غزل




 
 
ګلې ستا چي سترګو كـــــــې حيا اوړي را اوړي
باز مي دزړګي پاس په هــــــــــوا اوړي را اوړي
 
ګوره چي فرصت له لاسه ورنه كړې هغه وخت به
 ستــا ښكــــــــــلې ځواني پر لو بلا اوړي را اوړي
 
 
 
مات چي يې شيطان كړي دايمان هډونه بيا به نو
تل دهغــــــو مخــــې ته ګنــــــــــــاه اوړي رااوړي
 
مسته چي ځواني وي نڅا خوندكوي مزه كوي
بد ښكــــــــــاري نڅا كې چي بوډا اوړي رااوړي
 
 
نن لا عمــــــــــــــــري ديار وښكلي مخ ته وګوره
وينم بدلونونه دا دنيــــــــــــــــــــــــا اوړي را اوړي
 
محمدعلي عمري