زاخېلوال په ارګ کې قانوني ته څه وويل؟!

له ولسمشرۍ ماڼۍ سره نېږدې باوري سرچینې نن سهار (دوشنبه د جوزا ۲۶) په ارګ کې د یوې له اضطرابه ډکې غونډې خبره کوي.
د ولسمشر لومړی مرستیال غونډې ته راغی. په غیر عادي ډول یې سترګې هرې خوا ته اړولې. حرکات یې هیجاني وو. په زړه یې ډېرې خبرې وې.
ولسمشر د خبرو لړۍ پرانیسته. د افغانستان د خلکو د زړه ورتیا او شهامت یاده یې وکړه چې له ګواښونو سره سره یو وار بیا د رایو ورکولو له پاره په ملیونونو راووتل. ولسمشر د هغو پېښو یاده هم وکړه چې په بېلابېلو سیمو کې د زورواکو له خوا خلک و ګواښل شول او حتی شهیدان شول. د ولسمشر په ذهن کې به لا هم د هغه ماشوم تصویر حاضر و چې معصوم سر یې په ګولۍ سوری و او انځورونه یې په ټولنیزو شبکو او د هېواد په رسنیو کې خپاره شول. د هغو خلکو یادونه یې هم وکړه چې د ازادۍ دښمنانو یې د شهادت ګوتې پرې کړې وې. له دې سره سره، ولسمشر د افغانستان د ملي امنیتي ځواکونو او د ټاکنو د ملي خپلواکو ادارو چارې وستایلې.
د ولسمشر د خبرو وروسته لومړي مرستیال خوله پرانیسته. غږ یې لړزېده، سترګې یې په خورا اضطراب اخوا دې خوا اړولې، خبرې یې هیجاني وې. ښاغلي قانوني لومړی ګوزار د «ټاکنو په نامستقلو ادارو» وکړ. د لومړي مرستیال له پاره دا خبره د منلو نه وه چې په هغو سیمو کې چې خلکو یې د خپل ژوند او ځاني امنیت په بیه د رایو اچولو محلونو ته مخه کړې وه. د ولسمشر لومړي مرستیال وویل چې په هغو سیمو کې چې امنیت نه و، په هغو سیمو کې چې په تېرو ټاکنو کې کم خلک صندوقونو ته راغلي وو، په هغو سیمو کې چې پخوا یې مېرمنو د رایې اچونې په بهیر کې ونډه نه وه اخیستې څرنګه دا ځل خلک په دومره ګڼ شمېر راووتل؟ دا د منلو وړ خبره نه ده! په ځینو سیمو کې د حمل د شپاړسمې په پرتله دوه چنده ډېرې رایې واچولې شوې. دا خبره د ولسمشر د لومړي مرستیال زړه ته نه لوېده. ضیاءالحق امرخېل، د ټاکنو د خپلواک کمیسیون د دارالانشاء رییس د لومړي مرستیال د ګوزارونو بل هدف و. د هغه په اړه یې وویل چې «دزد با پشتاره گیر آمده!» او باید چې څارنوالۍ ته معرفي شي او له دندى فوراً ليرى شي. د خپل همېشني عادت له مخې لومړی مرستیال ډېر په شد او مد غږېده خو دا ځل یې ستونی غریو نیولی و.
د ولسمشر دویم مرستیال په خپل وار د ټاکنو بهیر وستایه، لومړی مرستیال یې سړېدلو ته راوباله، ځکه چې په وینا یې «اولیای امور باید تحت اثر احساسات نروند!». استاد خلیلي همدا راز یادونه وکړه چې د انتخاباتو مسوولیت له کمیسیون سره و نه له حکومتي چارواکو سره.
د تل په څېر، ولسمشر وغوښتل چې بحث پر همدې ځای پرېږدي خو د غونډې یو بل ګډونوال د ماليي وزير ښاغلي زاخيلوال له ولسمشره هیله وکړه چې څرنګه چې د یو کاندید استازي په ډېر شدت د خپلې ډلې احساسات د ولسمشر او كابينې په حضور کې بیان کړل، د بل کاندید له لوري خبرې دې هم واورېدل شي. سره له دى  چې ولسمشر غوښتل چې خبرى همدلته قطع شي خو بيا يې هم زاخېلوال ته د غبرګون  اجازه ورکړه.
