افغانان پړاو په پړاو په خپل هيواد كې د جمهوري رياست او ولايتي شوراګانو راتلونكو ټاكنو ته ورنږدې كيږي.
د غويي د مياشتې له پنځمې نه تر اتلسمې نيټې پورې د انتخاباتو خپلواك كميسيون ددغو ټاكنو لپاره د كانديدانو نوم ليكنه ترسره كوي، وروسته به كميسيون د هر كس كانديداتورۍ ارزوي چې ايا له قانوني شرايطو سره سم دي.
د افغانستان اساسي قانون د جمهوري رياست څوكۍ ته د كانديدانو لپاره ځينې اساسي شرايط ټاكلي دي، چې يو يې پكې د بهرني هيواد تابتعيت نه لرل دي.
كه موږ تيرو څو كلونو ته وګورو نو دغه شرط په ځينو نورو مواردو كې چې د قانون غوښتنه وه، نه دى پلى شوى. موږ په خپل هيواد كې ځينې داسې كسان ليدلي او ګورو يې چې خپل دويم تابعيت ورته دومره ارزښتمن دى، چې په افغانستان كې يې د وزارت، وكالت او يا كوم بل مقام په وړاندې هم ترينه نه دي تيرشوي.
د افغانستان په اساسي قانون كې د وزير كيدو لپاره هم يو شرط دادى چې بهرنى تابعيت بايد ونه لري، خو موږ ډير داسې وزيران درلودل او لرو يې چې د جمهور رئيس، ملي شورا او خلكو له غوښتنو سره سره تراوسه پورې د بل هيواد تذكره په جيب كې ګرځوي.
دوى په داسې حال كې چې د افغانستان د واكمنۍ دعوه كوي، له دغه هيواد سره د خپلې راتلونكې تړلو ته چمتو نه دي.
په اساسي قانون كې د جمهوري رياست څوكۍ ته د كانديدۍ ددې شرط چې بايد دوه ګونى تابعيت ونه لري، يو هدف هم دا دى، چې كانديد كس د هيواد ملي ګټو ته وفاداره واوسي.
خو د جمهوري رياست په اوسنيو دريو څلورو درجنونو كانديدانو كې هم داسې كسان شته دي، چې بال بچ او اصلي ټيكانه يې تراوسه په بهر كې دي، خو په افغانستان كې د جمهوررئيس كيدو خوب ويني، دوى هم خپل چانس ازمويي، چې كه په افغانانو جمهور رئيس شوم، نو ميره به مې وي او كه نه نو بيرته به له دغه هيواد نه پښې سپكې كړم.
افغانستان ته د نړيوالۍ ټولنې د راتګ په لومړيو كې جګړه ځپليو افغانانو په پاك نيت دارنګه كسانو ته ددې لپاره ښه راغلاست وويل، چې ګویا تكنوكراتان دي، په پخوانيو جګړو كې يې لاس نه وو او ښايي د هيواد له ودانولو سره ليوالتيا ولري، خو وروسته څرګنده شوه، چې اكثره له دوى څخه د خپل جيب ډګولو او سوداګرى لپاره هيواد ته راغلي وو. موږ ډير داسې كسان وليدل چې له دندې ګوښه كيدو وروسته بيا په هيواد كې نه دي پاتې شوي او خپل بهرني ټاټوبي ته يې پښې سپكې كړي دي.
خو اوس زموږ هيوادوالوډير څه زده كړي دي، دوى اوس هغه فكر نه لري چې اوه كاله مخكې يې درلود او هغه كانديان دې ترينه د رايې تمه هم نه لري، چې په بهرنيانو ډاډه دي. دوى ته د خلكو دا ځواب بس دى، چې له كانديدۍ نه يې مخكې د كمپاين غونډې ګډوډې کړې، د وريجو ديګونه يې ورته واړول او پر ضد يې شعارونه وركړل.
دوی که ریښتیا هم ملت ته د خدمت مفکوره لري، نو لومړی باید خپل ځان په بشپړه توګه افغان کړي او بیا دې له افغانانو د رایې اخیستلو لپاره را وړاندې شي.
د افغانستان د ټاكنو خپلواك كميسيون باید په راتلونكو ټاكنو كې د كانديدانو لپاره له نورو ټولو شرايطو سره سره د دوه ګوني تابعيت د نه لرلو اصل هم په جدي توګه په پام كې ونيسي. په دې سره به له يوې خوا اساسي قانون تطبيق شي او له بلې خوا به د خلكو په وړاندې دا انتخابات لا ډيره ملي بڼه خپله كړي او له دوى سره به دا ذهنيت له منځه ولاړ شي، چې انتخابات تش په نوم ترسره كيږي او د دوى رایه څه ارزښت نه لري.