شراب

مه را کوۍ ما ته د اورونو د سقر شراب
سرې شونډې ديار مې د زمزمو دکوثر شراب
مونږه ببرسرو ته نيشه څه ده مستي څه دۀ
سترګې دجانان دي ښکلې ښکلې دنظرشرا ب
بويه !چې بلبل به سندرمارې نغمې ووايي
څښي به دنرګسو په ليمو کې معطر شراب
هلته به الماسو ګلان وخاندي کمرو په سر
دې ړندو کڼو ته که اعلاج شي پيغمبرشراب
ما دکسي نه دپيلوزو سجده کړې ده
مينه اورنۍ دۀ ځکه څښم دمازديګر شراب
اې دښکلو خدايه ته هغه روهيالي راولی!!!
ها سپېڅلی خلک چې خمار وو دلمر شراب
اوښکې دنبات مې ورته پنډې کړې ځګرجام کې
عشق او محبت نه خو جوړيږي سمندرشراب
بيابه دسوماپه مېو مست شي ياقوتی غرونه
جوړۀ مېکده به کړي خيام ته دسهر شراب
بيابه په اورتون کې ابراهيم ناره اوچته کړی
دا خاورن بتان کله زبيښۍ شي ددلبرشراب
بيابه څڼور شپونکۍ شپېلکۍ ګوتو کې ونسی
ډول به اتڼيز شي دګورګورو دنښتر شراب
بيا به دچندڼو لښتې اوټومبې رامبل چامبل
مست به چنارونه شې ديدن ته دګودرشراب
هلته توتاخيل به غرنۍ سندرې ووايي
بيايې که وصال شي دليلا شونډی شکرشراب
. رحمان ګل توتا خيل. المان