عجيب انسان  ( جنګسالار ) *


ړوند نه دی مګر خپل عيبونه نه ويني .
کوڼ نه دی مګر خپله اوري او دبل نه .
زړه لري زړه سوی نه لري .
خپله لږه پوهه ورته ډېره ښکاري دبل ډېر علم ورته لږ معلوميږي .
دبل لږ مال ډېر په نظر ورځي او خپل ډېر مالونه ورته لږ ښکاره کيږي .
ددې لپاره چې خلک ورته لاس په نامه ودرېږي ، خلکو ته لاس په نامه درېږي .
دفرعونيت لپاره غلامي قبلوي او دعزت لپاره ذلت ته غاړه ږدي .
دين په دنيا خرڅوي او دنيا په پوچو اعتباراتو پلوري .
لکۍ نه لري او خلک ورته بې لکۍ نه وايي .
څلور پښې نه لري او په څلورو روان دی .
آس نه دی مګر خلک په لغتو وهي .
ښکر نه لري مګر سرتمبه دی .
له عقله پياده دی مګر هېڅکله پلی نه ګرځي او په موټر کې هم دخپل جهل په خره سپوروي .
ته به وايې : داڅوک دی ؟ زه وايم : بې پوهې زورور .

* ماچې کله داستاد الفت عجيب انسان لوستلو ، نو په هره کرښه کې مې دنن ورځې جنګسالاران سترګو ته درېدل ، ما فکر وکړ که چېرې استاد الفت ژوندی وای ، نو حتماً به يې دغه نثري ټوټې ته دجنګسالار سرليک غوره کړی و . ( اتل )