
ښاغلی ملی مشر اشرف غنی ته:
ښاغلی مشر که په خلص ډول دی ته راشم چی تاسو د انتخاباتو د نتایجو په هکله د مشکلات سره مخ او تر لوی فشار لاندی یاست د دتکراری خبرو مخه به می نیولی وی.
خبر شوو چی تاسو د قانونی سره په ارګ کی ملاقات کړی وو، چی د جزیاتو څخه یی مونژ خبر نه یو اما باور لرو چی تاسو به هدف او د خلک اعتماد ته وفادار پاته شی. د پردیپالو مطبوعاتو او اشخاصو له طریقه اوریدل کیژی چی د انتخاباتو بهران فقط د یوه مشارکتی نظام په جوړولو سره حل کیدای شی او که نه نو د مشکلاتو د منځ ته راتلو مسوول به تاسو یاست. دا چی هر څوک وایی فقط یو فشار دی او د جنګ جز دی. تاسو په یو جدی موقف سره نه تنها داچی مشکلات نه پيدا کوی بلکه مشکلات حل کوی. مشکلات پیدا کیژی نه بلکه مشکلات وجود لری. د شمال ولایتونه چی په اصل کی یو جدا دولت دی او عطا نور لخو اداره کیژی نه تاسو منځ ته راوړی او نه یی تاسو جدا کوی. د ۷۰٪ یوی ډلی ته نه تاسو ورکړی او نه یی تمدید سبب کیژی. په دولت کی واړه دولتونه نه تاسو جوړ کړی نه یی تاسو د جدا کیدو سبب کیژی. او که مشکلات او بی ثباتی منځ ته راځی نه یی تاسو مسول یی نه یی تاسو جوړوی او نه پکی د چور او چپاول زمینه تاسو مساعدوی.
بلکه دا ټول هغه څه دی چی مخکی د مخکی د ښاغلی کرزی د سهامی شرکت په وخت کی د همغه په کمک او دهمغه په شراکت دا ټول یاد شوی مشکلات د نن نه لس کاله مخکی جوړی شوی او پالل کیژی. ستاسو جدی موقف کولای شی دا وطن ددی مشکل نه خلاص کړی اما که چیری تاسو د فشارونو له وجهی داسی یو جوړ جاړی ته تسلیم شی چی په هغه کی دا غله او جدا حکومتونه دا د یو خاص ګروپ رهبری او د استخباراتی او امنیتی سیستمونو نه دځان او خپل ډلی او ګروپ په ګټه کار اخلی، ځآی ولری نو زه همدا نن ستا د ناکامی او بد نامی زیری درکوم. هم به خدای ته مسول وی هم به ملت ته مسول وی او هم به بد نام وی. اوس نو قضاوت ستا په لاس دی. تخ خبر هم نه یی چی تقدیر به تاته څومره وخت درکړی چی په یوه اندازه وخت کی یی مدارا وکړی او بیا په یوه اندازه نور وخت کی بیا قانون پلی کړی. که د الله اراده پدی کی وه چی ستا حکومت پایه دار وی نو هیڅ څوک هم نشی کولای چی بدل یی کړی او د الله اراده بل څه وه ته یی را نیولی نه شی. څه چی مهم دی ستا نیت او عملی اجراآت دی.
زه د یو افغان په صفت او ترهغه چی زه د نورو افغانانو د نظریاتو خبریم فقط جدی دریځ ستا د کامیابی راز دی او په همدا شروع کی ضرور دی او ملت ورته د یو شاخص په سترګه ګوری که د استعمال کړی نو ملت همکار او که د جوړجاړی و مانه نو ملت به نا امید او بی باوره شی او دغه د رهبریت یو نازک سیستم چی منځ ته راغلی له منځه تللای شی.
که ستاسو دریځ د وعدی سره سم وو ستا طرفداران ډیر دی او دحکومت او ستاسو د تصامیمو د عملی کیدو حمایت به کوی. اما که دریځ مو بدل او یو ځل سازش په کی راغی نو بیا به ملت په ډیره سختی دوهم ځل باور وکړی. ستا حریفان، غله او د وړو حکومتونو حاکمان پدی پوه دی چی که دغه د ملت باور یو ځل زیانمن شو بیا به په ډیره سختی هم منځ ته رانشی. همدا اولی ورځی به ته ځان خپل عظم او اراده او خپل ښه نیت ثابتوی. چی پدی صورت کی ستا ملاتړی چی د حق ملاتړی دی نور هم ډیریژی او د باطل ملاتړی ځکه کمیژی چی هغه کسان چی د ویری ددوی سره دی د هغوی لپاره بدیل پیدا کیژی اوهغوی چی د قوم او ژبی په اساس ددوی سره دی هغوی مطمن کیژی چی دلته معیار فقط قانون دی او هغوی چی په غلاګانو کی ددوی سره شریک دی، هم مطمن کیژی چی نور د غلاګانو وخت تیرشویدی او که دوی کوشش وکړی نو د حقیقت موندلی دروازی اوس خلاصی دی.
ښاغلی مشر تاوس دوه بدیلونه لری: جدی دریځ او په خپلو وعدو وفا چی تاسو بی له شکه کامیابی ته وړی او دوهم یی هم سازش دی چی تاسو دملت نه بیلوی او انجام به یی ناکامی وی.