
د بهرنیو چارو وزارت د پاکستان هغه تور رد کړ، چې ویلي یې دي، د پاکستاني طالبانو مشر ملا فضلالله په افغانستان کې دی. د بهرنیو چارو وزارت لهخوا په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي، پاکستان ته د افغان لوړپوړي پوځي پلاوي سفر په ترڅ کې پاکستاني چارواکو یادونه کړې، چې د پاکستاني طالبانو مشر په افغانستان کې دی. په خبرپاڼه کې راغلي: «د پاکستان دا شان څرګندونې له حقیقت څخه ليرې دي. افغانستان د ترهګرۍ قرباني دی او د ترهګرۍ پر وړاندې مبارزې په برخه کې رښتینی دی». په وروستیو کې پاکستاني پوځیانو د ډیورنډ کرښې هغې غاړي په شمالي وزیرستان کې د طالبانو پر وړاندې عملیات پیل کړي. د افغان پوځي پلاوي او پاکستاني چارواکو د لیدنې په ترڅ کې پاکستاني لوري ویلي و، د پاکستاني طالبانو مشر د کڼر او نورستان ولایتونو ترمنځ پټ دی. د بهرنیو چارو وزارت په خبرپاڼه کې راغلي، دواړه خواوو ژمنه کړې، چې د حقاني شبکې او د کوټې شورا په ګډون د ټولو ترهګرو پر وړاندې به عملیات تر سره کېږي.
پاکستان د افغان پلاوي دغه سفر د دواړو هېوادونو ترمنځ د باور جوړونې په موخه تر سره شوی دی؛ خو د پاکستاني چارواکو څرګندونو ته په پام سره اټکل دا دی، چې دا شان سفرونه دې بې پایلې و اوسي. اما څو ټکي د پام وړ دي:
لومړی، په شمالي وزیرستان کې د پاکستاني پوځیانو عملیات وروسته له هغه تر سره کېږي، چې د پاکستاني طالبانو لهخوا پر دغه هېواد فشار زیات شو. د عملیاتو په لړ کې پاکستان له افغانستان څخه د مرستې غوښتنه وکړه، البته دا لومړی ځل دی، چې پاکستان له افغان دولت څخه د مرستې غوښتنه کوي. دېته په کتو سره، چې په اوسنیو شرایطو کې پاکستان له خپلې لمنې اور اخلي د افغانستان مرستو ته په ټول شدت سره اړتیا لري؛ خو د پاکستاني چارواکو دا شان څرګندونې کولای شي افغان حکومت له مرستو په شا کړي.
دویم، په شمالي وزیرستان کې د عملیاتو له پیل سره جوخت د افغانستان ځینې سیمې د وسلهوالو طالبانو او پاکستاني جنګیالیو تر برید لاندې راغلې، لومړی هلمند او اوسمهال د لوګر ولایت ازره ولسوالۍ تر برید لاندې ده. اټکل دا دی، چې په وزیرستان کې د پاکستاني پوځ عملیات پهدې موخه تر سره شوي، څو پاکستاني طالبان له سیمې بهیر او افغانستان ته یې ولېږدوي. د دې لپاره، چې پاکستان توانېدلی اوسي پهدې برخه کې بریا ته ورسېږي د خپلو څارګرو او پوځیانو په مټ یې، چې په ملکي جامه کې فعالیت لري د هلمند ولایت پر څلورو ولسوالیو یې هممهاله برید پیل کړ. د معلوماتو له مخې پاکستان غواړي د ډیورنډ کرښې دېغاړې ته شاوخوا ۵۰۰ کیلومتره وړاندې راشي، چې ظاهرا دغه سیمې به د وسلهوالو طالبانو تر ولکې لاندې وي؛ خو په اصل کې به د پاکستان څارګره اداره پهدغو سیمو کې د ترهګرو پټنځایونو او روزنځایونه جوړوي، او د افغانستان له خاورې څخه خپلې موخې تعقیب کړي. پاکستان پهدې کار سره مشخصې ګټې لري:
الف، افغان خاورې ته د ترهګرو په راتګ او دلته یې د مرکزونو بیاځلي فعالېدل په لومړي ګام کې پاکستان ته دا فرصت برابروي، څو د پاکستاني جنګیالیو له شره په امان کې و اوسي.
ب، پاکستان کولای شي لهدې لارې نړۍوال فشارونه، چې له ترهګرۍ څخه د ملاتړ له امله پرې په وروستیو کې زیات شوي را کم کړي.
ج، لهدې سره پاکستان خپلې دې موخې ته رسېدلای شي، چې پر افغان حکومت نړۍوال فشارونه زیات او تر یوه بریده افغانستان منزوي کړي.
د، بالاخره پاکستان د پاکستان څارګره اداره به دا توان پیدا کړي، چې د افغانستان خاوره د نورو هېوادونو په ځانګړي توګه هند، چین او منځنۍ آسیا هېوادونو پر وړاندې وکاروي، چې په وروستۍ هغه (منځنۍ آسیا) کې د نړۍ د سترو هېوادونو لاس درلودل هم شونې برېښي.
درېيم، په اوسنیو شرایطو کې پاکستان د افغان حکومت مرستې ته اړتیا لري؛ خو افغان حکومت باید په لومړي ګام کې د وروستیو بریدونو په تړاو له پاکستان څخه سپیناوی وغواړي. همداراز افغان حکومت کولای شي، چې خپلې همکارۍ د افغانستان په چارو کې د یاد هېواد نه لاسوهنې پورې مشروطې کړي. بالاخره د افغانستان لپاره وروستۍ لار له پاکستان سره د اړیکو ځنډول او نړۍوالو سازمانونو ته مراجعه ده.