزادي، یوازې په هغه مواردو کې چې په قانون کې ټاکل شوي وي ترسره کیږي، او د ټولنې د امنیت، عمومي نظم، سلامتي، اخلاقیات یا د ټولنې حقوق او آزادۍ څخه د حمایت محدویتونه د ځان سره لري.
لسمه ماده:
 ۱ــ هر څوک دبیان  د آزادۍ له حق څخه برخمن دی. چې د عقیدو او اطلاعاتو تر لاسه کول او بیانولو د آزادۍ حقوق په کې شامل دي چې د دولتي مقاماتو له مداخلې او د جغرافیایي سرحدونو په نظر کې نیولو پرته تر سره کیږي.
۲ــ د دغو آزادیو اعمال ترسره کول، تر هغه ځایه چې له ځانه سره دندې او مسؤلیتونه لري، امکان لري چې هغو تشریفاتو، شرایطو، محدویتونو یا مجازاتو ته اړتیا ولري چې د قانون له مخې ټاکل شوي وي او په ټولنه کې د ملي امنیت، ارضي تمامیت د ګټو د ساتلو، یا عمومي سوله چې د هرج و مرج د مخنیوي یا د جرمونو ترسره کول، د خلکو د سلامتۍ او اخلاقو ساتل، د آبرو او نورو ټولو حقونو څخه حمایت، د پټو اطلاعاتو له افشاء کولوڅخه مخنیوی یا دقضایي ادارې بې طرفي لازم او ضروري دي.
یولسمه ماده:
۱ــ هر څوک د سوله ییزو ټولنو، غونډو او نورو د جوړلو څخه برخمن دي چې د خپلو ګټو لپاره په تجارتي اتحادیو کې ګډون وکړي.
۲ــ د دغو حقونو په تحقق کې هیڅ محدودیتونه نشته خو هغه محدویتونه چې قانون ټاکلي وي، چې په یو ټولنه کې د ملي امنیت یاعمومي امن چې د هرج و مرج او د جنایتونود مخنیوي، د خلکو سلامتي اخلاق او یا هم د عمومي آزادیو او حقوقو د حمایې لپاره  تشخیص شي.
دا ماده دهیواد د وسله وال پوځ،پولیس او اجرایي مقاماتو د قانوني کړنو مخه نه نیسي.
دولسمه ماده:
ښځې او سړي چي د واده قانوني عمُر (سن) ته ورسیږي د خپلو ملي او حاکمو قوانینو سره سم، د واده او کورنۍ د جوړلو له حق څخه برخمن دي.
دیارلسمه ماده: د هر شخص آزادي او حقوق چې په دې کنوانسیون کې راغلي دي او له منځه وړل شوي وي، که څه هم دغه د آزادۍ حقوقو له منځه وړونکي رسمی با ظرفیته افراد وي، د اړول شوي زیان، د جبران حق لري.
څوارلسمه ماده:
برخمن کیدل له هغو آزادیو او حقوقو څخه  چې په دې کنوانسیون کې درج شوي دي بې له تبعیض لکه جنسیت، توکم، رنګ، ژبه، دین، سیاسي او نورې عقیدې، ملي یا ټولنیز اصلیت، په لږکیو ډولو کې غړیتوب، شتمني، زیږیدنه او یا نور ټول حالات باید تضمین شي.
اولسمه ماده:
د دې کنوانسیون ټول مفاد باید داسې تعبير او تفسیر نه شي چې دولت، ډله یا شخص وکړی شي، په هر ډول فعالیت کې د ګډون لپاره، چې په دې کنوانسیون کې درج شوي آزادۍ او حقوق له خپل حد څخه زیات او یا کم کړي تر څو په کنوانسیون کې یادې آزادۍ او حقوق له منځه یوسي.
د ملګروملتونو د بشر د حقوقو په نړیواله اعلامیه، (۱۸) ماده؛ د ملګروملتونو د مدني او سیاسي حقونو په تړون، (۱۸) ماده (۲) فقره؛ دبشر حقونو او اساسي اصلاح شویو آزادیو څخه، د اروپایي کنوانسیون حمایت، په (۹) ماده کې راغلي دي:
هیڅوک باید د زور سره مخ نه شي چې دد خپل مذهب په لرلو او یا د یو مذهب او عقیدې په غوره کولو(د مذهب بدلون) کې یې آزادۍ ته ضرر ورسیږي.
د بشر د حقونو نړیواله اعلامیه؛ د ملګرو ملتونو د مدني او سیاسي حقونو په تړون او په اروپایي کنوانسیون کې یادې شوي مادې پر مسلمانان باندې د پلي کولو وړ نه دي، که چېرې یو مسلمان له خپل دین څخه بل دین ته واوړي، په اسلامي شریعت کې یې سزا مرګ ده، په دې بنسټ ویلی شو چې: د دې لپاره چې یو انسان د ونه وژل شي، باید چې هر مسلمان د تل لپاره پر خپله ګروهه باندې ټینګ پاتې شي.
                                  د دریمې برخې پای.
***************************************************************
اخځلیکونه او سرچينې:
(۱) HTTP: HOOJHOOJH.COM
(۲) www.csr.ir
(۳)www.csr.ir ، (موضع‌گيري سازمان كنفرانس اسلامي در مبارزه با تروريسم بين‌المللي)
(۴)www.csr.ir
(۵)www.csr.ir
(۶) www.tco.ac.ir
 (۷)www.kickerpen.blogfa.com
(۸)www.icrc.org