د افغان ټولنیز نیټورک اعلامیه:


د افغان ټولنیز نیټورک د پکتیا پر والي جمعه خان همدرد او د سولی د دارالانشاء پر ریس معصوم ستانکزی وروستي تروریستي بریدونه په سختو ټکو کې غندو او له دولتي مسولینو څخه غوښتنه کوو چې د یادو پېښو عاملینو ته کلکه سزا ورکړي، د افغان ټولنیز نیټورک د مشرتابه شورا غړو یاد بریدونه په هېواد کې د یو شمېر خود عرضه کړیو کار وباله چې په لوی لاس غواړي هېواد د نویمی لسیزی دوري ته ور وګرځي، د نیټورک د غړو په وینا که افغان دولت جدي برخورد له سرغړونکو سره ونکړي نو خدای مکړه ددغی دوری ټولی بریاوی به په اوبو لاهو شي ځکه افغانستان اوس مهال په یو حساس پړاو کې قرار لري ځکه له یوې خوا د دویم پړاو ټاکنو پر سر ناندرۍ راپورته شوې او له بلې خوا د سیاسي قدرت انتقال هم له ستونزمنو مسالو څخه ده . د افغان ټولنیز نیټورک په هېواد کې یو مدنی خوځښت دی نو په دغسی حساسو شرایطو کې په یادو کلیدي اشخاصو باندې ترورستي بریدونه به په افغانستان کې بحران ته لاره هواره کړي نو له ټولو اړوندوه مسولینو څخه په کلکه غواړو چې د حالاتو د کابو کولو لپاره کوټلي ګامونه پورته کړي.
په درنښت
خان ولي کامران
د افغان ټولنیز نیټورک د مشرتابه شورا غړی