پر وزیرستان فوځي عملیات او د پاکستان پټ سیاست 

رووف ننګیال
وزیرستان یوه ډیره تاریخي سیمه ده، او داسیمه د لوی افغانستان مهم موقعیت پاتې شوی. کله چې انګریزانو د لوی افغانستان په زړه د بیلتون کرښه را کش کړه، نو یو هدف یې داوو چې د افغان حکومت سره د دې سیمې د خلکو ملاتړ او اړیکي پرې شي.
وزیرستان د تاریخ په اوږدو کې د لویو بدلونونو شاهد پاتې شوی او د سیمې په سیاستون کې یې همیش اغیززمن رول لوبولی دی. د سیمې څخه د انګریزانو په وتو سره دغه سیمه خپلواکه پاتې شوي او د هند د وېش سره سم په دغه سیمه کې پښتني مبارزینو هڅه کړي چې د خپل مشر کور(افغانستان) سره یو ځای شي، خو کله چې د سیمه ییزو او نړیوالو سیاستونو په اساس د دغې عملي کول هغه وخت ستونزمن شول، نو بیا ملي مبارزینو د خپلواک پښتونستان د رامنځته کیدو هڅې پیل کړې، خو پاکستان او د هغې سرمشر( انګلستان) د پښتونستان د خپلواکۍ مبارزه په ډیره بې عدالتۍ سره وځپله او ملي مبارزین یې په یو او بل نوم سخت وځپل او ددې ترڅنګ یې د پښتونستان ټولپوښتنه هم په پوره بې عدالتۍ او یو اړخیز شکل ترسره کړه.
وروسته پریکړه دا شوه چې قبائلي پټاره به د پخوا په شان خپلواکه وي او د قبائلي قانون په اساس به خپل ورځني او ټولنیز مسائل پرمخ وړياو دې وضعیت کالونه کالونه دوام وکړ.
پدې وروستیو کې دا سیمه د پاکستان د استخباراتي شبکې ای ایس ای په واسطه په شعوري ډول په یوه ډیره خطرناکه سیمه واوړل شوه او د القاعدې او تروریزم ځالې یې په شعوري ډول دې سیمې ته انتقال کړې او د دولتي تروریزم سازمان شوي پروسه یې د دې سیمې په خلکو په زور او جبر سره وتپله.
په تیرو دیارلسو کالونو کې دغه سیمه په شعوري ډول د افغاستان د دولت او په افغانستان کې د میشتو بهرنیو ځواکونو پرضد وکاروله. پدې سیمه کې د طالبانو خونړي او ورانکاري فعالیتونه بې ساري وو، پاکستان دغه سیمه د بیلابیلو ورانکارو ډلو لپاره ځانګړي کړي وه؛ دغو ورانکارو په ټول توان او پوره وسائلو سره خپل فعالیتونه پرمخ یوړل او کله کله دغو ورانکارو ډلو د پاکستان د حکومت پرضد هم جګړه ییز او ورانکاري فعالیتونه ترسره کړي، خو د پردې ترشا پټ سیاست همداوو چې له یوې خوا نړیوالې ټولنې ته وښيي چې پاکستان هم د تروریزم قرباني دی او د بلې خوا د تروریزم او ترهګرۍ پرضد دجګړې په اساس زیات امتیازات تر لاسه کړي، چې دغه کار یې عملاً ترسره کړ.
د دغې لوبې ترشا د پاکستاني حکومت د سیاست یو بل ټکی دا وو چې دغه خپلواکه قبائلي سیمه ترخپل نفوذ لاندې راولي او خپل قدرت په دغه قبائلي پټاره کې ټینګ کړي. په سوات او وزیرستان کې د طالبانو او نورو اسلامپالو سخت دریځو حرکتونو پرضد د پاکستان حکومت د جګړه ییز ماموریت او نظامي مانورو د ترسره کولو یوازینی هدف د سیمې د نیولو لپاره د بهانې لټول وو.
پاکستان دغه سیمه په ډیره ګواښونکي او خطرناکه سیمه واړوله او نړیوالو ته یې وښوده چې په دغه سیمه کې بغیر د نظامي عملیاتو څخه د تروریستانو مخنیوی ناشونی دی. که څه هم پاکستان په سیمه کې د ورانکارو سره د خپلو ملي ګټو په اساس بیلابیل تړونونه لاسلیک کړل، خو هدف یوازې پاکستان ته د پېښو خطرونو مخنیوی وو، خو دغه نړونونه لږ وخت وروسته بیر ته مات شوي او ددوی د اوربند په اساس افغان دولت ته زښت زیات زیان اوښتی.
 نن ورځ پاکستان په شمالي وزیرستان کې خونړي فوځي عملیات پیل کړي، ترڅو سیمه ترخپل نفوذ لاندې راولي. په سیمه کې د فوځي عملیاتو دهدف د هغو ورانکارو ډلو د منځه وړل ندي چې افغان حکومت او د هغوی نړیوال متحدین ګواښي بلکې عملیات په لوی لاس د بې ګناه او بې وزله ولس پرضد پیل شوي. په دغو عملیاتو کې لسګونه بې وزله سیمه وال وژل شوي او په زرګونه کورنۍ خوست، پکتیا، پکتیکا او د پښتونخوا نورو علاقو ته کډوال شوي.
په جګړه کې په لوی لاس د جګړې له حقوقو څخه تیری او تجاوز شوی او د پاکستان نظامي عملیات په ټوله مانا سره په ژنوسایډ بناء دي. همدارنګه د پاکستان د سیاست یوبل هدف په سیمه کې د عملیاتو څخه دادی چې د افغان حکومت دریځ ځانته مالوم کړي، ځکه پاکستان او افغانستان د ډیورنډ تاریخي لانجمنه مسئله لري او پاکستان کوښښ کوي چې د افغان دولت له لوري داسې ثبوتونه او اسناد ترلاسه کړي چې د ډیورنډ رسمیت پېژندنې ته مشروعیت ورکړي، نو ویلی شو چې پاکستان دغه سیمه تل د افغان حکومت پرضد د فشار دآلې په توګه کارولي ده.
مونږ په نړیواله ټوله او ملګرو ملتونو غږ کوو چې پاکستان دې په سیمه کې نظامي عملیات ودروي، ځکه سیمه له یوې خوا د پاکستان د خاورې برخه نده او له بلې خوا په جګړه او عملیاتو کې ملکي وګړي په نښّ کیږي.