
لطف الله لطف
شالید: د تېرې نږدې یوې پیړۍ راهیسې اقتصادي بندیزونو دنړۍ سترې نړیوالې او سیمه ییزې جګړې بدرګه کړي دي؛ د جګړې ښکېلو اړخونو د پوځې او اقتصادي تکتیکونو په مټ تل هڅه کړې چې د سیال د ځپلو په موخه د اقتصادي بندیزونو څخه د یوې خورا اغیزمنې وسیلې په ډول کار واخلي. د لمړۍ نړیوالې جګړې پر مهال د دښمن ماتونې تر ټولو ستره وسیله د مهم ستراتیژیکو سمندري لارو بندول و. دهمدې جګړې پر مهال د امریکا ولسمشر (ویلسن) د یوې بدیلې لارې په ډول د اقتصادي بندیزونو وړاندیز وکړ. د نوموړي په اند، اقتصادي بندیزونه خورا پیاوړې دیپلوماتیکي وسیله ده او کولای شی چې د پوځي مانورو په ځای کار وکړي. له همدې وروسته اقتصادي بندیزونو په سترو امنیتي تړونونو کې ځای پیدا کړ. د شوروي د پرځېدو راوروسته ملګرو ملتونو په نړۍ (اسیا او افریقا) د کورنیو جګړو او کړکېچونو له منځه وړلو په موخه اقتصادي بندیزونه په رسمي ډول وړاندیز کړل.د نویمو کلونو په لمړیو کې ملګرو ملتونو د خلیج د جګړې په پلمه د عراق په ضد په اقتصادي بندیزونو لاس پورې کړ، په دې سربیره یو شمېر ستر پوځی زبرځواکونه هم موخو ته د رسیدو په خاطر یو اړخیز اقتصادي بندیزونه لګوي.
کله چې په 1956 ز کې د سویس کانال په سر د امریکا او یو شمېر اروپایي ښکیلاکګرو تر منځ لانجه راپورته شوه نو د هغه مهال امریکایي ولسمشر (ایزنهاور) له مصر څخه د انګریزي ، اسرایلي او فرانسوي ځواک د نه وتلو په صورت کې د نړیوالوپورونو د بندیز ګواښ وکړ، له همدې امله یادو هېوادونو له سویس کانال څخه ځواکونه وویستل.
له هغه وروسته د اقتصادي بندیزونو موضوع د پخواني ولسمشر بل کلنتن له لورې راپورته شوه؛ نوموړي د نړۍ او لاتیني امریکا په کچه یو شمېر مهم کسان د اقتصادي بندیزونو تر ګواښ لاندي راوستل هغه مهال د سربیا د یو شمېر لوړ پوړو چارواکو بانکي حسابونه د کلنتن له ادارې لخوا کنګل شوي و.
د سپتمبر له پیښې وروسته د بش ادارې هم اقتصادي بندیزونو ته مخه کړه؛ د سیاسي اقتصاد له نظره د بش د واکمنۍ پر مهال امریکا وتوانېده چې د نړۍ مالي سیستم تر کنترول لاندې کړي د همدې اقتصادي بندیزونو په پلمه امریکا وتوانېده چې د پیسو ناقانونه لیږد بند کړي مګر د ناپاکې بانکدارۍ د له منځه وړلو په موخه یې یو شمېر ستر اقتصادي سازمانونه او هېوادونه په سترو اقتصادي معاملو کې د ډالر کارونې ته اړ کړل.
