محمد فواد معصوم

 
دعراق په معاصر سیاسي تاریخ کې دا دویم ځل دی،چې یو کرد نژاده دولسمشرۍ څوکۍ ته رسیږي . نن محمد فواد معصوم  دڅلورو کلونو لپاره دجلال طالباني دځایناستي په  توګه وټاکل شو . نوموړی نن دسترې محکمې درېیس پر وړاندې لوړه وکړه او دلوړې  پرمهال یې وویل :
زه پوهیږم ،چې دا څوکۍ مهمه او له ګواښه ډکه ده زه به ترخپل وسه کوښښ کوم،چې  دهېواد یووالی وساتم او دسیاسي ، امنیتي او اقتصادي ستونزو سره دحل په موخه مبارزه وکړم .
دپارلمان مشر سلیم الجبوري په عمومي غونډه کې اعلان کړه،چې 102 تنو ځانونه دولسمشرۍ څوکې ته کاندید کړي، خو خبره دمحمد فواد معصوم او حنان الفتلاوي ترمنځ دویم پړاو ته ولاړه
الفتلاوي له  سیالۍ تېره او ټاکنې دفواد معصوم او حسین الموسوي ترمنځ ترسره شوې  نوموړي د 211 رایو په ترسره کولو سره دراتلونو څلورو کلونو لپاره دعراق ولسمشرشو.
له ټاکنو یوه شپه وړاندې  د(کردستان ائتلاف ) په پلازمنیه بغداد کې سره راټول شول او ټوله هڅه یې داوه، چې څرنګه  دکردانو کاندیدان راکم کړي،چې  رایې یې ونه ویشل شي او د دوی دخوښې کاندید ته  زمینه برابره شي هماغه و،چې  دوی دمحمد فواد معصوم او برهم صالح ترمنځ ټاکنې وکړې  دلته هم فواد وګټله  او برهم له خپلۍ کاندیداتورۍ تېر شو  او کردانو هغه څه ترلاسه کړل،چې دوی غوښتل . کردي وکیلانو دا ګوتڅنډنه هم کړې وه که پارلمان له  فواد معصوم پرته بل څوک  وټاکي دوی له سیاسي پروسې څخه ووځي ځکه  دعراق دولسمشرۍ څوکۍ د دوی ده.
لاندې څو کرښې دمحمد فواد معصوم دژوند لیک په توګه  له مختلفو عربي سرچینو څخه رااخستل شوې دي .
 

 
محمد فواد معصوم دعراق او کردستان په کچه  پيژندل شوې سیاسي او اکاډیمیک څېره ده، منځلارتوب یې  ستره نښه  ده  په خپل سیاسي ژوند کې یې له  سیالیو ګوندونو او ډلو سره  د(نه ټکر ) سیاست راخپل کړې و او همدا یې دیو څه نسبي محبوبیت لامل هم دی .
معصوم له نورو سیاسي، ټولنیزو خوځښتونو په تېره دیني هغو سره  ښې اړیکې جوړې کړې دي  نوموړی دکردستان په  یوې  دینداره کورنۍ کې راستر شوی دی او پلار یې الملا معصوم  دکردستان ددیني عالمانو د ټولنې رییس هم تېر شوې دی .
ډ: فواد معصوم په 1938ز  کې داربیل په  (کویة ) نومي ښار کې نړۍ ته سترګې پرانېستې دي  له هماغه پیله د ولسمشر جلال طالباني دلارې ملګری دی  دمعصوم کورنۍ  د(هورامان) دسیمې مشهوره هغه ده د ده او طالباني کورنۍ په سیمه کې  له سترو دیني کورنیو څخه ګڼل کیږي .
معصوم خپلې لومړنۍ زده کړې د کردستان په دیني ښوونځیو کې بشپړې کړې دي، په 1958  ز کې د لوړو زده کړو په  موخه دمصر الازهر  ته  تللی او له هغه ځایه یې  په 1975 ز کې په اسلامي فلسفه کې دوکتورا تر لاسه کړې ده .
فواد معصوم دخپلې ځوانۍ پر مهال  له کمونیزم څخه اغیزمن شوی و هماغه و،چې سوریې ته ولاړ او هلته یې دکمونیست ګوند له عمومي منشي خالد بکداش سره ولیدل او دګوند غړیتوب یې تر لاسه کړ دوخت په تېریدو یې دکردستان په  اړه دخالد بکداش دریځ خوند ورنه کړ ، هماغه و،چې  له ګوند یې څخه استعفا ورکړه  او په 1964 ز کې  له (کردستان دیموکرات ګوند) سره یو ځای شو .
په 1968 ز کې یې د ( البصرة ) پوهنتون دحقوقي پوهنځي استاد شو او پردې سربېره  په (البصرة ) کې د (کردستان دیموکرات ګوند) استازی هم و .  
فوادمعصوم  په 1973 ز کې بېرته مصر ته ستون شو او هلته دکردي پاڅون استازی شو او هلته تر 1975 ز پورې پاتې شو او په 1976 ز کې یې  دنورو ملګرو په مرسته د (کردستاني محصلینوټولنه)  رامنځته کړه.
په 1992 ز کې د کردستان ولایت دلومړي وزیر په توګه وټاکل شو نوموړی له 1976 ز څخه تر ننه د ( کردستان ملي اتحاد ) ګوند دسیاسي بیورو غړی دی .
په 2003 ز کې دصدام حسین دحکومت له ړنګیدو وروسته  بغداد ته راوکوچید او دلته د کردستان دپلاوي غړی او داساسي قانون دجوړولو دکمیسون غړی و.
په 2004 ز کې دعراقي پارلمان موقتي مشر شو بیا په 2005 زکې له کردستان څخه دپارلمان غړی او په ورته وخت کې دکردي وکیلانو دګروپ مشري هم ورغاړې وه.
 
