
په دې کې شک نه شته چې نوې ولسمشر به د ولسمشرۍ د سوګند د پورته کولو وروسته د ډیرو سختو ننګونو سره مخ وي . په دې ستونزه کې مختلف فکتورونه کار کولې شی . چې تر ټولو لمړۍ فکتور یی د اپوزیسیون تر نامه لاندې ماته خوړلې ډله ده چې هیڅکله به هم خپله ماتې و نه مني ، همدا اوس د عبدالله د ټیم یو شمیر کسان د قومی عصبیتونو تر نامه لاندې خپرونې کوي ، په ټولنیزو پاڼو کې د پنجشیر د ولس د ځوانانو جمعې عکسونه خپروي او لیکي چې دوې د قومندې منتظر دي تر څو په وسلواله توګه دکابل کوڅو ته را ووځي او د خپلې رایی څخه دفاع وکړي . همدا راز یو لیکوال په پوره قوت سره د شمال د ټلوالې ځوانان دې ته هڅوي چې د عمومي قیام له پاره ملا وتړی . تر څنګ یی د سعیدي په نوم یو شنونکې چې ویل کیږي دپخواني کمونیست ګوند دغړیتوب سابقه لري هم په یوه تلویزوني بحث کې په څرګندو ټکو وویل چې ( دې او ډله یی حاضر نه دي داسې یو کس د هیواد د ولسمشر په څیر و مني چې ۴۵ کاله یی دامریکا ددروازو تر شا تیر کړي ، هغه وایی چې دغه ټاکنې د ولسمشر کرزي ، دحزب اسلامي د قاید محترم حکمتیار اود ټاکنو دکمیسیون د دارالانشاء دمشر امرخیل له اړخه مهندسي شوې وې ، بیا وایی چې مونږ بنګړي نه دي په لاس کړي چې داسې یو کس به د ولسمشر په څیر منو چې هغه د امریکا نه راغلي وي ....) همداسي او دې ته ورته څرګندوني د نظار د ټلوالې پورې اړوند یوه بل کس هم په یوه بل څیړنیز پروګرام کې کړې وې ، هغه کس چې د نطاق له اړخه د فیضي په نامه پيژندل کیده ، ویل یی چې دا مهندسي شوې ټاکنې وي چې د حزب اسلامي د رهبر محترم حکمتیار په حکم د ولسمشر کرزي او امرخیل له اړخه د اشرف غني له پاره په کار واچولې شوې .
د اتهاماتو دا لړۍ روانه ده ،داسې ډاګیزیږي چې د شمال ټلوالې په داسې ټاکنو کې ماته خوړلي چې ویل یی رقیب نه لري ، دوې په خپلو کړنو باندي دومره غاوره وو چې د هیواد د اکثریت ولس دحقه حقوقو څخه یی سترګي پټولې ، اوس یی دهیواد امنیت ته دګواښ پیښولو ګوتڅنډنه کړې ده . خپلو پلویانو ته یی حکم کړې تر څو دخیاباني مظاهرو له لارې د ټاکنو دا پروسه شنډه کړي ، د خپلو تلویزوني چینلونو څخه په پرلپسې توګه تبلیغات کوي او داسې وګړي ورته را مخته کوي چې دهغوې له مخې دا ثابته کړي چې په ټاکنو کې ډیره زیاته درغلي شوي او دا درغلي ددوې له اړخه نه ، بلکه د مقابل لورې دکاندید د ټیم له اړخه تر سره شوې ، دا په داسې حال کې چې دټاکنو دشکایتونو کمیسیون وایی چې ددواړو رقیبانو تر منځ د عبدالله د ټیم د درغلیو په اړه زیات شکایتونه رارسیدلي دي .