په دې وروستیو کې د کریمیا سیمې ته د روسي پوځ ننوتلو د اقتصادي بندیزونو موضوع بیا په نړیوالو رسنیو کې توده کړې؛ امریکا او یو شمېر اروپایی هېوادونو روسیې ته له همدې امله د نړیوالو اقتصادي بندیزونو ګواښ کړی.د کریمیا څخه د نه وتلو په صورت کې اوباما په زغرده روسي مشرتابه ته د ګوښیتوب او بندیزونو ګوتڅنډنه کړې نوموړی په بروسل کې د خبرو پر مهال زیاته کړه که روسیه په همدې دریځ پاته شي نو د خورا سترو ستونزو سره به مخ شي. د اقتصادي بندیزونو کارپوه (Prof Daniel Drezner) وایې چې اوسمهال په نړۍ کې د پوځي موخو تر لاسه کولو لپاره اقتصادي بندیرونه د یو شمېر هېوادونو په دریځ کې بدلون نشي راوستلای. نوموړي زیاتوي چې، اقتصادي بندیزونه به روسیه دې ته اړ نه کړی چې له کریمیا ووځي. امریکا د اقتصادي بندیزونو څلور ویشت پروګرامونه لري چې د نړۍ یو شمېر هېوادونه لکه سوریه او عراق اوس هم د اقتصادي بندیزونو لاندې دي، مګر په سوداګریز ډګر کې د اقتصادي بندیزونو ملاتړي په کمېدو دي، کیوبا، نږدې پنځوس کاله د امریکایي اقتصادي بندیزونو لاندې وه مګر تر اخره پورې په دې و نه توانې ده چې د فیدرل کاسترو کورنۍ ماته کړي.
د اقتصادي بندیزونو نوې موخې:
په روانه پيړۍ کې د اقتصادي بندیزونو کارول له تېر سره په دې توپیر لري چې اوس ځینې ځواکمن هېوادونه په خپلو بهرنیو تګلارو کې اقتصادي بندیزونو ته ځانګړی ځای ورکوي. اوسمهال د بندیزونو لړۍ او ډولونه په خورا چټکۍ سره مخ په ډیریدو دي، د یویشتمې پیړۍ سیمه ییز او نړیوال اقتصادونه خورا پیچلي او حساس دي وروستي نړیوال مالي کړکېچ و ښودله چې څومره وګړي د بېټیکاوه نړیوال اقتصادي وضعیت څخه زیانمن شول. یو شمېر کارپوهان وایې چې، امریکا په روسیې د اقتصادي بندیزونو لګولو څخه نورې سترې او کور ورانونکې موخې لري، په روسیه باندې د اقتصادي بندیزونو لګول په کوردننه روسیه کې په خورا حساسو ساحو متمرکزې دي؛ د اقتصادي بندیزونو یوه ستره موخه په روسیه کې د اوسني حکومت او وګړو تر منځ د درز راپیدا کول دي، په دې سربېره، بندیزونه په هغه چارواکو، سوداګرو او بانکونو هم متمرکز دي چې ولسمشر پوتین ته نږدې دي.
امریکا، په روسي مشرتابه کې درز پيدا کولو ته خورا لېواله ده، د بش د ادارې پخوانی (Juan Zarate) چې د اقتصادي بندیزونو د پرمختګ په برخه کې یې د بش په اداره کې کار کړی وایې: که د بهرنۍ نړۍ سره مو د روسیې ستر سوداګر له اقتصادي اړیکو را وګرځول نو دا کولای شي چې د روسیي په واکیز ډګر کې د چاودونو او درزونو هیلې پیاوړې کړي. امریکا، په روسیه باندې د اقتصادي بندیزونو په لګولو کې له خورا مهارته کار اخلي دوی د ځینو کارپوهانو هغه خبرو اندیښمن کړي چې وایې د اقتصادي بندیزونو لګولو سره به د پوتین اداره نوره هم پیاوړې شي، دوی زیاتوي چې کرملین په سترو سوداګرو پراخه نفوذ لري او کولای شي دېته یې اړ کړي چې له بهره خپلې پانګې هېواد ته راوړي چې له امله به یې پوتین او کرملین نور هم پیاوړی شي. امریکایان دې ټکي هم اندیښمن کړي چې اقتصادي بندیزونه د امریکا اړیکې د خپلو ملګرو هېوادونو سره په خطر کې اچوي، ځکه امریکا خپلو متحدو ملګرو ته وایې چې د کوم هېواد سره اقتصادي اړیکې وپالي او د کوم سره نه، یو شمېر اروپایي هېوادونه له وړاندې دې ټکي خفه کړي.
Lutfullah44@gmail.com