ایا رښتیا هم داسلام او سیاست ترمنځ بېلتون شتون لري (۲۳) .


 
اسلامي سیاست څه ته وایې؟
غښتلې  اسلامي خلافت
په اوسنى وخت کې چې د اسلامي متحده ریاست یا اسلامي خلافت  په   اړه  كومه عملي لار او انځور زما په فكرکې راځي هغه دادې  چې :
ا] دټولو اسلامي هيوادونو  نړيوال اسلامي كانفرانس  دې په مکې  مكرمى یا مدينى منورى کې جوړکړل  شي، د دى كانفرانس بلونکې  بايد د اسلامي حكومتونو د مشرانو څخه كوم ممتاز او مقبول وګړې  وي . د دى مقصد دژر تر لاسه کولو له پاره   د اوسنى اسلامي كانفرانس اضطرارى غونډه هم راغوښتل كيداى شي ، ددې  كانفرانس  په هيئت  کې  به د دين عالمان ، سیاسي مشران او انتظامى پوهان شامل وى ، دا كوښښ كول په كار دى چې په كانفرانس کې د ټولى اسلامي نړۍ هيئتونه هم ګډون وکړې ، خو كه چيرى اكثريت په کې ګډون وکړې نو دا بیا هم په شرعي توګه د نړۍ د مسلمانانو د نماينده  غونډې په حيث ګڼل کیږي. 
2 ] دا كانفرانس دى د ټولو اسلامي هیوادونو له پاره يو مركز جوړکړې او د "الخلافه الاسلاميه المتحده" په نوم دى ئى یاد کړې، ښه خوداده چې د خلافت مركز مدينه منوره وى خود انتظامى امورو اودیو شمیر  نورو ښیګڼو د په نظر کې نيولو سره كوم  ځاې چې مناسب وى نو هغه د خلافت مركزاعلانیدلې او جوړيدلى شي .
3 ] يوه نړ يواله اسلامي  شورى دى جوړه کړل شي چې  په کې  د هر اسلامي هيواد لس كسه نمايندګان غړېتوب  ولري.  په دى مركز شورى کې  بايد د هر اسلامي هيواد مشر یاد هغه نماينده ضرور ګډون وکړې ،د شورى په ټولو غړو کې هغه صفات چې تر مخه ذكر شول بايد شتون  ولري . د مركزى شورى غړي  د هر هيواد د شورى د غړو  څخه انتخابیدلى شي او همدا د سیمه ایزې  شورى غړى ئې بايد انتخاب کړې، مركزى شورى بايد د " مجلس الشورى للخلافه الاسلاميه المتحده" په نوم  و نومول  شي .
4 ]. د مركزى مجلس شورى  غړي  بايد د ازادو او پټو رايو په اساس د خلافت له پاره  داسى یو وګړې  غوره کړې چې د خلافت په شرايطو موصوف  وى ، د مركزى حكومت د مشر نوم بايد «خليفه المسلمين یا اميرالموْ منين »وى او د مركز پورى د تړلو اسلامي هيوادنو مشرانو ته بايد په خپلو خپلو هیوادونو  کې  اميران وويل شي لكه د پاكستان امير ، د ایران امير او نور ...خو هيځ مشر بايد د پادشاه - شاهنشاه په نوم یاد نه کړل شي ځکه چې دى نوم ته         رسول الله صلى الله عليه وسلم ډیر بد نوم ويلى دى .
5 ~ د مسلمانانو خليفه د ضرورت مطابق خپل ځان ته مجلس جوړه وى چې  هغه به دمركزى مجلس شورى   دپریکړو پابند وى .
6 ~ مركزى مجلس شورى به يو اساسى قانون جوړوى چې ټول اسلامي هيوادونه  به دهغه پابند وى د دى اساسى قانون تفصیلات به دمركزى شورى او یا د هغى له خوا د فقهاو، عابدينو او پوهو خلكو څخه جوړ  شوى كميسون ترتيبوى ، خو ځیني اصولى مادى په هغه کې  ځاې په ځاې كول اړین  دى چې په لاندې  ډول ئي یادونه  کیږي.
ا : حاكميت او اعلی اقتدار يواځي يوه الله جل جلاله  لره خاص دى او د خلكو مقام د عبديت [ بندګۍ] مقام دى .
ب : د قانون ماخذ قران او سنت دى د مركز پورى تړلي هيڅ هيواد په خپل ځاې کې داسى قانون نه شي جارى كولاې چې د قران او سنتو د صريحو نصوصو او د هغه د اجماعى تعبير په خلاف وى يعنى هيځ هيواد داسى قانون نه شي جوړولاې چې د راشدينو خلفاء  صحابه كرامو رضي الله  عنهم او د امت  د اجماع په خلاف وى او په  هغه کې  د قران او سنتو د نصوصو څخه داسې  تعبير   ونه وکړل شي ، چې د اسلامي امت د اجماعى تعبير خلاف   وى .
