د جګړې نظامي او اقتصادي اړخونه

 
بهرنۍ لاسوهنې پرون او نن په هیواد کې د یوه ځانګړي او سازمان شوي پلان په اساس ترسره شوي او ترسره کیږي. افغانستان په سیمه کې پرسیاسي موقعیت برسیره ځانګړی اقتصادي او نظامي موقف هم لري. هغه هیوادونه چې په افغانستان کې یې نن او په راتلونکي کې اقتصادي ګټې په خطر کې دي، په لوی لاس سره په مستقیم یا غیر مستقیم ډول سره د افغان کړکیچ په اوږدولو کې لاس لري او فکر کوي چې د افغان حکومت په پیاوړتیا سره به یې اقتصادي ګټې فلج شي. اما هغه هیوادونه چې غواړي په سیمه کې سیاسي او نظامي نفوذ ولري، هغوی هم بیلابیل خطرونه احساسوي، ځکه نن ورځ نړۍ په لوی لاس سره د اټومي کیدو او نظامي زورواکۍ خواته روانه ده. افغانستان په سیمه کې هم د سیمه والو او هم د نړیوالو لپاره خاص ستراتیژیک ارزښت لري، د افغانستان ستراتیژیک موقعیت او موقف نه یوازې نن ورځ بلکې په تاریخي لحاظ د پوره اهمیت وړپاتې شوی او دې موقعیت په تاریخي لحاظ د لویو ځواکونو خاصه پاملرنه ځانته را اړولي او په نتیجه کې یې زمونږ هیواد د نظامي سیالۍ په خونړي مرکز بدل کړی. نن هم په سیمه کې د افغانستان اقتصادي او ستراتیژیک موقعیت د پوره ارزښت وړ دی، له یوې خوا د پراخو کانونو او د ځمکې لاندې منابعو شتون او د بلې خوا د افغانستان پراخه اوبه او د منځنۍ اسیا د نفت او ګازو زخیرې او همدارنګه په سیمه کې د هیوادونو د سیاسي او نظامي نفوذ پراختیا او د یوشمیر هیوادونو په اقتصادي او نظامي ځواک اوښتل، هغه څه دي چې دلته یې نړیوال او سیمه وال په سخته سیالۍ کې سره اچولي دي. نو پدې اساس سره ویلی شو چې د افغانستان جګړه نه یوازې د القاعدې او طالب جګړه نده بلکې یوه اقتصادي او استخباراتي جګړه ده، چې دولتي تروریزم پکې مخکښ رول لوبوي او په نتیجه کې د جګړې زیان افغان ولس او زمونږ هیواد ته رسیږي. څرنګه چې  امریکا او ناټو په سیمه کې ځانګړي سیاسي او اقتصادي موخې لري، نو د دې موخو د ترلاسه کولو لپاره اوږدمهاله پلانونه هم لري؛ سره له دې چې د جګړې د کمولو هڅې به وکړي او د هیواد څخه به تر ډیره خپل ځواکونه وباسي، اما استخباراتي فعالیتونه به په سیمه کې اوږدمهاله وساتي. د امریکې او ناټو شتون سیمه ییز ځواکونه په اندیښنه کې اچولي او په سیمه کې د امریکې او ناټو حضور سیمه وال د ځان لپاره لوی ګواښ بولي او فکر کیږي چې امریکا او متحدین به یې په سیمه کې د افغانستان له لارې د خپلو ګټو په موخه خپلو لاسوهنو او فعالیتونو ته پراخوالی ورکړي، او دا تر یو بریده پرځای خبره هم ده، دا ځکه چې د چین د بې ساري نظامي او اقتصادي ځواک ترڅنګ په سیمه کې د شنګهای بلاک د پیاوړتیا څخه امریکا او متحدین یې هم په ویره کې اچولي دي او دوی د شنګهای شتون په سیمه او نړۍ کې د خپلو ګټو پر وړاندې یو نوی خطر بولي
افغانستان په سیمه کې د ځینو هیوادونو او په ځانګړي ډول د پاکستان او نورو ګاونډیو هیوادونو لپاره د توکو یو ښه مصرفي مارکیټ دی او دغه هیوادونه خپل بې کیفیته مالونه په لوړ نرخ پر افغانانو پلوري،؛ که چیرې زمونږ هیواد په امنیت او ثبات واوړي، نو حتماً به په کور دننه مو صنعت پراختیا مومي او فابریکې به مو فعالې کیږي، چې د دې کار کولو په اساس زمونږ ملي اقتصاد غوړیدلای شي او د بهرنیو هیوادونو د بې کیفیته توکو مخه نیول کیدلی شي. همدارنګه زمونږ په اقتصادي غوړیدا سره زمونږ بې روزګاري او احتیاجات رفع کیدلای شي او د ګاونډیو هیوادونو صادراتي مارکیټ ورسره فلج کیدلای شي، نو پدې اساس سره یو شمیر هیوادونه نه غواړي چې په افغانستان کې سوله او ثبات راشي او افغانستان په یو نظامي او اقتصادي ځواک بدل شي. که څه هم د افغانستان نظامي پیاوړتیا په سیمه کې ډاډمن امنیت او ثبات راوستلی شي او د اسیا زړه په سوله ییزه سیمه بدلولای شي، خو یو شمیر معرض هیوادونه چې دلته غیر مشروع ګټې لري، نه غواړي چې دغه هیواد په سوله او ثبات کې شي او سوله دوست موقف یې خوندي شي.