د ۱۹۱ کډوالو کورنیو سره د ۲ میلیونه افغانیو په لګښت د بېلابېلو توکو مرسته وشوه.

۱۳۹۳/۴/۱۹
د میدان وردګو ولایت په مرکز میدان ښار کې د کډوالو چارو ریاست له لوري نن  (پنجشنبه) د نرخ ولسوالۍ د ۱۹۱ کدوالو کورنیو سره د ۲ میلیونه افغانیو په مالي لګښت د خوراکي او غېرې خوراکي توکو مرسته وشوه .
په دغه مرسته کې هرې کډوالې کورنۍ ته ۲۰۰ کیلو ګرامه غنم،۱۴،۸ کیلو ګرامه غوړي،۱۴ کیلوګرامه دال نخود،۸،۴ کیلوګرامه بسکټ،۱ کیلوګرام مالګه،۳تختې کمپلې،۲ تختې پلاستکي ترپالونه،د پخلانځاي ۱ سیټ،صابون او د یوې کورنۍ د ضرورتونو اړوند نور توکې شامل وو.
یاده مرسته د یونیسیار او WFP مرستندویه مؤسسې په مالي لګښت برابره شوې وه،چې هرې کورنۍ ته د ۱۰ زرو افغانیو په مالي لګښت مرسته ورکړل شوه .
دغه مرسته هغه کسانو سره ترسره شوه،چې د نرخ ولسوالۍ د بېلابېلو سیمو څخه د یو شمېر پېښو او بېلابېلو موضوعاتو له امله مرکز میدان ښار او نورو سیمو ته کډوال شوي وو.
یادو کډوالو ته د مرستې د ورکړې پرمهال د ولایت مقام په استازۍ د سکتوري خدمتونو رئیس غزني ګل ځاځي او د کډوالو چارو رئیس محمد شفیق له مرستندویه ادارو څخه مننه وکړه او ډاډ یې څرګند کړ،چې ترسره شوي مرسته به اړونده مستحقو کسانو ته د جوړې شوې څارونکې ډلې پر وړاندې ورکړي.
دوی همدا راز وویل په نږدې راتلوونکې کې به سلګونه نورو کډوالو شویو کورنیو ته هم ورته مرسته ورکړي .
کډوالو شویو کورنیو په استازۍ ولي احمد د یادې مرسته له امله مننه وکړه او زیاته یې کړه،د دغه مرستې په ترلاسه کولو سره به د دوی یوه اندازه ستونزې حل شي،خو ِد لا زیاتو مرستو ورکولو غوښتنه یې وکړه.
د یادونې وړده،د نورو میاشتو ترڅنګ د روژې مبارکې میاشتې په ترڅ کې ګڼ شمېر بې وزله او کډوالي شوي کورنۍ ګڼ شمېر مرستو ته اړتیا لري،ترڅو د دوی د کورنۍ پر وړاندې شته ستونزې حل شي .
درنښت
عطاالله خوږیاڼی
د میدان وردګو ولایت ویاند