واشنګتن، په ارګ کې خپل نوي ټیم ته لار هواروي


 د امریکا د حکومت له لورې جان کیري په نړیواله کچه د یو لړ کړکېچونو د هوارولو لپاره په وار وار  د استازي په توګه ټاکل شوی، مګر د خپلې بي اغیزۍ له امله تر ډیره اوس د ناکامې دیپلوماتیکې څیرې په څېر پیژندل کیږي. په افغانستان کې د روانو ټولټاکنو برخلیک او پایله د ډیرو په اند د خطر سره مخ وه، له دې امله امریکا اړ شوه چې د دواړه کاندیدانو په تر منځ د جوړجاړي په موخه د بهرنیو چارو وزیر جان کیري کابل ته واستوي. که څه هم له ډیروو ناندرو وروسته د جان کیري په منځګړتوب د دواړه کاندیدانو تر منځ په یو شمېر مسئلو توافق وشو، چې له مخې به یې د نړیوالو ناظرینو په موجودیت کې په کابل کې د رایو بیا شمېرنه تر سره کیږي، دواړه لورې به وروستۍ پایلې مني او  له هغه وروسته به د (ملي یووالي) حکومت رامنځته کوي. مګر جان کیري د مطبوعاتي کانفرانس پر مهال د خپل ورکړل شوي ماموریت له پایلو خوښ او بریالی نه بریښید. ولسشر کرزي سره له کتنې وروسته، جان کیري د رسنیو سره په خبرو کې زیاته کړه چې  (د رایو بیا شمېرلو  بهیر به خورا ستونزمن وي مګر د دواړه کاندیدانو وړ او پیاوړی لیډرشیپ کولای شي چې مسئلې په ښه ډول هوارې کړي. کیري د خبرو پر مهال زیاته کړه چې، نن شپه افغانان د ملي یووالی احساس کوي، د خبرو پر مهال د کیري احساس خورا څرګند وو، نوموړی په دې پوهید چې د ملي یووالي دا لمحه خورا لنډه او موقتي ده. کیري لا کابل نه و پریښی چې د د واړه ټیمونو تر منځ د ناندرو اوازونه پورته شول.
د ټاکنیز بهیر د پیل راهیسې یوه ستره اندیښنه د ولسمشر کرزي د رول په اړه وه؛ ځینو کړیو داسې انګیرله چې ښایي ولسمشر په واک کې د پاتې کیدو په موخه د ټولټاکنو بهیر له یو شمېر ستونزو سره مخ کړي چې په پای کې به حالات د ټولټاکنو لپاره ناسم اعلان شي او له امله به یې ولسمشر خپله دوره وغځوي. مګر ولسمشر کرزي رسنیو سره د څرګندونو پر مهال دا ډول اندیښنې په ځایه ثابتې کړې. د مطبوعاتي کانفرانس څخه داسې بریښی چې ولسمشر کرزی په ټولټاکنو کې د امریکایي مداخلي څخه خوښ نه و، نوموړي د خپلو خبرو پر مهال داسې برخورد کولو چې ګویا د کانفرانس کوربه امریکا  ده، هغه زیاته کړه چې د اوباما اداره له پخوا راهیسې د دواړه کاندیدانو سره په تماس کې ده.
د ټولټاکنو په بهیر کې د ملګرو ملتونو او امریکا له لوري د مداخلې له امله ولسمشر کرزی ناخوښ دی، نوموړي پخوا هم ددې کار مخالفت کړی نوموړي زیاته کړه چې په ټولټاکنو کې بهرنۍ مداخله د عبدالله عبدالله ستره غوښتنه ده.عبدالله په ګډه غواړي چې په ټولټاکنو کې د ولسمشر کرزي رول ور کم او بې اهمیته وښایي مګر ولسمشر کرزی د خپلو صلاحیتونو په اړه خورا حساس دی؛ د ملګرو ملتونو او جان کیري له لوري د سل سلنه رایو بیا شمېرلو سره ولسمشر موافق نه و، د نوموړي په اند، د سل فیصده رایو شمېر د عبدالله عبدالله ټیم سره د امریکا ستره همکاري وه.

