
د ټاکـنو له دویم پړاو نه وروسته د رامنځ ته شوې لانجې د هواری لپاره د امریکا د بهرنیو چارو وزیر جان کیری د مخکښ نوماند داکتر اشرف غنی احمدزی او داکتر عبدالله عبدالله ترمنځ منځګړیتوب وکړه ترڅو دغه لانجه ختمه شی.
د بحث اصلی اجنډا دا و چې عبدالله بیرته دغه بهیر ته راستون شی او د عبدالله هغه غوښتنه چې د رایو شمیرنه دی له سره وشی تر غور لاندی ونیول شو.
دواړو نوماندانو توافق وکړه چې د ټول هیواد رایی دی له سره وشمیر شی او دغه پروسه د نړیوالو څارونکو ترنظارت لاندې ترسره شی او پایله باید دواړه نوماندان ومنی... او په اخر کې ګټونکی به د ملي وحدت پر بنسټ ولاړ حکومت رامنځ ته کوی.
اصلی او مهمه خبره:
دوه ورځی کیږی چې د یو نوماند د پلویانو لخوا په رسنیو کې د د ملي وحدت یا(مشترک) حکومت ، غیری متمرکز نظام(فدرالی) صدارتی نظام(صدراعظم) او اجرایوی پوست چې د مرستیالۍ معادل وی خبرې اوریدل کیږی اما په ډاډ ویلی شم چې د راتلونکې نظام یا چاته د مشخص څوکۍ د ورکړی په نوم هیڅ راز تړون او پرټوکول نه دی لاسلیک شوی .
لاندې ټکو ته مو پام غواړم:
۱ - داکتر اشرف غنی احمدزی د راتلونکې نظام د جوړښت یا چاته د څوکۍ د ورکړی(سهامی شرکت) هیڅ نوع ژمنه نه دی کړی او نه یی هم کوم تړون لاسلیک کړی.
۲ - یو شمیر کسانو د ملی وحدت پر بنسټ د ولاړ حکومت له مسلې غلط تعبیر اخستی، داکتر اشرف غنی د ټاکنیـز کمپاین پرمهال پخپله ویلی و چې د بریالیتوب په صورت کې به د هیواد ثبات او ملي وحدت ته جدی پام کوی او د ټولو قومونو حق دی چې باید په حکومت کې ځان ووینی اما په دغه برخه کې کار اهل کار ته سپارل کیږی او د اصلاحاتو پر بنسټ به د ښې حکومتدارۍ لپاره ګامونه پورته کیږی.
۳ - هیچا سره د هیڅ یو حکومتی امتیاز، چوکۍ یا دندې د ورکړی یا په حکومت کې د فیصدی په اړه ژمنه نه ده شوی،داکتر غنی د ملی وحدت پر حکومت ټینګار کوی او تر بریا وروسته به پخپله خوښه د یو قانونمند نظام په اړه پریکړه کوی یواځی د اجرایوی څوکۍ ژمنه له احمد ضیا مسعود سره شوی او هغه هم د لوې جرګې تر پریکړی وروسته د معاونیت په درجه کې.
۴ - د امریکا په ټاکـنو کې د دیموکراټانو تر بریا وروسته بایلونکې ډلې جمهوریت غوښتونکو ته د بهرنیو چارو وزارت ورکړه د تجربه د ملی حکومت او ملی وحدت یوه ښه نمونه ده،جان کیری د اوباما د سیال یا مخالف ډلی په استازیتوب دا مهال د بهرنیو چارو وزیر دی.
پس ویلی شو چې د مخالف ټیم بعضی مهم او پوه اشخاصو ته هغه هم د ملی وحدت د روحیی پراساس د کاری وړتیا او پوهې پراساس ممکن ځنې څوکۍ ورکړل شی په دی اړه هم کوم واضح تړون نه دی لاسلیک شوی یواځی ژمنه شوی.
۵ - داکتر غنی له احمد ضیا مسعود پرته له هیچا سره د کومی مشخصې څوکۍ د ورکړی ژمنه نه ده کړی.
۶ - هیڅ تړون چې په هغه کې د نظام د بدلون،د صدارعظمی څوکۍ د ایجاد او یا مشخصو کسانو ته د سهم د ورکړی په معنا وی نه دی لاسلیک شوی.
۷ - دواړو خواو ژمنه کړې چې تر بریا وروسته د ملی وحدت د روحیی پر اساس د یو ښه حکومتدارۍ د رامنځ ته کیدو لپاره به مرستی کوی.
پس ټولو ملګرو ته ډاډ ورکوم چې زما د معلوماتو پر اساس د ولس پر رایو به تجارت نه کیږی. د ولس رایو ته به احترام کیږی او هیچا سره د مشخص امتیاز ژمنه نه ده شوی