دامنیت له پاره د ګواښ دپیښولو پیښه د امنیت دپخواني مسؤل امرالله صالح له اړخه په هغه وینا کې منځته راغله چې تیره شپه یی خپلو خواخوږو ته په یوه غونډه کې کوله هغه دخپلې وینا په یوې برخې کې وویل ( د شهید په وینو سوګند ، د تکبیر په غږ سوګند ! چې که چیرې زمونږ خبرو ته غوږ و نه نیول شي نو مونږ به خپل ځانونه بسیج کړوخیابانو ته به ووځو او پرې به نږدو چې د مجاهدینو په رایو باندي .... )
ددې تر څنګ دیوې پښتوبریښنا پاڼي د وینا له مخې د ولسمشر لومړی مرستیال یونس قانوني،چې تېره ورځ یې په خپل دفتر کې له یو شمېر خبریالانو سره ناسته درلوده د ټاکنو په اړه د یوې پوښتنې په ځواب کې وویل : ترهغې،چې یو څاڅکی وینه مې په بدن کې وي او همدا شېبه وژل کیږم دمجاهدینو له پاکو رایو به ملاتړ کوم . زما دا پیغام خلکو ته ورسوئ .
هغه وایی چې : د درغلۍ په اړه موږ هم اندېښمن یو او دا اجازه نه ورکوو،چې درغلګر زموږ پرمسلمان او مجاهد ولس واکمن شي دا په هیڅ صورت زموږ لپاره دمنلو نه ده دښاغلي ضیاء امرخیل د درغلۍ په اړه بایدووایم : ما دکابینې په ناسته کې په څرګنده او تونده لهجه وویل : دا ښکاره غلا ده او باید جدي پلټنه او څیړنه وشي .
له ښاغلي امرخیل سره دکابل امنیه قومندان جنجال د ترکاري پلورلو پر سر نه، بلکې دټاکنو په اړه و،چې ملي پروسه ده دا باید څرګنده شي هر اړخ ،چې ملامت وي باید زندان ته ولاړ شي .
قانوني زیاتوي : له ولسمشر سره مې په دې اړه څو ناستې له ښاغلي ډاکتر اشرف غني سره مې هم ناسته درلوده بیا مې له ولسمشر او خلیلي صیب سره په دې اړه ناسته وکړه زما وړاندیز دا و،چې امرخیل درغلي کړې ده ، ملي خیانت یې کړې دی باید له دندې ګوښه او څارنوالۍ ته وروپيژندل شي .
دولسمشر وړاندیز داو،چې درې کسیز پلاوی،چې د ډاکتر عبدالله له اړخه ښاغلی معنوي او د ډاکتر اشرف غني له اړخه ښاغلی فاروق وردګ او یو کس دڅارنوالۍ استازی باید دمطبوعاتو پر وړاندې له امنیه قومندان اوله ښاغلي امرخیل څیړنې وکړي که هر څوک ملامت شو هغه به زندان ته ولاړ شي . قانوني وايي :
زه د ولسمشر له دې وړاندیز سره مخالف یم زموږ خبرې اترې روانې دي ، قانوني زیاتوي : زه بیا هم ټینګار کوم،چې زه به دمجاهد ! مسلمان ! ولس له یوې یوې رایې دوینو په قیمت دفاع او ملاتړ کوم زه دغازي !! مارشال ؟! محمد قسیم فهیم ځایناستی یم . زه ملت لرم ، خلک لرم زه له یوه بکسه سره له کوم ځایه نه یم راغلی زه د اور او دود په منځ کې تاسې مجاهدینو سره دجهاد په سنګر کې راستر شوې یم ، له هیچا نه ډاریږم او هیچا ته دا اجازه هم نه ورکوم ،چې د درغلۍ، چل له لارې دجهاد او مقاومت د مهال دشهیدانو پر وینو حکومت وکړي .
دولسمشر دلومړي مرستیال یونس قانوني دڅرګندونو او دریځ په اړه یو شمېر شنونکي وايي : دنوموړي دریځ دیو مشخص کاندید دګټو خوندي کول دي نه دپروسې. او دا دکمیسون په چارو کې دحکومت څرګنده لاسوهنه ده .