فواد معصوم له  اغلۍ روناک عبدالواحد سره ګډ ژوند پیل کړې دی، پنځه لوڼې او زوی لري،چې په کوچنیتوب کې مړ شوی دی . نوموړی له جلال طالباني څخه راوروسته دعراق دویم کرد توکمه ولسمشر دی،چې د 2014 ز دجولای پر 24 مه  په غوڅ اکثریت دپارلمان لخوا دعراق دولسمشر په توګه وټاکل شو .
په عراق کې دصدام حسین دحکومت له ړنګیدو راوروسته دسیاسي جوړجاړي  په چوکاټ کې دولسمشرۍ څوکۍ دکردانو د پارلمان ریاست دسنیانو او دلومړي وزیر هغه دشیعهګانو لپاره ځانګړې شوې ده .

د اوسني لومړي وزیر نوري المالکي په مشرۍ د ( ائتلاف دولة القانون ) ډېرې څوکۍ تر لاسه کړې دي، خو له نوموړي سره دنوروشیعه ډلو اختلاف دی،چې المالکي نه شي کولای  ځان دلومړي وزیر څوکۍ ته کاندید کړي ځکه  نوموړی ونه توانیده،چې په تېرو څو کلونو کې  عراق راغونډ او متحد کړي، بلکې یوازې یې خپلو پیروانو او شیعه ګانو ته خدمت کړې دی ، خو خپله المالکي  څرګنده کړې ده،چې زه په هیڅ صورت له کاندیداتورۍ نه تیریږم .اوس،چې دعراق لپاره ولسمشر او دپارلمان رییس ټاکل شوي دي فواد معصوم  مکلف دی،چې دپنځلسوورځو په اوږدو کې هغه  پارلماني ګروپ ،چې دنورو په پرتله  په پارلمان کې ډیرې څوکۍ لري دحکومت جوړولو لپاره وګوماري .
دعراق په اوسني پارلمان کې دسیاسي ګوندونو ونډه :
دنوري المالکي په مشرۍ ائتلاف دولة القانون 96  څوکۍ
دمقتدی الصدر په مشرۍ کتلة الاحرار 34 څوکۍ
دالحکیم په مشرۍ کتلة المواطن 29 څوکۍ  دا ( درې واړه شیعه ګان دي )،چې له 328 څوکیو څخه یې 159 څوکۍ تر لاسه کړې دي .
دکردستان ملي اتحاد ګوند 54 څوکۍ  
اسامه النجیفي په مشرۍ متحدون 23څوکۍ  دا (سنيان دي )
دایاد علاوي په مشرۍ ائتلاف الوطنية  21 څوکۍ
دصالح المطلک په مشرۍ  العربیة(سني ) 9  څوکۍ .