
موږ په فیدرالی روسيه سانکت پیتربورګ ښارکی دمیشتو افغانانو یووالی مرکزاجتماعی سازمان مشرتابه
ښاعلی ډاکتر صیب اشرف غنی احمدزی ته دولس مشری ټول ټاکنی دوهم پړاو لومړنی پایلی چی د 56 سلنه نه پورته دخلکو د باور رای ورکړی دی دزړه له کومی مبارکی وایو اود لوی خدای له دربار نه، په هیواد کی سوله اوارامی غواړو.
موږ په فیدرالی روسیه سانکت پیتیربورګ ښارکی افغانی عالمان ،استاذان،انجنیران ،ډاکټران ،ملکی او نظامی کدرونه د ستاسو څخه غوښتنه کو اوتمه هم لرو چی په افغانستان کی یوه مسلکی دولتی اداره منځ ته راوړی تر څو دخلکو غوښتنی دسولی، ثبات، قانونیت ارمانونه په عمل کی پیاده شی اوټولنه د دولتی اداری فساد .دګډوډيو،دجنکسالارانو، د جنایت کونکو ډلو اواونورو بی عدالتیو څخه خلاصه شی
اوهمدارنګه په راتلونکی مهال کی موږ د دولت د اداری څخه غواړو چی د هیواد د چاپیریال دزیرمو کانونو، ځنګلونو، اوبو په هکه چی د دولت ملکیتونه دی په اول کی وساتل شی اود دولت دټینګی اداری ترکنترول لاندی راوستل شی اوبیاد دولت په چوکات کی د هیواد د وادی په وړاندی کار تری واخیستل شی . اوهم د بهرنی پالیسی په هکله دبهرنیو هیوادو سره دامینیتی تړونونود ټولو مادو په هکله د افغغنستان د ټولو خلکو څخه نظر(ریفیریندوم) واخیستل شی او هغه مادی چی زموږدملی مادی اومعنوی ګټوسره په ټکرکی دی باید لاسلیک نه شی. بریالیتوب مو غواړو.
په فیدرالی روسه سانکت پیتربورګ ښارکی د افغانانو دیوالی مرکزاجتماعی سازمان مشر
ډاکټر نعيم ګل ځدراڼ