
_ نن ورځ دمهاجرونړيواله ورځ ده.
_ دسينګال هېواد دازادۍ ورځ ده.
_ ازبکستان دخپلواکۍ ورځ نمانځي.
_ په جاپان کې دسمندرورځ ده.
_ په 1867زکال کې جمهوررئيس ((اندريوجانسن )) د(( اﻻسکا)) دپيردلوخبر خپورکړ.
_ په1967 زکال کې دامريکاقضا ، دنړۍ نامتوبوکسر محمدعلي کلې ، له دې امله په پنځه کال بنداولس زره ډالره ناغه باندې محکوم کړ، چې نه يې غوښتل په پوځ کې شامل شي او د ويتنام په جګړه کې برخه واخلي.
_ په 1990 زکال کې دجرمني پارلمان پرېکړه وکړه ، چې پلازمينه له ((بون )) څخه پخوانۍ پلازمينې ((برلين )) ته بيرته انتقال کړي.
_ په 1994زکال کې دايران د مشهدپه يوه جومات کې ، د بم د چاودنې له امله 25کسان ووژل شول اوشاوخوا 80کسان نورټپيان شول .