یوې بلې باوري سرچینې ویلي دي دکابل امنیه قومندان جنرال ظاهر ظاهر خپله کورنۍ له افغانستانه ویستې ده او خپله یې دفرانسې ویزه اخستې ده .)
همدا راز د ارمان ملي د ورځپاڼي له مخې عبدالله ګواښ کړې چې که چیري د ټآکنو کمیسیون د ښاغلي اشرف غني برې اعلان کړي نو دوې به هم خپل دولت تشکیل کړي اوپه دې توګه به خپل موجودیت اعلان کړي .
دښاغلي عطامحمد یوه ویډیو چې په دې ورځوکې په انټرنیټي جال باندې خپره شوې او زیات لیدونکې لري ، ښیی چې په کې وایی (...همین ایرانیها بود که افغانستانرا حمایت کرد ، همین ایرانیها بودند که قهرمان ملي !!؟ را حمایت کرد ، پول داد ، اسلحه ومهمات را از روسها خرید و در اختیار جبهه مقاومت قرار داد و ما از این همکاریهاې شان سپاس ګذاري میکنم ....)
په دې خاطر به راتلونکې نوې نظام به نه یواځي دکورنیو ګواښونو سره مخ وي بلکه د ګاونډیو د تعصبي سیاست لمن به هم دې لورې ته یوځل بیا لکه دپخوا په څیر را غوځیږي . ګاونډیو په دې تیرو دیارلس کالو کې د ولسمشرۍ ماڼۍ ته په تورو خلطو کې د میاشتنې مصرف په ورکولو سره ډیر هغه څه تر لاسه کړل چې په پیړیو پیړیو یی نه شو تر لاسه کولې. او اوس به یو ځل بیا دخپلو عصبي اوسیاسي ګټو د ساتلو له پاره دهیڅ ډول مکارانه قدم اخستلو څخه ډه ډه و نه کړي .
د امرالله صالح د شهید په وینو د سوګند ګواښ دپنجشنبي په ورځ هغه وخت پلې کړل شو چې دمقابل لورې یو عالم یی د مولوي شین ګل په نامه په کابل کې په نښه کړ ، ویل کیږي چې د هغه قاتل پولیسو و نیوه خو بیرته د جنرال ظاهر له اړخه خوشي کړل شو . همداراز یی د جمعي په ورځ په سهار کې دحزب اسلامي افغانستان په ډیر مهم غړي ، دپکتیا په والي او د مزار اوشمالي ولایاتو د شورا په مشر ښاغلي همدرد باندی وژونکې برید وکړ . ویل کیږي چې په دې برید کې د شمال د ټلوالې د یوه پخواني قوماندان او اوسني دولتي چارواکي وګړو ، په داسې حال کې برخه اخیستې وه چې پولیسي کالي یی په غاړه وو ، . په دې برید کې د همدرد څلور کسه ساتونکې شهیدان شول او اته یی نور زخمیان دې. خو پخپله همدرد روغ رمټ د برید نه وتلې دي . په هغه قاتلانه حمله کونکي پولیس ته د عطا محمد نور له اړخه په مډالونو و لمانځل شو ؟
په ښاغلي جمعه خان همدرد باندی دوژونکې حملې په اړه هم په اروپا کې او هم د حزب اسلامي د مرکز څخه دوه اعلامیی خپرې شوې چې په کې راغلي دي :
د حزب اسلامي افغانستان اعلاميه –
« د شوراى نظار وطن پلورونكي ډلي شرارتونه انتهاء ته رسېدلي»
21.06.2014
