
بسم الله الرحمن الرحیم
د هیواد د نوي عصر په تاریخ کې ښاغلې حکمیتار یواځني رهبر دې چې تر اوسه یی د پردیو تر ولکې لاندې هیواد کې په واکمنۍ کې د هر ډول ونډې داخیستو څخه نه یواځې ډه ډه کړې بلکه داشغال په خلاف یی سختې ستونزې او ربړې ګاللي او د پردیو تر سیوري لاندې دحکومت کولو په ځاي یی غوره بللې دیوه ازاد انسان په توګه دخپل هیواد او ولس د ازادۍ له پاره شپه او ورځ هڅې او هاند وکړي ، دخپل ګوند فعالان رهبري او د اشغالګرانو په خلاف وسلوال پاڅون نیغ په نیغه رهنمایی کړي . په دې لړکې ښاغلی حکمتیار دادې نژدې ۱۳ کاله دځانګړو پټنځایو څخه د اشغال په خلاف خپله مبارزه جاري ساتلې ، او د اشغالګرانو او دهغوې دداخلي لاسپوڅو کړیو د توطئو پروا یی نه ده ساتلې .
دا سهي ده چې ښاغلي حکمیتار به د حزب اسلامي افغانستان په څیر د یوه ځواکمن ګوند رهبری او مشري په غاړه لری او دا یی حق هم دې ځکه هغه پخپله ددې ګوند د بنسټ ایښودونکو د لمړنیو کسانو څخه دې او نژدې ۴۶ کاله یی ددې ګوند په ټولو لوړو ژورو کې سختې تیرې کړي ، خو اوس حکمتیار د خپل دغه سیاسي ګوند نه اخوا د یوه ستر ملي قاید، د ازادۍ د اتل او ولسي لارښود حیثیت پیدا کړې . هغه که له یوه اړخه د روسانو د سرو فوځونو دسیلاب په مقابل کې خپل ګوند او ورپسې ملاتړې ولس راهنمایی کړ خو دبله اړخه یی په هیواد کې دکورنیو سازشونو په مخنیوې کې هم ډیر ځواکمن لاس درلود . او اوس د هیواد دحالاتو ډیر شنونکې او تاریخپوهان په دې ګروهه دی چې که چیرې د شمال د ټلوالې دسازشونو او توطئو په مقابل کې په همغه وخت کې دحزب اسلامي په څیر منظم ګونداو د حکمتیار په څیر پریکنده او هوډمن مشر نه وې ولاړ نو دهیواد اوسني سیاسي حالات او معاملات به په مکمله توګه د یو څو منحرفو اوباشانو په لاسو کې وول او ولس به د یوې نابالغه ګوندیز ، ژبنیز اوسیتکاریستي ډلګۍ په لاسو کې د تل له پاره یرغمل وایی . که څه هم وروسته د طالبانو رژیم منځته راغې او نژدې شپږ کاله یی په ولس حکمراني وکړه ، خو هغوې هم و نه شواې کولې د ژبني متعصبي او کابل ګیرکه ډلې څخه ځانونه و ژغوري . اما کله چې امریکایانو د ناټو او د ګاونډیو هیوادو په مرسته او د همدې پردیپالو عناصرو په کومک په هیواد ولکه وکړه ، نو ښاغلي حکمتیار د ټولو غوړو وړاندیزونو په ردولو سره بیا هم د دې نوی استعمار څخه د هیواد دازادۍ له پاره همغه ستونزمنه لاره خپله کړه او دامریکایی متروکې لاندې د نورو په اصطلاح جهادې مشرانو برعکس یی د خپل هیواد دخپلواکۍ له پاره دسیاسي ډګر تر څنګ نظامي وسلواله پاڅون هم پیل کړ ، چې دهمدې پاڅونونو په پایلو کې دادې نن هیواد د اشغالګرانو د تلپاتی اشغال څخه ان شاءالله دخلاصون په لور روان دې. امریکایی ځواکونه په هیواد کې د شتون له پاره تیار نه دی ، همدا اوس یی په نظامي بیسونو حملی کیږي ، نظامیان یی ژوند له لاسه ورکوي ، او عسکریی ځان وژني کوي .
که څه هم امریکا غواړی د افغانستان په څیر ستراتیژیکه نکته له لاسه ور نکړي او په هره توګه چې وي دا هیواد په خپل نظامي اوسیاسي کنترول کې وساتي ، خو عیني او ذهني شرایط ډاګیزوي چې اوس زمکه د هغوې د پښو څخه د وتلو په حال کې ده .
