
يو چا د راډيو ژوندۍخپرونې ته زنګ وواهه: هلو، دا راډيو ده ؟
وياند ځواب ورکړ،چې هو!
سړي بيا پوښتنه وکړه: زما غږهمدا اوس خپريږي؟
وياند: هو ، خپريږي!
سړي بيا وپوښتل: يعنې زما غږ په نانوايۍ کې هم اورېدل کيږي؟
وياند په غوسه ځواب ورکړ: هو خپريږي، خبره دې کوه!
سړي غږ وکړ: هلو! عجب ګله ته ډوډۍ وانخلې، مور دې اخيستې.
پوښتنه
له ماشوم څخه يې پوښتنه وکړه: هغه کوم حيوان دی، چې موږ ته مستې ، شېدې ، غوښه، کالي او بوټان راکوي؟
ماشوم ځواب ورکړ،چې: پلار مې!