د بهرنيو ځواکونو لخوا د ملکی وګړيو او بې ګناه اشخاصو د وژلو په لړ کې تېره ورځ همدې ځواکونو په خوست کې يو ځل بيا ديوې کورنۍ پنځه تنه غړي چې ښځې او کوچنيان هم پکې وو ووژل. دې وژنې يو ځل بيا په خلکو کې د وېرې، غوسې، ډار او اضطراب ورېځې خپرې کړې. دا لومړی، دوهم، لسم او آن شلم ځل ندى چې بهرنيان، بې ګناه، ناخبره مظلوم او بيچاره افغانان وژني. دا وژنې نور دومره ډېرې شوې چې،ولس، د ولس استازي، دولتي ټيټ رتبه او لوړ رتبه مامورين او آن ولسمشر کرزی يې دردولی اوځورولی دی.
ولس هم څو څو ځله په دې اړه په ديموکراتيک ډول خپل اعتراض افغان دولت اوبهرنيو ځواکونو ته رسولی، څوڅو ځله لاريونونه شويدي، خلکو خپل شهيدان لارو او واټونو آن د ولاياتو مرکزونو ته راوړي دي او له بهرنيو ځواکونو او افغان دولت څخه يې د بې ګناه وګړيو خصوصاٌ د کوچنيانو، مېرمنو او سپين ږيرو د وژلو مخنيوی، عاملينو ته يې د درنې سزا او زيان ليدلو کورنيو سره د مرستې غوښتنه کړېده، پر دې اړه څوڅو ځله په ولايتي شوری کې د ولس استازو او عام ولس له دولت سره د اړيکو او د مرستې د پريکون پرېکړه هم کړېده.
آن خپل دفترونه او په ځينوسيموكې ولس دولتي ادارې، ښوونځې او نور په دولت پورې اړوند پروګرامونه هم تړلي دي، آن په ننګرهار کې خو د خپلسرو عملياتو په غبرګون د يوې ولسوالی قومي مشرانو پرېکړه وکړه چې ددې ولسوالۍ هر څوک په دولت کې دنده لري هغه که ښوونکی دی که زده کوونکی ،که په اردو او که په پوليسو کې دنده لري او که ملکي مامور دی نو خپلې دندې دې پرېږدي چې دا پرېکړه او غبرګون تر ډېره عملي هم شو. دا دی اوس د دې نوې پېښي چې په خوست کې تر سره شوه په غبرګون په ملي شوری کې د خوست استازو د دې شوری غونډې تحريم کړې او اعلان يې وکړ چې تر څو د دې پيښې مسؤولين پوښتل شوي نه وي نو دوی به د ملي شوری په غونډه کې ګډون ونکړي. همداراز دوی په دې اړه افغان ولسمشر حامد کرزي او د ملګرو ملتونو سر منشي بانکی مون ته هم ليکونه لېږلي دي او ددې پېښی د سپيناوي او مجرمينو او په دروغو راپور ورکوونکيو ته يې د سزا غوښتنه کړېده.
په ملي شوری کې د خوست د استازو دا پرېکړه يواځې د دوی پرېکړه نده، بلکی د دوی تر شا ډېر ولسونه او قومونه ولاړ دي. دوی د خلکو استازي دي او دا کار يې هم د ولس په استازيتوب کړی دی. بله خبر دا ده چې دوی مجبور هم دي چې د خپل ولس غږ پورته او نړيوالو ته ورسوي ځکه چې دوی د همدې ولس بچيان دي، له دوی سره په هر درد او زغم کې شريک دي او ولس هم د همدې لپاره رايه ورکړي چې د دوی ستونزي حل، غږ يې پورته او له دولت او نړۍ سره يې اړيکې ټينګې کړی.
موږ په دولت، ناټو، ايساف، ملګرو ملتونو(خصوصاٌ د امنيت په شوری) متحده ايالاتو او ټولو هغو اړخونو چې د افغانستان په پېښو کې دخيل دي په کلکه غږ کوو چې د افغان ولس دې اندېښنو، لاريونونو، پريکونونو او احتجاجونو ته په عادي سترګه و نه ګوري او نه دې داسې انګېري چې دا يو څو چيغې او د مُرده باد او زنده باد تش شعارونه دي او تېرېږي، بلکې په دې دې پوه شي چې د دې احساساتو تر شا د کرکې، نفرت، غوسې او د انتقام د جذبو يو لوی سمندر پروت دی او دا سمندر ورځ په ورځ توپاني کېږي. او که خدای مکړه حالات همدا ډول روان وي، د افغانانو له ژوند، احساساتو، وينو او ارزښتونو سره همدا ډول بې غوري او همدا ډول د بې تفاوتۍ چلند وشي نو هغه ورځ لېری نده چې هيڅوک به دا سمندر کنترول کولی ونشي، نه بهرني ځواکونه، نه اتوم، نه پرمختللې تکنالوژي، نه افغان اردو او نه هم افغان پوليس.
نو ښه خبره داده مخکی لدې چې اوبه له ورخه تېرې شي، ورخ ښه کلک وتړو د افغانانو وينو، ارزښتونو، خاورې، احساساتو، غوښتنو او دود او دستور ته احترام وشي، په ناسمو راپورونو ونه وژل شي، کلی او کور يې نور هم کنډر نشي اودامنيت دشتون لپاره ددوى زړونه تر لاسه شي.