ج : په اجتهادى او اختلافى مسائلو کې دى هر هيواد د مجلس شورى قانون جوړوى خود دى قانون پابندى دمركز پورى تړلو ټولو  هيوادونو باندى اړینه نه ده. اجتهادى مسائلو کې يو مجتهد ته  د بل مجتهد اود يوه قاضى ته د بل قاضى تقليدشرعاًََََ اړین  نه دى ځکه د راشدينو خلفاو په وخت کې د قاضیانود پریکړو او د مفتیانو د فتوى ترمنځ ځیني وخت اختلافات پيداكيدل، خو دى اختلافاتو د اسلامي امت دوحدت او دمتحده خلافت په لارکې  خنډونه نه پيدا كول .
د : په هغه مسائلو کې چې د قران او سنتو نصوص موجود نه وى او بنسټ ئى په عرف ايښودل شوى وى، د هغى په هكله د هر هيواد مجلس شورى د خپل ملت د عرف ، رواج او رسم سره سم قانون جوړوى ځکه چې د يوه هيواد عرف د بل هيواد د عرف سره كله كله ډیر توپير لرى..
ه : څرنګه چې ادارى تشكيلات او حكومتى هيكل  د مباحاتو او مرسله مصالحو له جملى څخه دى ، نو هر هيواد بايد په دى هكله پوره داخلى اّزادى ولرى چې د خپلى محلى او سیمه ایزې  شورى د پريکړو مطابق د هيواد د اړتیاو په رڼا کې مناسب او صحيح ادارى چوكاټ جوړ او پلې کړې .
و : د متحد خلافت رسمى ژبه بايد عربى وى او كه د مركز پورى تړلي ملكونه هم خپله رسمى ژبه عربى کړې نو دا به ډیره غوره او بهتره وى په دى کې كوم شرعي بنديز نه  شته ، هر هيواد خپله خپله ژبه رسمى ژبه ګرځولى شي خو هغه ژبه به چې د غير مسلمانانو خاصه ژبه وى په خپل هيواد کې  نه شي رسمى كولاې .
ر : د غير اسلامي هيوادونو سره په تجارتى او اقتصادى اړيكو ټينګولو کې هر هيواد ته ازادى ده خو هيڅ  اسلامي هيواد د غير اسلامي هيوادونو سره سیاسي او عسكرى تړونونه د مركزى شورى د پریکړو پرته نه شي كولاې .
ح : متحد خلافت او په هغى پورى تړلي هيوادونو د هيڅ غير اسلامي هيواد سره بطانى [ رازدارى ] او وليجى په توګه يو ځاې كيداى نه شي يعنى هيڅ غير اسلامي هيواد په خپلو رازونو او كارونو کې  نه شي شريكولاې. په بين المللى موضوعاتو او شخړوکې  به د حق پيروى کیږي. او د باطلو مخالفت به کیږي ، د يوه بلاك دهرى خبرى مخالفت او د بل بلاك دهرى خبرى تائيد به د متحدخلافت او هغى پورى دتړلو هيوادونو پاليسى نه وى بلكه دوى به د"امت وسط" په توګه خپله ازاده خارجى پاليسى  لرى .
ط : په متحده خلافت کې هر هيواد خپل ځانګړى عسكرى نظام او ځانکړې دفاعى نظام جوړولاې شي، خو د دى په څنگ کې  به يو مركزى عسكرى مجلس جوړیږي چې د هر هيواد يويو عسكرى جنرال به په کې ګډون كوى چې د ضرورت په وخت کې به د دفاع ګډ پلان جوړوى او د عسكرى اړتیاو له پاره به وړانديزونه  ترتيبوى .
ق : د ساينس او تيكنالوژۍ د پوهانو يوه ګډه غونډه دى جوړه شي ترڅو د اسلامي هيوادونو د تيكنالوژۍ ، زراعت او صنعت د پرمختگ له پاره پروګرامونه او پلانونه جوړکړې او په دفاعى لحاظ ئى په خپلو پښو ودروي .
ى : يوه مركزى محكمه  به موجوده وي چې د خلافت  پورى د تړلو هيوادونو ترمنځ د شخړو د را پيدا كيدو په صورت کې د خلافت د مركزى اساسى قانون په رڼا کې د هغوى تر منځ فيصلى كوى.  د دى محكمى پريکړې به په مركز پورى تړلو هيواد ونو د محكمو د پاسه وى او په دى محكمه کې به د هر هيواد څخه يو يو ممتاز عالم شامل وى .