هغه لوبه چې همدا یوه میاشت مخته د امریکایانو او ناټو له اړخه زمونږ د ولس د ټاکنیز سیستم د ویجاړولو له پاره ولوبول شوه دهغې نه ډاګیزیږي چې امریکایان په هیڅ توګه نه غواړی دغه هیواد د ثبات او امنیت خاوند واوسي . په همدې خاطر یی له یوه اړخه زمونږ دهیواد قومي عصبیتونو ته د پکې د وهلو هڅه وکړه او د بله اړخه یی په ټاکنیز سیستم باندی دملت او ولس اعتماد او باور له منځه یوړ.
په همدې خاطر ښاغلي حکمتیار د کوچني اختر په مناسبت خپل پيغام په دې دعا پیلوي چې :
« دعاء كوم چي الله تعالى زموږ گران هېواد ته آزادي او زموږ مؤمن ملت ته عزتمن او سوكاله ژوند ورپه برخه كړي، او په خپلواك او آزاد افغانستان كي د يوه واقعي اسلامي حكومت په راتلو سره زموږ د شهيدانو، غازيانو او سرلوړو مجاهدينو نېكي او سپېڅلي هيلي ترسره كړي. إن شاء الله روان دردناك حالت، اشغال او جگړه به ډېر ژر پاى ته رسي او اشغالگران به وځي، اشغالگرو ځواكونو ته له بشپړ وتلو پرته بله چاره نه ده پاته، سرلوړي او آزادي غوښتونكي افغانان به خپل برخليك په خپله ټاكي او د خپلي خوښي اسلامي نظام او صالح مشران به غوره كوي.»
ښاغلي حکمتیار چې د تل له پاره یی د بحرانو څخه د وتلو په خاطر د هیواد ټولو سیاسی او مدني کړیو ته خپل معقول او دحل دحتمي لاری دپيداکیدو وړاندیزونه کړی دا ځل هم دخپل همدغې پیغام په یوه برخه کې د اوسني بحران په څیر د راتلونکو بحرانو څخه دمخنیوي او دپردیو دلاسوهنو څخه دخوندي پاته کیدو په خاطر عام او ولس شموله وړاندیزونه کوي او لیکي چې :
« له دې فرصت په استفادې سره افغان ولس او سياسي ډلو ته څو عرائض لرم:
راشئ د تېرو څلورو لسيزو ترخو تجربو ته په پام سره نوې تگلاره او اسلوب غوره كړو، ټول توافق وكړو چي بهرني ځواكونه دي ووځي، افغانان دي پرېږدي چي خپلي ستونزي په خپله او د پرديو له قيموميت، وصايت او وساطت پرته حل كړي، جگړه د تل لپاره پاى ته ورسوو، دا ومنو چي د زعامت ټاكل او د نظام د څرنگوالى غوراوى د ملت مسلم حق دئ، د پرديو د مټو، وسلو او پيسو په مرسته قدرت ته رسيدل تحريم كړو، تعهد وكړو چي له دې وروسته د قدرت د انتقال په عمليه كي نه يوه قطره وينه توى شي او نه يوه مرمۍ وويشتل شي.»