د جمعه خان همدرد پر كاروان د عطاء محمد نور د اوباشانو بريد وښوده چي د شوراى نظار وطن پلورونكي او خائني ډلي شرارتونه انتهاء ته رسېدلي، نور نو هغه وخت رارسېدلى چي افغان مظلوم ولس بايد د دغي خائني ډلي له شرارتونو وژغورل شي، ټول مجاهدين په ځانگړې توگه د حزب اسلامي مؤمن مجاهدين دا دنده لري چي هم په سياسي ډگر كي او هم په نظامي ډگر كي د دې مفسدي او منافقي ډلي ټغر ټول كړي، تر څو چي دا مفسدين له خپلو بدمعاشيو او بدمستيو نه وي غورځول شوي په افغانستان كي نه صلح او امنيت راتلى شي، نه جگړه پاى ته رسېدى شي او نه د پرديو د لاسوهنو مخنيوى كېدى شي، دا د پرديو مزدوران دي، هغو بهرنيو هېوادونو د اجيرو جنگياليو په توگه استخدام كړي چي خپلي گټي ئې په افغانستان كي د جگړو له دوام سره غوټه كړې، هغه ايران د دوى تر شا ولاړ دئ چي تل ئې د اسلامي امت په ضد د اسلام او اسلامي امت له دښمنانو سره لاس يو كړى، تل ئې مسلمانان له شا په خنجر وهلي، د اسلامي خلافت په ړنگولو كي ئې د صليبي يرغل ملتيا وكړه، نن هم له تهران د همداسي بل ستر خيانت كركجن غږ اورو، د تهران رافضي مشران سپيني ماڼۍ ته وړانديز كوي چي كه عراق ته خپل فوځونه ولېږي نو ايران ئې مرستي او ملگرتيا ته چمتو دئ، پرون ئې د عراق او افغانستان په نيولو كي د امريكا ملگرتيا وكړه، خاتمي، رفسنجاني، خرازي او نورو چارواكو په ډېري بې شرمۍ سره ويل: كه د تهران مرسته نه وى نو امريكا افغانستان او عراق په دومره آسانۍ سره نشو نيولى!! همغه خبره چي پرون خاتمي كوله نن ئې حسن روحاني كوي!!
پر جمعه خان همدرد دا خائنانه بريد د مزار شريف په ښار كي، د هغو بدمعاشانو او اوباشانو له لوري شوى چي د پوليسانو درېشۍ ئې پر تن وې، له بريد وروسته د شوراى نظار غړو په فيس بوك كي د جمعه خان همدرد د وژل شوو محافظينو عكسونه خپاره كړي او ترې لاندي ئې ليكلي: څلور تروريستان مو جهنم ته ولېږل!! او دا هغه ژبه ده چي د ايران سرسپارلي جاسوسان او سپېره مبلغين ئې د داعش، سوري مبارزينو، افغاني او پاكستاني طالبانو او مجاهدينو په ضد كاروي!!
شوراى نظار په انتخاباتو كي خپله ماته د حزب اسلامي په دريځ او اقداماتو پوري تړي، انگېرنه او ادعاء ئې دا ده چي حزب اسلامي او كرزي په گډه او د يوې پټي توطئې له لاري د عبدالله د رأيو شمېر د مخكني دور په پرتله نږدې يو نيم مليون راكم كړ، دا پر خپل سپېره مخ كلكه څپېړه گڼي، لېون وزمه اقداماتو ته ئې هڅولي، انتباه ئې دا ده چي دا ماته به د دې ډلي پر بوى ناك تابوت آخري مېخ ثابت شي، خبره ئې د مظاهرو او غرونو ته د ختلو له گواښونو واړوله او دا دئ د خپلو رقيبانو د بې مروته او غدارانه ترور مخكني اسلوب ته ئې مخه كړه، إن شاء الله دوى ته به ډېر ژر ثابته شي چي د شرارت او بدمعاشيونو پايله به ئې څومره توره او سپېره وي.
افغان ولس او د ولس په درد دردمنو كړيو ته اطمئنان وركوو چي مجاهدين د جگړي د پاى ته رسېدو او په خپلواك او آزاد افغانستان كي د ملت د خوښي اسلامي حكومت قائمېدو په لار كي هري قربانۍ ته چمتو دي، ټولو هغو افغانانو ته چي غواړي زموږ جنگ ځپلى هېواد له دې دردناك حالت ووځي، د يووالي، ورورۍ، گډ كار او د شر او فساد ځواكونو په خلاف گډ دريځ غوره كولو بلنه وركوو.
