ارګون؛ د پېښې له څېړلو به څه ترلاسه کړو؟

ولسمشر کرزی د پکتیکا د ارګون ولسوالۍ د پېښې قربانیانو ته د نغدی مرستې ترڅنګ، یوه دولتی پلاوی ته د دې پېښې د څېړلو امر کړى دى. د ولسمشرۍ ماڼۍ له‌خوا د خپرې شوې خبرپاڼې له‌مخې، پلاوی ته دنده سپارل کېږی چې د ارګون پېښه له امنیتی پلوه د دینی علماوو، د ولایتی شورا، د قومی مخورو او د سیمه ییزو ادارې چارواکو په ګډون په هر اړخیزه توګه وڅېړی، څو په راتلونکی کې د دې ډول پېښو مخه ونیول شی. په خبرپاڼه کې زیاته شوې، دغه راز دا پلاوى دنده لری، چې د وژل شویو کسانو کورنیو او ټپیانو ته د حکومت د خواخوږۍ او همدردۍ د پیغام د رسولو او تسلیت ورکولو ترڅنګ د پېښې د هر وژل شوی تن کورنۍ ته سل زره افغانۍ او هر ټپی ته پنځوس زره افغانیو مرسته ورکړی.
په ټوله کې نظامونه او بیا حکومتونه د ملت او سیاسی قشر ترمنځ د تړون پر بنسټ رامنځته کېږی. د دغه تړون له‌مخې ملت د خپلې رایې له‌ لارې سیاسیونو ته مشروعیت وربښی، چې سیاسیون او حکومت د ملت د ستونزو حل په موخه رادانګی. دېته په کتو سره، چې د ارګون پېښه د تېرو دیارلسو کلونو په اوږدو کې تر ټولو خطرناکه او ویرجنه پېښه ده، د څېړلو په تړاو یې څو ټکی د پام وړ دی:
لومړی، د تېرو دیارلسو کلونو په اوږدو کې د هرې ترهګریزې پېښې له تر سره کېدو وروسته د حکومت له‌خوا د هر اړخیزو څېړنو غوښتنه شوې ده. سربېره پر دې، چې د ګڼ‌شمېر پېښو عاملین پېژندل شوی او لاملونه یې په ګوته شوی؛ خو تر دې دمه حکومت او په ټوله کې دولت نه‌دی توانېدلی د بلې پېښې مخنیوی وکړی. په‌داسې حال کې، چې د تېرو کلونو په اوږدو کې د افغان حکومت د څېړنو پایلې په‌ډاګه کړې، چې ټول بریدونه د یوه ځانګړی هېواد د څارګرې ادارې له‌خوا پلان شوی او د یوې ځانګړې ډلې له‌خوا دغه پلانونه عملی شوی دی.
دویم، ښکاره ده، چې د تېرو دیارلس کلونو پېښو څېړلو په څېر د ارګون پېښه به وڅېړل شی، عامل به یې په‌ډاګه شی او بالاخره ټول څه به یوازې له ولسمشرۍ ماڼۍ د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره پای ته ورسېږی. د دغې پېښې څېړنې په موخه د ولسمشرۍ ماڼۍ په خبرپاڼه کې یادونه شوې، چې څېړنه د دې لپاره ده، څو په راتلونکې کې د داشان پېښو له تر سره کېدو څخه مخنیوی وشی. باور دا دی، که د هېواد حالات په همدې بڼه دوام ولری؛ افغان حکومت نه‌شی کولای یوازې د پېښو په څېړنې سره له راتلونکو پېښو مخنیوی وکړی. په‌دې برخه کې تر ټولو ښې بېلګې د تېرو هغو ټولو چاودنو، بمباریو او ځانمرګو بریدونو په اړه څېړنې دی، چې تر سره شوی؛ خو نه یوازې دا، چې د ولس لپاره یې مثبتې پایلې نه‌دی درلودلی؛ بلکې د هرې ورځې په تېرېدو سره حالات خراب شوی دی.
درېیم، ولسمشر کرزی ارګون ولسوالۍ ته د سفر په ترڅ کې وویل، ټول پوهېږی چې د دغې پېښې تر شا د چا او کومې ډلې لاسونه دی. د ولسمشر کرزی له‌دغو څرګندونو په‌ډاګه کېږی، چې ټول څه ورته معلوم دی بیا د پلټنو او څېړنې په موخه د پلاوی ګمارل د څه لپاره؟ باور دا دی، چې د حکومت له‌خوا د پلاوی ګمارل دې دوه لاملونه ولری:
الف، د قربانیانو کورنیو او عامه ذهنیت تسکین په موخه اړتیا لیدل کېږی، چې حکومت دې کوټلی ګامونه پورته کړی. اوس‌مهال افغان حکومت دغې موخې ته د رسېدو لپاره یوازې پر څېړنې تکیه کړې، چې نه‌شی کولای عامه ذهنیت تسکین کړی.
ب، له‌دې پرته چې د پلاوی ګمارل د بېروکراسۍ زیات‌والی او له مسوولیتونو څخه د حکومت تېښته وی بل څه نه‌شی ثابتولای.
څلورم، امنیتی ارګانونو افغان چارواکو ته د دغې پېښې ماهیت په اړه بشپړ جزیات ورکړی دی. ظاهرا د ولسمشر کرزی اشاره هم د ګاونډی هېواد پاکستان څارګرې ادارې ته ده. د دې لپاره، چې په راتلونکې کې د داشان بریدونو له تر سره کېدو څخه مخنیوی وشی تر ټولو غوره او اغېزمنه لار نېغ په نېغه له پاکستان سره په‌دې تړاو د اړیکو ټینګول، پر دغه هېواد د سیمه‌ییزو او نړۍوالو فشارونو زیات‌والی دی. باور دا دی، چې له‌دغې چارې پرته افغان دولت نه‌شی کولای په راتلونکې کې داشان بریدونو له تر سره کېدو څخه مخنیوی وکړی.
پنځم، د ولسمشر کرزی له‌خوا د ارګون پېښې د قربانیانو له کورنۍ سره د مرستو ژمنه شوې ده؛ خو غوره به دا وه، چې د دغو مرستو سربېره یې لږ تر لږه د یوې ورځې لپاره ملی ماتم اعلان کړی وی.