کوم یو ډېر خطرناک  دی : البغدادي  که الظواهري ؟

له کومې ورځې،چې ابو بکر البغدادي  دالقاعدې له مشر ایمن الظواهري خپله لار جلا کړه  او په سوریه کې  یې دلبنان  پنځه   اندازه  خاوره تر لاسه کړه او بیا یې  دعراق درېیمه  برخه هم ور زیاته کړه ، دا مهال (نوي خلیفه ) دنړیوال جهاد په برخه کې  له  القاعدې څخه  هر څه واخیستل . ورسره جوخت دا څېړنې  پیل شوې ،چې داعش څوک دي ؟  دا په نړۍ کې له ګواښه ډګه  ډله ده او القاعده به  ډېر ژر  دخلافت  دبیا رامنځته کېدو پر وړاندې  اوبه شي .
رښتیا هم  القاعده  سخته ورخطا شوه او دایمن الظواهري  اواز او پیغامونه هم تری تم شول  او ترڅنګ یې دالقاعدې اړوند وړې او کوچنې ډلې راپورته شوې او دویډیويي پیغامونو پر وسیله یې له داعش ملاتړ اعلان او د دوی  کړنې یې وستایلې . 
په سوریه کې دجبهة النصرة  مشر الجولاني  په سوریه کې داسلامي  امارت  داعلان په موخه  له خپلو ملګرو لس ورځې انتظار وغوښت  ، خو هیڅ هم ونه شول  یوازې  په حلب او ادلب کې  ځینې نښتې او جګړې وشوې .
اوس داسې ښکاري ،چې دداعش ترهګر تنظیم په اړه  یو شمېر اساطیر شتون لري،چې باید وڅیړل شي . دا سمه ده،چې داعش په سوریه او عراق کې دتېلو یو شمېر څاګانې  تر خپل کنترول لاندې راوستې دي  او دورځې نږدې یو ملیون ډالره ګټه تر لاسه کوي ، خو کره مالومات دادي  دا ټوله ګټه د داعش جیب  ته نه ځي ، بلکې  له نورو قبایلو او وسلوالو ډلو سره یې ویشي .
مهمه داده،چې  دالقاعدې په پرتله دداعش خپل لګښتونه هم ډېر دي  ځکه دوی  په هغو پراخو سیمو کې ،چې ددوی تر کنترول لاندې دي خلافت اعلان کړې دی او اړ دی ،چې په دې سیمو کې یو لړ خدمات هم  خلکو ته وړاندې کړي ، خو له دوی له پیسو پرته بل هر څه ته اړتیا لري  لکه دبرېښنا او اوبو مسلکي انجینران ، دښاروالۍ کارمندان ، ډاکتران  او ....  دا هر څه د د اعش لګښتونه  ډیروي ، خو ګټه یې بیا دلګښت په کچه نه ده.  
(فایننشل ټایمز ) ورځپاڼه  دنړیوالو رسنیو هغه راپور ردوي ،چې  له مخې یې داعش په الموصل ښار کې نږدې 400میلونه ډالر  غلا کړي دي  دهمدې خبر پر بنسټ داعش دنړۍ په کچه بډایه ترهګره ډله وپيژندل شوه ، خپله عراقي چارواکي بیا وايي : تر اوسه موږ داسې کوم دلیل نه دی تر لاسه کړې ،چې  دبانک د غلا  پېښه دې رامنځته شوې وي  دا یوازې دپروپاګند تر بریده یو خبر دی .  
 
