نړۍ دجون دمياشتې په 22 مه نېټه :

_ دکانګوپه جمهوريت کې دپوځ ورځ ده.
_ په (( سلوادور ))کې دښوونکي ورځ نمانځل کيږي.
 

 
_ په1889 زکال کې جرمني په اروپاکې لومړنی هېواد و، چې دبوډاخلکولپاره يې تقاعدورکولو.
 

 
_ په1960 زکال کې دچين اوشوروي اتحادترمنځ په رسمي توګه اړيکي پرې کيږي . ددغه اړيکوپريکون په ظاهره د شوروي مشر(( ن . س . خرشچوف )) اودچين مشر(( مائوتسدون )) ترمنځ ديوبل دتوهين کولوله امله رامنځته شو . خرشچوف  ، مائو ستالينست وبللواو هغه په مقابل کې دی ريوېژنست ( هغه څوک ، چې له خپلوموخونه ليري شي يامرتدشي).
_ په1973 زکال کې دجرمني فدرالي جمهوريت اودجرمني دموکراتيک جمهوريت دواړه دملګروملتونو(م م ) غړيتوب ته ومنل شول .