ل : متحد خلافت بايد يوه خپروندويه اداره ولرى چې د اسلامي خلافت د ترجمان حيثيت به لرى .
م : په متحده خلافت کې دګډون كونكو هيوادونو ترمنځ بايد دويزى بنديز له منځه ولاړشي ترڅوخلك يو د بل هيواد ته په اسانۍ سره سفروکړې ، خو پا سپورت دى اوس موجودوى ځکه د دى په وا سطه  په معرفت او پیژندګلوی  کې اسانتیاوى راپيدا کیږي .
پينځم اصل
وزارت
ابن منظورافريقى رحمة الله عليه د وزير دكليمى په هكله درى قوله رانقل کړې دى :
د علامه جوهرى رحمة الله عليه وينا دا ده چې دا د وزر څخه اخستى شوى كليمه ده او معنا ئى پناه ځاې  او یا هغه غردى چې هلته د ويرى په وخت کې  پناه اخستل کیږي .  وزير هم د حكومت د يومشرله پاره د پناه  ځاې  حيثيت لرى، چې د ده په لور د هيواد په اموروکې رجوع كوى - دوهم دا چې د وزير كليمه د وزر څخه اخستل شوى ده او د بار په معنا راځي ځکه وزير هم د هيواد د مشر بار په اوږ واخلي - خو صحيح خبره هغه ده چې ابن سيد او نورو محقيقنوکړې ده، چې دا كليمه د ازرڅخه اخستل شوى ده او معنا ئى تقويت او اعانت دى ، ځکه چې وزير هم د هيواد د مشر ممد اومعاون وى ، كله كله په عربى ژبه کې همزه په واو بدلیږي او د وزيرتعريف داسى کیږي :
 (حباء الملك الذى يحمل ثقله و يعينه برايه)
 [ وزير د حكمران خاص ملګرى وى چې د هغه بار په اوږواخلي او د خپل نظر په اساس د هغه سره كومك كوى ] .
وزير د قراّن او سنتو  له نظره
ځیني خلك وائى چې  عربو د وزيركليمه د ایران د ساسانى پادشاهانو څخه اخستى ده. خودا خبره غلطه  ده ځکه د اسلام نه ترمخه په عربى ژبه کې دا كليمه مروجه وه .د خالد بن زهير د يو شعردوهم بند دا دى :( و انت نفسه وزيرها)
 ~ په قرانكريم کې د وزير كليمه په دوه ځايو کې راغلى ده :
وَاجْعَلْ لِي وَزِيرًا مِنْ أَهْلِي هَارُونَ أَخِي اشْدُدْ بِهِ أَزْرِي وَأَشْرِكْهُ فِي أَمْرِي   ط                                                                            [د طه سورت 29 اّيت ]
[ موسى عليه السلام و ويلى اى زما ربه : زما د كورنۍ  څخه ما ته يو وزير راکړې زما د ورور هارون عليه السلام په واسطه زما ملا ټينګه کړې او هغه زما په كارونو کې له ما سره شريك کړې] .
د دى اّيت څخه معلومیږي ، چې وزير بايد د حكمران د هم فكره او هم مسلكه خلكو څخه وى ، دوهمه خبره د دى ايت څخه دا معلومه شوه چې وزير د حاكم د ریاست د نظم و نسق د چلولو مسئول اود هغه په كارکې  شريك وى ، يوازى نوكر نه وى.
 الله تعالې جل جلاله د سیدنا موسى عليه السلام د عا قبوله کړه او ورته ئى و ويل :
(وَجَعَلنا مَعَهُ أَخَاهُ هَارُونَ وَزِيرًا)
 [د القرقان سورت 53 اّيت]
[او مونږ ګرځولى و  د هغه سره د هغه ورور هارون عليه السلام وزير ] .
د محمد صلى الله عليه وسلم  وزيران
د عبدالله بن مسعود رضي الله تعالې عنه  څخه روايت دى چې رسول الله  صلى الله عليه وسلم فرمايلى :
( ثم نظر فى قلوب العباد بعد فاختار له اصحاباًَ فجعلهم انصار دينه و وزراء نبيه)
 [ بیا نو الله جل جلاله د سیدنا محمد صلى الله عليه وسلم څخه وروسته د خپلو بندګانو زړونو ته وكتل نو د هغه له پاره ئى داسى ملګرى منتخب کړل چې د دين كومك كوونکې وو او د هغى د نبى صلى الله عليه وسلم وزيران وو ]  .
