
د نورو سیمه ییزو هېوادونو پر تله ایران او پاکستان هغه هېوادونه دي چې د اقتصادي ظرفیتونو په لرلو سربېره تر اوسه په دې نه دي توانېدلي چې کوردننه اقتصاد یې د ثبات او پیاوړتیا لامل شي .
نړیوال او سیمه ییز اقتصادي پیوستون د اقتصادونو په پیاوړي کولو کې خورا مهم رول لري. همدې لامل، ایران او پاکستان د چا بهار او ګوادر رغښت ته هڅولي. مګر دواړه هېوادونه ددې توان نلري چې خپلې اړونده پروژې ( چابهار او ګوادر) په یوازې ځان بشپړې کړي .د پاکستان او ایران سربېره، د افغانستان، هند او چین رول هم خورا برخلیک ټاکونکی دی.
ګوادر او چابهار د پاکستان او ایران اندیښنو ته ځواب وایي؟
په پاکستان کې د ګوادر بندر رغولو ته له ډير پخوا اړتیا لیدل کیده، اوسمهال د پاکستان د کورني اقتصاد ډیره برخه له نورې نړۍ سره د کراچۍ بندر له لارې نښتې ده مګر پاکستان په دې بندر کې له یو لړ مهمو ستونزو رنځ وړي .
لومړی : پوځي بیروبار او ناکراره امنیتي وضعیت یاد بندر د بې اغیزۍ لوړې څوکې ته رسولی. په ستونزمنو حالاتو کې پاکستان سره د هند چلند دوهم ستر لامل دی چې په ګوادر کې یې د پاکستان لېوالتیا زیاته کړې. په 1971 ز کې د هغه مهال سیاسي اړ و دوړ په ترڅ کې د کراچۍ بندر په نښه کړ چې له امله یې پاکستانی اقتصاد د خورا ناوړه حالت سره مخ شو. له دې امله پاکستان اړ شو چې د اقتصادي موخو لپاره په کراچې د اتکا کمولو لپاره د قاسم بندر جوړ کړي. په یویشتمه پیړۍ کې اقتصادي ژوند ددې غوښتونکی دی چې کورنی اقتصاد باید له نړۍ سره په مختلفو برخو کې ونښلوو، چې د قاسم بندر دا غوښتنه په سمه توګه نشي پوره کولای، له همدې امله پاکستان غواړي چې د ګوادر بندر ورغوي او ځان له نورې نړۍ سره د اقتصادي پیوستون لارې نږدې کړي. په ورته ډول، بندر عباس د ستراتیژیکي ارزښت څخه برخمن دی مګر د ایراني لوري په اند، نوموړی بندر په اسانۍ سره د امریکا د بحري ځواکونو تر برید لاندې راتلای شي له دې امله ایران غواړي چې د خوندیتوب په موخه چابهار و رغوي. په دې سربېره، اقتصادي انزوا بل ستر لامل دی چې ایران یې د چابهار رغولو ته اړ کړی؛ د ایران د اتومي پروګرام له امله نوموړی هېواد د انزوا او اقتصادي بندیزونو سره مخ دی. ایران نشی کولای چې د بندر عباس په مټ ځان د اقتصادي انزوا څخه وژغوري ځکه چې ددې بندر له لارې ډیره سوداګري د اروپا او روسیې سره کیږي او د ستونزې سرچینه اروپا ده. ایران داسې انګیري چې د اقتصادي انزوا څخه د تېښتې یوازینۍ لار د چابهار رغول دي. چابهار د سیستان بلوچستان په سیمه کې د مکران په ساحل پروت دی. ایراني دولت د چابهار د رغښت په پلمه یاده سیمه د سوداګرۍ او صنعت لپاره ازاده سیمه اعلان کړه، ددې بندر په رغولو کې د ایران دولت لپاره سترې ګټې نغښتې دي .
لومړی : چابهار د هندي سمندر او ایران تر منځ واټن خورا کموي. په دې سربیره، په منځنۍ اسیا او افغانستان کې د بازار موندې په موخه چابهار د ایران لپاره خورا مهم رول لري.د ایران لپاره د چابهار بله ځانګرتیا داده چې، نوموړی بندر د ایران د سترو ښارونو او لویو لارو سره وصل دی.
ایران، هند او روسیه د څو اړخیز تړون له مخې غواړي چې د همدې لارې سنت پیترسبرګ او ممبیی سره وتړي چې په دې ډول به اروپا او اسیا د یو بل بازارونو ته لار پیدا کاندي. همدا راز ایران او افغانستان د یو تړون له مخې غواړي چې منځنۍ اسیا ته د هند د سوداګریزو توکو د رسولو په موخه هند ته د امتیاز درجه ورکړي او همدراز په چابهار بندر کې په هندي توکو د تعرفې ټیټ نرخ ولګوي.
د ګوادر بندر د فارس خلیج ته د دروازې حیثیت لري. نوموړی بندر د پاکستان له لورې د ایران پولې ته څېرمه په 75 کیلو مترۍ کې پروت دی. ګوادر بندر داسې سیمه په بر کې نیسي چې د ورځي ور څخه دیارلس میلیون بېرل تېل تیریږي. د ستراتیژیکي پروت له مخې ګوادر د منځني ختیځ، منځنۍ اسیا او سویلي اسیا تر منځ پروت دی د ګوادر له لارې که د یادو سیمو د نښلولو په اړه فکر کوو نو تر ټولو لنډه او اقتصادي لار یې افغانستان دی. د ګوادر بندر پروژه تر ډیره حده د چین هېواد تمویلوي چې د اټکل له مخې یو میلیار ډالرو ته اړتیا لري. په 2007 ز کې د پاکستان حکومت د ګوادر پروژه د پنځه ویشت کلونو لپاره د سینګاپور یو شرکت ته ورکړه او همداراز یې یاده سیمه د څلویښتو کلونو لپاره د مالیو څخه ازاده اعلان کړه مګر نوموړي شرکت دا پروژه د چین په حکومت خرڅه کړه.