د ښاغلي حکمتیار دا وړاندیزونه که چیري په ریښتیا هم د ولس د مدني او سیاسي ټولنو له اړخه تر غور او دقت لاندې و نیول شي، او عمل پرې وکړل شي نو دا وړاندیزونه د ټولو هغو ذلتونو څخه دخلاصون ډیره غوره لار ده چې همدا اوس یی زمونږ ولس په یوه ستر بحران کې ښکیل کړي دي . د ولسمشرۍ له پاره ددوو کاندیدانو تر منځ سیالي چې د یوه په برې اودبل په ناکامۍ تمامه شوه او بیا خبره اوباشۍ او د متوازی حکومت جوړښت ته ووتله اوبلاخره په کې د امریکا د ولسمشر له اړخه مداخله وکړل شوه او خپل د بهرنیو چارو وزیر ، جان کیري ، یی ددوې تر منځ د سولی له پاره را ولیږه ، او د ناکام او بریالي کاندید خبره یی له منځه یوړه او بلاخره په دې اتفاق وشو چې بریالی کاندید به ولسمشر وي او ناکام به د اجرائیه شورا مشر وي، تمامه شوه . هغه د ذلت نه ډک عکسونه چې د جان کیري تر څنګ اخیستل شوي او دواړه کاندیدان ورته لکه د سوالګرو په څیر ولاړ دی ، زمونږ د مجاهد ولس له پاره دشرم نه ډک تاریخ تر شا لري . داسې تاریخ چې زمونږ راتلونکې نسلونه به یی د خپل ځان له پاره تور داغ ګڼي . په دې اساس دښاغلي حکمتیار دغه وړاندیزونه باید د ټولو هغو مدني اوسیاسی ټولنو له خوا په کلکه تر غور لاندي و نیول شی چې غواړي په خپلواک هیوادکې خپلواکه او ولسواکه نظام ولری .لکه چې ښاغلي حکمتیار یی مخته لیکي :
«دا يو څرگند حقيقت دئ چي صلح او امنيت يوازي هغه مهال راتلى شي او جگړه پاى ته رسېدى شي چي بهرني ځواكونه ووځي، د افغانستان په كورنيو چارو كي د بهرنيو لاسوهني متوقفي شي، افغانان پرېښودى شي چي خپلي ستونزي په خپله حل كړي، د خپلي خوښي نظام او د اعتماد وړ صالح مشران غوره كړي، څوك چي گمان كوي له دې پرته او د بهرنيو ځواكونو په شتون كي به جگړه پاى ته ورسېږي؛ سخته اشتباه كوي. هغه هم په سختي اشتباه كي پرېوتي چي گمان كوي د روغي جوړي له يوې عادلانه او پر واقعيتونو ولاړي معاهدې پرته به د بهرنيو ځواكونو له وتلو وروسته د كابل مفسد حكومت دوام وكړي، د پرديو په لاس روزل شوي امنيتي ځواكونه به وتوانېږي د گواښونو په وړاندي مقاومت وكړي، دا حكومت به د بهرنيو له فعال حضور پرته هېواد اداره كړي، د اشغالگرانو نيمگړى جنگي مأموريت به بشپړ او مجاهدينو ته به ماته وركړي، يا گمان كوي چي اشغالگران به وتوانېږي داسي مضبوط، ځواكمن او مقتدر حكومت جوړ كړي چي د دوى له وتلو وروسته دوام وكړي او د دوى گټي خوندي وساتي؛»
ښاغلي حکمتیار دپردیو په لاسو د جوړو شوو نظامونو په اړه ډیر ژور او عمیق فکر کوي او دپخوانیو تجربو په رڼا کې دا حقیقت را بربنډوي او هغوې چې اوس هم لکه د پخوا په څیر د پردیو اوبیګانه ځواکونو په مرسته د حکومت کولو فکر لري او یا غواړي د خپلو اوباشیو په واسطه په واک ولکه وکړي او هیواد دخپل ځان اوخپلې ډلې شخصي ملکیت وګڼي لیکي چې:
« حقيقت دا دئ چي د ناټو له وتلو وروسته به د كابل لاس پوڅى حكومت او د پرديو په لاس روزل شوي امنيتي ځواكونه له همغه برخليك سره مخامخ كېږي چي د شوروي اتحاد په لاس تپل شوى حكومت او چارواكي ئې ورسره مخامخ شول. نه پوهېږو څنگه به څوك دا گمان كوي چي د كابل شړېدلى، مفسد او له غلو او مفسدينو جوړ شوى حكومت به د بهرنيو له فعال حضور پرته خپل منفور او كركجن موجوديت وساتلى شي!! د يولك پنځوس زره بهرنيو ځواكونو د حمايې تر چتر لاندي د دوى حالت داسي وو چي په كابل او حتى ارگ كي ئې ځان خوندي نه گڼلو، د كابل ولسواليو ته په زغره والو گاډو كي هم نشو تللى، د دې ځواكونو له وتلو وروسته به د دوى حالت څنگه وي؟!! د دوى ډېرو همدا اوس د اروپا او امريكا وېزې پر خپلو پاسپورټونو لگولې دي، ډېرو ئې خپلي كورنۍ بهر ته لېږلې دي؟!! انگرېزانو او امريكايانو خپلو زرگونو جاسوسانو او ترجمانانو ته همدا اوس اوس وېزې وركړې؟!!»