حزب اسلامي افغانستان
1/4/1393
په اروپا کې دحزب دسیاسی دفتر اعلامیه :
په تاسف سره مو خبر تر لاسه كر چي د نظار د ناكامي او بدمعاشي دلگي د اوباشانو له ارخه د حزب اسلامي په تكره او فعال غري، د شمال د زون په مسول، د پكتيا د ولايت په والي او د حزب دشمال دزون د شورا په مشر ستر جنرال جمعه خان همدرد د كابل د لاري په اوزدو كي بريد شوي چي په كي د شاغلي همدرد دوه كسان شهيدان شوي او حو نور زخميان دي، مونز دغه بريد په كلكو اوسختو تكو غندو او نه يواحي د حزب دهر غري حخه، بلكه د هيواد د هر وگري حخه ددفاع غز كوو، دولتي مسولين بايد ددي زروگويانو او بد معاشانو مخه دپ كري او پري نزدي چي هيواد يو حل بيا د پخواني تاريخ تكرار وويني
زورگويان بايد همغه حه چي دوي يي منتظر وو ومني او اجازه وركري چي د همدغو تاكنيزو سياليو له لاري چي ددوي په خپله خوشه ترسره شوي،هيواد د امنيت او سولي په لور قدم واخلي.»
د سرطان په لمړۍ نیټه یعنې د شنبي په ورځ یی د سولي دکمیسیون په منشي ( ستانکزي ) باندې وژونکې برید وکړ چې هغه ترې هم ژوندې ووت . مګر څو کسو وطنوالو ته مرګ ژوبله ورسیده . د نظار ډله ستانکزی د مرحوم استاد رباني په وژلو کې هم متهم ګڼي . او غواړي دهغه څخه دغه غچ واخلی .
همدا راز د سرطان په همدې لمړۍ نیټه ، دټاکنو کمیسیون غوښتل چې دولسمشریزو ټاکنو ددویم پړاو قسمي پایلي اعلان کړي ، اما د دې پایلو د اعلان په مخالفت کې د عبدالله د ټیم له اړخه د عمومي مظاهرو له پاره غږ شوې و . غوښتل یی کابل ته تلونکې ټولې لارې بندې کړي ، خو د تلویزوني راپورنو له مخې نه خو دغو مظاهرو ته چا ښه راغلاست ووایه او نه یی د خلکو توجه ځانته جلب کړه . شوني ده چې د پیسو د زیات مصرف له لارې به یی یو شمیر خلک دې لورې ته را بللې وي ، خو هغسې چې ګمان کیده هغسې څه یی تر لاسه نه شو کړاې .
ددې کمښت ستر علت دادې چې اوس جمعیت اسلامي او تر څنګ یی د نظار شورا د قیادت د بحران سره مخ دي . د عبدالله او قانوني تر منځ هم دقیادت په سر جنجال دې . د قانوني علم ، پوهه او تجربه دعبدلله څخه ډیره زیاته ده ، خو عبدالله اوقانوني یو بل ته د تسلیمیدو هوډ نه لري .
ددې ټولو مسایلو تر څنګ ،په داسې حال کې چې د عبدالله ډله او مؤتلفین یی غواړي د خپلې ماتې دپټولو له پاره د جوړ جاړی لباس ور واغوندي ، ویل کیږي چې دوې په راتلونکې حکومت کې د خپلو ځانو له پاره ۸ وزارتونه او ۱۶ ولایتونه او .....غوښتي دي .تر څنګ یی په اساسی قانون کې بدلون او دلمړي وزارت یا صدراعظمۍ د مقام بیرته راژوندي کول او هغه هم د تاجکودویاړلې اومسلمان قوم تر نامه لاندې دهمدې څو په فساد کې ککړو کسانو په واسطه ولکه کول دی . دبله اړخه د ملت په اذهانو کې دخپلې ماتې د جبیره کولو په خاطر غواړي د ملګرو ملتونو تر سیوري لاندې ځانونه پټ کړي . غواړی ملګري ملتونه دخپلو راتلونکو شومو پروګرامونو څخه وویروي او دې ته یی اړ کړي تر څو ددوې غوښتنې و منل شي . خپلو ټوپکیانو ته یی دنده ورکړي تر څو د تلویزوني کمرو تر مخه ووایی چې : جهاد مي کړې ، هیواد مې ازاد کړې ، او دا دیارلس کاله مې د امریکایانو سره خدمت کړې ، او اوس مې ووټ او رایه ورکړې او هیڅکله به اجازه ور نه کړم چې زما راییه بې ګټې ولاړه شي ، په وینه ورکولو هم تیار یم او .....
