لكه ماشوم چې پر وړو وړو خبرو راځي
داسې دې مينه په خوږلت او په شكرو راځي
دا ستا غمونه يو دوه ندي په لښكرو راځي
د زړه انګڼ ته په نڅا او په سندرو راځي
په اننګو دې سپينې سپينې ځلېدونكې خولې
زما ګمان پرې نن د سپينو مرغلرو راځي
سترګې درواړوه جانانه اف د خداى د پاره
په خداى چې ماته ډېره وېره له بمبرو راځي
د ښكلو مينه مې په زړه او په لېمو كې اوسي
دولت په لاس كې، همېشه د بختورو راځي
لكه مجنون په غړولو سترګو نه ويني څوك
په محبت كې داسې حال به سترګورو راځي
د محبت زېړې رنځورې لكه زېړه ګله
ښه ده چې سود دې په درونه په دمګرو راځي
كجل په لاس خوا او شا ګورې آئينه لټوي
كله چې وخت يې د پختن بيا د ګور ګورو راځي
را به وړې بيا د مستو مستو غزلونو تحفې
بيا بېقرار ښكلي محفل ته د ملګرو راځي
نېك ولي بېقرار علي خېل
وروستي