حکمتیار هغوي ته چې تل یی په پردیو اوږو د واکمنۍ ګدۍ ته ځآن رسولې او د خپل ولس په خلاف یی سازشونه او توطئې کړی ، ولس یی د پردیو او اجنبي وحشی ځواکونو په لاسو مروړلې او همدا اوس د پردیود نظامي ځواکونو په مرسته په هیواد مسلط شوي او غواړي یو ځل بیا دهمدې پردیو په واسطه ځانونه په واک مسلط کړي لیکي چې :
«هغه ناافغانان چي د پرديو د مټو په زور پر هېواد مسلط شوي او د روان حالت دوام غواړي هغوى ته وايو: د اشغالگرانو لمن پرېږدئ، له دوى مه غواړئ چي نور هم پاته شي، دا هيله مو نه ترسره كېږي، تاسو به داسي پر ميدان يوازي پرېږدي لكه شوروي اتحاد چي خپل كمونيست مزدوران پرېښودل، ستاسو برخليك به تر كمونيستانو هم ډېر بد وي، مگر دا چي توبه وكړئ، خداى ته مخه كړئ، د خپل ملت غېږي ته راوگرځئ، خپله توره سابقه جبران كړئ او له خپل تندي د غلامۍ تور داغونه پاك كړئ.»
ښاغلي حکمتیار د ولسمشریو د لمړۍ او دویم پړاو د ټاکنو او بیا دهغوې دپایلو په اړه ، ددې ټاکنو د انجامولو نه مخته وړاندوینه کړې وه چې په هیواد کې د ولس راییه او ووټ کوم ارزښت نه لري ، ځکه د هیواد ولسمشر به د امریکا او انګلیس دسفیرانو له خوا ټاکل کیږي ، ټاکنې او انتخابات هسې یوه رسمي تګلورې ده چې اشغالګران یی د یوې وسیلي په څیرد خپل مشروعیت له پاره استعمالوي ، خو پریکړه به په ټاکنو کې نه بلکه د تړلو دروازو تر شا صورت نیسی او دادې مونږ یی پایلی ویني چې د ولس په وټونو بریالي اعلان شوي کاندید د ناکام کاندید تر مخ لاس تر ځني ناست او پریکړه یی دامریکا سفیر او یا هم دهغه هیواد د بهرنیو چارو وزیر کوي ، حکمتیار خپل ولس ته لیکي چې :
«وروستيو پېښو او په ځانگړې توگه له مسخره او قلابي انتخاباتو راولاړو شوو لانجو وښوده چي اشغالگران نشي كولى له خپلو لاسپوڅو داسي اداره رامنځته كړي چي د دوى له وتلو وروسته د نظام د فوري سقوط مخه ونيسي. عملاً مو وليدل چي تپل شوې نظامي ديموكراسي نشي كولى د افغانانو ستونزي حل كړي او د ملت د خوښي په حكومت منتج شي، انتخابات ئې له شرموونكو درغليو ډك ول، ناكام ټيم د خپلي ماتي له منلو ډډه وكړه، د بغاوت، موازي حكومت جوړولو، او غرونو ته د ختلو گواښونه ئې كول، د خپل سيال په ضد ئې خونړۍ چاودني وكړې، د امريكا دا ديموكرات لاسپوڅي نه ديموكراسي ته ژمن دي، نه نظام او ادارې ئې (د ارگ او د انتخاباتو د كميسيون په شمول) او نه د نظام كچه ديموكراتيك اصول او اساسي قانون مني، له امريكايانو ئې وغوښتل چي د انتخاباتو نتائج لغو اعلان كړي، بيا همغه څه وكړي چي د بن د غونډي او د 2009 انتخاباتو په ترڅ كي ئې وكړل، ائتلافي حكومت جوړ او دوى په قدرت كي ابقاء كړي. همغه څه وشول چي خبيرو افغانانو ئې وړاندوينه كوله او هغه دا چي د اشغال په حالت كي انتخابات له يوې غولوونكې او مسخره ډرامې پرته بل څه نه وي، جمهور رئيس به د رأى اچوونكو په خوښه نه بلكي د اشغالگرانو په خوښه ټاكل كېږي، يا به داسي څوك بريالى اعلانوي چي د اشغالگرانو ټولو شرائطو ته سر ټيټ كړي او يا به داسي حكومت جوړوي چي وزارتونه ئې دوى پر خپلو مزدورانو ووېشي. »
