
دری ورځی وړاندی د جون د میاشتی په پنځلسمه نیټه افغان ولس دوهم ځل بیا د خپلو سرونو په قیمت د رایو مرکزونو ته ځانونه ورسول او خپله وجیبه یی تر سره کړه، د خپلی خوښی کاندید ته یی رایی ورکړی، ولس پدی عمل سره نړۍ ته وښوده چی نور له جګړی او جګړهمارانو ستړی، د رشوت او رشوتخورانو تر پوزی راغلی بدلون غواړی او نور دا روان حا لات نشی زغملی.
له ټاکنو یو ورځ وروسته چی کله عبدالله عبدالله خپل ځان د ولس په اینه کی ولید او لا له وړاندی پوهیده چی ګټونکی ندی نو په خرندو باخرندو،اوتو او بوتو یی شروع وکړه او دا بانه یی رامخی ته کړه چی د ټاکنو د دارالنشاه مشر امرخیل تقلب کړی دی باید له دندی وباسل شی او جنرال ظاهر ظاهر تقدیر شی ، پداسی حال کی چی امرخیل خپله دنده تر سره کړی وه او جنرال ظاهر برعکس د امرخیل د قانونی دندی مخنیوی کړی وو.
نو کله چی د ټاکنو خپلواک کمسیون اعلان وکړ چی امرخیل د ټاکنو د قانون سره سم عمل کړی دی او هیڅ کوم تقلب او غیری قانونی کړنی یی ندی کړی، دا دی نن عبدالله جان د خپلی ناکامۍ دوهم ګام پر شا واخیست او پر خپلو ناظرینو یی غږ وکړ چی د پاڼو په شمیرنه کی برخه وانخلی .
د عبدالله عبدالله دا ټولی خرندی باخرندی څه معنی لرلای شی؟؟؟
که ټاکنی لس واری بیا هم تر سره شی عبدالله یی نه شی ګټلی دا ځکه چی ولس د چا دریشۍ او څیری ته رایه نه ورکوی او نه یی ورکړی ده بلکی خلک یو پلان ته رایه ورکوی او هغه چاته رایه ورکوی چی ترینه د بدلون او تغیر امید لری ولس سترګی، غوږونه او مغز لری او په کار یی اچوی ګوری چی څوک څو چاراکه دی. ولس د عبدالله عبدالله او ډاکټر اشرف غنی دواړو تیر تاریخ ته ګوری چی ځه یی کړی دی او څه یی یاد دی او څه کولای شی. ولس ګوری چی ډاکټر عبدالله ټول عمر ورانۍ کړی دی او ولس یی وژلی دی او ډاکټر اشرف غنی ټول عمر جوړونی کړی دی او انسانان یی روزلی دی. خلک پوهیږی چی ډاکټر عبدالله که ولسمشر شی نو چور، غله رشوت او جګړی به لا زور واخلی او په مقابل کی یی که ډاکټر اشرف غنی ولسمشر شی ابادی، سوله او خوشبختی به راولی، رشوت ، چور او جګړو ته به د پای ټکی کیږدی.
نو کله چی ډاکټر عبدالله لا له وړاندی پدی ښه پوهه وو چی نه کومه برنامه لری، نه د ولسمشرۍ وړتیا او نه به ملت ورته رایه ورکړی معلومه خبره ده چی هم به د ټکنو پر کمسیون نیوکی کوی او هم به خپل ناظرین نه پریږدی چی د ټاکنو د پاڼو په شمارنه کی برخه واخلی.خو د عبدالله یوازینی هدف له اوله تر اخیره داوو او دا دی چی اشرف غنی دی ته مجبور کړی ترڅو ورسره ګډ حکومت جوړ کړی او یا په حکومت کی ورته ښه برخه ورکړی نور هیڅ کوم پلان او هدف نه لری. نه به وینی وبهوی لکه چی په اول دور د ټاکنو کی د عبدالله ویانده دا خبره کړی وه او نه به کوم بهران روالی چی اوس دا خبره کوی. دا ځکه چی ولس له له وړاندی خپله سرښندنه او له ځان څخه د تیریدنی ازموینه ورکړی ده او د هیڅ ډول تهدید څخه ونه ډار شول بلکی په ډیره میړانه د رایو صندوقونو ته لاړل او خپلی رایی یی وکارولی. نه له کومی جګړی ویره لری او نه له کوم بحران. ولس به خپلی رایی تر اخیره د سر په قیمت ساتی او دفاع به یی کوی .
د ولس غوښتنه د عبدالله عبدالله او د هغه له لنډغرو ده ده چی صبر وکړی تر څو په ټاکنو کی د ټولو شکایتون ښه څیړنه وشی او ناپاکی رایی له پاکو رایو وباسل شی او څوک چی د ټاکنو خپلواک کمسیون وړونکی او بریالی اعلان کړی بایلونکی ورته مباره کی ووایی او دا ځوریدلی ولس چی نږدی ۴۰ کاله وځورید نور ونه ځوریږی.
او که بیا هم عبدالله عبدالله او لنډغر یی غواړی چی ارج او مارج جوړ کړی دا نه ددوی په ګټه ده او نه د افغان ځوریدلی ولس بلکی ټوله ګټه به یی زموږ د ګران هیواد افغانستان او افغان ولس د دښمانانو ته رسیږی .
تل او اباد د وی زموږ ګران هیواد افغانستان، ورک او نابود د وی د افغانستان داخلی او خارجی دښمنان
مننه
ډاکټر ګل مرجان منګل
18/06/2014