زاخيلوال په دې خبره تاءسف څرګند کړ چې د افغانستان د اسلامي جمهوریت په تر ټولو لوړ مقام کې، چې د ولسمشرۍ مقام دی، او د قانون له مخې د ولسمشر لومړی مرستیال د ولسمشر په غیاب کې، د ټول هېواد د چارو په اړه مسوول دی، داسې بې مسوولانه،احساساتي څرګندونى كېږي. ده، د قانون احکامو ته اشاره وکړه چې د ټاکنو د چارو مسوولیت د ټاکنو د کمیسیون پر غاړه دی او حکومتي مامورین په کې د مداخلې حق نه لري. هغه امنیتي چارواکی چې له خپلې ورسپارل شوې دندې وراخوا بل هر اقدام وکړي د افغانستان د جزا په قانون کې «له وظیفې څخه د انتحال» د جرم مرتکب کېږي. کله چې د کابل په نور سیمو کې، لکه د خیرخانې د غاښی اوخیرخانې  محلونو کې چې د رایو پاڼې کمې شولې نو پرته له کومې ستونزې ورورسېدلې او دغه چارواکي، چې له یو کاندید سره د خپلوۍ اړیکي هم لري، د حساسو موادو په انتقال کې هېڅ ستونزه نه لیدله. مګر د کابل په جنوب او ختیځ کې چې ګومان کېده چې د دغه چارواکي د خوښې کاندید په کې شاید هغومره محبوبیت ونه لري لکه د خیر خانې د غاښي شاوخوا یې چې درلوده نو د توکیو د لېږد مخه نیول کېږي. په سروبي کې، په یوویشتمه ناحیه کې او په احمدشاه مېنه کې چې خلک د اعتراض په ډول کوڅو ته راووتل، په خپله د دې خبرې ثبوت دی چې هلته باید ټاکنیز توکي پر وخت استول شوي وای. اصلا" هغه كس مجرم دى  چې دي سيمو كى يي لسونه زرونه خلك د راى وركولو له حقه محروم كړل نه امرخيل!!!
دا چې په ځینو ولایتونو کې دلومړي پړاو په پرتله ډېر خلک رایې ورکولو ته راوتلي وو، د هېښتیا خبره نه ده. له یوه لوري په دې څو اونیو کې چې د دویم پړاو له پاره تیاري نیول کېده کامپاین شوی و،  خلکو د پېښو ګواښونو ښه ارزونه کړې وه، او هغه چا چې خپل حق یې تر پښو لاندې کېدونکی لیدلی و، د خپل حق د حصول له پاره د رایو صندوقونو ته مخه کړه. د لومړي مرستیال خبره په دې کې هم جالبه ده چې هغه ولایت چې ټول نفوس یې اتيا زره نه کېږي اتیا زره رایې ورکوي او په دې که د تعجب هېڅ خبره نه شته خو هغه ولایتو نه چې نفوس یې تر میلیون زیات دی که څلور لکه رایه وکاروي نو د لومړي مرستیال پر زړه ورته اور بلېږي!
د افغانستان د خلکو د عزت د خوندي کولو په خاطر باید چې حکومتي چارواکي یوازې په دې فکر و نه کړي چې مور پر کومه ځمکه زېږولي دي بلکې باید د افغانستان د څه باندې شل میلیونه ځوانانو د راتلونکې له پاره دې د زړه له کومي کار وکړي.
انتخابات د دې له پاره دي چې خلک د دوو مشرانو تر منځ، د دوو سیاستونو تر منځ یو غوره کړي. یو لوری به هرو مرو بایلونکی وي مګر دیموکراسي دا ایجابوي چې د خلکو له پرېکړې وروسته ټول، هر څوک په خپل ځای کې، د هېواد د پرمختګ او سوکالۍ له پاره کار وکړي. هغه سیاستوال چې په انتخاباتو کې د نه بریا زغم نه لري نو باید چې انتخاباتو ته و نه درېږي. د هغه ځای هغه د لوبو میدانونه دي چې ګټل په کې حتمي وي او داسې میدانونه د دیموکراسۍ په لمن کې نه شته.
په غوڼدې کې نورې خبرې هم ښکته پورته شوې خو د لومړي مرستیالاضطراب د غونډې تر پایه په جوته لیدل کېده.