دشيرزاد زلزله ځپلي ولسوالۍنه دروهي ويب پاڼې خبريال انځوريز رپوټ


نن سهار له دوو بجو رديخوا دغه غرنۍ سيمه له اوو ځلو زياته  دزلزلې  ټکانو ولړزوله  افغان دولتي چارواکي  دزلزلې  له مهاله  دولس ساعته وروسته  سيمې ته حاضر شول ، څلور کلي دزلزلې له کبله سخت  زيانمن شوي دي  .

دننګرهار دولايتي شورا دمشر فضل الهادي مسلميار  دمعلوماتو له مخې  19 شهیدان 34 ټپيان او 500  کورونه ويجاړ شوي  او له 600  زيات څاروي  له منځه تللې دي . دسيمې خلک دمګړۍ کمبلو ، بړستنو او خوراکي موادو ته اړتيا لري . اکثره اوسيدونکې دزلزلې له  ډاره خپلو کورونو ته نه شي تللای .
 

دپېښې ځای ته دسرې مياشتې او اسراء او دننګرهار PRT هم دمرستې لپاره ورغلي و . دننګرهار دولايتي شورا مشر وویل : چې سبا ته به ټولو زيانمن شوو خلکو سره  وړ مرستې وکړو ديادونې وړ ه  ، چې دبیړنیو مرستو دادارې  مشر ادارک هم جلال اباد ته رسيدلې دی . مازدیګر مهال دسيمې سپین ږیرو اعلان کړه ،چې دمېرمنو او تورسرو دشپې لپاره یو جلا ځای برابر کړي .

له بلې خوا دسيمې ځايي اوسيدونکو دروهي ويبپاڼې همکار ته وويل : چې دا زلزله  نه بلکې  دچاودنو پايله ده ، چې دغرونو په منځ کې رامنځته شو ېده  ديادونې وړ ده ،چې دغه سيمه دکدیخیلو غرونو ته  څيرمه په 3 کېلومترې  کې پرته ده .