
د ثمر خیلو په جنګ کی د مجاهدینو د ماتی یو عامل د نجیب په حکومت کی د ملی یا وطن نه ددفاع د روحيې قوی کیدل وو. چی شروع یی پدی سره وشوه چی نجیب دآریانا په څلورلاری کی د پاکستان په ضد د مقاومت ملی احساسات را وپارول او خپله هم ددغه بهیر په څوقدمو کی پاته شو چی د سرتیرو د احساساتو او مورال لپاره خورا مهم وو. که څه هم ویل کیژی چی پاکستان هم نه غوښتل چی جلال آباد ونیول شی ځکه پدی سره کیدای شوای مجاهدینو خپل حکومت جلال آباد ته انتقال کړی وای. خو په میدان کی بدون لدی چی پاکستان ته امتیازورکړل شی د جنګ د لوری بدلیدل اصلآ د هغه قوی روحیی موجودیت له امله وو چی د جنګیالیو په منځ کی یی پدی نامه منځ ته راغلی وه د پاکستان په وړاندی جنګ کوی. او د نجیب په دی کار سره مورال لا هم قوی شو.
په ځواب کی پاکستان دطالبانو په راتګ سره نجیب په همغه څلورلاری کی اعدام کړ ترڅو نورو سیاست والو ته عبرت وی چی د پاکستان په مقابل کی دریدل داسی سزاګانی لری. او داچی وښیی چی پاکستان دلته څرنګه چی وغواړی هغسی کولای شی.
ددغسی مانورونو نمونی ډیری دی لکه د پول مټګ سره دطالانو دخط جدی مقاومت، داچی حمید ګل ویلی وو چی کابل اټک غواړی مونژ مټک غواړو دایی هم ثابته کړه. نوی داسی مانوری هم شته لکه چی همدا تیره ورځ د عبدالله عبد الله ټیم د خپل اعتراض لپاره د پښتونستان څلورلاری انتخاب کړی وه. پدی کی شک نشته چی بعضی ملګری به یی پدی راض نه پوهیدل ځکه دا پلانونه په یوه خاصه حلقه کی نیول کیژی اونور خلک فقد د سیاهی لشکر په حیث استعمالیژی.
څه وخت مخکی د غنی خان د تلین په مراسمو کی د افضل خان لالا خبری چی ویی ویل چی لر اوبر نشته مونژ سره یو یو، د ټولنپوهانو په غونډه کی اشرف غنی هغه څرګندونی چی د پښتنو د اصلیت او د مشکلاتو د حل په هکله یی د یو ویدیو کنفرانس له لاری په پاکستان جوړ شوی دغه کنفرانس ته وکړی. د اشرف غنی د احتمالی قوی رهبری به صورت کی د دواړو غاړو د پښتنو په منځ کی د یو رهبریت د سیستم منځ ته راتلل. د اشرف غنی د حکومت په راتلو سره د پاکستان دهغه یو طرفه امتیازونو په خطر کی لیدل کیدل چی د ترانزیټ او ابوبو او نورو موضوعاتو په برخه کی یی همدا اوس به خپل واک کی لری. او داسی نور.داټول ددی سبب شول ترڅو پاکستانی استخبارات خپلو ګوډاګیانو ته فرمان ورکړی چی داسی یو مانور اجرا کړی چی د پاکستان نفوذ او قدرت په افغانستان کی وښیی او دا قدرت په یوه خاصه موضوع متمرکز کړی ترڅو آینده حکومت سر له اوسه پدی وپوهوی چی که دوی د پاکستان ددغه ظالمانه او یو طرفه ګټو مخالفت وکړی نو پاکستان به خپله د افغانانو د منځ نه دوی ته داسی مقاومت را پورته کړی او داسی جزا به ورکړی لکه څرنګه چی یی نجیب ته ورکړی وه.
په همدی موخه پرون د انتخاباتو په نامه مظاهری داسی ترتیب شوی وی چی یو ګروپ د پغمان لخوا، بل ددشت برچی لخو او دوه نور ګروپونه د شمال لخو د پښتونستان څلور لاری ته راغلل او بیا یی هلته د پښتونستان لوحه راکښته کړه په لغتو یی ووهله او بیا یی هلته پریښوده.دا کارښه پلان شوی وو ځکه چی دوی مخکی ترمخه اعلانونه داسی کول (به میدان فواره آب).
په هلمند او کابل کی دواړه حملی د حمید ګل دمامورینو لخوا طرحه شوی وی، او عملی شوی. خو متاسفانه فرق یی داوو، چی هغه چی د پښتنو په لاس عملی کیده په هغه کی په سلګونو بیچاره بی ګناه ښځی او ماشومان شهیدان بی کوره او بی سرپناه شول. او په خپله عاملین یی هم ووژل شول او د پاکستان په طرفداری هم تورن شول. خو هغه چی د شمال د ټلوالی لخوا عملی کیده ورته مدنی حرکت وویل شو او امنیت یی هم همدغه دولت نیولی وو.