ښاغلي حکمتیار د هیواد د ورونو ولسونو تر منځ د توپیر د راپیدا کولو او ددې هیواد قومونو تر منځ د تبعیض د ډیرښت له پاره داستعمار ګرانو او اشغالګرانو توطئې رابربنډوي او په څرګندو ټکو خپل ولس ته لیکي چې:
«په داسي حال كي چي د افغان ولس ټول قومونه د تاريخ په اوږدو كي د وروڼو په څېر د يوه بل څنگ ته او د ورورۍ او برابرۍ په فضاء كي پاته شوي، ټولو په گډه له خپل هېواد دفاع كړې او د تجزيې او تفرقې هره هڅه ئې په گډه شنډه كړې خو اشغالگرانو زموږ د هېواد د اشغال له لومړۍ ورځي بيا تر ننه دا منصوبه درلوده چي يا به افغانستان په دائمي توگه تر خپل اشغال لاندي ساتي او كه دا ورته ممكنه نه شوه نو زموږ هېواد به تجزيه كوي او د جگړي د دوام شرائط به برابروي، همغه څه به كوي چي په عراق كي ئې وكړل، اقتدار ئې ايران پلو متعصبو شيعه ډلو ته وسپارو، سنيان ئې نه يوازي له خپلو عادلانه حقوقو محروم كړل بلكي د هغوى د ځپلو لپاره ئې د بغداد مرتدو حكامو ته په خلاص لاس د هر جنايت اجازه وركړه، حتى دا ئې ومنل چي ايراني جنگيالي عراق ته ولاړ شي او د سنيانو په وژلو كي د نوري المالكي مرسته وكړي. »
همدار راز ښاغلي حکمتیار د یو ډیر کوچني شمیر اويا په اصطلاح د څو متعصبو وګړو د فیدرالي نظام د جوړښت د فتني د راپورته کولو په اړه او تر څنګ یی د ملت د غوڅ اکثریت له خپلو عادلانه حقوقو څخه دبې برخې کولو په اړه لیکي چې :
«د فيدرالي نظام رامنځته كول، د اقليت او اكثريت په نامه فتنې راولاړول، وروڼه قومونه سره جنگول، اقليتونو ته په امنيتي ځواكونو او ملكي اداراتو كي دومره لويه برخه وركول چي اقتدار په بشپړه توگه د دوى په واك كي وركړي او د ټولني غوڅ او مطلق اكثريت له خپلو عادلانه حقوقو او مقام محروم او غبرگون ته ئې اړ كړي، د اقليتونو لپاره مستقل ولايات جوړول، د خپلي خوښي واليان ټاكل او هغوى ته د پراخ صلاحيت انتقال، او دې ته ورته هڅي په دې موخه ترسره شوې چي د افغانانو ملي وحدت له منځه يوسي او د يوه ځواكمن مركزي حكومت له رامنځته كېدو مخنيوى وكړي، همداراز پانگه وال نظام مسلطول او شتمني، بانكونه، شركتونه، ماركيټونه، ښارگوټي، مخابراتي وسائل او نشراتي مؤسسات او صوتي او تصويري رسنۍ د څو مزدورو كړيو په لاس كي وركول... دا د هغوى د منصوبې ځيني برخي دي، دا اوس بلخ، پنجشير، باميان او داى كندي د مستقلو ايالتونو حيثيت لري، د هزاره جاتو ټول ملكي او نظامي ادارې او واك ئې يوه توكم ته سپارل شوي، واليان، قومندانان، ملكي مأمورين، امنيتي ځواكونه، ښوونځي، پوهنتون، استادان، قاضيان ... ټول د همدې توكم په واك كي دي، له دوى پرته بل څوك په كي نه ترسترگو كېږي. »
ښاغلي حکمتیار په نړیواله توګه د اسلامي امت د رابیداریدو خبره کوي او په دې اړه د اسلام ددشمنانو د اوسنیو سازشونو څخه پرده پورته کوی او لیکي چې :
