
په یوه ډېره کتل کېدونکې او موثره رسنۍ کې له تبعیض او د سیاسي اغتشاش او بلواګرۍ او د ملي ګټو، ملي وحدت او ملي امنیت د ګواښونکو او پارونکو بحثونو په دوام کې پرون (شنبه مازدیګر او یکشنبه سهار) داسې بحثونه مطرح شول چې په ډاګه یې ملي امنیت، ملي وحدت، ملي ګټې، ملي پرستیج او د رسنیو او بیان د آزادۍ د قانون په ګډون قوانین او اخلاقي معیارونه پایمال کړل.
په داسې حال کې چې هېواد په حساسو شرایطو کې دی، د نامالوم او ورځ تر بلې خونړي کېدونکي دښمن ګواښ شته او د یوه احتمالي بحران په پوله ولاړ یو، د دا رنګ پاروونکو بحثونو او آوازو خپرولو او عامه ذهنیت او ملي امنیت د ګواښ هڅې داسې څه نه دي چې په ډډه دې ترې تېر شو او د ناوړو پایلو انتظار دې هم ونه باسو.
د احمدسعيدي په نامه یو کس چې د چارو د شنونکي په توګه په رسنیو کې خبرې کوي، د ګڼو بې مسولانه خبرو تر څنګ يې د هېواد ولسمشر د تروریزم او ترهګرۍ په ملاتړ کې دخیل وباله او حتی وېې ویل چې څوک د تروریزم حمایت کوي هغه تروریست دی او باید د افغانستان ولسمشر نه وي.
ښاغلي د خپلو تورونو په دوام کې د قومونو او قبایلو چارو په وزیر هم په دې خاطر په سپکو ټکو یاد کړ چې د ډیورنډ له پولې هغې غاړې کډوالو ته ورغلی او د مرستو د برابرولو لپاره یې کار کړی؛ هغه دا کډوال ټول تروریستان وبلل.
په داسې حال کې چې یو سراسري نظام په ټولیز ډول له ولسمشر رانیولې تر وزیر، والي او امنیه قوماندانیو او ټولو پورې په یوه خوله د کډوالو ښه راغلاست ته وروځي او د ښاغلي سعيدي له دې وینا سره ټول د تروریزم د ملاتړو په کرښو کې راځي.
هغه او په بحث کې بل ګډونوال فیض الله جلال د حکومت په امنیتي اداراتو کې د تروریزم د حامیانو د شتون خبره وکړه او په دې ډول يې دا ادارې د تروریزم په حمایت تورنې کړې او په سترو بریدونو کې چې ګڼ هېوادوال وژني د دغو ادارو لاس لاس لرل مطرح کړل.
د داسې یو چا په توګه چې په عامه افکارو د ډله ییزو رسنیو په اغیز خبر یم او په ملي امنیت، ملي وحدت او د ملي ګټو په ساتلو کې د رسنیو رول هم راته معلوم دی د یوې رسنۍ دا رنګ اقدام او په وړاندې يې چوپ پاتې کېدل دواړه راته د ملت پر وړاندې دسیسه ښکاري او د ناوړو پایلو په اړه یې خبرداری ورکوم.
د دغو رسنیو د تمویل سرچینې او د کار اجنډاوې ښکاره دي، او متاسفانه په دې تېره کابو یوه لسیزه کې د مصلحتونو او کمزورې حکومت والۍ له امله په خپل حال پاتې و او تر ډېره یې ملي امنیت او ملي ګټو ته کافي اندازه زیانونه هم اړولي خو په اوسنیو شرایطو کې به د دغو سناریو ګانو دوام ښايي حالات د بحران په لور یوسي؛ ځکه نو د رسنیو د څار په کمېسیون او اړوندو اداراتو غږ کوم چې لاس په کار شي او پرېنږدي یو څو اشخاص مو په لوی لاس د بحران په لور یوسي، قوانین مو تر پښو لاندې کړي، د خلکو په خصوصي حریم تېری وکړي، د خلکو سپکاوی وکړي، ملي سمبولونه سپک کړي او ملي امنیت او ملي ګټې وګواښي او موږ یې د مصلحتونو له مخې خپلې مخې ته پرېږدو.