د داعش او القاعدې ترمنځ توپیر  
 
په ګرده نړۍ کې  دالقاعدې اړوند ترهګرو ډلو له خپله  ځان دداسې ټینګ دسپلین نوښت وښود،چې  داعش ونه توانیده،چې  دا ډلې راخپلې کړي . په المغرب الاسلامي  کې القاعدې  په عراق کې دداعش پرمختګ  وستایه او مبارکي یې ورته وویله  دا په هماغه شېبه کې له القاعدې څخه  دجلا کېدو اعلان و ، خو دوه اونۍ وروسته  همدا ډله  راپورته شوه او د(نوي خلیفه ) ټاکنه یې رد او له الظواهري سره یې خپل ملاتړ یو ځل بیا تازه کړ .
په تونس کې د(انصار الشریعة ) او په یمن کې ( القاعده فی الجزیرة العرب ) کې هم ورته  کړنه تر سره کړه او له (نوي خلیفة ) سره یې مخالفت کړ او داسې ترانې  یې خپرې کړې ،چې دایمن الظواهري  ستاینه په کې شوې وه.
فارن پالیسي مجله کاږي : دایمن الظواهري  تنظیم القاعده  دنړۍ په کچه له ګواښه ډک دی او دا وړتیا لري،چې دڅو کلونولپاره  نړۍ ته سردرد او ګواښ وي ، خو داعش  بیا د پوڼکې بڼه  لري ،چې اوس مخ پر ځوړه  روان دی  .
دالبغدادي  راڅرګندیدل  دده له تکتیکي زیرکتیا سره داسې مهال یو ځای شول ،چې داعش په عراق کې چټګ پرمختګ وکړ ، خودا پرمختګ  ددې تضمین نه شي کولای ،چې داوږدمهاله ستراتیژۍ له مخې دډېر وخت لپاره پاتې شي  او یا دعراق او سوریې له حدود بهر ته ووځي پردې سربېره په همدې سیمو کې هم له  سیمه ییز او ولسي مخالفت سره مخ دي ، خو (جبهة النصرة ) بیا تر خپل کنترول لاندې  سیمو کې دخلکو له ملاتړ څخه برخمنه ده او ولسي ملاتړ یې راخپل  کړې دی .
د(فارن پالیسۍ ) راپور دنړیوال جهاد دمهمو پلویانو لکه (ابو محمد المقدسي او ابو قتادة)  نظرونه رااخستې دي ،چې له  ( نوي خلیفه) سره یې مخالفت  اعلان کړی دی  دوی  دداعش له خلافت سره خپل نظر  داردن له هغه زندان څخه  څرګند کړې دی ،چې دوی په کې بندیان دي  دا دواړه زیاتوي،چې داعش دې دهغو مسلمانانو له وژلو لاس واخلي ،چې له دوی سره مخالفت کوی او دخلافت اعلان خپله باطل دی ځکه دکوم معیار له مخې ،چې رامنځته شوی دی هغه دخلافت له اصولو سر ه اړخ نه لګوي .
دا سمه ده ،چې داعش یو شمېر پلویان  پیدا کړې دي ، خو داصولو او تګلار په اړه ژور اختلاف شتون لري ، ډیری هغه کسان ،چې دخلافت دبیا رامنځته کېدو سره لېوالتیا لري  دوی په دې باور دي ،چې  (اسلامي شریعت ) په  یو ځل نه پلی کیږي  او نه په دومره وحشت لکه داعش یې ،چې کوي .
اوس  د داعش او القاعدې ترمنځ  ډیر ورته والې لیدل کیږي، خو القاعده تر دې دمه  له خبثه ډک صبر کوي  او تر ډېره دخلکو دریځ او نظر ته درناوی کوي  او نه غواړي ،چې په هغو سیمو کې خپلې اجنډاوې او تګلارې رسوا کړي ،چې د دوی تر کنترول لاندې دي ، خو داعش بیا له تلوار کار اخلي  او دهیڅ په کیسه کې نه دي ، دسر له غوڅولو پرته  بله خبره نه پيژني  نوډېره اسانه ده،چې خلک یې پر ضد راپورته شي  او نړۍ هم کولای شي ،چې په ډېره اسانه  داسې لار خپله کړي ،چې  دداعش مخه ونیسي .
ایمن الظواهري اوس هم دنړۍ په کچه لومړۍ درجه  ترهګر دی ،چې پر سر یې 25 ملیونه ډالر جایزه کېښودل شوې ده .