غزل


داغ مې د زړګي كه د ښودو نه دى
راز د محبت د پټېدو نه دى
مكوه حيرت زما په بژه ګرېوان
تا لا سم ليدلى پر شلېدو نه دى
څه ګيله به وكړم له ترخو د عشق
خوند يې را معلوم چې د خوږو نه دى
ځم د لېونو وطن ته كډه وړم
دا وطن، وطن د لېونو نه دى
ځار دې د پېزوان د سرو غميو شم
څوك وايي چې نمر پر ځلېدو نه دى
پرې يې ږده چې ټول چمن پرې ښكلى وي
ګله هر يو ګل د پرېكېدو نه دى
هره ورځ وعده د راتلو هېره كړې
دغه يو عادت د پښتنو نه دى
يو زه بېقرار يم چې يې وړم ګنې
مينې يو نيم غم خو دې د وړو نه دى
بيقرار علي خېل