غزل


زه چې كله د خپل يار په غم كې ډوب شم
رانه هېر شي لاندې باندې ټول جهان
چې يې هر څو لټوم ثاني يې نشته
دى يواځې په ښايست كې مې جانان
د مجنون غوندې مې ځان ترې قربان كړى
ستا لپاره مې كړ خاورې دا خپل ځان
وږى تږى ستا د مينې يم دلداره
زړه سوى نه كوې په ما ځهير حيران
ستا د عشق ټوټې به څومره ټولومه
شرم وكړه لږ دې پاك كړه خپل وجدان
ما خپل عمر په زاريو تا ته تېر كړ
ته به كله كړې د رحم خپل باران
عمر تېر شو ستړى شوى يمه گوره
نور به ونه كړم په تا پسې ارمان
سر مې پورته كړ د نوي يار لټون كې
وياله پرېږده كه جهان په تا شي وران