په افغاني ټولټاکنو کې د امریکا د بې مخه مداخلې په اړه په دې وروستیو کې یو شمېر راپورونه خپاره شوي چې د افغان ولس لپاره خورا نهیلي کونکی پایلې لري.امریکا، چې په افغانستان کې د تېرو دیارلس کلونو راهیسې د دیموکراتیکو بنسټونو د پیاوړتیا دعوه کوي، د ټاکنیزو کمپونو له یو شمېر غړو څخه داسې غوښتنې کړي چې د تمدن او دیموکرتیکي اصولو سره هیڅ سر نه لګوي.د جان کیري د خپل راتګ پر مهال له اشرف غني غوښتني و چې د احمد ضیا مسعود په ځای له ځان سره په خپل ټیم کې د ولسمشر کرزي اوسنی مرستیال یونس قانوني ونیسي. په دې سربیره واشنګتن پرون زیاته کړې وه چې د ټولټاکنو ناکام کاندید به د راتلونکي حکومت برخه وي چې دا په په افغانستان کې د ټولټاکنو تر ټول ستر سپکاوی ګڼل کیږي.امریکا په دې توګه غواړي په افغانستان کې د واک توازن په خپله خوښه وساتي. د 2001ز په ټولټاکنو کې امریکا په ورته ډول د ولسمشرکرزي شاوخواهغه د پنجشېر له درې ځینې منتخب کسان وټاکل چې له امله یې ولسمشر له سترو ستونزو او نیوکو سر مخ و. امریکایان په افغانستان کې د شمال ټلوالې ځینې څيرې د خپلو ګټو تر ټولو ژمن خوندی کونکي بولي، داسې ګونګسې هم تر غوږو شوي چې د ټولټاکنو په اړه د امریکا دریځ د عبدالله له لورې تمثیل کید، د موازي حکومت د اعلانولو ګواښونه، په ارګ د حملې کول او یو لړ نورې شومې طرحې د امریکا له لورې امرالله صالح او عبدالله ته ورکړل شوې وې وه.
د جان کیري منځګړتوب د ټولټاکنو په پایله کې د ملي حکومت موضوع رامنځته کړه چې ډیری افغانان یې هیښ کړي دي. جان کیري د ملي حکومت موضوع داکتر عبدالله ته په غوږ کې ور چف کړه مګر دایې څرګنده نه کړه چې په افغانستان کې ملي حکومت یانې څه؟
په افغانستان کې ملي حکومت ته ستره اړتیا لیدل کیږي مګر، څوک چې د ټولټاکنو له لارې واک ته ورسیږي، باید همغه کس حکومتي چارې په لاس کې واخلي ـــ د افغانستان د وضعیت اړوند، د ملي حکومت جوړول په حقیقت کې د امریکا له لورې وړاندیز شویو کسانو ته په حکومت کې ځای ورکول دي.
په دې وروستیو کې د عبدالله عبدالله معاون محقق له یوې بلې مسئلې پرده پورته کړې، نوموړي ویلي چې د رایو د بیا شمېرلو په پایله کې به ګټونکي کاندید ولسمشر او دوهم کاندید ته د اجرایوي رییس چوکۍ ورسپاري، له هغه یو کال وروسته به په اساسي قانون کې د تعدیل له لارې حکومتي طرز بدل شي چې د لمړي وزیر چوکۍ ته به لار هواره کړي.
  په ټولیز ډول امریکا غواړي په افغانستان داسې یو حکومت رامنځته کړي چې پښې یې تړلې وي او د امریکا د مشروع او نا مشروع ګټو د خوندیتوب لپاره کار وکړي