د مسند احمد رحمة الله عليه ، بزار او معجم كبير د طبرانى په يو روايت را غلى دى چې :
( ان اصحاب النبى وزراء ه)
 " يعنى د سیدنا رسول الله صلى الله عليه وسلم  صحابه رضى الله عنهم د هغه وزيران و»
 د ابوسعيد خدرى  رضى الله عنه څخه روايت شوى دى چې : (فاماًَ وزير اى من اهل الارض فابوبكر و عمر)
 [ د ځمکې د اوسيدونكو څخه زما وزيران ابوبكر او عمر دى ]  .
ابن ابى الحديدد نهج البلاغه په شرحه کې لیکلي دى چې:
 " ان علیا وزير النبى صلى الله عليه وسلم »
[ سیدنا على رضى الله عنه هم د رسول الله  صلى الله عليه وسلم وزير دى ] .
د طبرى په تاريخ کې د بنوتميم د هيئت په سلسله کې د زيد بن ثابت رضى الله عنه دا وينا رانقل شوى ده :
(نحن انصار الله و وزراء رسوله )
[ مونږ د الله جل جلاله د دين كومك كونکې او د هغه د رسول وزيران  يو ] .
د طبرى په تاريخ کې دى چې :
( وكان عثمان يدعى فى اماره عمر رديفا)
 [د سیدنا عمر رضى الله عنه په خلافت کې سیدنا عثمان رضي الله عنه درديف يعنى د وزير په نامه یا ديده] .
 ابن ابى الحديد د نهج البلاغه په شرحه کې لیکلي دى چې سیدنا عثمان بن عفان، عبدالله بن سعيد بن ابى سرح ، معاويه ، سعيد بن عاص عمرو بن عاص ، عبدالله بن عامر رضى الله عنهم ته په يوه خط کې  وليكل چې:
(لكل امير وزراء و نصحاء و انكم و زرا‌ء ى و نصحائى واهل ثقتى)
 [ هر امير وزيران او خيرغوښتونکي  مشوره وركونکې لرى او تاسو زما وزيران ، خير غوښتونکې مشاورين او باورى ملګرى یاست ] .
 د سقيفه بنو ساعده په غونډه کې ابوبكر رضى الله عنه انصارو ته په وينا کې وويل :
(نحن الامراء و انتم الوزراء )
[ مونږ قريش اميران يو او تاسې انصار زمونږ وزيران یاست ] .
(حَدَّثَنَا مُوسَى بْنُ عَامِرٍ الْمُرِّيُّ حَدَّثَنَا الولِيدُ حَدَّثَنَا زُهَيْرُ بْنُ مُحَمَّدٍ عَنْ عَبْدِ الرَّحْمَنِ بْنِ الْقَاسِمِ عَنْ أَبِيهِ عَنْ عَائِشَةَ قَالَتْ قَالَ رَسُولُ اللَّهِ صَلَّى اللَّهُ عَلَيْهِ وَسَلَّمَ إِذَا أَرَادَ اللَّهُ بِالامِيرِ خَيْرًا جَعَلَ لَهُ وَزِيرَ صِدْقٍ إِنْ نَسِيَ ذَكَّرَهُ وَإِنْ ذَكَرَ أَعَانَهُ وَإِذَا أَرَادَ اللَّهُ بِهِ غَيْرَ ذَلِكَ جَعَلَ لَهُ وَزِيرَ سُوءٍ إِنْ نَسِيَ لَمْ يُذَكِّرْهُ وَإِنْ ذَكَرَ لَمْ يُعِنْهُ)
 [ كله چې الله تعالې د كوم امير په هكله د خير اراده وکړې نو هغه ته پاك او مخلص وزير وركوى ، كه چيرى امير د خپلو فرائضو د اداء كولو څخه غفلت كوى نو دا وزيرى ئى  ورته  ور په یاد وى او كله چې هغه خپل فرض تر سره کوي  نوبیا دهغه سره كومك كوى خو كه چيرى الله جل جلاله  د هغه امير په هكله بده اراده وکړې نو هغه ته بد وزير وركوى چې نه هغه ته د خپل فرض د اداء كولو یادونه كوي او نه ورسره  د فرضو په اداء كولو کې   مرسته او تعاون كوى ]  .
 د دى روایاتو څخه دا په ډاګه کیږي چې په نبوى دور  او د راشدينو خلفاو په  دورى کې دوزيرانو غونډه په ساده توګه موجوده وه چې دبنو اميه په زمانه کې ئى پرمختگ وکړ او دعباسیانو په زمانه کې ورته اصول او قوانين جوړ شول، د وزير كليمه په رسمى اصطلاحاتوکې نن سبا ډیره استعمالیږي او په اوسنى وخت کې دوزارتونو پورى تړلي خبرى  د هيواد د اساسى قانون يوه برخه ده. 
نور په څلورویشتمه برخه کې ولولئ....