«د اسلام دښمنان د اسلامي امت له راويښېدو وېرېدلي، دا ويښتيا او پايلي ئې د خپلو استعماري گټو لپاره ستر گواښ گڼي، د همدې لپاره ئې هغه عراق وځپلو چي د اسرائيلو په وړاندي ئې ستر گواښ گڼلو، په دريو برخو ئې د وېشلو هڅه كوي، سودان ئې د جگړي د ختمولو په بهانه ووېشلو خو جگړه لاروانه ده، ليبيا ئې وځپله او د تجزيې لپاره ئې هڅي كوي، په سوريه كي غواړي د ليبيا تجربه تكرار شي، پر افغانستان او عراق د بريد او بيا د اشغال په لومړيو كي د ايران د دريځ ستاينه او د بن په غونډي كي شريكول او اوس په عراق كي د داعش په ضد د دواړو گډ عمليات، داسي چي تهران په ډېري بې شرمۍ سره له واشنگټن وغوښتل چي عراق ته فوځونه ولېږي او د خپلي هر راز مرستي ډاډ ئې وركړ، واشنگټن تهران ته اجازه وركړه چي عراق ته خپل ځواكونه ولېږي، په مصر كي ئې د منتخب حكومت په ضد د فوځي كودتا منصوبه پلې كړه، په تش لاسو لاريون كوونكو د مصري فوځ د وحشيانه بريدونو او په سلگونو مصريان په خپلو وينو كي رغړولو مرسته او حمايت كوي، په تونس، يمن او الجزائر كي ئې هم دې ته ورته لوبه پيل كړې، پر غزې د اسرائيلو د وحشيانه بريد او د مظلومو فلسطينيانو د وژلو او د هغوى پر كورونو د بمونو او راكټو ورول د تل ابيب مسلم او جائز حق گڼي!! »
ښاغلي حکمتیار دتیرو څلورو لسیزو تاریخې شالید ته په اشارې کولو سره وایی :
«د تېرو څلورو لسيزو پېښو وښوده چي زموږ ملت پرديو ته د تسليمېدو پېغور نه مني، پر خپل ايمان، عزت او خپلواكۍ سودا نه كوي، تر غلامۍ عزتمن مرگ او د الله په لار كي شهادت سل ځله غوره گڼي، زموږ غيرتي ولس له هغه چا كركه لري چي پرديو ته ئې د ذلت سر ټيټ كړى، د غلامۍ كړۍ ئې په خپلي غاړي كي اچولې، له يرغلگرو سره ئې ملگرتيا كړې، هغوى ته ئې پر خپل هېواد د بريد بلنه وركړې، د هغوى تر قومندې لاندي د خپل ولس په ضد جنگېدلى، زموږ ځلانده تاريخ تل داسي كرغېړني څېرې غندلې او زموږ ولس د هغوى څلي په ډبرو ويشتلي.»
په اخر کې ښاغلي حکمتیار د راتلونکې په اړه د ښه پرمختګ او په هیواد کې د یوه سالم او خپلواکه ولسې نظام د جوړښت ، اوهلته دامن او امنیت د قیام او د ولس دښیګڼو په خاطر ټولو مجاهدینو ته توصیه کوي او لیکي چې :
« خپل صفوف لازيات متحد او منظم كړئ، هغه كسان په خپلو ليكو كي مه پرېږدئ چي خلك ځوروي، اسلامي اخلاق نه لري، اسلامي اصول نه مراعاتوي، د مجاهدينو تر منځ اختلافات او لانجې راولاړوي، د مجاهدينو د يووالي مخه نيسي، د قومي او ژبني اختلافاتو فتنو ته لمن وهي، دوى يا د دښمن له خوا گمارل شوي اجير جنگيالي دي او يا هغه چي په لاشعوري توگه د دښمن په گټه كار كوي، هغه چا ته د يوه مجاهد په سترگه مه گورئ چي د هېواد له خپلواكۍ او د اسلامي نظام له قائمېدو پرته نوري موخي لري، له داسي وسله والو عملياتو ډډه وكړئ چي په هغه كي عام ولس، د دولت ملكي مامورين، ښوونكي، قاضيان، ملايان، انجنيران، ډاكټران، خبريالان او نور غير محارب كسان صدمه گوري. »
او بیا په ډاډه زړه خپل ولس ته اطمینان ورکوي چې دصبر او ازمیښت په دغه ستونزمنه لاره د صبر اواستقامت سره دقدم اخیستو پایلي به همدا وي چې :
« إن شاء الله ټول بهرني ځواكونه به زموږ له گران هېواد وځي او په خپلواك او آزاد افغانستان كي به د ملت د خوښي اسلامي حكومت جوړېږي. »
(و ما ذلك على الله بعزيز)
قریب الرحمن سعید