داسې بریښې چې ملګري ملتونه هم حاضر دي منځګړیتوب وکړي ، خو دا به څه ډول منځګړیتوب وي ؟ ایا ملګري ملتونه به دواړه خواوي قانع کړي چې دوې خپل منځي ګډ ایتلافي نظام جوړ کړي . که چیرې داسې کار وکړل شی نو دا به د مقابل ( اشرف غني د ټیم ) ډیره ستره تیروتنه وي او ډیر ژر به دسقوط سره مخ شي . خو که چیرې ملګري ملتونه غواړي چې د رایو په شمیرلو کې منځګړیتوب وکړي نو دهغې پایلي خو چې تر اوسه پورې مخته راغلي ټولو ته څرګندي دي او پخپله دعبدالله په وینا چې د رایو په شمیرلو موافق نه دي ، دریمه خبره به داوي چې ملګري ملتونه ددواړو څخه وغواړي چې د دوو څخه یوه خبره خپله کړي ، لمړۍ داچې دا ټاکنې تر دوو کالو پورې و ځنډوي اوتر هغې پورې کرزی په اساسي قانون کې بدلون راوړي او خپل حکومت ته دوام ورکړي ، او بیا دوه کاله وروسته د پارلمان د ټاکنو سره یو ځاي د ولسمشرۍ دا ټاکنې هم تر سره شی . دویم داچې امریکایان او اروپایان پلان لري چې ددې دواړو په ځآې د شاغلي عبدالستار سیرت ، چې همدا اوس دخپلو پروګرامونو سره یو ځآي په کابل کې ناست دې ، د موقت حکومت د مشر په څیر ومنل شي ، د عبدالستار سیرت خبره د امریکایانو له اړخه یوه جدي موضوع ده اوپه دې پلان باندې ډیر کار شوې دي . عبدالستار سیرت د ۲۰۰۱ کال د بن په کانفرانس کې هم د یولسو څخه د نهو رایو په اکثریت سره دموقت ولسمشر په توګه ټاکل شوې و ، خو بیا پرې دکرزی پله درنه شوه او دخپلو دوو رایو په واسطه وتوانید په هیواد باندی ۱۴ کاله حکومت وکړي .
داسې څرګندیږي چې عبدالله او ټیم به یی په هر هغه وړاندیز راضي او قانع وي چې په هغې کې داشرف غني د ولسمشرۍ مسئله منتفي ګڼل کیږي ، او تر څنګ یی د شمال ټلوالي ته دهغوې د خوښې مقامات په لاس ورځي . د شمال ټلوالې تر اوسه پورې ولسمشر کرزی په همدې لوڅو پوڅو باندی ویراوه اوکمزوري کرزي هم دخپل ځان او مقام د خوندي ساتلو په خاطر دهغوې هرې غوښتنې ته مثبت ځواب وایه .
بل امنیتي ګواښ د بهرنیو ځواکونو د حضور په خلاف وسلوال مقاومت او جهاد دې . چې په دې اړه به په وروستۍ لیکنه کې دحزب اسلامي افغانستان او د طالبانو داسلامي غورزنګ خپاره کړل شوی اندونه سره را ټول کړو .
قریب الرحمن سعید .