ډاکتر عبدالله څه غواړي؟

وايي چې« چا په کلی کې نه پرېښود، ویل یې چې زما آس د ملک په کور کې وتړئ.» محمد خان احمدزی یادوم.
په وروستیو پارلمانی ټاکنو کې د بې کفایتی له آمله چا رایه ورنکړه چې پارلمان ته لاره پیدا کړي خو د ؤلسمشری په ټاکنو کې یې ځان د حذب اسلامی په نوم په ډاکتر عبدالله خرڅ کړ. ډاکتر عبدالله هم نوموړی د خپل لومړي مرستیال په توګه قبول کړاو فکر یې وکړ چې نه یوازې د حذب اسلامی بلکې د ډېرو پښتنون مېشته سیمو رایې به هم ورته وګټي. خوخبره هغسې نه شوه. څومره ښه یې ویلي دي چې:
« په شمله د شوم غلطه ــ د ستا په کور کې یوه خره وه بله کته »
لدې خبرو نه تېرېږم راځم اصل موضوع ته:
که څوک غواړي چې د ولسمشری ټاکنې وګټي تر ټولو وړاندې پکار ده چې د خلکو زړونه وګټي. زړونه د څشي پذریعه ګټل کیږي؟ تر هرڅه د مخه د یوه ښه ټاکنیز ټیم په لرلو سره اود ښه پروګرام یا برنامې په وړاندې کولوسره. د خپلو کړو وړو اوهمدارنګه له خپلوبرنامو څخه باید د مناظرو او مباحثو په ترڅ کې کلکه دفاع وکړي او د خلکو پوښتنو او اندېښنو ته ځواب وويل شي. سربېره پر دې د ولسمشری د لوړ مقام د لاس ته راوړلو لپاره ښه وړتیا، ظرفیت، استعداد او لوړ اخلاق اوفرهنګ هم تر ټولو لومړي شرطونه دي چې کاندید يې باید ولري.
 
خو د ډاکتر صیب عبدالله ټېم د ټاکنو په دوهم پړاو کې بې لدې چې په نړیواله سطحه پیژندل شوی شخصیت دروند استاد اشرف غني ته سپکې سپورې ووايي او تصویرونه یې د هېواد په کوڅو او بازارونوکې د خلکو په عام محضر کې څیرې کړي، افغان ؤلس ته نور څه د ویلو نلرل.
 
دا کار نه یوازې د اشرف غنی پلویانو ته بلکې د هېواد هر درنه وګړي ته د منلو وړ ندی.
 
سربېره پر دې یې د هيڅ ډول درغلیو، ګواښلو، وژلو او زور آزمویلو څخه هم ډډه ونکړه. له بلېخوا یې په غلطو ځایونو کې په غلطو کسانو سرمایه ګذاري وکړه. اوس چې پوه شو چې په ټاکنو کې یې ماتې خوړلې ده، کله د انتخاباتو کمیسون، کله د خوست  ولایت او همدارنګه د نورو پښتون مېشته ولایتونو درنه اوسیدونکي او کله هم  حامد کرزی په درغلیو تورنوي، بې لدې چې کره شواهد پلاس کې ولري د رای شمیرنې بهیر بایکاټوي او انتخابات ورته د منلو وړ ندي. خودا مونږ ته کومه نوې اوحیرانوونکې خبره نده. ځکه چې ډاکترعبدالله او د ده جنګي ډلې د خپلو شخصي ګټو لپاره لدې نه لويې ملي او حیاتي پروسې بایکاټ کړي او هېواد یې د بحران و خواته ور ټېله کړی دی. دا ځل بیا غواړي چې په قدرت کې د پاته کېدو لپاره د چوکیو په سر له اشرف غني سره چنې ووهي. خو اشرف غنی په ډاګه ورته ویلي چې د ملت په رایو معامله نشی کولی.
 
پاتې شول خوست او نور پښتون مېشته ولایتونه، دا خو ډاکترعبدالله او د دوی ډلې پدې دیارلسو کلونو کې په لوی لاس بې ثباته کړي ؤ اوهلته یې د باندنیو قواؤ پر مټ د طالبانیزیشن عملیه پر مخ وړله او خارجیانوته یې د تروریستانو په نوم ور پيژندل. دا چې نن یې د ټاکنو په دوهم پړاو کې د دوی د هیلو پر خلاف  دومره لوی او پراخ ګډون وکړ د « علي بابا او د هغه د څلوېښتو بړېڅو» پر مخ یوه لویه څپېړه وه چې د دوی قهر او غصه یې راوپارول او اوس لاره ځینې ورکه ده چې څه وکړي.
 
عبدالله صیب دې پدې پوه شي چې « که شپه تیاره ده هم مڼې په شمار دي.» کله چې د افغانستان لوی دښمن د آی اېس آی پخواني جنرال او د دوی پخوانی دوست جنرال حمیدګل د عبدالله له لورې د ټاکنو ګټلو ته خوشبیني وښوده او هغه یې د افغانستان په خیر وبلل، خوستوال پدې پوه شول چې د پنځو نورو کالونو لپاره بیا هم جګړه ور باندې وتپل شوه. ځکه یې پخپل شخصي لګښت کورپه کور، کلي په کلي او جومات په جومات کمپاین وکړ تر څو پدې هېواد کې د ټوپکیانو او زورواکانو نظام پای ته ورسیږي او ټولنیز عدالت پلی شي.
 
خوستوالو سولې ته رایه ورکړې ده او په هېواد کې سرتاسري سوله غواړي. خوستوال نور له جنګ او بې عدالتیو نه ستړي شوي دي. خوستوالو د خپلو سرونو په بیه رایې ورکړي او له خپلو رایو څخه دفاع کوي. د دوی رایو ته بې احترامی لوی خیانت دی.
 
د کرزي د حکومت په درې ګونو دورو کې له خوستیانوسره لویه جفا شوې ده او هیڅ کار ندی ورته  شوی. په ولسوالیو کې یې مکتبونه تعمیرونه نلري او شاګردان یې هم کتابونه نلري. زما د کلی تنکې نجونې دا دیارلس کاله د ونو د سیورو لاندې سبقونه وايي. د کرزی د کابینې ځیني وزیران خو خوست پیژني لا نه. دا د خوستوالو خپله مېړانه او همت دی چې د ښار بڼه یې بدله کړې او بدلونونه یې راوستي دي یا په شخصي پانګو او یا هم د باندینیو موسیسو په ملاتړ. پاته دې نه وي چې خوستوال په هیڅ څه کې هم له چا کم ندي. علمی او مسلکي کدرونه هم پریمان لري.
 
په پای کې له ټولو نه مهمه خبره داده چې ډاکتر عبدالله باید لدې ټاکنو څخه یو ډېر مهم اود پام وړ پیغام آخیستی وي. هغه دا چې د افغانستان خلک نور زورواکان، جنګسالاران، مافیايي ډلې ټپلې او  اداري فساد نشي زغملی.
د یوه موټی او پرمختللی افغانستان په لور!
ومن الله توفیق