نړۍ د جون مياشتې په ۱۷ مه نېټه:

ــ نن ورځ د ځمکې د وچکالۍ او شاړه کيدو سره د مبارزې نړيواله ورځ ده.
_ (( ايسلينډ )) دخپلواکۍ ورځ نمانځي
_ په رومانيااو ارمنستان کې دهوايي ځواکونوورځ ده.
ــ په اندونيزيا کې د ماشومانو ورځ ده.
 

_ په1579 زکال کې انګريزپيرات (سمندري غله ) (( فرانسيس درېک )) دنړۍ نه په چارچاپېرسفرکې د(( سانفرانسيسکو)) په ساحل کې ښکته شواوداسيمه يې دانګلستان خاروه اعلان کړه.
_ په 1925 زکال کې په (( ژېنو)) کې داسې يوپروتکول ﻻسليک شو، چې په جګړه کې يې دداسې ګازاتوکارول ، چې زهرجناو تربتونکي وي ، منع کړای شول.
 

  _ په 1953 زکال کې دجرمني په دموکراتيک جمهوريت ( ختيځ جرمني  ) کې دشوروي په مرسته يو پاڅون وځپل شو.
_ په 1991 زکال کې دسويلي افريقاپه جمهوريت کې دنوي زيږدل شويوماشومان دثبتولو په مهال د راس (توکم ) ليکل منع شول ، ځکه داپه حقيقت کې اپارتايد و.