د ګوادر او چابهار وروستی وضعیت:
په پرتلیز ډول، د چابهار اوسنی وضعیت د ګوادر څخه ډیر ښه دی. ځینې پروژې د ګوادر د یوې برخې په ډول په دې بندر کې پيل شوې مګر تر اوسه پورې پکې پرمختګ په ټپه ولاړ دی. پتیېل شوې وه چې پاکستان به کوردننه د یادې پروژې د یوې برخې په څېر د 950 کیلو متره په اندازه ریل پټلۍ او لویې لارې جوړوي چې په بشپړیدو سره به یې د پاکستان ډیری لارې له یو بل سره ونښلي مګر دا پروژه تر اوسه په دوسیه کې بنده پاته ده. په دې سربیره، د ګوادر په بندر کې د اوبو. غازو او مواصلاتي اسانتیاوې په کافي اندازه نشته دی.بل لورې ته هندوستان د چابهار د رغښت په موخه په سیمه کې ستر پلانونه لري ؛ ددې ښه بېلګه په افغانستان کې د هند له لورې د لویې لارې (زرنج ــ دلارام) جوړول دي چې چابهار او افغانستان سره نښلوي. د چابهار بندر په جغرافیوي لحاظ داسې سیمه کې پروت دی چې د افغانستان سویلي بندرونه د منځنۍ اسیا هېوادونو سره نښلوي.
د پاکستان لومړی وزیر نواز شریف غواړي چې د ګوادر د سوداګریزو موخو لپاره د ازادې سیمې په څېر اعلان کړي په دې سربیره نوموړی دې ته لېوال دی چې د ګوادر په رغښت کې چین ته ستر رول ورکړي. له بل پلوه هند، په سیمه کې د چینایي پرمختګونو د بې اغیزې کولو په موخه په سیمه کې له وړاندې کار پیل کړی دی ـــ هند د ایران په چابهار کې د رغنیزو پروژو په اړه خورا ژمن دی او غواړي له همدې لارې غواړي په وچه راګیر افغانستان ته سوداګریزه لار ورکړي. د هند په مټ د چابهار رغولو، امریکا ناکراره کړې ده مګر هند د خپلو ملي ګټو په خاطر دې ته چمتو دی چې د امریکا ناکراري له پامه وغورځوي. چابهار له ګوادر څخه سل میله لېرې پروت دی او له دې امله یې اقتصادي ارزښت ډیر دی چې تر اوسه پورې له ګوادر څخه نورو مهمو سیمو لکه کندهار او داسې نورو ته ترانزیتي لارې نه دي جوړې شوي.
د دواړه بندرونو په پرمختګ کې د فغانستان رول:
دواړه لورې، پاکستان او ایران د خپلو اړونده بندرونو په رغښت کې بشپړه لېوالتیا څرګندوي. دوی د اوږدمهاله موخو په خاطر په دې حقیقت اعتراف هم کوي چې باثباته افغانستان د سیمې د ثبات او اقتصادي هوساینې ډاډ ورکوي. مګر تر اوسه پورې یې د افغانستان په تړاو کړنې او تګلارې د وینا سره اتیا درجې توپیر لري. که دوی په دې ګروهه وي چې په افغانستان کې به خپلې ملي ګټې د تروریزم او کړکېچ زیږونې له لارې تر لاسه کړي نو دا خوب چنګېز او انګریز دواړو له ځان سره یووړ. د ګوادر او چابهار د برخلیک په اړه د افغانستان رول خورا څرګند او سپین دی ـــ تر څو چې دواړه لورې د افغانستان په اړه په خپلو بهرنیو تګلارو کې د تروریزم له القاح او رضاعت نه لاس وانخلي، نه به ګوادر ګټې ته چمتو شي او نه چابهار. که هلمند او کندهار په روان حال پاته وي، نو د یوې ساده محاسبې له مخې به دواړه بندرونه په همدې حال پاته وي. دواړه لورې باید د افغانستان ستراتیژیکي ارزښت ته ژمن پاته شي او د مثبتو تګلارو په پلي کولو د افغانستان له برخلیک ټاکونکې جغرافیې څخه په داسې ډول کا رواخلي چې خیر یې افغانستان، پاکستان او ایران ته په یو ډول ورسیږي. د دواړه ګاونډیو هېوادونو اقتصادي وضعیت ته کتو سره دا انګېرنه بیخې پر ځای بریښي چې په افغانستان کې امنیت او ټیکاو ددوی په اقتصادي برخلیک ټاکلو کې خورا مهم رول لري؛ دواړه لورې د کوردننه اقتصادي وضعیت څخه اوسمهال سر ټکوي او اړ دي چې د اقتصادي څرخ تاوولو په موخه د انرژۍ اړتیاوې او تقاضا د بهرنۍ نړۍ څخه ځواب کړي، افغانستان یې دنورۍ نړۍ څخه د نښلولو یوازینۍ لار ده که مونږ په امن شو، په افغاني قلمرو کې به یې ترانسپورتي کاروانونه خوندي وي او منزل ته به یې د رسیدو هیله په ځای وي او که امن نه وي، نو بیا ګوادر او چابهار باید مثبتې هیلې و نه زیږوي.
Lutfullah44@gmail.com